حج (مسئلې او مشورې)- محمد يعقوب شرافت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39194
محمد يعقوب شرافت
دخبریدو نیټه : 2010-09-26

                          
 

بسم الله الرحمن الرحيم
دغه کوچنۍ رساله کې چې دحنفي مذهب سره سم د حج تمتع يو شمېر مهم مسايل پکې شته د (الفقهُ على المذاهب الاربعة، فتاوى عالمګيريه، ارشاد السارى او کنزُ الدقايق ) څخه استفاده شوې. او هم پکې د يو شمېر هغو تجربو په رڼا کې يو لړ مشورې ليکل شوي کومې چې ما د خپلو حجونو په دوران کې ترلاسه کړې دي. که چيرته په دې رساله کې چاته کومه مسئله غلطه په نظر ورشي نو هيله ده چې د حج نور ملګري پرې وپوهوي، څو حاجيان په غلطه مسئله عمل ونکړي او هم مونږ ترې خبري کړي څو په راتلونکو چاپونو کې يې تصحيح کړو.
محمديعقوب "شرافت"    ارباب روډ، پيښور
٢١ عقرب (لړم) ١٣٨٦ هـ، ش – ١٢ نومبر ٢٠٠٧ع

حج
حج داسلام د پنځو ارکانو څخه يو رکن دى چې په هرهغه عاقل، بالغ او ازاد مسلمان  په عمرکې يوځل فرض دى چې په مالي او بدني توګه يې داداء کولوتوان او طاقت ولري

څو مهمې لارښوونې:
هرکال د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه په لکونو مسلمانان د حج د فريضې د اداء کولو لپاره  مکې مکرمې ته ځي چې د تګ څخه دمخه پخپلو هېوادونو کې د مربوطه ادارو لخوا ورته يو لړ لازمې او مناسبې لارښوونې صورت نيسي څو حاجيان په حج کې د بې ځايه ستونځو سره مخ نشي

دې کې شک نشته کچرته حج ته تلونکي کسان له لومړي سر نه په دې لارښوونو عمل وکړي نو تر ډېره حده به يې په ستونځوکې کموالى راشي نو د دې لپاره هېله ده چې حج ته تلونکي افغانان دروانېدو څخه  دمخه او هلته په حج کې دغه لارښوونې په نظرکې ونيسي .

١- له هر څه لومړى بايد حاجي خپل نيت خاص دخداى تعالى درضا لپاره وګرځوي او  دا عقيده ولري چې هغه د مال، شهرت، تجارت او يا بل کوم هدف لپاره نه، بلکه يواځې او يواځې د الله تعالى (ج) د يو فرض د اداء کولو او د هغه د رضا او خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره دحج په لاره کې خپلې پېسې مصرفوي او په دې لار کې خپل بدن د ستونځو او تکاليفو يو امتحان ته وراچوي
٢- حج ته له تللو دمخه دهرمسلمان سره دزړه له کومي کينه، بغض او دښمني ختمه او حقوق يې اداء کړي .
٣- حاجي بايد دوه احرامونه واخلي چې يو د څادر او بل د لنګ په توګه استعمال کړي .
٤- نارينه بايد يو جوړ چپلکې او يا داسې څپلۍ ولري چې له ګوتو څخه پورته نېغ راوتلې ځاى پټ نکړي دا ځکه چې په احرام کې دغه اوچت ځاى بايد لوڅ وي .
٥- ستن او تار بايد هم ولري .
٦- لازمه اندازه پېسې بايد له ځانه سره واخلي .
٧- حاجي بايد هميانۍ يا کمربند چې د پېسو او نورو ضروري شيانو د ساتلو جيبونه پکې وي د بازار څخه ترلاسه کړي .
٨- حاجي بايد هيڅ ډول نشه يي مواد له ځانه سره يو نه سي. په سعودي عربستان کې د نشه يي موادو سزا مرګ دى.
٩- د بل هيچا سامان له ځانه سره وانخلئ او خپل سامان هم په خپله يا په اعتمادي تن برابر کړئ. داسې نه چې څوک درته پکې نشه يي مواد او يا بل غيرقانوني شي کېږدي. چې بيا به په لوى جنجال ککړ شئ.
١٠- لدې امله چې اوس سفر په الوتکه کې وي حاجي هيڅ ډول خوراکي مواد لکه ډوډۍ، کلچې او داسې نورو ته ضرورت نلري او که څوک څه ولري نو کېدلاى شي چې په هوايي ډګر يې ترېنه ايسار کړي .
١١- هر حاجي بايد دوه يا درې جوړه جامې او نور هغه ضروري جامې چې په کورکلي کې يې اغوندي له ځانه سره واخلي .
١٢- ښځې د احرام لپاره کومې جلا جامې نلري نو دوى بايد دوه يا درې جوړه اوږدې او پراخه جامې او هم ټيکرى "پوړني" تيارکړي همدغه جامې د دوي د احرام لپاره هم دي .
١٣- کومې مېرمنې چې ستر کوي هغوي بايد له ځانه سره چادري يا حجاب واخلي څو له احرام څخه يې وروسته هلته واغوندي .
ځينې خلک داسې فکر کوي چې د حج د مراسمو د اداء کولو څخه وروسته هلته ستر نه کيږي خو دا غلطه خبره ده تاسې به خپله هلته وګورۍ چې هلته څومره مېرمنې ستر او پرده کوي نو دا کار ناشونى ندى .
١٤- که موبايل تليفون له ځانه سره وړلاى شئ نوډېره ښه ده په سعودي عربستان کې سيم کارټ په مناسبه بيه ترلاسه کولاى شئ دېته هم بايد متوجه اوسئ چې په حرم شريف کې تليفون بند وساتئ هلته وخت په خبرو او ګپ شپ تېرنکړئ .
١٥- که زنانه درسره وي نو ښه داده چې دهستوګنې دځاى پوره پته او دتليفون نمبرورته وليکئ او هغوي يې له ځان سره کلک وساتي که چرته خپل ملګري او يا دهستوګنې ځاى ورڅخه ورک کېږي نو دا پته يې پوره مرسته کولاى شي .
١٦- ښه به دا وي چې په حرم شريف کې يوځاى دخپلو ملګرو خصوصا دښځو او زړو سره په نښه کړئ چې ترټولو ښه او اسانه نښه دکعبې شريفې دميزاب (ناوې) سره مخامخ برنډه ده .


حج ته روانېدل :
کله چې د خپل کور کلي څخه د حج د پاک او مقدس سفر په  نيت هوايي ډګر ته ورسېدئ نو کوښښ به وکړئ چې د پوره نظم او د حج د مسؤلينو د لارښوونو سره سم چال چلند وکړۍ کنه نو په هره مرحله کې ګډوډي رامنځته کېدلاى شي چې همدا کار د کارونو د ځنډ او تاخير سبب ګرځي .

هوايي ډګر کې بايد څه وشي ؟:
حاجيان بايد پوه شي چې حج په درې ډوله دى .

١- افراد  ٢- تمتع  ٣- قران .
کوم حاجيان چې دافغانستان څخه حج ته ځي هغوي دحج تمتع نيت تړي اوحج تمتع دېته وايي چې لومړى حاجي عمره اداء کړي او بيادخدايي مياشتې په اتمه نېټه دحج نيت وتړي چې په دې ډول حج تمتع کې عمره جلا او حج جلا اداء کېږي نو لازمه ده چې حاجي لومړى دعمرې دپاره دميقات څخه احرام وتړي .
حاجيان بايد په هوايي ډګر کې دمسؤلينو لارښوونو ته ډېره توجه وکړي  خپل سامان ښه وساتي او ددې لارښوونو سره سم دعمرې لپاره ترتيبات ونيسي چې تفصيل يې په راتلونکو کرښوکې ليکل کېږي .

ميقات يا د احرام دتړلو ځاى:
هرڅوک چې له کومې خوا څخه مکې مکرمې ته ځي نو شريعت ورته په هر لوري د احرام لپاره ځايونه ټاکلي چې دې ځايونوته"ميقات" وايي په ساده الفاظوکې د ميقات مطلب دادى چې دغه ځاى د احرام د  تړلو حد دى که څوک لدې ځايه بې له احرامه تېرشو نو هغه د شريعت د حکم څخه تېرى او تجاوز وکړ چې (دم) پرې لازميږي او په شرعي لحاظ د ميقات څخه د قصدي تېرېدو په صورت کې پر "دم" سربيره دغه تن ګناهګار هم شو.
نو په دې اساس په هرمسلمان لازم دي چې په "ميقات " يا "ميقات" ته له رسېدو څخه د مخه احرام وتړي .
د افغانستان او ټولو هغو هېوادونو لپاره چې د مکې مکرمې څخه په ختيځ لور واقع دي د (ذاتِ عرق) سيمه ميقات ټاکل شوى.

د عمرې لپاره بايد څه وشي ؟:
دعمرې لپاره احرام تړل ضروري دي او احرام دميقات اوياميقات ته له رسېدو دمخه تړل کېږي .

د احرام د تړلو ترتيب :
که امکان ولري ترهر څه لومړى بايد د عمرې لپاره غسل وشي او کچرته د غسل امکان نه وي نو عمره کوونکى به لومړى اودس وکړي د احرام جامې (لونګونه) به واغوندي او دوه رکعته سنت لمونځ به اداء کړي د دوه رکعته لمونځ له اداء کولو وروسته به د عمرې نيت وکړي او بيا به تلبيه ووايي چې په دې سره دا سړى نور په احرام کې شو .
خو لدې امله چې اوس د افغانستان څخه حاجيان د ځمکې له لارې نه بلکه د هوا له لارې ځي په اسانه سره د ميقات ځاى نه معلومېږي نو هېله ده چې حج ته تلونکي کسان په دې اړه لاندې مشورې په نظرکې ولري .

هغه کسان چې اوس د افغانستان څه حج ته ځي عموما په درې ډوله دى :
١- هغه ډله حاجيان دي چې د افغانستان څه نېغ په نېغه جدې او له هغې ځاى څه مکې مکرمې ته بيول کېږي دوي ته زما مشوره داده مخکې لدې چې په الوتکه کې سپاره شي بايد غسل يا اودس وکړي دوه رکعته سنت لمونځ اداء کړي اوداحرام جامې واغوندي خو دوي دې نه لدې ځاى څخه د عمرې نيت کوي او نه دې تلبيه وايي بلکه دوي بايد په همدې حالت الوتکه کې کښېنې په الوتکه کې د الوتکې او هم د حج  مسؤلين  وظيفه لري چې ميقات (ذات عرق ) ته له رسېدو دمخه حاجيانو ته د احرام د تړلو اعلان وکړي خو دا کار هم چندان اطمناني وي نو زما په نظرښه به داوي کله چې الوتکه پورته شوه څه اندازه لاره يې ووهله او حاجي په دې ښه مطمئن شو چې الوتکه بېرته نه راګرځي نو د عمرې نيت دې وکړي او تلبيه دې ووايي .

٢- هغه ډله حاجيان دې چې دوي د افغانستان څخه جدې او بيا له هغه ځاى څخه مديني منورې ته بيول کېږي دوي په مدينه منوره کې له څه وخت تېرولو وروسته مکې مکرمې ته ځي دوي د مدينې منورې او مکې مکرمې ترمنځ د مدينې منورې سره نژدې په "ابارعلي" نومې ځاى کې احرام تړي . "ابيارعلي "کې لوي مسجد، ډېرتشنابونه، احرامونه او د احرام ټول  وسايل شته دوي بايد له همغه ځاى څخه احرام وتړي نو دوي بايد له افغانستان څخه پخپلو جاموکې په عادي ډول ولاړ شي .

٣- هغه حاجيان دي چې د دوي الوتکه په لاره دوبۍ، قطر يا بل هوايي ډګر کې د څه وخت لپاره تم کېږي نو کچرته هلته دومره وخت او امکانات وي چې هلته احرام وتړي خو ډېره ښه، او کنه دوي هم بايد د تللو د ځاى څخه د احرام جامې واغوندي خو کله چې دوبۍ، قطر او يا بل هوايي ډګر څخه د دوي الوتکه پورته شوه د عمرې نيت دې وکړي او تلبيه دې ووايي خو حاجيان بايد په دې پوه شي چې په نورو هوايي ډګرونو کې د احرام د تړلو وخت او چانس ډېرکم پيداکېږي .

د عمرې نيت :
تاسې خو د هوايي ډګر څخه د احرام جامې اغوستي دوه رکعته لمونځ مو کړى نو اوس ووايي ( اللهم اني اريد العمرة فيسرها لي وتقبلها مني ) .
که څوک دا نشي ويلاى نو ودې وايي ( اى خدايه زه د عمرې نيت او اراده لرم ته يې ماته اسانه کړى او هم يې له ما څخه قبوله کړى ) .
د دې د ويلو سره سم به نور په تلبيه پېل وکړي .

تلبيه :
لبيک ()اللهم لبيک () لبيک لا شريک لک لبيک () ان الحمدوالنعمة لک والملک () لاشريک لک ().
که څوک يو ځل هم تلبيه ووايي دا کس په احرام کې شو خو مسئله داده چې حاجي به په باربار په خوند او شوق تلبيه وايي که څوک تلبيه نشي ويلاى نوبل تن دې ووايي اوهغه دې ورپسې وايي که څوک بالکل تلبيه ونه وايي احرام يې صحيح ندى .

عجيبه خبره خو داده چې کله ډمان په زوره زوره او ښه په خپل شوق سره غزلې وايي نه پرې شرميږي او نه بې احساسه مسلمانانو ته بد ښکاري خو يو حاجي په زوره او شوق د تلبيې په ويلو شرمېږي، نه ، يو مسلمان بايد داسې ونکړي ، حاجيان بايد داسې په لوړ اواز چې بل مسلمان ته ترېنه ضرر ونه رسېږي باربار تلبيه ووايئ .

د احرام له تړلو وروسته :
حاجي صاحب بايد نور ښه متوجه شي له هيچا سره بايد د خولې شخړه او لانجه ونکړي ډېر په نرمۍ او خوږه لهجه له هر چاسره خبرې وکړي او هره شېبه دا فکر وکړي چې زه څوک، اوس په کوم حالت او چېرته روان يم ؟.
محرم (هغه څوک چې احرام يې تړلى وي ) به سر، مخ او پښې نه پټوي او داسې څه به په پښو کوي چې د ګوتوڅخه پاس راوتلي هډوکي يې لوڅ وي چې عرب دې هډوکي ته هم (کعب) وايي محرم کولاى شي چې چترۍ په داسې ډول استعمال کړي چې له سر څخه يې پورته نيولي وي اويا ځان ته سيورى جوړ کړي همداراز نوکونه او وېښتان بايد غوڅ نکړي عطر او خوشبويي بايد ونه وهي او نه له ځانه سره عطر او خوشبو يي وساتي حتى چې په هغه ځاى کې دې ډېر ځنډ هم نکوي چيرته چې خوشبويي استعمال شوې وي په خوشبويه صابون به ځان او لاسونه نه مينځي نکرېزې او رنګ به نه استعمالوي بايد وېښته ږومنځ نکړي او نه خو په شامپو باندې خپل وېښته ومينځي د بدن څخه د خېرو د لېرې کولو کوښښ ونکړي ځان بې له ډېر ضرورته په نوکانو او نورو تېرو شيانو ونه ګروي داځکه چې په دې کار سره بدن وينې کېدلاى شي چې داکار په احرام کې ناروا دى که بيا هم ضرورت پېښ شي نو کوښښ دې وکړي چې د ګرولو پر ځاى دې لاس او ياګوتې پرې وسولوي .
سپږه، ورږه، مچ او يا بل شي بايد ونه وژني ښکار بايد ونکړي او نه خو چاته ښکار وښيي د حرم شريف بوټي او ګياه به هم نه شکوي او له خپلې مېرمنې سره به د (نزدېوالي) او نورو جنسي اړيکو څخه هم په کلکه سره ځان ساتي چې دا شيان خو يااحرام ته زيان رسوي او يا ورباندې احرام باطلېږي البته  په محرم دغسل کولو بنديز نشته خوچې ځان ډېرونه سولوي او دبدن کوم خزنده هم مردار نکړي .

د ښځې احرام :
کچرته ښځه پخپل مياشتني مرض (حيض) کې وي نو هغه دې لومړى غسل وکړي بيادې نيت وتړي او تلبيه دې ووايي ښځه بايد د نارينه په څېر د ټولو منعه شوو شيانو څخه ځان وساتي خو ښځه د احرام لپاره کومه ځانګړې جامه نلري بلکه ګنډلې جامې به اغوندي سر به پټوي مخ نشي پټولاي ښځه کولاى شي هر ډول پڼې او پيزار چې ورته اسانه وي په پښوکړي ښځه به تلبيه په زوره  نه وايي او نه به په طواف او سعي کې پهلواني کوي ټول بايد په دې پوه  شو چې ښځې په مرض (حيض اونفاس ) او جنب د جنابت په وخت کې نشي کولاى چې د قران کريم يو ايات هم تلاوت کړي دوي بايد دعاګانې وکړي اوپخپله ژبه دخداى (ج) حمداو ثناء اوشکرادا‌ء کړي .

جدې ته رسېدل :
کله چې د حاجيانو الوتکه د جدې هوايي ډګر ته ورسېږي نو هلته د سعودي عربستان د حکومت لخوا ټول انتظامات نيول شوي او حاجيان به پخپله وګوري چې هلته د ګردې نړۍ له اسلامي هېوادونو څخه حاجيان راروان دي . د مېدان مسؤلين پخپله غواړي چې حاجيان ژر تر ژره د مکې مکرمې په لور واستول شي . دلته عموما څو ساعته تېريږي او بيا لدې ځايه حاجيان په منظمه توګه په موټر کې د مکې مکرمې په لور استول کېږي .
د جدې په هوايي ډګر کې بايد حاجيان له وارخطايۍ او بې نظمۍ څخه کار وانخلي دوي بايد د خپل لارښود د هدايت سره سم هلته په ارام سره کښېني تشنابونه  ښه ډېردي او د لمانځه ځايونه هم شته هر حاجي بايد کوښښ وکړي چې له خپلو ملګرو څخه جلا نشي څوله خپلو ملګرو څخه ورک او لادرکه نشي چې بيابه ډېرلالهانده شي

د مکې مکرمې په لور :
حاجيان  په منظمه توګه په موټرو کې له سپرېدو وروسته د مکې مکرمې په لور روانېږي له هوايي ډګر څخه چې د سعودي عربستان د حج او اوقافو د وزارت يو تن مسؤل له دوي سره استول کېږي دجدې په هوايي ډګر له ښکته کېدو وروسته نورحاجيان له خپل پاسپورټ سره کار نلري پاسپورټونه د همدې مسؤل شخص سره وي حاجيان بايد په لار کې باربار تلبيه ووايي د خداى (ج) ذکر وکړي او په رسول کريم  صلى الله عليه وسلم  درودونه ووايي حاجيان بايد وخت په ټوکو ټکالو او يا په هاسې کښېناستو تېر نکړي.

په لاره د مکې مکرمې سره نژدې د"تفويج الحجاج" يعنې د حاجيانو د راټولېدو او منظمېدو مرکز شته چې دلته بايد د حاجيانو هر موټر ودرېږي حاجيان په موټرو کې ناست وي مسؤل شخص دلته ددوي کارخلاصوي او بيا موټر د مکې مکرمې په لورځي .
کله چې حاجي د حرم شريف شنې شنې منارې وګوري د خداى (ج) ذکر او تلبيه به باربار په زوره زوره وايي هره لحظه به په تلبيه ذکر او درود خپله ژبه ښوځوي .

موټر دوي د معلم ځاى ته او بيايي نېغ په نېغه د هستوګنې ځاى ته وړي .

په مکه مکرمه کې :
حاجيان خورا ستومانه وي ځينې حاجيان له ستومانۍ څخه هم قهر او غوصه کوي خو دا د حاجي شان ندى هر حاجي بايد د پوره پوره حوصلې څخه کار واخلي يودبل سره دسختو او تندو خبرو پرځاى خوږې اونرمې خبرې وکړي دوي بايد پخپلو ځايونو کې ځاى پرځاى شي د وارخطايۍ څخه کار وانخلي هلته ښه ارام او دمه وکړي خپل سامان د هستوګنې په ځاى کې سنبال کېږدي بيا دې د عمرې د اداء کولو لپاره حرم شريف ته ورشي .

د عمرې اداء کول :
حاجي بايد په اوداسه حرم شريف ته داخل شي په لاره او هم حرم شريف کې بايد په تلبيه ذکر او درود باربار  ژبه وښوځوي .

کوښښ وکړي چې د يو پوه او تجربه کار عالم سره په ډله کې واوسي او کنه بياهم بايد په لاندې ډول عمره اداء کړي .
١- کله چې کعبې شريفې "زادها الله شرفا" ته ورسېږي نو د حجر اسود په برابرۍ  به مخامخ برنډه کې دوه غټ شنه راډونه (ګروپونه) وګوري چې همدا دحجراسود سره دبرابرۍ نښه ده ، همدا راز د مسجد په صحن کې به غټه توره پټه (کرښه) وګوري چې همدا کرښه د حجر اسود  برابري ده ، حاجي به لدې ځاى څخه د طواف نيت  وکړي ، حجر اسود ته به د احترام په توګه دواړه لاسونه اوچت کړي ، "بسم الله ،الله اکبر" به ووايي او په دې ډول به طواف پېل کړي د طواف نيت همدا دى چې وبه وايي ( زه د عمرې د طواف اراده لرم خدايه (ج) ته يې راته اسانه او قبول کړې ) که حاجي کولاى شول چې په اسانۍ سره بې له زور اوټېل ماټېل څخه حجراسود ته ځان ورسوي نو بايد دحجراسود په  مچې کولو او يا مسحه کولو سره طواف پېل کړي خوپه حج کې دبېراوباراو ازدحام لامله حجراسود ته ځان رسول اسانه کار ندى اوشريعت هيڅ وخت هم چاته اجازه نه ورکوي چې بل مسلمان تکليف کړي نو ښه اومناسبه خبره داده چې حاجيان دحجراسود دبرابرۍ څخه طواف پېل کړي .

په داسې حال کې چې کعبه شريفه به دحاجي چپ لاس ته وي حاجي به اوه ګردشه طواف وکړي .
حاجي به د طواف د پېل سره  سم تلبيه بس کړي دوعاګانې، ذکرونه او درود به وائي د کعبې شريفې د هغه ديوال سره چې هلته د سپېڅلې کعبې سپېڅلې ناوه ده يو ځاى خالي دى ترېنه يو ټيټ دېوال تاؤ شوى دې ځاى ته "حطيم" وايي حاجي بايد له دې ټيټ[1] دېوال څخه بهر طواف وکړي يعنې دا ځاى (حطيم) هم د کعبې شريفې حصه ده او که چاد"حطيم"دننه طواف وکړ نو طواف يې صحيح ندى  .

حاجي به په لومړيودري طوافونو کې ښۍ اوږه لوڅه او چپه به پټوي او په لومړيو درې طوافونو کې به ديوتکړه او پهلوان په څېر نېغ نېغ ژر ژر ځي .
کله چې هم حاجي په لومړي طواف کې حجراسود ته ورسېدنولومړى طواف يې پوره شودلته که امکان لري حجر اسود به مچي يا مسحه کړي او کنه د هغې په برابري ځاى څخه به حجراسود ته د سلام او احترام لاسونه اوچت بسم الله، الله اکبر به ووايي اوپه دې ډول به دوهم طواف پېل کړي . که څوک په دې يقين لري چې په طوافونو کې سنت دعاګانې په عربي ژبه ښه صحيحې او سمې ويلاى شي نو دا بده نده چې د سنت او يا د نيکو خلکو د دعاګانو کوچنۍ کوچنۍ رسالې ولري او په طوافونو کې همغه دعاګانې ولولي او که هغه سمې او صحيحې نشې لوستلاى نو بيا ضروري داده چې پخپله ژبه دعاګانې وکړي په دعاګانو کې له هرڅه څخه ضرور عاجزي، تضرع، خشوع، اخلاص او د زړه له تله دالفاظو راايستل دي حاجي به په همدې ډول چې هرځل به حجراسود ته مخامخ ودرېږي ورته به داحترام او سلام لاسونه اوچتوي او بسم الله، الله اکبر به وايي دکعبې شريفې اوه طوافه پوره کړي په طواف کې خبرې روادي خودچټي خبرو، اخيستلو خرڅولو اواشعارو دويلو څخه دې ځان وساتي ښه خبره داده چې ذکر او دعاګانې په داسې ډول سره وشي چې نورو ته ترېنه تکليف ونه رسېږي .
٢- له طواف څخه وروسته به د"مقام ابراهيم" سره مخامخ يا د مسجد په هرځاى کې چې ممکن وي دوه رکعته واجب لمونځ اداء کړي خو يوه خبره بايد په ياد ولرۍ چې زمونږ په مذهب د سهار له ختلو څخه تر لمرخاته، تکنده غرمه او د مازديګر له لمانځه څخه وروسته د ماښام ترمنځ دنورو لمونځونو په څېر روا ندي يا په بله معنى (اوقات مکروهه) کې لمونځ روا ندي .

مقام ابراهيم هغه څلى غوندې ځاى دى چې د کعبې شريفې د دروازې سره مخامخ د طواف په ځاى کې وجود لري او تاسې به وګورۍ چې ځينې خلک همدلته دمقام ابراهيم سره نژدې دطواف په ځاى کې لمونځ کوي چې ددې سره طواف کوونکو ته ډېر زيات تکليف رسېږي چې له همدې امله د احنافو په مذهب دا لمونځ چې د مسجد په هره برخه کې په اسانۍ سره اداء کېدلاى شي روادى .
په دې دوه رکعته لمونځ کې که چاته ياد وي ښه داده چې لومړي رکعت کې "قل ياايهاالکافرون" او په دوهم رکعت کې "قل هوالله احد" سورتونه ووايي .

٣- له دوه رکعته لمانځه وروسته دى د زمزم اوبه وڅکي .
٤- که امکان ولري نو ملتزم کې دې دعاګانې وکړي چې په حج کې دازدحام لامله ملتزم ته رسېدل ګران دي .
٥- بيا به حاجي صفا او مروا ته ولاړشي که سړى د حجراسود سره مخامخ برنډې ته وګوري نوهلته به وويني چې د صفااو مروا په لور اشاره ښکل شوې او په مسجد کې به دننه صفااو مروا ته ورشي

دلته به هم حاجي دا نيت او اراده وکړي چې د عمرې لپاره د صفامروا په منځ کې اوه ځلي تګ راتګ کوي .
دې ته ښه متوجه اوسۍ چې د صفا څخه تر مروا پورې تګ په يو ګردش او له مروا څخه صفا ته راتګ په دوهم ګردش حسابېږي چې په دې ډول اوه (٧) ګردشه د صفا څخه پېل او په مروا ختمېږي د صفااو مروا ترمنځ صفاته نژدې به ووينۍ چې دواړو خواوو ته دوه شنه ګروپونه لګېدلي چې دېته"ميلين اخضرين" وايي نارينه مجبور دى چې دلته د خپل توان په اندازه ژر ژر ولاړ شي که څوک د ژر ژر تګ توان ونلري نو په دې ځاى کې دې لږ ترلږه په تګ کې ځان تکړه تکړه وښيئ .

٦- کله چې په مروا کې اوه ځلي تګ راتګ ختم شو نو دلته ډېر متوجه اوسۍ چې هلته موجود  خلک درنه وېښته غوڅ نکړي او له دې ځايه به همغلته نژدې په دروازه ووځئ نارينه به د"نايي" په دکان کې سر وخريئ او يا به يې کم کړئ او ښځه به دسر ديوې کوڅۍ (کمڅۍ) څخه دګوتې د يو بند په اندازه وېښته غوڅ کړي او کله چې دا کار وشونو د حاجي عمره پوره او د احرام څخه ووتلو نور به همغلته نژدې په حمامونو کې ځان ومينځئ او بيا به خپلې جامې واغوندئ .

يوه مهمه مسئله :
مسلمانان کولاى شي چې دکعبې شريفې هر دېوال ته يواځې او يا په جمعه لمونځ اداء کړي خو کله چې لمونځ په جمعه اداء کوي بايد په همغه بازو (طرف) کې چې ملاامام کعبې شريفې ته ولاړ دى له ملا امام څخه مخکې ونه دريږي که چيرته څوک په همغه طرف کې چې ملاامام ولاړ دى له ملاامام څخه کعبې شريفې ته نژدې ودرېږي لمونځ يې نه صحيح کيږي .

په حرم شريف کې اکثره ملاامام دکعبې شريفې د(رکن يماني ) او (حجراسود) ترمنځ بازو (دېوال ) سره مخامخ په برنډه کې ودرېږي چې دملاامام او کعبې شريفې ددېوال ترمنځ دهرهغه چا لمونځ نه کېږي چې همدي امام پسې نيت تړلى وي البته په بل طرف کې که سړى کعبې شريفې ته ډېرنژدې هم ولاړ وي په هغه بل طرف کې د ولاړ ملاامام پسې يې نيت تړل صحيح دى .

د عمرې او حج ترمنځ په مکه مکرمه کې وخت تېرول :
د عمرې له بشپړېدو وروسته حاجيان دحج تر رارسېدو پورې چې دخدايي مياشتې داتمې نېټې څخه پيل کيږي مسؤليت لري چې وخت چټي او عبث تېر نکړي ، دوي دلته بايد د خداى (ج) عبادت وکړي او د خداى (ج) په دربارکې د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي دوي بايد لمونځونه، نفلي طوافونه او عمرې اداء کړي د عمرې لپاره بايد حاجي بيا احرام وتړي او د تېرې عمرې په څېر عمره سرته ورسوي.

حاجيان بايد په دې يوه مسئله پوه شي چې نفلي طوافونه په مکه مکرمه کې دنورو عمرو څخه ډېر بهتره دي نو حاجيان بايد نفلي طوافونه ډېر وکړي همداراز په دې هم پوهېدل ضرور دي چې حرم شريف کې تحية المسجددطواف کول دي .
 که څوک غواړي چې کوم وخت نفلي طواف وکړي نو دحجراسود څخه به دنفلي  طواف نيت کوي او د مخکينيو طوافونو په څېر دبېت الله شريف څخه په اوه ځله تاوېدو يو طواف پوره کېږي چې د يو طواف ( اوه ګردشونو) په پاى کې به دوه رکعته واجب لمونځ اداء کوي .
ښه خبره داده چې سړى وخت په وخت نفلي طوافونه وکړي دنفلي طواف لپاره داحرام دتړلو ضرورت نشته بلکه هروخت پخپلو جاموکې نفلي طواف کولاى شئ .

د عمرې لپاره د احرام ځاى :
مکه مکرمه کې يومسجد دى چې د"مسجد تنعيم" په نوم يادېږي کله چې تاسي وغواړئ بيا عمره اداء کړئ نو له خپل ځاى څخه به ټيکسي موټر کې مسجد تنعيم يا" مسجد عمره" ته ولاړ شئ هلته ډېر تشنابونه ، شته هلته به غسل وکړي ، دوه رکعته سنت لمونځ به اداء او احرام به وتړئ ، تلبيه به پېل کړئ ، بېرته به حرم شريف ته راشئ او د تېرې عمرې په څېر به عمره اداء کړئ دصفا مروا دسعي وروسته د سرله خريلو دمخه  په احرام کې ياستۍ ، بايد ډېر محتاط اوسئ ، سر پټ نکړئ ، ګنډلې جامې وانه غوندئ او له هر هغه څه څخه ځان وساتئ چې په احرام کې منعه دي د سر له خريلو يا د سر  د وېښتانو په لنډولو سره داحرام څخه ووځئ چې بيا درته دهر روا کار کولو اجازه شته .

د خدايي مياشتې اتمه يا د حج د مراسمو پېل :
همدا ورځ د حج د مراسمو د پېل ورځ ده تاسي (حاجيان) بايد په دې ورځ خپل مراسم داسې پېل کړئ .
١- غسل به وکړئ احرام به وتړئ دوه رکعته لمونځ به اداء او د حج نيت به وکړئ د حج نيت په دې ډول دى (اى خدايه (ج) زه د حج ارداه لرم ته يې راته اسانه او قبول کړي او لدې وروسته به تلبيه پېل کړي تلبيه (لبيک اللهم لبيک ......)
٢- بيا به حاجي د بيت الله شريف طواف وکړي او د تېر په څېر به د طواف څخه وروسته دوه رکعته واجب لمونځ اداء کړي .
٣- که څوک مريض نه وي نو ښه خبره داده چې د صفا او مروا  تر منځ سعي هم وکړي خو خبردار چې د صفامروا څخه وروسته به نه سرخريئ او نه به د احرام سره مخالف کارکوئ ځکه چې لدې  ځاى څخه حاجي "منى" ته ځى او د حج نور مراسم سر ته رسوي . او که بالفرض کوم حاجي مريض او يا مشکل ولري نو د صفامروا ترمنځ به بيا وروسته سعي کوي (چې همغلته به وښودل شي ) .

٤- لدې وروسته به ښه دا وي چې د معلم د لارښودنې سره سم "منى" ته ولاړ شئ . يادونه :- د حج لپاره احرام تړل د خدايي مياشتې له اتمې نېټې څخه دمخه هم روا بلکه بهتر دى چې له همدې امله معلم د خدايي مياشتې (ذوالحجه) په اومه نېټه حاجيانو ته خبر ورکوي چې د شپې دوه درې بجې راشي او منى ته د تګ لپاره ځان برابر کړي
حاجيان عموما سهار وختي احرام تړي طواف او سعي ( صفا- مروا) کوي او بيا د معلم د پروګرام سره سم "منى" ته ځي .
حاجيان بايد په پراګنده توګه پخپل سر منى ته د تګ کوښښ ونکړي دا ځکه چې هلته به خپل کيمپ نه پېژني او بيا به دډيرو ستونځو سره مخ وي .
ښه او مسنونه خبره داده چې د خدايي مياشتې په اتمه نېټه له لمرخاته څخه وروسته حاجي د مکې مکرمې څخه منى ته روان شي او هلته د ماسپښين لمونځ ورسوي چې ترسباسهار پورې بايد پنځه فرض لمونځونه په منى کې اداء کړي که امکان لري دا لمونځونه دې په "مسجدخيف" کې چې لوړې لوړې منارې يې په منى کې له ورايه ښکاري اداء کړي اوکنه ، په هرځاى کې چې امکان ولري فرق نکوي .

په منى کې :
د لته (منى ) کې حاجي له خپل عبادت پرته بل کوم فرض او واجب کار نلري ، دلته به حاجي د سبا تر لمانځه پورې پاتې شي او سبابه چې د عرفې ورځ ده د معلم د پروګرام سره سم  عرفات ته ولاړ شي .منى کې به هم کوښښ وکړي چې وخت په تلبيه، ذکر، درود او دوعاګانو تيرکړي حاجي د خداى (ج) مېلمه دى د حج داداء کولو لپاره دلته راغلى نو نه دې دښه او ارام ځاى پسې ګرځي او نه خودې وخت په آغه دغه چټياتو تېروي بلکه هره لحظه بايد په همدې فکر کوي چې خداى (ج) ورسره څومره لوي احسان کړى چې د حج داداء کولو لپاره يې دلته راوستلى دى نولدې امله بايد وخت هم دهمغه ذات په عبادت کې تېرکړي .

په عرفات کې :
حاجي بايد ښه متوجه شي عرفات ته تلل د حج يو رکن دې کچرته په دې ورځ څوک عرفات ته لاړ نشي نو حج يې نه کېږي ، هغه که بيا د ټولې دنيا اوښان، غوايه او پسونه قرباني کړي هم حج يې ونشو نو کوښښ وکړۍ چې مريض او کمزوري ملګري هم پرېنږدۍ او حتمايې له ځانه سره عرفات ته بوځۍ اوکه څوک دمرض يابل مشکل له وجهې له عرفات څخه پاتې شو نو حج يې ونشو .

د عرفات وخت :
عرفات ته خو له سهار څخه د حاجيانو قافلې رسېږي خوهغه وخت چې هغه په عرفات کې د موجوديت لپاره ضرور وي د عرفې په ورځ د زوال څخه د لمر ترپرېوتو پورې چې په دې ټول وخت يا يو څه وخت کې بايد حاجي په عرفات کې موجود وي . دشريعت له مخې دعرفات وخت ترسبا سهاره يعنې دلوي اختردورځې ترصبح صادق پورې دى که څوک دعرفات په ورځ نه، بلکه راتلونکې شپه عرفات ته لاړ شي نو حج يې صحيح کېږي که څوک غواړي چې په سم او صحيح ډول دا رکن اداء کړي نو د ماښام څخه دمخه دې د عرفات څخه نه ووځي اوکه څوک دلمر پرېوتلو څخه دمخه له عرفات څخه لاړ دم پرې لازمېږي .

په عرفات کې :
حاجي بايد په ډير اهتمام فکر او ذکر سره دا ورځ دلته تېره کړي  حاجيان د ماسپښين په وخت کې لومړى د ماسپښين او بيا د مازديګر لمونځونه اداء کوي ښه به داوي چې دا لمونځونه د عرفات په مسجد کې د ملا امام پسې اداء شي او کنه هلته ځاى پرځاى هم د جماعت سره دا ډول لمونځونه اداء کيږي .

له عرفات څخه د مزدلفې په لور:
ماښام له لمر پرېوتلو څخه وروسته حاجيان د مزدلفې په لور روانېږي څوک پياده او څوک په موټر کې مزدلفې ته ځي مزدلفه چندان نژدې نده ناروغان ،  ضعيفان زاړه او ښځې بايد په موټرو کې ولاړ شي د پياده خلکو د تګ لپاره لويه جوړه شوې ده  ځاى پرځاى پکې تشنابونه او د څښلو اوبه وجود لري بيا هم ښه داده چې له خپلو ملګرو څخه جدا نشۍ حاجي بايد ډېر متوجه اوسي چې دماښام لمونځ په لارکې اداء نکړي داځکه چې دماښام اوماسختن لمونځونه يوځاى په مزدلفه کې ادا‌ء کېږي .

مزدلفه کې :
کله چې حاجيان ماسختن مزدلفې ته ورسېږي دلته به ترهر څه لومړى د لمانځه ترتيبات ونيسي د ماښام او ماسختن لمونځ به يوځاى اداء کړي له لمانځه وروسته به د شيطانانو د ويشتلو لپاره تيږي راټولې کړي .

دا تيږي بايد غټې نه وي د جوار د دانې په اندازه او يا لږ غټې وي .
د شيطانانو د ټولو ورځو د ويشتلو لپاره هرحاجي ته اويا (70) تيږي په کار دي که حاجي کومه ګټکې (تېږه ) زياته واخلي ډېره ښه ده .
دلته به هم حاجي شپه په لمونځونو، تلبيه، ذکر، درود او فکر تېره کړي ، خوب کول ناروا ندي بلکه ددې لپاره چې سبا ورځ حاجي ښه وي څه ناڅه دبدن حق هم اداء کول ضروري دي .
ځينې خلک لا د شپې د مزدلفې څخه منى ته روانېږي  چې زمونږ په مذهب د صبح صادق تر راختلو په مزدلفه کې پاتې کېدل ضروري دي کله چې سهار شو حاجيان به لمونځ اداء کړي دلته به وروستۍ دعاګانې وکړي او له دې ځايه به دمنى په لور روان شي دلته سنت حکم دادى چې حاجي دې له لمرختلو څخه مخکې دمزدلفې دحدودو څخه وځي . (الفقه على المذاهب الاربعة – ج – ص - 669

د لوي اختر په لومړۍ ورځ حاجي بايد څه وکړي ؟ :
د مزدلفې وروستي حدود د منى سره نښتې دي او د لوي اختر په لومړۍ ورځ د مزدلفې څخه د منى په لور د حاجيانو بهير روان وي که څه هم يو زيات شمېر خلک په موټرو کې منى ته ځي خو ډېر خلک پخپلو پښو په همغه لار چې حکومت جوړه کړې منى ته ځي څو هلته شيطان (جمره عقبه) وولي .

په دې ورځ ستړيا خورا زياته وي حاجي بايدله پوره صبر او حوصلې څخه کار واخلي هرتکليف او زحمت ومني دا ځکه چې هغه په حقيقت کې د يو ډېرلوي او اهم کار لپاره راغلى چې هغه حج دى اوهغه حج چې خداى (ج) يې قبول کړي مسلمان داسې د ګناهونو څخه پاکوي لکه په همدې ورځ چې د مورڅخه زېږېدلى وي حاجي همدلته پوهېدلاى شي چې حج بدني اومالي عبادت دى .

په دې ورځ به حاجي منى ته له رسېدو وروسته له هر څه دمخه شيطان ولي .
د لوي اختر په اوله ورځ يو شيطان ويشتل کېږي حاجي به يواځې جمره عقبه چې "غټ شيطان" يې هم بولي په اوو(٧) تيږو ګټکيو وولي چې دهرې ګټکۍ (تېږې) دويشتلو سره به (بسم الله، الله اکبر) ووايي (جمره عقبه يا غټ شيطان هغه دې چې مکې مکرمې ته نژدې دى) که سړى پوه شو چې تيږه يې په شيطان او يا ورسره خواکې پرېوتې نو ويشتل يې صحيح دي او که سړى وليدل چې ويشتل شوې تېږه يې لېرې لاړه نو په بله تيږه به يې ولي په څپليو، چپلکو، چتريو، غټو تيږو، بوتلواو يابل هرهغه څه چې د جنس د ځمکې څخه نه وي او يا نورو خلکو ته ترې تکليف رسېږي د شيطان ويشتل ناسم او حرام دي دلته ډېر بيروبار وي ډېر په احتياط سره چې بل مسلمان ته تکليف هم ونه رسېږي شيطان بايد وويشتل شي دټېل ماټېل جوړول ناروا دي که څه هم ښه خبره داده چې دا شيطان د لوي اختر په ورځ د سهار له ختلو څه تر زواله (ټکندې غرمې) پورې وويشتل شي خو ترماښامه پورې يې هم ويشتل روا دي او همداراز تر سبا سهاره يې ويشتل روا دي خو کتابونه ليکي چې د ماښام څخه تر سهاره پورې وخت مکروه دى او که چا له دې څخه هم د شيطان ويشتل وروسته کړل نو "دم" پرې لازميږي البته هغه کمزوري اوضعيفه خلک (ښځې اونر) چې دورځې يې دويشتلو توان نلري کولاى شي چې دشپې لخوا شيطانان وولي .

ځينې خلک داسې فکر کوي چې دشيطان دويشتلو لپاره دهرې ښځې لخوا وکالت صحيح دى خو داسمه نده بلکه داحکم يواځې اويواځې دضعيفواوکمزورو خلکو لپاره دى کله چې حاجي د لوي اختر په ورځ د شيطان په ويشتلوپېل وکړي نو تلبيه به بس کړي او نوره به تلبيه نه وايي له دې وروسته به حاجي قرباني وکړي بيا به سر وخريي او يا به يې کم کړي چې ددې سره سم حاجي د احرام څخه ووت .
يوه خبره چې خورا مهمه ده هغه داده چې په دې ورځ دې کارونو کې ترتيب هم واجب دى او که چا دا کارونه تيروبير وکړل نو زمونږ په مذهب "دم" پرې لازميږي او هغه داسې دي !

١- د شيطان ويشتل ٢- قرباني کول ٣- حلق يعنې سرخريل او يا کمول .
اوس حاجي کولاى شي چې د ارام او استراحت ساه واخلي په خپله خيمه کې ارام وکړي


فرضي طواف :
د شيطان له ويشتلو، قربانۍ له کولو او سر له خريلو وروسته حاجي بايد پخپلو جاموکې طواف وکړي چې دېته فرضي طواف وايي او که څوک دا طواف ونکړي نو په هيڅ صورت کې يې هم حج نه کېږي .

د فرضي طواف وخت :
کچر ته حاجي کولاى شول چې د اختر په لومړۍ ورځ دې طواف ته لاړشي ډېرښه، اوکنه ، حاجي بايد داختر په لومړيو درې ورځو کې دا طواف وکړي او که چا بې دشرعي عذر څخه داختر په لومړيو دري ورځو کې فرضي طواف ونکړ نو وروسته به دطواف سره "دم" هم ورکوي ددې طواف لپاره به حاجي حرم شريف ته لاړ شي هلته به د تېرو طوافونو په څېر طواف د حجراسود څخه پېل کړي او نيت به د حج د       فرضي طواف د اداء کولو وکړي له اوو ګردشونو وروسته به دوه رکعته واجب اداء کړي دا طواف چې حاجي پخپلو ساده جاموکې کوي فرض دي او بې له دې طواف څخه حج پوره کېدلاى نشي .

کچرته کوم حاجي منى ته د تللو په وخت د صفامروا سعي کړې وه نو اوس ورباندې سعي نشته او کنه نو د صفامروا ترمنځ به د تير په شان سعي وکړي له هغې وروسته به حاجي بېرته منى ته راستون شي .

دناروغوښځو فرضي طواف :
کومې ښځې چې په خپل مياشتيني مرض اخته نه وي هغوي هم بايد داختر په لومړيو درې ورځو کې فرضي طواف وکړي او هغه ښځې چې داختر په لومړيو درې ورځو کې په خپل مرض (حيض) اخته وي دوه ډوله دي .
١- هغه ښځې دي چې په مکه مکرمه کې دايسارېدو (پاتې کېدو) وخت لري شريعت دوي ته اجازه ورکړې چې له جوړېدو وروسته فرضي طواف وکړي .
٢- هغه ناروغه ښځې چې داختر په لومړيو درې ورځوکې د مکې مکرمې څخه تللو ته اړکېږي مثلا مېړه يې حتما له ځانه سره بيايي او ياطياره ترېنه ځي يا يې حکومت نه پرېږدي او يا نور داسې شيان وي چې ددې ښځې دنه پاتې کېدو سبب ګرځي نو (الفقه الاسلامية وادلته) دريم جلد يوسل او درې شپېتمه صفحه کې د(حج المراًة الحائضة) په بحث کې ليکي چې دا ډول ښځې به غسل وکړي او خپل اندام مخصوصه به کلک اومضبوط کړي (په داسې ډول به يې کلک او قيضه کړي چې وينه ترېنه لاړه نه شي ) او فرضي طواف به دنورو طوافونو په څېر وکړي چې دطواف پسې به دوه رکعته واجب لمونځ نه کوي که چرته يې منى ته دتګ په وخت کې دصفامروا سعي کړي وي نو سعي پرې نشته اوکه نه سعي بۀ هم وکړي خو دا ډول ښځې به بدنه (پنځه کلنه اوښه ) د"دم" په توګه ورکوي . ددې طواف په کولو سره دحج ارکان پوره شول .

د اختر دوهمه او دريمه ورځ :
د اختر په دوهمه او دريمه ورځ د شيطانانو ويشتل يو ډول دى او هغه داسې چې له زواله څخه به وروسته لومړى وړوکى شيطان (دا هغه شيطان دى چې مسجد خيف  ته نژدې دي ) وولي بيا به منځنى شيطان (جمره وسطى) او بيا به غټ شيطان (جمره عقبه) په اوو تيږو وولي چې دهرې تېږې دويشتلو سره به (بسم الله، الله اکبر) وايي که کولاى شۍ د هر شيطان له ويشتلو وروسته هلته په جلا ځاى کې چې چاته تکليف ونه رسېږي دعاګانې وکړۍ .
د شيطانانو په دې ډول ويشتل د اختر په دوهمه او دريمه ورځ صورت نيسي په دې دوه ورځو کې د شيطانانو د ويشتلو وخت د زوال څخه د لمر تر پرېوتلو پروې دي خو د ماښام څخه تر سهاره پورې د کراهيت سره روا دى او کچرته چاپه دې وخت کې هم له کوم شرعي عذر پرته شيطان ونه ويشتلو نو "دم"  پرې لازمېږي خو که چيرته د اختر په دريمه ورځ په کوم حاجي د مازديګر لمر په منى کې پرېوت هغه بايدپه منى کې پاتې شي او د اختر په څلورمه ورځ دې هم ددوه تېرو ورځو په څېر دزوال څخه وروسته شيطانان وولي خو داختر په څلورمه ورځ دسهار لخوا هم دشيطان ويشتل روا دي .

د ښځې حج :
ښځه دحج په ټولو امورو کې دنر په ډول ده يواځې يوشي چې دښځې او نر په حج کې فرق راولي هغه داچې ښځه نشي کولاى د خپلې ناروغۍ (حيض اونفاس ) په وخت کې حرم شريف ته لاړه شي چې په دې اړه ځينې مسايل مخکې تير شول او دطواف وداع په اړه به وروسته معلومات وليکل شي .
که چيرته يوه ښځه دحج داحرام دتړلو په وخت کې ناروغه وه نوهغه به داحرام له تړلو وروسته نيغ په نېغه منى ته ځي او د عرفات په ګډون په ټولو ځايوکې به دنوروحاجيانو په څېر وخت تيروي اوکله چې دناروغتيا څخه ښه شي خپل فرضي طواف به اداء کوي چې په دې اړه پوره تفصيلات مخکې وليکل شول .
لنډه دا چې ښځه به دحج ټول امور دنارينه په ډول سر ته رسوي خو يواځې او يواځې ناروغه ښځې (حايضې، نفاسي ) حرم شريف ته دننوتلو اجازه نلري .

حج بشپړ شو :
اوس نو حج کوونکى تن حاجي شو د حج نور هيڅ ډول فرايض او واجبات پرې نشته يواځې دمکې مکرمې څخه دتګ په وخت کې پرې طواف وداع واجب دى چې په نه کولو سره يې دم لازميږي .

حاجيان په مکه مکرمه کې :
کله چې د حج مراسم پوره شول حاجيان بېرته مکه مکرمه کې خپلو خپلو ځايونو ته راستنېږي دغه حاجيان په دوه ډوله دي ١- هغه حاجيان دې چي له حج څخه دمخه مدينې منورې ته تللي دوي اوس خپلو خپلو هېوادونو ته د تللو په تکل کې دي دوي بايد د معلم او د حج د مسؤلينو د لار ښودنو سرسم خپل هېواد ته د تګ انتظار وکړي .

٢- هغه حاجيان چې له خپلوهېوادونو څخه نېغ مکې مکرمې ته تللي اوس بايد مدينې منورې ته لاړشي او هلته د بشريت د ستر لارښود او د خپل پېغمبرحضرت محمد(ص) زيارت وکړي .
دا حاجيان هم د معلم او د حج د لارښودنکو لخوا د پروګرام سره سم مدينې منورې ته استول کېږي چې همدغه مسؤلين دوي ته په دې اړه ښه معلومات ورکولاى شي .
دغه دواړه ډلې حاجيان چې کومې شپې او ورځې په مکه مکرمه کې تيروي بايد هاسې عبث يې تېرې نکړي بلکه کوښښ وکړي چې لمونځونه په حرم شريف کې اداء کړي طوافونه او نور عبادت وکړي او د لوي خداى (ج) څخه د حج د قبلېدو او په راتلونکي کې د ګناهونو په ګرداب کې د نه لاهوکېدو دعاګانې وکړي .

طواف وداع :
کله چې يو حاجي د مکې معظمې "زادها الله شرفا" څخه د تللو اراده وکړي نو بايد يوطواف وکړي چې دېته "طواف وداع" وايي او زمونږ په مذهب دغه طواف دحج دواجباتو څخه دى .
دا طواف چې واجب دى د نورو طوافونو په څير اداء کېږي چې له طواف څخه وروسته دوه رکعته لمونځ واجب دى او که څوک طواف وداع ونکړي پرهغه باندې "دم" لازمېږي .

که چيرته څوک لدې طواف څخه وروسته په مکه مکرمه کې پاتې شي نو حرم شريف ته تلل کومه ګناه نده بلکه دا لا ډېره ښه ده چې حاجي زيات وخت په حرم شريف کې تېر کړي او په دې حاجي باندې بل طواف وداع نشته دى خوډېرو علماؤ ليکلي چې بل طواف مستحب دى په دې اړه شرعي مسئله هم همدا ده چې حاجي بايد په مکه مکرمه کې خپل وروستى کار طواف وداع وګرځوي .
هو: ښه او ښکلې خبره داده چې حاجي په مکه مکرمه کې خپلې اخرنۍ شېبې دبيت الله شريف په طواف سره پاى ته ورسوي اودمکې مکرمې سره د وروستى تړون په توګه دطواف شرف اوعزت حاصل کړي .

د ښځې طواف وداع :
هغه ښځې چې دمکې مکرمې څخه دتګ په وخت کې په خپلې ناروغۍ اخته وي په هغوي باندې طواف وداع نشته بلکه کتابونه ليکي ښه خبره داده چې دوي دحرم شريف دمسجد کومې دروازې ته نژدې دبيت الله شريف په لور په ډېراحترام اودرناوي سره څوشېبې ودرېږي هلته دلوي خداى (ج) په دربار کې دعاګانې او زارۍ وکړي او په ډېردرناوي سره لدې ځاى څخه رخصت شي .

د حج فرايض او واجبات :
محترم لوستونکى ! زه پوهيږم چې دپورته ليکنى په لوستلوسره به څه ناڅه دحج داداء کولو په طريقه پوه شوى ياستئ نو اوس په لنډه توګه له حج فرايض او واجبات درپېژنو .

دحج فرايض :- زمونږ په مذهب دحج فرايض درې دي چې دوه يې داخلي او يو يې خارجي دى .
١-احرام : چې دحج خارجي فرض دى دحج لپاره شرط هم ګڼل کېږي که څوک احرام ونه تړي نوهغه اصلا په حج کې داخل نشو چې له دې امله يې حج نه کېږي احرام دنيت اوتلبيې څخه عبارت دى نيت که په ژبه وويل شي اوکه په زړه صحيح دى خو د تلبيي لوستل په ژبه ضروري دي آن تر دې پورې کتابونه ليکي ګونګى چې تلبيه نشي ويلاى پرې لازمه ده چې دتلبيي لپاره ژبه وښوزوي .

٢- عرفات :
الف - دعرفات لپاره وخت شرط دى چې دعرفات وخت دذالحجې دنهم تاريخ دټکنده غرمې (زوال ) څخه داختر دورځې تر صبح صادق پورې دى .
باء - پرحاجي واجب دي چې دعرفې په ورځ دلمر ترپرېوتلو پورې په عرفات کې پاتې شي که چيرته څوک دلمر پرېوتلو نه دمخه له عرفات څخه ووتلو نو"دم" پرې لازمېږي

په همدې اساس عرفات ته تلل دحج له فرايضو څخه دي نوکه څوک دکوم عذر، مرض او يا بل مشکل له وجهې هم عرفات ته لاړ نشي حج يې نه کېږي او ددې لپاره دزرګونو اوښانو قرباني کول هم کومه فايده نه لري .

خبردار
ځيني ناپوه خلک ګمان کوي چې په عرفات کې دتبرک لپاره دښځې سره جماع کول (کورواله) ښه دي خو دا ناپوهه خلک بايد په دې پوه شي چې په احرام کې نه يواځې دا چې جماع کول بلکه نور هر ډول جنسي اړيکې ناروا دي او که څوک په عرفات کې له خپلې مېرمنې سره جماع وکړي نو حج يې باطل شو او دې کال کې يې هيڅ چاره نشته دى . 

٢- طواف افاضة يا فرضي طواف :
 الف - که څوک فرضي طواف ونکړي نو حج يې ونه شو دفرضي طواف وخت داختر دورځې دسهاره څخه پېل کېږي چې د اختر تر دريمې ورځې پورې بايد وشي او که چا بې له شرعي عذره لدې څخه هم فرضي طواف وروسته کړ نو بيا به پر طواف سربيره "دم" هم ورکوي خوڅومره چې دا طواف ژر کېدلاى شي بايد وشي داځکه چې بې لدې طواف څخه حج نيمګړى دى .              

باء - دحجر اسود څخه دطواف پېل کول اوکوښښ دې وشي چې طواف کوونکى ښه مخامخ حجراسود ته ودرېږي .
 ج - طواف به له ښي لوري څخه پېل کوي هغه په دې ډول چې دطواف په وخت کې کعبه شريفه دطواف کوونکي چپ لاس ته وي                            دال – دعورت پټول – هـ - دحطيم څخه بهر طواف کول – و – دطواف پسې دوه رکعته واجب لمونځ په حرم شريف کې اداء کول - ز– طواف بايد په مسجد کې دننه وي (الفقه على المذاهب الاربعة –ج اول –ص 657  (
سربېره پردې ټول بايد په دې پوه اوسو چې دجنابت، حيض او نفاس په وخت کې دبيت الله شريف طواف کول حرام او سخته ګناه ده .

دحج واجبات : زمونږ (احنافو) په مذهب دحج واجبات پنځه دي .
١- د صفااو مروا ترمنځ سعي ٢- مزدلفې ته تګ ٣- دشيطانانو ويشتل ٤- سرخريل ياکمول ٥- طواف وداع .
په حج کې دواجب حکم دادى چې په پرېښودلوسره به يې حاجي قرباني (دم) ورکوي سربېره پردې داهر واجب داداء کولو لپاره نور واجبات لري چې په دې ډول دي – ١- دصفامروا سعي _ الف : سعي بايد دطواف څخه وروسته وي – باء _ دصفااومروا ترمنځ بايداو ه ځلي تګ راتګ وشي چې هر ځل تګ يې واجب دى – ج – سعي بايد دصفاڅخه دمروا په لور پېل شي که چا دمروا څخه پېل کړه نو همدا ګردش يې صحيح ندى .(الفقه علىالمذاهب الاربعة – ج اول – ص – 659)
٢ – مزدلفه الف – زمونږ په مذهب څوک بايد بې له شرعي عذره دصبح صادق څخه دمخه دمزدلفې څخه لاړ نشي کنه "دم" پرې لازمېږي .الفقه على ...ج اول –ص - 666
٣- دشيطانانو ويشتل – الف – دشيطان، قربانۍ او حلق (سرخريل ياکمول ) ترمنځ ترتيب زمونږ په مذهب واجب دى
٤- حلق : الف - دسرخريل ياکمول دقربانۍ څخه وروسته .باء – دسرخريل ياکمول چې دڅلورمې حصې څخه کم نه وي .
٥- طواف وداع – الف – دطواف په اړه تفصيلات مخکې تېر شول .
باء – په هغه ښځو چې د مکې مکرمې څخه دتګ پرمهال په خپله مياشتنۍ ناروغتيا اخته وي طواف وداع ورباندې نشته دى .
د حج سنت :الف - داختر په شپو کې منى کې شپه تېرول -باء – داختر په شپه مزدلفه کې شپه تېرول – ج– داختر په ور‌ځ له لمرختلو څخه دمخه دمزدلفې څخه وتل – دال – ددرې شيطانانو ترمنځ په ويشتلو کې ترتيب (الفقه على ...ج اول – ص – 669)

نتيجه -  الف : دفرضو په پاتې کېدلو سره حج باطليږي يعنې نه کېږي.
باء : دواجبو په پاتې کېدلو سره قرباني "دم" لازميږي .
ج : دسنتو په پاتې کېدلو سره صدقه لازمېږي .

ددې لیکني پاته برخه دلته ولولۍ