طنز
زړګي لويديځوال پوره شل کاله په پاريس کې ژوند کړى و. خام ځلميتوب او پخه ځواني يې په لويديځ کې تېره کړې وه. لنډه دا چې اروپايي کلتور يې اخيستى و او کړه وړه يې بېخي بل ډول و. کله چې له اروپا نه د راستنېدو په دويمه ورځ د خپل کوچني سره فولکس واګون ماشين ته کېناست، اوږې يې پورته پورته کړې او بيا يې خپلې يوازينۍ لور ته چې تنکۍ پېغله وه او هلته په پاريس کې زېږېدلې وه ور غږ کړ:
لمرينې وه لمرينې! راشه چې د کابل په پارکونو دې وګرځوم. لمرينې لکه بې وزرونو مرغۍ سپک سپک ګامونه راواخيستل او د پلار ترڅنګ په مخکيني سيټ کې کېناسته. پلار يې خبرو ته همداسې دوام ورکړ: هو! رښتيا لومړى به چمن ته ولاړ شو هلته به يو ډول مزه ناک شورنخود وخورو، بيا به د زرنګار پارک ته وروګرځو او که ته راضي وې نو غرمه به د نوي ښار د پارک په سرخلاصو رستورانتونو کې تېره کړو، وايي چې هلته ډېر خوندور کباب پخېږي. لمرينې يوازې د شونډو په موسکا او د سر په ښورولو د خپل پلار لويديځوال غوښتنه تائيد کړه. له دې سره سم زړګى لويديځوال خپل فولکس واګون وغراوه او په اروپايي دود يې د کورنۍ له نورو غړو سره د لاس په ښورولو خداى پاماني وکړه او د کابل په واټونو ورسم شو. دغه ورځ لويديځوال له بې شمېره ستونزو سره مخ شوى و. سربېره پر دې چې په چمن کې يې له يوې ډلې چرسيانو او يوې ډلې جوارګرو پرته نور څه نه وو تر سترګو شوي او د زرنګار پارک او د نوي ښار د پارک سرخلاصي رستورانتونه يې په هسې تشو خيالونو او خوږو خوبونو بدل شوي وو، له واټونو او څلور لارو نه تېرېدلو په سر خوږي اخته کړى و. دا ځکه چې له ده نه بې واره د موټرو مخ ته کېدل په واټونو کې د ترافيکي نظم نشتوالى او په لسګونو داسې نور ټکي چې دلته په عادي ژوند اوښتي وو، ده ته سترې ستونزې وې. لويديځوال له دې ورځې وروسته ويل چې: موږ بايد فداکاري وکړو زموږ د ټولنې هوښيار کسان او د لوړ کلتور خاوندان بايد د ټولنې د نورو غړو لپاره الهام ورکوونکي شي. موږ بايد خپل ښاريان او هېوادوال خير غوښتونکو، زړه سواندو او نظم لرونکو عملونو ته وهڅوو. دلته بايد ډېر ژر انساني کرامت لوړو پوړيو ته ورسېږي او دغه دود بايد زموږ په فداکارۍ رامنځته شي.
خو کله چې د زړګي لويديځوال د مېلمستيا تودې شپې پاى ته ورسېدې او د خپل ژوند د اړتياوو رفع کول ورپه غاړه شول، نو په هغه ورځ چې د لويديځوال فولکس واګون د تېلو د کمښت او يو څه نورې خرابۍ له امله له ګرځېدو پاتې و او لويديځوال د خپلې لور لمرينې سره د نيمن کچالو د پيرودلو لپاره بازار ته روان شوى و نو ملي بس ته په ورختلو کې له ټېل ماټېل نه د ګوښه کېدو او وار په هيله په تور ماښام ساه نيولى کور ته ورننوتى و.
وروسته له دې چې لويديځوال په خپله فداکارۍ خپل باور له لاسه ورکړ نو اوس اوس ملي بس ته په ورختلو او د پرچون پلورنځيو د ځينو ارزښتناکه مالونو او کوپوني موادو په ترلاسه کولو کې له هر چا زيات ټوپ وهي او له هرچا ژر نوبت ماتوي! هو. له هر چا زيات ټوپ وهي او له هرچا ژر نوبت ماتوي!!!
١٣٦٨ل