د حيدرخيل ادبي بهير له خواد درد په نوم نوى کتاب تازه له چاپه راووت
حيدر خيل ادبي بهير چې د تيرو اتو کالونو راپدې خوا د پښتو ژبې دادب او فرهنګ د غوړيدا او پراختيا په لاره کې هلې ځلې کوي دا ځل يي د تنکي ځوان لاهور جان همت نوى کتاب دردچې د افغاني ټولنې د عيني پېښو ريښتنى انځورد ناول په بڼه وړاندې کوي چاپ او خپور کړ.
لاهور جان همت پدې ناول کې د يوه ښوونکي د ژوندانه ريښتنى داستان په داسې شکل بيان کړى چې هر لوستونکى مجبوروي تر څو کيسه تر پايه ولولي .
پر کتاب، ليکوال نصير احمد روښان سريزه کښلي.نوموړي په خپله سريزه کې کتاب د مانا او محتوا له مخې بډايه بللي.
د حيدرخيل ادبي بهير مشر شاکرالله شاکر زياتوي چې دوي په پام کې لري ترڅو په نږدي راتلونکي کې نور درسي او علمي کتابونه چاپ کړي چې د ځوان کهول د مطالعې په برخه کې اغيزمن تمام شي.
ښاغلي شاکر وويل دا پينځم کتاب دى چې ددې بهير لخوا چاپ کيږي.
.د کتاب مينه وال کولاي شي چې نوموړى کتاب د خوست ښار د سيدجمال الدين افغان له کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کړي .