خادم کوچى
په نړۍکې دحکومت جوړونې اوحکومت چـــلونې په اړوند ډېرې خبرې اوڅېړنې کېږي،زموږپه هيوادکې هم چې له څوکلن جنګ څخه وروسته دبون غونډه جوړه شوه اوخلکوته دحکومت هيلې پيداشوې په حکومت جوړونه باندې ډېرې خبرې او څېړنې کېدلې.همدارنګه دحکومت په برياليتوبونواوناکاميوباندې خلک خبرې کوي دخلکوهيلې او اومېدونه راژوندي کېږي ښايي ډېر کم خلک وي چې هغوى دې په بشپړډول ناهيلي شوي وي. زموږخلکوپه زړه کې ګوړې ماتولې چې زموږهيوادبــه اوس دودانۍاوابادۍپه لورخپل مزلونه پيل کوي دسړکونودجوړولـو خوبونه موليدل،دښوونځيودجوړولودزده کړې ديوغوړېدلي او پرمختللي جــــــوړښت په خيالونوکې ډوبېدلواوزنګېدلودمــلي اردواوملي پوليس نـغاره اوډنډوره خودکارونوپه لومړي ســـراو بـــــــــنــــــــــدکــــــې وه.
دمورشودې يې شه.
همدغه ډول له خپل سروکــــــــــوماندانانو،زورواکانــــــــو اوزورواکۍڅخه زموږدخلکواوټولنې دژغـــورنې اوخلاســـون شپې ورځې موپه سترګوکې غړېدلې يادهغوى دټولواغېـزود کمولواوله منځه وړلوپه اړوندموچورتونه وهل چې لـــــه څــــو کلنې جګړې څخه زموږ په برخه شوې وې.
زموږدټولنې يــوه ستره برخه کوچيان،په هيوادکې دننــه بې ځايه شوي اوباندېنيوهيوادونوته تللي کډوال په دغـــــه هيله وو خپل هيوادخپلوسيمواوځايونوته به په ستنه ځـــواوخپل ژوندبه لـــــــــــه ســـــــــــــره پيل کــــــــــــــــــــوو. ګواکي خلک ســمون راوستنې،جوړونې او دښــــه سوکالهژوندپه لورتللوته حکومت چلونه اوښه واکمني وايي.
دافغانستان دڅوکلنې جګـــــړې په ترڅ کې پښتون ميشتو سيــــموته ځکه ډېرزيان واړول شو،لومړى داچې دغــــــــه خلک دهيوادډېرى خلک دي،نوډېرخلک به ډېرزيانونه ويني، بــــل داچې دخپل ملا تــړدپراخــــه کـولو له پاره دجګړې هريولـوري ددغوخلکوسيمې ته دخپلې لاس وهنې لاســـــونه ورعځـــــــول دهمدغه ډول لا س وهنوله امله هم دغوخلکوته ډېرزيانــــــونه وراوښتــــــــــــــــــــــــل کېدل .
له ډېروستړوستونزواوکړاونوسره سره پښتنومشرانوله دربار اودرباري و واکمنۍســــره وخت په وخت خپله کرکه ښودلې ده، ښايي ددغه حکومت په جــــــوړولــوسره هغوى تـــه هـــم داهيلې پيداشوې وي چې اوس نودلښکر کښيو وخت اومنان تېرشـــــــو د نړۍ پرمخ پوهنيزاودانټرنېټ دوردى اوس به نــوزمـوږخلک اوژبه، له مغلي لښکر کښۍ څخه وژغورل شي دلوېديزوالـــــوپه راډالۍاورالېږدونکې دېموکــــــراسۍ چې دوى يــــــــې اوازې اوانګازې خپرې کړې وې له دغو ډنډورو سره سم به هــــــرڅــــــــوک په افغاني ټولنه کې خپل ځاى ولري اوهرچاته به خپل بريدونه په ګـــــــــــوته کــــــړل شي .
ياپه بله وينادلښکرکښۍ له چوکاټ اوجوړښت څخه به خلک راوېستل شي دډېموکراسۍ په جوړښت کې به،پېښې واچــــــــول شي، ترڅوواک اوحکومت چلـــونه وده اوپراختياومومي.
دغه ډول ډېروکارونوته کاراوخدمت ويل کېږي،څـــوک چــې خپلوخلکواوخاورې ته خدمت کول غواړي هغوى به دغــــــه ډول کارونـــــــه کـــوي،دحکومت چلوونې مهارت نه شي بلل کېدلى. دحکومت چلونې مهارتـــونه ښايي په نړۍکې ډېرکارول شوي وي خوداېراني مشرتابه وروستى څوکلن حکومت يې يوه ښه نمونه اوبېلګه ګڼلى شودغودنر زامنوپه اېران کې دسمــــــــــو نونو،راوستلوژمنې خپلوخلکوته ورکولې،دپلمواوبانوپه مرسته يې څــوکاله په مهارت ســـره په اېران کې خپل حکومت وچلاوو دخلکوهيلې همداسې ژوندۍ پاتې دي چې سمونونه راوستل کېږي دغوښاغلودخپل حکومت څوکلنه دره په خوښۍاوخندا تېره کړله اوس يې دژرندې وارنوروسمون راوستونکـــــــــــوته پرېښودوخت به څرګندي چې دغه ښاغلي دخپلوخلکوبرخــه ليک په کوم لوري بيايي .؟
بلــــــــه ډېره ښه نمونه اوبېلګه يې دبون اېتلافي ياګډوله حکومت اومشرتوب کېدلى شي،له نېکه مــــــــرغه دخوښۍاو شکران ځاى دى چې دافغانستان دحکومت مشرانو هـــــــــــــم د واک اوحکومت چلوونې مهارتونه زده کړي دي يادغه مهارتونه لري دلنډمهالې اومنځمهالې دورې واټن يې پـــــــــــــــــه ډېربري سره لنډکړ،ټاکنې وشوې دڅوکلن قانوني حکومت له پاره واک اوځواک پياوړى شو،ګـــــــــواکي دوى کولى شي چې له قانوني پلوه څوکاله په ډاډه زړه خپل حکومت وچلوي دبــــــون دپروژې وروستى بندپالمان به جوړشي دپالمان له پاره به ودانۍ جــوړه شي،له هيوادونوڅخه به دافغانستان دبيارغاونې په نــــــــــــوم مرستې راشي ګام په ګام به خلکوته دسمــــــــــونونو راوستلواو بيارغاونى ژمنې ورکول کېږي زموږ دخلکوټولنيز،ژبني حقوق اوبرخې به هـــــره ورځ له پــښـــــوڅخه لاندې کېږي زموږخلک او ټولنه به دښــې ورځې،ښه راتلونکي،سم سمکي اوسمونونو پـــه هيله اوتمــه وي حکومتي مشران،دواک څښتنان اودسباورځـې اتلان به په قانـــوني ډاډاو مهارت سره خپل حکومت او واکمني چلوي دهرې ورځې په تېرېدوســــــره به يې سياسي واک اواغېـز پياوړتيامومي.