ملي لوبډله د اماراتو د دوه پیاوړو لوبډلو سره لوبه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38889
دربار
دخبریدو نیټه : 2010-09-14


د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د پیاوړي کولو لپاره د متحده اماراتو د دوه پیاوړو لوبډلو سره د سپتمبر د میاشتې په ۲۳ او ۲۴ نیټه د50اوریزو لوبو لپاره تیاری نیولي چې په خپل وخت به ترسره کیږي.
دغه دوه شل اوریزې لوبې به ډې نايټ لوبې وي، یعنې د اماراتو په وخت به د مازیګر په ۴:۰۰ بجو پېل کیږي او تر نیمې شپې به غزیږي.
د افغانستان کرکت بورډ د دې لوبو لپاره د اماراتو د کرکټ بورډ په مشوره ۱۰ اماراتي درهم چې ۱۲۵ افغانۍ کیږي د ټیکټ د اخستلو نرخ  ټاکلي دی.

د افغانستا ملي لوبډله د کینیا د سفر لپاره په خپل کورني لوبغالي شارجه کې  تمرینونه کوي. د دې تمرینونو لپاره ملي لوبډله متحده اماراتو ته د سپتمبر په ۱۷ نېټه لپاره سفر کوي. د ملي لوبدلې دغه تمریني کمپ به په ۱۸ نېټه پېل کیږي او د سپتمبر تر ۲۶ نېټې پورې به دوام کوي.
ملي لوبډله به په شارجه کې د ۸ ورځې تمریني کمپ لري چې په دې کمپ کې به د ملي لوبډلې سره د ملي لوبډلې روزونکی راشد لطیف هم وي او بیا به د سپتمبر په ۲۸ نېټه د کینیا هیواد ته روانیږي.
افغان ملي لوبډله د اکتوبر په میاشت کې ډیر مهم سفر په مخ کې لري، د اکتوبر په دویمه نېټه د کینیا د هیواد د ملي لوبډلې سره څلور ورځینۍ لوبه لري، په دې لوبه کې به افغان لوبغاړي د انټرکانټینټل په سیالۍ کې د پای لوبې لپاره خپل برخلیک ټاکي.
د انټرکانټینټل یا د لویو وچو د سیالۍ پای لوبې ته درې هیوادونو نوماند دي چې افغانستان په لومړي مقام کې ۷۷ پوانټونه، سکاټلینډ په دویم مقام کې ۶۹ پوانټونه او د زمبوابی هیواد په دریم مقام کې ۶۳ پوانټونه لري.

 که افغانستا د کینیا څخه دا لوبه وګتي او یایې مساوي کړي نو د لویو وچو د سیالۍ جام  پای لوبې ته لاره پیدا کوي، د لویو وچو د سیالۍ پای لوبه به د متحده اماراتو د دوبۍ د ولایت په نړیوال لوبغالي کې د ډیسمبر د میاشتې په پېل کې تر سره کیږي.
افغانستان د کینیا سره د کینیا په پلازمېنه نیروبې کې څلور لوبې لرې