حبيب صادق _ كابل
په متمد نواوولسواكوټولنو كي دنظام اودولتي اداري بدلون دولسونو درايو او ټولټاكنو په وسيله ترسره كيږي خوددې پر خلا ف په وروسته پاته نړۍ كي ډيروړوكي بدلونونه هم دوسلې اوبرچې په زور دزرګونو بيګناه انسانانودوينو تويولو په بيه ترسره كيږي .
زموږ دهيواد داوږدې اوخونړۍ غميزي يولا مل همدا دكودتاګانولړۍ اودخلكودارادې پر خلاف دديكتاتورو اوخونړيورژيمونو راتګ اوپه زور حكومت كول و .
په افغانستان كي د كيڼ اړخو او ښې اړخو سياسي ډلو اوتنظيمونوكړنلاره تل دوسله وال ځواك اونظامي زور پر بنسټ ولاړه وه.
په افغانستان كي د څه دپاسه دوه نيمو لسيزو ټول سياسي بدلونونه دتوپونو، ټانكونواوكودتاګانو په وسيله ترسره شوې چي هيڅ راز حقوقي جواز اوولسي ملاتړ يې له ځانه سره نه درلود ځكه چي دا بدلونونه دخلكو دغوښتني پربنسټ نه بلكي دځينوځانګړوډلو دجنګي اووسله والوبغاوتونوپربنسټ رامنځته شوي وو.
دواك كوم بدلونونه چي دخلقيانودكودتانه نيولي بيا دطالبانو ترواكمن كيدوپوري منځته راغلي ټول دكودتااووسله وال ځواك په زورترسره شوي دي .دخلقيانو دمشرانوپه نيولوسره هغوي داردو په قطعاتوكي شاملو خلقي افسرانوته امروكړ ترڅو دمحمد داود خان جمهوري نظام راوپرځوی چي خلقي افسرانواووړوظابطانو هم داكاروكړ اودثوركودتا ترسره شوه خلقيانودي كودتا ته دثور انقلاب نوم وركړ ،په داسي حال كي چي ولس له دي كودتانه كركه لرله اود ثوردانفلاق په نوم يې يادوله .
دتره كي اوحفيظ الله امين دمخالفتونو په پايله كي يوځل بيا دكابل ښار و څلور لاروته ټانكونه اوتوپونه راووتل اودوسله والي جګړې په نتيجه كي امين په تره كي بري وموند ،چي وروسته يې تره كی وواژه اوامين دټول هيواد واك په خپل لاس كي ونيو .
د حفيظ الله امين دڅومياشتني واكمنۍ په بهيركي د تره كي دپلويانو له خوا دامين دراپر ځولو په خاطر دريشخور دفرقې دځينوافسرانو په مشري يوه بله كودتا ترسره شوه خوداكودتا ډير ژردامين دپلويانو له خوا شنډه اوډير شمير داردولوړپوړي افسران اوتره كي پلوه خلقيان په كي له منځه لاړل اويوزيات شمير يي دپلچرخي په زندان كي بندي شول .
خودحفيظ الله امين دراپرځولو پيښه بيادكودتا له بريده هم اوښتي وه ځكه چي دنړي يوه زبر ځواك زموږ په خاوره يرغل وكړ اودببرك كارمل ترمشرۍ لاندي دپرچميانو ډله يي چي ترخلقيانوډيره روسانو او دهغه وخت سوسياليسټي بلاك ته وفاداره وه دافغا نستان دواكمنۍ په تخت کښينول .
كه څه هم چي دكارمل واكمني دروسانو په وسيله اوقومانده په سوله ييزه توګه وډاكتر نجيب الله ته وليږدول شوه ،خودډاكتر نجيب الله اودكارمل دپلويانو ترمنځ يې ددښمنيو واټن اوډګر ډيرپراخ كړ.
دنجيب الله دواكمنۍ په ټوله دوره كي دكارمل پلويانوكه څه هم ددولت په ډيرو مهموڅوكيوكي يې دنده لرله نه يوازي داچي د نجيب الله له حكومت سره يې مرسته نه كوله بلكي د هغه په وړاندي يې سبوتاژونه كول ،اوپه دي هيله يي دهغه دكمزوري كولوهلي ځلي كولې ترڅو روسان په نجيب الله بې باوره شي اواقتداربيرته كارمل ته وسپاري .
دنجيب الله د حكومت په دننه كي دواك په سر دښمني دهري ورځي په تير يدو سره پياوړي كيدلې ،خوكله چي روسان اودهغوي يرغلګر ځواك زموږ له هيواده وتلوته اړشو نودا دښمني نوري هم توندي او زياتي شوي ،له يوي خوا دكارمل ډلي ټپلي اوله بلي خوا دخلقيانو ډلي دصالح محمد زيري ترمشري لاندي دنجيب الله په وړاندي مورچلي اوكمينونه نيولي وو، دهمدغو دښمنيو په بهير كي دشهنواز تڼي په مشرتابه دخلقي جنرالانو له خوا دنجييب الله دحكومت دراپرځولوپه ضد يوه كودتا ترسره شوه خوبري ته ونه رسيدل ،په دي كودتا كي هم زيات شمير بيګنا پوځي اوغير پوځي كسان ووژل شول
خو په خواشيني سره بايد ووايو چي دكودتاګانو خونړي بهير لا ادامه لرله ، چي داځل دكارمل ډلي ټپلي دكودتا دپاره ځان تيار كړي و
كله چي ډاكتر نجيب الله دملګروملتونو داستازي سره په دي خبره سلا شوترڅو له دندي استعفا وكړي، نو دببرك كارمل په قومانده دنجيب الله دحكومت دبهرنيو چارودوزيرعبدالوكيل په مشري يوه بله كودتا ترسره شوه ، اوقدرت د كارمل دډلي لاس ته ولويد، ،كه څه هم چي دكارمل زړه داوو ترڅو دقدرت واګي يوځل بياپه خپل لاس كي واخلي ، خوداوخت نور تير شوي و،اومجاهدين له څوخوا وونه كابل ته ننوتي وو،اوپرچميانو دمجاهدينوسره دمقابلي توان نه درلود، ځكه خويې داارمان ترسره نه شو اوقدرت دمجاهدينولاس ته ورغلي.
خودافسوس اوخواشيني خبره داده چي دمجاهدينودحكومت ټوله دوره د تنظيمي جګړو په لوګيواولوخړوكي تيره شوه ، هرڅه دوسلي اوبرچي په څوكه فيصله كيدل ،دقانون ځا ي كلاشنكوف نيولي و هروسله وال ځان حاكم اوقاضي ګاڼه څه چي يې زړه و،هغه به يي كول .
لنډه داچي دمجاهدينو واكمني هم دطالبانو له لوري د وسله والي جګړي اوويني تويوني په پايله كي پاي ته ورسيدل .
دطالبانو په واكمني كي دطالبانو دسخت دريځه قوانينواومقرراتوسره سره طالبانو خپلي ټولي فيصلي دوسلې په زورترسره كولي اوداسي اجندايي جوړه كړي وه ترڅو ټول هيواد دجګړي په زوردځان تابع كړي اوپري واكمني وكړي
دطالبانودواكمني دنسكوريدونه وروسته د لومړي ځل لپاره دجګړي كلتور ته دپای ټكی كښيښودل شو،اوپه هيواد كي ديوه ولسواك نظام دپلي كولوپه خاطرهراړخيزي هلي ځلي پيل شوې ،اوس ټولو وسله والو تنظيمونو اوسياسي ګوند ونو دا منلي، چي دواك دترلاسه كولوپه خاطر بايد دسياسي لاري اوددموكراسي داصولوپربنسټ هلي ځلي اومبارزه وشي همدااوس پخوانيوتنظيمي ،كيڼ اړخواوليبرالوډلوپه هيوادكي ددموكراسي داصولوپر بنسټ دسياسي مبارزي لارغوره كړي اودوسله وال مقاومت اودكودتاګانولاره يي نامطلوبه ګڼلي ده
خوپه افسوس سره بايد ووايوچي ځيني ډلي لااوس هم په هيوادكي دواك دترلاسه كولولپاره وسله واله جګړه يوازني اومشروع لار ګڼي ،دطالبانوله لوري په هيوادكي داوسنيو ناامنيواوبدامنيو را منځته كيدل اودوسله والوغلچكيوبريدونوپرمخ بيول هغه څرګندي بيلګي دي چي طالبان غواړي دوسله والي جګړې له لاري له لاسه تللي اقتداربيرته ترلاسه كړي چي دا يوبيځايه خوب اوخيال ښكاري
كه دظالبانومشران څرګندسياسي بصيرت ولري كولی شي دهيواددنوروسياسي اوتنظيمي ډلوپه څير دسياسي اوسوله ييزي مبارزې له لاري دولس باوراواعتماد ترلاسه كړي اوپه دي توګه ځانونه سياسي واك ته ورسوي
خودجګړي له لاري سياسي واك ترلاسه كول هغه ناكامه اوناكاره تجربه ده چي يوځلي پخپله طالبانوهم ازمويلي چي مطلوبه ګټه يې نه ده ترلاسه كړې په دې هيله چي طالبان دسياسي بصيرت لاره غوره وګڼي ،اود بې ګناه مسلمانانوله وژنونه لاس په سر شي ،اوپريږدي چي دافغانستان جګړه ځپلی ولس خپل وران ويجاړ هيواد له سره ورغوي اوپه ټول هيوادكي دسولي اوامن هميشني فضا رامنځته شي اوافغانان هم دنوري دنيا دولسونوپه څير په سوله اوارامي كي دنيكمرغه اوسوكاله ژوندڅښتنان شي .