سريپال له اره بيټني پښتانه اود سر واڼيو پښتنو يو ښاخ ګڼل کيږي٠ داسې ويل کيږي چې دسر واڼي قبېلې د سر يپال د ښاخ نه شيخ صد رالدين چې وروسته په صدر جهان سره مشهور شو او يو عابد پر هيز ګاره انسان و دخپل اصلي ټا ټو بي درابڼ نه چې دپښتو نخوا په دېره اسما عيل خان کې پروت دی په ١٤٦٩ ميلا دي کال کې چې د ٧٨٦ هجري کال سره سمون خوري دهندوستان خواته د سياحت لپاره رهي شو٠ کله چې دما لېر سيمې ته ورسيد او دستلج دسيند ديوې ويالې پر غاړه يې چې جهوم يې بولي او اثار يې اوس هم ليدل کيږي يوه څپره ودانه او هلته دخدای په عبادت بو خت شو٠ په دغه وخت کې د هند پښتون واکمن سلطان بهلول لودي لا واکمنۍ ته نه و رسيدلی ٠ يوه ورځ سلطان بهلول لودي دسر هند دسيمې نه ډهلي ته روان و چې پر دغه عبا دتځي با ندې وربرابر شو او دشيخ صدر جهان سر واڼي زهد او تقوای پرې ډېره اغېزه وکړه او په زړه کې يې وويل که چېرې زه دډهلي او اګرې واکمني تر لا سه کړم نو خپله لور به ده ته ورپه نکاح کړم ٠ ډهلي ته درسيدلو سره سم د سلطان بهلول لودي ارمان پوره شو او دهندو ستان واکمني يې تر لا سه کړه ٠ سلطان بهلول چې پر پښتو او پښتو نولۍ باندې ټينګ ولاړ و پر خپلې پخو انۍ ژمنې يې وفا وکړه او خپله لور يې شيخ صدر جهان ته ور په نکاح کړه او دهغه دګوزارې لپاره يې ده ته ١٢ ستر کلي او ٥٦ کو چنۍ سېمې ورکړې او هم يې دواده لپاره ټول سا مانونه اوشيان ورته ور وليږل٠ شيخ صدر جهان ورو سته بيا يو کلی ودان کړ او مالېر يې نوم پرې کېښود چې همدااوس هم په مالېر کو ټله سره شهرت لري٠ داسي ويل کيږي چې نو موړي شيخ ورو سته بيا دکپور تله سېمې درئيس بهرام له لور سره هم واده وکړ چې دبهلول لودي له لور نه يې دحسن او دبهرام دلور نه يې دعيسی او موسی په نا مه دوه زامن پيدا شول٠ شيخ صدر جهان په ١٥١٥ عيسوي کال کې د٧١ کلو نو په عمر له دې نړۍ نه ستر ګې پټې کړي او په مالېر کو ټله کې خاورو ته وسپارل شو چې زيارت يې اوس هم دخا صوا و عا مو زيا رتځی دی ٠ (١)
د شيخ صدر جهان تر مړ يني ورو سته دده زوی حسن دخپل پلار په څېر فقير انه ژوند تېراوه او د خپل پلار د مزار خد مت يې پر غاړه واخيست ا و عيسی او موسی دمالېر کو ټله د سيمې درياست او نوابۍ چارې پر غاړه واخيستې٠ مو سی کوم او لاد نه درلود او بې او لاده مړ شو ٠ عيسی هم په ١٥٣٨ عيسوي کال کې وفات شو، خو دهغه تر مړ يني وروسته دده يوا زينی زوی شاه محمد خان د ما لېر کو ټله دسيمې دنوابۍ چارې پر غا ړه واخيستلې٠ د شا ه محمد خان تر مړ يني ورو سته په ١٥٤٥ عيسوي کال کې د هغه مشر زوی معدود خان چې په خواجه اسحق مشهور دمالېر کو ټله دسيمې نواب شو٠ دخواجه معدود خان تر مړ ينې ورو سته په ١٥٦٦ عيسوي کال کې د مالير کو ټله درياست چارې دده زوی نواب فتح محمد خان ته په لاس ورغلې٠ د نواب فتح محمد خان تر مړينې ورو سته په١٦٠٤ ميلادي کال کې دده زوی نواب محمدبازيد خان چې يو ډېر زړور سړی و دمالېر کو ټله د سيمې نواب شو ٠ محمد با زيد خان څلور زامن درلودل چې فيروز خان، اختيار خان، سرور خان او حسين خان نو مېدل ٠ دمحمد با زيد خان تر مړينې وروسته دهغه مشر زوی نواب فيروز خان ددغې سيمې دنوابۍ پر ګدۍ ډډه ولګوله ٠ دنواب بازيد خان نه ورو سته نواب شير محمد خان نواب شو٠ ده هم اووه زامن درلودل چې دهغه تر وفات ورو سته دده ر زوی نواب غلام حسين خان دنواب په تو ګه دنده تر سره کوله چې بيا تر هغه ورو سته نواب جمال خان نواب شو٠ تر نواب جما ل خان نه ورو سته په تر تيب سره يو په بل پسې دنوابۍ چارې نواب بهيکن خان ، نواب بهادر خان، نواب عمر خان، نواب اسد الله خان، نواب وزير خان، نواب محبوب عليخان، نواب سکندر علي خا ن، نواب غلام محمد خان اونواب ابر اهيم علي خان٠ته وسپا رل شوې٠ (٢)
په او سني وخت ددغوسړ واني نو ابا نو دکو رنۍ نه يو هم نصرت اکرام خان دی چې د پنجاب په کا بينه کې د سپورټ او بد ني و زنې وزير دی ٠
لنډه داچې د سر واڼيو پښتنو د سر يپال ښاخ اوس هم هندد پنجاب ايالت د ما لير کو ټله په سېمه کې استو ګنه لري ٠ زه ددې مقا لې ليکوال دغې سيمې ته دوه ځلې تللی وم٠ يو ځلې د١٩٧٥ ميلادي کال دلوی اختر په و ر ځو کې کله چې هغه مهال مې په پنجاب پو هنتون کې چې دچند يګرهه په ښار کې پروت دی خپلې زده کړې کولې او د مالېر کو ټله دنوابانو دکورنۍ سره مې ددوی په محل کې چې په شيش محل سره مشهور و و ليدل او دنواب کورنۍ ميلمستيا راکړه٠ دويم ځل د ٢٠٠٠ ميلادي کال ددسمبر په ميا شت کې کله چې مادخپلې کو رنۍ سره دهندوستان په پلا زمينې ډهلي کې د مها جرت شپې او ورځې تېر ولې نو په يو ه علمي سيمينار کې دګډون له پاره دپنجاب دپټيالې ښار پنجابي پو هنتون ته تللی وم نو د پنجابي پو هنتون له خوا د مالېر کو ټلې دتللو زمېنه بر ابره او هلته مو يوه ورځ تېره کړه او په هغه وخت کې مو دسرواڼيو دقبيلې دسريپال ښاخ دنوابانو دکورنۍ ديوتن سره چې نصرت اکرام خان نومېد او دپنجاب په کابينه کې دسپورت وزير و وليدل٠ (٣)
-------------------------------------------------
ماخذونه:
(١) تا ريخ حيات افغا ني، دپېښور چاپ، ٣١٨، ٣١٩، ٣٢٠ مخونه٠
(٢) ميزان، د٢٠٠٠ ميلادي کال دنوامبر ٣٠، د ډهلي چاپ٠
(٣) د مقالې دلېکوال شخصي يادښتو نه٠