ګل چې څومره ډېر رنګونه اوزيات اړخونه ولري، همدومره ېي ښكلا زياتېږي اود ليدونكي نظراوتوجه ځانته را اړوي، سترگې يې يخوي، زړونوته دخوښۍ اوهوس زيرى وركوي، مينه او عاطفه را ويښوي، د روح او اروا تنده ماتوي، د ځوان، زاړه، نر، ښځې، عاشق، شاعر... هر چا احساس به بېل بېل ډول سره راپاره وي.
هوكې، همدا گل، چې په هر نامه ياد شي بيا هم همدغه ګل دى او همدغه ښېګڼې لري، خو انسان بيا بېل ډول مخلوق دى، هغه بايد يو رنګ، يو مخ او يو اړخ ولري، دوه رنګي، دوه ژبي او دوه مخي بايد پكې نه وي، كه داسې وشي بيا يې مخ دكتو ندى او وړ د ليدو نه دى، د ټولنې د بدبختيو اصلي عامل اوسبب جوړېږي، زموږ په سپڅلي اسلامي دين كې بېخي رټل شوى شخصيت دى، د ټولنې مرض بلل شوى او د (منافق) په نامه ياد شوى، په ريښتيا چې د انسان ارزښت او شخصيت د هغه د (زړه او ژبې) په تول دى كه دا دواړه سم وو، نو دغه شخصيت دى او كه نه هسې يې څېره د انسان ده او بس– الله مو د وساتي _ د انسان بايد د خولې او زړه لار يوه وي، يوه خبر او يو دريځ بايد ولري، د اسلام په تاريخ كې منافقينو ډېر بد نوم گټلى، چې هر مسلمان يې د نوم اورېدو نه نفرت او كركه كوي. مسلمانه ټولنه يې ډېره ځورولې او دردولې ده، په قرانكريم كې هم ددوى منافقت دڅرګندولوپه هكله ډېرآيتونه راغلي دي، چې دلته د بېلګې په توګه به يي د سورت بقرې د (۸)آيت څخه تر(۱۰)آيت پورې ترجمه راوړو: (اوځنې له خلكوهغه څوك دي، چې واېي موږ په الله اود اخرت په ورځ ايمان راوړى حال دا چې دوى مړمنان ندي، په خپل ګومان دوى له الله اومړمنانو سره ټګي كوي، مگر په حقيقت كې دوى يوازې له خپلو ځانو سره ټگي كوي خو دوى شعور نه لري اونه پوهېږى چې ضرر ېي هم دوى ته رسېږي، په زړونو ددوى كې مرض (شك او نفاق) دى نو الله يې مرض نور هم زيات كړ او دوى ته ډېر دردناك عذاب مقرر دى په سبب ددې چې وو دوى چې دروغ به يې ويل ( په اظهار د ايمان سره ).
همدا رڼه د همدې سورې په ۱۳ ايت كې هم ددوى د منافقت څخه داسې پرده پورته كوي:( او كله چې ملاقات وكړي (منافقان) له مړمنانو سره، نو دوى وايي: موږ مړمنان يو او كله چې يوازې شي له شيطانانو (مشرانو) خپلو سره نو بيا وايي بېشكه موږ له تاسوسره يو، بېشكه همدا خبره ده چې موږ پر مومنانوپورې مسخرې كوونكي يو). نو راځئ چې د ټولنې دا شرير او فتنه گر كسان وپېژنو او د هغوى په لاپو شاپو دوكه نه شو، له دوى څخه هم ځان او هم ټولنه وساتو، د شر او فتنو اور ته يې په بې خبرۍ سره ځان وا نه چوو، ددوى د نفاق اور د صداقت او ريښتينولى په اوبو مړ كړو تر څو مو ټولنه د بدمرغيو له كندې را و باسو او يوه سالمه، مسلمانه ټولنه را منځ ته كړو. په همدې هيله.
جغتو جريدې څخه په مننه