انجنير عبدالله
د وږي د اووه ويشتمي د ولايتي شوراګانو او ولسي جرګې لپاره ټولټاكني د افغانستان په تاريخ كي يوه خورا پاموړ او ارزښتمنه پېښه ده، د دغي پېښي په پايله كي د افغانانو استازي د واك مزي پخپلو لاسونو كي اخلي، د واك هغه مزي چي تر پرون پوري د افغان او افغانستان كورنيو او باندنيو غليمانو په مخامخ او نامخامخ توګه په خپلو منګولو كي ښكېل كړي و او داهم رښتيا خبره ده چي د افغانانو له غليمانو څخه د افغانانو استازو ته د واك لېږد د افغان او افغانستان د پټ او ښكاره غليم پر اروا باندي داسي يو ګوزار دى چي كه د لوى الله(ج) خوښه وه نو تر ابده به بيا دغه ناولې اورا د افغانانو او افغانستان په باب د ارام ورځ و نه ويني. زما هغه ورځ په ياد ده چي له بي بي سي راډيو څخه د پاكستان د يوه ديني عالم او مذهبه عالم او مذهبي ډلي له مشر مولانا قاضي حسين احمد له خولې واورېدل چي افغانانو خپل غيرت نه دى بايللى ځكه په افغانستان كي د پرديو، امريكا او فساد پر ضد جهاد كوي، خو كله چي پوښتنه ورځني وشوه چي په پاكستان كي ډېره فحشا او ناروا كېږي، هلته خو هم پټ او ښكاره كفار واكمن دي، پر افغانستان خو د امريكې لومړى ګوزار له پاكستانه وشو. نو ده په ځواب كي وويل چي موږ هم تر پنځوس كلونو زيات وخت كېږي چي د دغه فساد پر ضد مو جهاد روان كړى دى خو موږ د پارلمان له لاري هڅه او كوښښ كوو او دا پارلماني جنګ به مو روان وي تر هغه چي په پاكستان كي يو سوچه اسلامي نظام راولو. په هغه شېبه كي چي مي دغه خبري اورېدلې، هغه د چا خبره پر ككرۍ مي اوربل شو او ومي ويل يا لويه خدايه دا څنګه بندګان دي پيداكړي دي چي د ټولي نړۍ په مخكي ما د مرګ ژوبلي او ورانۍ جهاد ته هڅوي او خپله د پارلمان او سياسي جهاد شعارونه وركوي خو د وږي پر اووه ويشتمي سهار چي مي كله د كندهار ښار په مشرقي ليسه كي تر يوه خېمه لاندي پر چوكۍ يوه ناست كس د شهادت ګوته پر مېز د يوه سپين رنګه بوتل په خوله ننه ايست بيا يې د رايي كارت راسورى كړ، وروسته يې و څنګته بل ناست تن د ولايتي شورا او ولسي جرګې رايي پاڼي د خپل ځانګړي ترتيب له مخي درې قاته كړې او په مهربانه لهجه يې راته وويل چي واخله، وروسته يوه بل تن د يوې كاغذي غرفې شاته ولېږلم، هلته مي د خپل فكر او وجدان په خوښه دوه كانديدان په نښه كړل، راووتم او دغه دوې پاڼي مي دوو پرتو صندوقونو ته ورواچولې، كله چي مي يوه پاڼه په لږ تكليف صندوق ته اچوله، نو د صندوقونو شاته ولاړ مسوول كس همداسي راته كتل، ما ورته وويل چي وروره! كله چي مي هيڅ ډول مرسته نه راسره كوې؟ هغه راته وويل، نه وروره، داستا خپل كار دى، زه بايد مداخله پكښي ونكړم دلته مي شكر وايست او هغه اور چي مي د مولانا صاحب خبرو پر سر بل كړى و، د دغه ورور په خبره او د رايي په وركړه سر مړ شو، دا ځكه چي ما د خپل ټول تاريخ په اوږډو كي دا توان پيداكړ چي پرته د پرديو له اشارې او زور څخه پخپله خوښه د خپل برخليك ټاكني ته ګام واخلم، زړه مي له خوښې باغ_باغ كېدى چي دا دى زه هم د پارلمان څښتن كېږم، او د پارلمان له لاري به له نړۍ او ګاونډيانو سره د سياست او منطق په ژبه ږغېږم، نه د بې مانا او بې ګټي جنګ په ژبه. ما غوندي د ډېرو نورو نر او ښځو پر له پسې اوږډه بهير د افغانانو او سياسي شعور د ويښتابه زېرى وركاوه او د افغانانو پر سپېرو شونډو د خوښيو موسكا د يوه نوي ژوند استازيتوب كاوه او په ټول هيواد كي د ټولټاكنو د بهير پر له پسې خبرونو د پرمختللي، پر خپلو پښو ولاړ، د ګاونډيو او نړۍ له شرموونكي اړتيا او غلامۍ څخه د خلاص افغانستان پيغام درلود، دا سمه ده چي زموږ راتلونكى پارلمان به هغسي نه وي كله زموږ چي ارمان دى، خو دا لومړنى ګام دى، او طبيعي خبره ده چي لومړنى ګام يو څه رېږدېدلى وي او موږ باور لرو چي دويم، ورپسې درېيم ګام به مو تر دې ټينګ او پراخ وي، همداسي به ورو_ ورو زموږ ګران افغانستان د نړۍ د پرمختللو هيوادو سره د سيالۍ په ليكه كي درېږي، دا ځكه چي افغانان هغه بااستعداده خلك دي چي سارى يې ډېر لږ دى، خو تر ننه يې بدمرغي دا وه چي د دوى د استعداد دروزلو او په كار اچولو لپاره چا وخت نه و وركړى، اوس به كه خداى(ج) دوى د سياست پر ډګر چي دا لاره نوره ورته پرانيستې ده خپل د وړتوب ننداره وركوي او افغان ملت به د پوهي له منبره د نجات د آذان ږغ پورته كوي ان شا الله