جنازې دي چي را اوري پر کورونو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3923
عبدالمجيد - ډنمارک
دخبریدو نیټه : 2005-10-20

 

ېو ځل بېا د خزان دبادونو سېلۍ د ځوانو هېلو غوټۍ ورژولې ،بېا دقدرت دلېونېو  خېرن لاسونه په بې گناه وېنو سره شول او بېا ځواني هېلي د خاورو سره خاوري شوې .

 

جنازې دي چي را اوري پر کورونو          مستي نلري کوڅې د کندهار

 

د ځوان شهېد احسان او د هغه د سفر پر ملگرو خونړی برېد نه ېوازي د وطن د مېنانو په وېر ډېر افغانان د غم پر کمبله کښېنول بلکي په لسگونو او شاېد هم په سلگونو رنځوران  چي د هېواد ددی وطنپالو طبېبانو را تلو ته سترگي په لار وه د ابد لپاره همداسي سترگي په لاره د خپلو رنځونو او کړاونو سره لاس او گرېوان پرېښودل .

 زه په داسي حال کي چي ددې بې گناه شهېدانو د کورنېو او ټولو بېنواېانو سره په دې نه هېرېدونکي غم کي ځان شرېک بولم اوټولو ته د زړه صبر د لوی خدای ( ج )  له درباره غواړم خپله کرکه او نفرت د قاتيلينو په وړاندي د شاعر په لاندنيو بيتونو ښکاره کوم :

 

ستا په نوم چي ورانوي د وطن څـــــلي

ربـــــــــــــــــه ته ېې په لعنت کړې گرفتار

 

د احمـــــــــــــــد پر مېنه مه وای زېږېدلي

مه يې مــور ددغي سېــمي وای نه پلار

 

په درنښت عبدالمجېد له دنمارک څخه