دبګرۍ څخه په مننه
د ديـــــد د کمزورۍ لـــــه امله د سترګو ډاکټر ته لاړم ، ډاکټر مي لا سترگي نه وې کتلي چي راته ويې ويل: دا سترګى خو دي بيخي ډېري کمزوري شويدي ، ښه ده چي پر وخت راغلي کنه ډېر ژر به ، ړوند شوي وي .
بيايې کښېنولم او سترګي مي معاينه کړي ، له معاينې وروسته يې را ته وويل : ګوره هلکه ! يوه جوړه مي عينکي درته وليکلي او دغه يوه هم نسخه . درمل به پوره اخلي او ماته به ئې را ښکاره کوي ، ورته ومي ويل صيب پرهيز هم لري اوکنه ؟ ډاکټر جدي غوندي شو ويې ويل هو! ولي نه ، هره ورځ به لس ګيلاسه د ګازرو اوبه څښي ، تازه ميوه او ترکاري به ډېره خوري په اونۍ کي به د پسه څلور ځيګرونه خوري ، عينکي به تر دوو کلونو پوري نه ايسته کوي حتي که په خوب کي رغړي نه، نو د ويده کيدو په وخت کي به دي هم په سترگو وي .
همدا رنګه به په تياره خونه کي مطالعه نه کوي له چا سره به سترګي نه جنګوي ، چا ته به نيغ ، نيغ نه ګوري ، موښي به ئې نه او په لمرکي به ډېر نه ګرځي. ورته ومي ويل: ښه صيب او له دي سره مي ديرش زره افغاني فيس ورکړ او رخصت مي ترې واخيست .
زه چي روانېدم ډاکټر غږ را باندي وکړ: والکه (هلکه ) دا فيس خو دي کم راکړ. ورته ومي ويل: ولي صيب ؟ پوره ديرش زره افغاني مي درکړي. ډاکټر په غوسه شو او ويې ويل : ما خو درته ويل چي سترگي دي ړنديدو ته نږدي شويدي خو تاسي يې نه مني ، بيايې زياته کړه دري پنځه زرګون څو افغاني کيږي ؟ ورته ومي ويل : پنځلس زره خو مادري لس زره ګون در کړل ډاکټر خپله رويه بدله کړه او په يوه مصنوعي خندا يې وويل: بچيه ! ښه ده چي ژر دي علاج پيل کړ کنه ډېر ژر به ړوند شوي وي سترگي دي دومره کمزوره شويدي چي پنځه زرګون دي ترنظره لس زرګون درځي. بيا يې د ميز له دخل نه دري پنځه زره ګونه را وايستل ، ما ته يې ونيول او ويې ويل : ته ګوره چي دا څو زره ګون دي ؟ ورته ومي ويل : دا پنځه زره ګون دي ډاکټرکټ کټ وخندل ويې ويل : بس دغه دي را کړل کنه! پنځلس زره نوري هم راکړه چي ديرش زره شي. پوه شوم چي د ډاکټر دعوا قانوني ده ، نو پنځلس زره مي نوري هم ورکړي او لاړم .
دعينکو خرڅولو يوه دکان ته ننوتم او د سترګو نمره مي ورښکاره کړه ، دکاندار تر کتلو وروسته راته وويل : طالع من يې چي په دغه نومره يوه جوړه را سره پاتي دي کنه په ټول ښارکي په دغه نومره عينکي نه پيداکيږي خو بيه يې لوړه ده. تر چنو وهلو وروسته مي په اته سوه زره افغانيو عينکي تري واخيستلي او په سترگو مي کړي .
عينکي نه وي سم د الادين څراغ وو، داسي شيان مي ليدل چي په ټول عمرکي مي هم نه وو ليدلي، د شاوخوا لري لري غرونو کي مي هر څه ښه راڼه ليدل، د ښار جنوبي خوا غره ته مي کتل چي يو سوي له غاره را ووت او د غار په خوا کي په يوه ډبره کښېناست د مخي په پښه يې خپله ډډه وګروله او بيا لکه خاندي چي خوله يې جينګه کړه. دهغه خولي جينګولو ما ته هم خندا را وسته او کټ ، کټ په خندا شوم . يو سړي چي زما تر څنګ ولاړ وو او غره ته زما په کتلو او ناڅاپه خندا حيران شو پوښتنه يې وکړه: وروره څنګه دي داسي ناڅاپه وخندل؟ ورته ومي ويل : ته هغه غره ته وګوره چي له هغه لوي ګړنګ لاندي يو سوي ناست دي او خاندي. سړي زماپه خبرو نور هم حيران شو يوه ښه شيبه يې غره ته وکتل او بيايې وويل: ماته خو په غره کي ګړنګ نه ښکاري او ته پکي د سوي خندا ويني! ورته ومي ويل: رښتيا درته وايم ستا به سترګي کمزوري شوي وي لاړشه ډاکټر ته چي معاينه يې کړي. سړي له ځانه سره وغوريده او لاړ.
تر دي وروسته مي ډېر لري او واړه شيان ليدل او حيران پاتي کېدم، د تير عمر ارمان مي کاوه چي هسي په پټو سترگو را باندي تير شو اوهيڅ مي هم ونه ليدل. په همدي خوشحالي کي کور ته وخوځيدم پر لاره چي تلم نو موټر او خلک راته دومره واړه واړه ښکاريدل چي کله، کله به مي خندا ورته راغله. حيران پاتي وم چي نن په دغه ښارڅه شوي چي ټول ښار له ماشومانو ډک دي له دي نه موټرو ته ډېر حيران وم ماويل دغه دومره واړه، واړه موټر له کومه شو چي ټول ښار يې نيولي، زه لا په همدغه چورتونو کي وم چي هلته وړاندي د دوه، دري تنه ماشومانو جګړه وه داسي وهل يې سره کول چي د ښمنان به يي هم ونکړي، ور چټک شوم تر څو سره خلاص يي کړم چي چي ور ورسيدم نو تر مينځه يې شوم او يو مي ونيوه، خوهغه چي زور کړ پړ مخي يې وغور ځولم غوسه راغله ځکه ماويل چي ته دا ماشوم وګوره او دا ګستاخي چي غټ سړي يې و غور ځولم .
نو ور پورته شوم او يو، دوه درندي څاپيړي مي په مخ ورکش کړي.
ماشوم هغه بل خوشي کړ او ماته يې څاپيړي او سوکان سم کړل. دى ډېر وړوکي وو خو غږ او وارونه يې دومره درانده وو لکه د ښه غټ پهلوان، ترڅو چي زه ښوريدم نوسم يې نرم کړي وم. او پرځمکه پروت وم اوعينکي مي هم ليري غورځيدلي وي، چي پورته مي ماشوم ته وکتل، نور هم حيران شوم او وويريدم، ځکه هغه ماشوم نه بلکي يو پنځه ويشت کلن زلمي وو او راته ويل يې چي ته يو ځل را پورته شه چي سم دي کړم.
ژر ژر مي عينکي را واخيستي او منډه مي کړه، داسي منډه چي ځوان راته حيران پاتي شو. ايله پوه شوم چي عينکي لري شيان غټ ښيي او نږدي شيان واړه .