عبدالله كاكړ
د سورغر اخبار په دويمه ګڼه كي تر دغه سرليك لاندي ( په ميرويس روغتون كي نرسان ورقي كوي) يو ګزارش خپور شوى، چې په لوستلو يې هم چا ته له خوښۍ خندا راتله هم له غمه ژړا. د خوښۍ ځاى خو دا و چي ايله په كندهار كي داسي سرچينه او مرجع پيدا شوه چي له لاري يې د دې مظلومو او بې اسرې خلكو د زړونو، دردونو آه و فرياد پورت كېږي او د هغو بېدادو ډاكټرانو، نرسانو او رئيسانو اصلي څېرې خلكو ته ښكاره كېږي او په پايله كي يې لوړپوړو چارواكو ته د دغو خيانتونو او ستونزو د اورارۍ لپاره تحرك وركول كېږي. او ژړا ځكه راغله چي د دغه بېوسه ولس دردونه مي وليدل او د دوى په دردونو مي د بېدردو لوبي وليدې. زموږ ولس خو هسي هم ښه ورځ نه ده ليدلې، د كړاوونو پر سر كړاوونه او په دردونو پسې دردونه، دا كه يو بېدرده سړى د ډاكټر په نامه د خلكو په دردونو لوبي كوي، نوكه دغه كار ته كبيره ګناه ونه وايو، څه ته به ورته ووايو. له ګزارشه خو دا څرګنده وه چي لويه ستونزه شته، نرسان ډاكټران ملامتوي، ډاكټران د ملامتۍ پړه د رئيس پر غاړه اچوي او رئيس بېرته ډاكټران كارته ملاماتي بولي. ښه خبره خو دا ده چي دوى خپله دا نادودي مني، د دغو نادودو بيان د سړي زړه ورچوي. هغه بله ورځ مي يوه ملګري راته ويل چي ناروغ مي عمليات ته اړتيا لرله، خو ډاكټر راته ويل چي خور دي ما ته راكړه بيا دي عمليات كوم. يوه بل انډيوال تورنپال بابى چي څو مياشتي مخكي يې مور وفات شوه وويل، يوه شپه مي مور له ناروغۍ څخه ډېره په تكليف شوه، ميرويس روغتون ته مي يووړه، هلته نوكريوال ډاكټر راته ويل چي سبا يې راوله، ما چي هرڅومره زارۍ ورته وكړې چي داستاسو مسووليت دى، خو هغه ونه منله، په دا سبا سهار وختي اړ شوم چي كوټي ته يې د درملني لپاره بوځم، خو پر نيمه لار يې سيورى زما له سره ايسته شو. ډېر خلك دا شكايت هم كوي وايي چي كله د ورځي له خوا ميرويس روغتون ته ورشو، نو ډاكټران د خپل شخصي كتنځي (معاينه خانې) پته راكوي چي هلته راشه، دوى مو په روغتون كې درملنه نه كوي. بله لويه نادوده دا ده چي ټول ډاكټران خپل درملتونونه لري، كله چي نسخه دركړي نو دوى له خپل درملتون والا سره شفر لري، كه ته د دوى په درملتون كي درمل وانه خلې نو د هغې نسخې درمل په ټول ښار كي نه شې پيدا كولاى. د دغو نارواوو لړۍ خورا اوږده ده چي پر همدغو څو بېلګو بسنه كوو. خو هغه متل دى چي اوبه د لوړي خوا څخه خړېږي، دلته ډېر مسووليت د عامي روغتيا رئيس ته متوجه كېږي، كه دى ډاكټران نه شي كنټرولولاى، له ډاكټرانو سره جوړېداى نه شي او روغتيايي چاري نه شي سمبالولاى، بيا دي نو چوكۍ خوشي كړي. يوه ژورناليست كيسه راته كوله چي زه يوه ورځ د عامې روغتيا رياست ورغلم، رئيس بيده و، ما يې پيردار ته وويل چي راويښ يې كړه زه مركه ورسره كوم، پيره دار راته وويل چي د خداى په خدايي دي اريان كړم، كه يې راويښ كوم هم ښكنځل راته كوي او كه يې راويښ نه كړم، ته سبا راشې او ورته ووايې چي پرون زه راغلى وم ته بيده وې، هم مي سپكوي. نو چي رئيس صاحب په سپينه ورځ خوبونه كوي، ډاكټرانو به خود د انسانانو قصابي را ايستلې وي او نرسان به په روغتون كي ورقي او بانډارونه كوي. په دې اړه هيله ده چي د كندهار ښاغلى والي صاحب لازم اقدامات وكړي.