دكليمې قوت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39145
ژباړه او تلخیص : عبدالرحمن فرقانی .
دخبریدو نیټه : 2010-09-23


 لیکنه : سید قطب

په ځنې شیبوکې ، د ترخې مبارزې اوکړاونوپه شیبوکې ، هغه له کړاو نه ډکې شیبې چې امت  په هغه تیره زمانه کې ګاللې ..  به ما ته د نا اومیدۍ فکرپیدا شو ، او پر ما باندې به ئې سخت فشار راوست . اوپه دې شیبو کې به مې له ځانه پوښتنه کوله : چې ستا د لیکلوګټه څه ده ؟ د دې مقالو ګټه څه ده چې د ورځپاڼو پاڼې پرې ډکوې ؟ تردې ټولوبهتره نه وه چې یوه تمانچه اوڅو مرمۍ دې پيدا کړی وی ، اوبیا تللی وی د هغو باغي اویاغي ککریو سره دې خپل حساب تصفیه کړی وی ؟ د دې ګټه څه ده چې د میز څنډې ته کښینې اوخپل د غضب جام په کلیمو کې تشوې ، او خپله ټوله توانایی اوطاقت په داسې شي کې مصرفوې چې هغو ککریو ته لاره نه شي موندلی ،  هغه چې ښایي  سرنګونې شي ؟!
او زه انکار نه کوم چې دغه شیبو به ډیر ځورولم او کړولم  ، زما زړه به ئې د تیارو او نااومیدیو څخه ډکاوه ،  د ځپل ځان په وړاندې به شرمیدلم ، د یوه مثمر اوګټمن کاردسرته رسولو څخه د عاجزۍ په خاطر به شرمیدلم !
خو زما نیکبختي په دې کې وه چې دا شیبې به ډیرې نه ځنډېدلې ،چې د کلیمې په قوت کې به هیله بیرته راته راوګرځیدله .دځینو داسې کسانو سره به مخ شوم چې زما کومه لیکنه به ئې لوستې وه ، او دځینو څخه به مې لیکونه تر لاسه کول ، اوخپل اعتماد به مې د دې ‌ذریعې (لیکل) په ګټمنتوب کې بیرته تر لاسه کړ . داسې احساس به مې کاوه چې دوی زما سره د کوم شي به سر متفق دي : داسې شی چې د دوی په زړونو کې  ورته روښانه او واضح تصورلاتر اوسه نه شته ، خو دوی ئې په تمه دي ،او ورته تیاریی نیسي ، اوپرې اعتماد او باور لري !.
احساس به مې کاوه چې د آزادو اوخپلواکو لیکوالانو لیکنې ټولې هدر نه ځي ، ځکه چې ویده راویښوي ، چپ راپاروي ، او یو ولسي تحریک ایجادوي ،چې یوه معین لوری ته په حرکت کې کیږي ، که څه هم دا لوری تر اوسه پوره روښانه او واضح شوی نه وي . مګر د دې قلمونو تراغیزې لاندې یو شي  نه یوشي خامخا تحقق مومي .
خو زه به سره لدې بیا بیرته  هغه د نا اومیدۍ او تیارو شیبو ته ور وګرځیدم او خپل ځان به مې ملامتاوه ، او ویل به مې : آیا دا د کلیمې په قوت باندې ایمان د دې پلمه خو نه ده چې د کوم بل ګټمن کار د تحقق  څخه مخنیوی وکړي ؟ او دا د انسان له لوری پرخپل ځان باندې خندل خونه دي ، تر څو ځان پدې ډول مطمئین کړي ،چې کوم ګټمن کار ئې تر سره کړی ، او د بې غیرتۍ او تقصیر له احساس څخه تښتيدل خو نه دي ؟
د تیرې شوې مبارزې شیبې مې دا راز تیرولې ، تر څو د الله تعالی په امر نوی سهار راوخوت ،  تیاره ورېځې ورکې شوې ، اوخلکو هغه پاکه هوا تنفس کړله چې انقلاب له ځانه سره راوړې وه ، او دا کشمکش یوه داسې خاطره وګرځيدله ،  چې تاریخ ئې له ځان سره وساتي . 
نن دا فکر راته پیدا شو چې د کاغذ هغه ټوټې وګورم چې  د مبارزې په هغه ستونزمن او له کړاوو نه ډک حالت کې ما ځینی شیان پکې لیکلی ؤ . انکار نه کوم چې  په لیدلو ئې زه ډیرسخت حیران شوم ، آن تر دې چې باور مې نه کاوه چې دا لیکنې  هغه وخت ما کړې وي . یقینا چې د کلیمې قوت عجیب شي دی . ټول خوبونه په حقیقت بدل شوي دی ، ټولې وړاندوینې ریښتیا شوې دی . لکه چې د آسمان دروازې پرانیستې وې ، او آزاد او خپلواک لیکوالان د زړه دخلاصه لیکی اود دې کلیمو په اساس خپل پیغام وړاندې کوي . 
بیا به مې له خپل ځان نه پوښتنه کوله چې دا دکلیمې د قوت راز په څه کې نغښتی دی ؟
یقینا چې دا راز د کلیمو په ښکلا او د عبارتونو په موسیقۍ کې نه دی نغښتی، بلکه دا د قوت راز د کلیمې پر  دلالت او مفهوم باندې په ایمان کې نغښتی دی !، او دا راز په هغه هندسه کې نغښتی دی چې کلیمه د ژوندې مجسمې په څیر په حرکت کې راولي ، اوپه هغه معمارۍ کې نغښتی چې د کلیمې دلالت او مفهوم ته ژوندی جسم ورکړي .
دا د کلیمې د قوت راز په دې کې هم نغښتی دی ، چې د خلکو له وجدان نه ، د انسان له احساساتو ، د بشریت له داد او نلښت ، او دخپلواکو او آزادو مبارزینو د وینو څخه خپل قوت او اراده تر لاسه کړي .
هره کلیمه د خلکو زړونو ته لاره نه شي موندلی ، چې ژوندي ئې کړي او په حرکت ئې راولي ، او هره کلیمه زړونه نه شي سره یوځای کولای تر څو ئې په حرکت راولی  . بلکه هغه کلیمې د خلکو زړونو ته لاره موندلی شي چې وینې ورنه بهیږي ، ځکه چې د با احساسه انسان له زړه نه تغذیه شوې وي ، هره کلیمه چې ژوندی پاتي شي په حقیقت کې هغه د انساني زړه نه تغذیه شوې وي . مګرهغه کلیمې چې په خوله کې مړې زیږیدلې وي ، او ژبه ئې وایی ، خو  د الهي تصور له چینه نه اوبه  شوې نه وي ، مړې زیږیدلې وي اوهیڅ اغیزه نه لري ، بشریت د یوې ګوتې په کچه په مخ نه شي بوولای ، اوهیڅ څوک هغه نه خپلوي ، ځکه چې مړې تولد شوې وي ، او انسانان عادتا مړي نه خپلوي .
دقلم خاوندان کولای شي ډیر لوی لوی کارونه تر سره کړي ، خو په یوه شرط : کله چې دوی مړه شي د دوی افکار ژوندي پاتې شي ، او خپل فکر د خپلو وینو او غوښو نه تغذیه کړي ، اوخلکو ته هغه څه ووایی چې دوی پرې اعتقاد لري چې هغه حق دي ، اوخپله وینه د حق تر کلیمې قربان کړي ، زموږ کلیمې او افکار د بې روحه جسمونو په څير دي ، مګر کله ئې چې په لاره کې  خپل ځان او وینه قربان کړو بیا ژوندۍ شي اود نورو انسانانوپه منځ کې وپایي . 
هغه خلک چې شپه او ورځ د یوې ښکلې کلیمې  د پیدا کولو لپاره زړه خوري ، ترڅو جذاب عبارتونه او براق تخیلونه ولیکي ، هغوی ته یوه نصحت لرم : دا ټول زیار ، کوښښ اوزحمت په نورو کارونو او امورو کې مصرف کړی ، ځکه چې  دلته د روح تازه والی  اود زړه روښنایی په یوه مقدس اورباندې ، د ایمان په اور ،  په ارزښت باندې دایمان په اور د ژوند یوازنی سبب دی .  د کلیمو ژوند اود عبارتونو ژوند .
بیا نور څه ؟
بیا دی هغه څوک چې په څه کړو باندې قادر دی همداسې نه کیني ،
وروسته لدې چې د کلیمې له قوت څخه یادونه وشوه ، او د هغې مستقیمه اغیزه مو د خلکو په ژوندانه کې وڅیړله غواړم هغو خلکو ته په ډاګه کړم چې غواړی د کلیمې له لارې خپل مکلفیت پرځای کړي او د دې کار توان او همت  هم لري ، نباید په دې لاره کې دقربانۍ او ایثار نه ځان وژغوري ، په ډیرو شیبو کې  یوه خبره تر ډیرو کارونو فیصله کنه اوغوڅه وي .
 په ځینو شیبو کې بې ګټې به وي که ووایو او ووایو او عمل پرې ونه کړو ، ځکه چې په ورته صورتحال کې پرځای د دې چې کلیمې موږ ته قوت راکړي زموږ قوت  له منځه وړي  . نو یو محدود شمیر لیکوالان کولای شي چې کلیمو ته طاقت ورکړي ، په هر حال اساس او بنیاد دا دی چې خلک په کلیمو عمل وکړي ، اود کلیمو د عملي کولو په پایله کې هغه څه تر لاسه کړي چې د تر لاسه کولو هیله ئې لري .
 کلیمه که هر څومره اخلاص ولري په یوازې توګه څه نه شي کولای ، ترڅو چې حرکت  ورنه کړل شي ، اوپکې روحیه پیدا نه شي ، خلک په خپله هغه  ژوندۍ کلیمې دی چې  دلالت او مفهوم  ئې بلیغه ادا پرځای کولای شي  .
د عقایدو او فلسفو تر منځ بنسټیز ټوپیر دا دی ، چې عقیده هغه ژوندۍ کلیمه ده چې د انسان په کیان کې کار کوي ، او انسان د هغه د تحقق لپاره زیار باسي . مګر فلسفه هغه مړه کلیمه ده ، چې له وینې او غوښې نه بیله شوی ، د انسان په ذهن کې ژوند کوي ، او هماغلته  په سړه توګه استوګنه اختیاروي .
له همدې ځایه عقیده د انسانانو په ژوندانه کې د هغه ساربان حثیت لري ، چې نغمه سرایی کوی او بشریت ئې په نغمو پسې روان دی ، اوپه ټولو  لوړو او ژورو، غرونو اورغونو ،او په دښتو او بیابانونو کې یوځای د دې  ساربان  په نغمو پسې روان دی ، اوبالآخره نجات مومي او ژوندی پاتي کیږي ، اوپه نړۍ کې ئې پرخپل رسالت باندې اعتماد پخیږي ، ځکه چې دا رسالت له وجدان نه سرچینه اخلي ،  وجدان روښانه کوي ،  احساسات ژوندي کوي .
نوځکه پرته له عقیدې چاره نه شته ، د کلیمې قوت په دې کې دی چې له عقیدې نه سرچنه واخلي ، عقیده د کلیمې ژباړونکې ده ، عقیده  باید خلک په ژوند باندې تغذیه کړي ، تر څوعقیده دوی ته ژوند ورکړي .