ښاغلې په غلط ادرس دروازه مه ټکوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3928
حبيب الله غمخور - سويډن
دخبریدو نیټه : 2005-10-24

حبيب الله غمخور - سويډن

حبيب الله غمخوردرنو هيواد والو زما ددغي لنډي نيوکي موخه دا نه ده چي زه هم دهغو تنگ نظرو او له قومي کينو څخه ډکو خلکو په شان تاسو ددې پر ځای چي قلم ديووالي دټينگېدو په موخه په کار واچوی ديو شمير خرڅ سوواو له وطنه دپردو دملي اختلاف دنظريو لرونکو سره په جوال کي واچوم  .

هيله مي داده چي  ما زما په دغه نيوکه کښي په ملي گرايي او کفر تورن نه کړی ،ځکه تر هر څه وړاندي بايد عرض کړم چي مسلمان يم او له هر ډول بې بنياده اونا معقول قومي تفوق او امتياز سره مخالفت لرم  ،ټولو هغو هڅو ته چي يوازي خپل ځان  (قوم) پر نورو بهتر گڼي د نفرت  په سترگه گورم . پدې عقيده يم چي زموږ په هيواد کښي ددڅوسو کلو راپدې خوا دمختلفو ژبو،مذهبو  او قومي اړيکو خاوند خلک ژوند کوي  ،داچي پخوا به چا څه کړي وي دا دهغوي کار دی او تاريخ به خپل قضاوت په هغه هکله کړی وي .يو ملت هغه وخت په غلطه روان دی کوم چي دخپل تير تاريخ ناخوالي او تير وتني دخپل راتلونکي  کړنومعيار ټاکي ،دتېروله ارزوني  څخه بايد دمثبتو راتلونکو په موخه کار واخيستل سي . دهمدې اصل په اساس هغه متل ته مراجعه کوم چي په پښتو او دري کي مروج دی چي وايي (( دکمبلې سره دي  برابري  پښې غځوه )) ،((پايت مطابق گيلم خود درازکن)) ،که دغه فلسفي افغاني متل ته مراجعه وکړه دابه راته جوته سي چي زموږ په هيواد کي ټول اوسېدونکي افغانان دشمير په اندازه بايد په هر څه کي برخمن وي ،که شپه تياره ده مڼې په شمار دي ،تر هغه ايظافه برخه تر لاسه کول کيداي سي ځيني مغروره کړي  .

پدې شپو او ورځو کي زموږ دهيواد په لږکيو قومونو پوري تړلي ځيني باسواده او دقلم خاوندان دپرديو په لمسون چي دوی ته يې دکومي غوړي گولې وعده ورکړې ده په غلط ادرس دروازي ټکوي ، پښتنوته  په يوه او بل نامه سپکي سپوري وايي ، پخپلو ليکنو کي بې اساسه ، دروغجن  او نارواتورونه لگوي ، کله يې دقبيله سالار ،او کله بيا دفاشيست ،تنگ نظر ،بيسواد،قوم گرا،طالب افراطي او نور ....په نومونويادوې ،خو پښتانه ورپوري خاندي  او حيران دي چي دا څه کوي.

لومړی غواړم چي دغو ښاغلو ته ووايم تاسو خپله يو ځل په هغو اصطلاحاتو ځان ښه ملا کړی کوم چي تاسو يي دبل په ادرس استعمالوی ، دا بايد وويل سي  چي کاملا يې بې ځايه پکار وړی ، او له همدغه غير ضروري استعمال نه ستاسو عقدې دپښتنو دلوي قوم په مقابل کي را څرگنديږې .

ډير نه پوهېږي چي دا ښاغلي څه غواړي؟ او هدف يې څه دی ؟  که يوه لهظه چي داډول کسان ارام سي دا ومنو چي دوي دخپل قوم ټاکل سوي استازي دي او غواړي دهغوي استازيتوب وکړي  ،نو ستاسوښاغلو غوښتنه به څه وي ؟ له هيواد څخه جلا کېدل ؟ فدرالي اداره جوړول ،او که دهيواد په منځ کي دبل هيواد جوړه ول ؟

دچاسره غواړی يوځای سی ؟ څه ډول فدرالي اداره موخوښه ده ؟ په کوم نامه غواړی نوی هيواد جوړ کړی ؟

دغو درو واړو موخو ته د رسېدلولپاره ستاسو ټول تلاښونه ددې څرگندوی دی چي دپردو په لمسون غواړی دا هيواد ټوټه ټوټه کړی او داسي يې ضعيف کړی چي بيا هر دښمن وکولای سي پر دې وياړلي او غيرتمن ولس تېری وکړي او يا خپل شوم او کرغېړني موخې دلته پلي کړاي  سي.

بايد ټول هغه کسان چي دقومونو او ژبو په اختلاف کي خپل ځان ويني پوره پوه وي چي هغوی دخپل قوم دهغه قوم چي په سوو کلونه يې يو دبل په بغل کي گډژوند کړی خېښۍ يې کړي  استازی نه دي ،اونه دي تلاښ کوي چي ځانونه دهغوي دويندوی په توګه خلکو ته ور وپېژني . زموږ دټولني ښوړښت او ټولنيز اړېکي  هم  دنورو ټولنو په ډول دي يعني خلک هغه چاته دقدر په سترگه گوري چي دده پشان اقتصادي دژوند طرز ولري او دهغوي ريښتينی خدمتگار وي . پدې ورستيو کي موږ داسي څوک نلرو چي دټول قوم حتي اکثريت ته نږدې خلکو ته دي دقبول وړوي ،پدې صورت کي څنگه کيدای سي ځيني ښاغلي ځانونه نماينده گان وتراشي ،طبعي ده چي د دا ډول کسانو پر ملا بل چالاس تير کړی او ورته ويلي يې دي ورځه ځان مشر او نماينده وبله موږ درسره يو،هر څه ته چي ضرورت وي موږ مرستي درسره کوو .

دوستانو !

لکه مخکښي چي مي وويل پدې وروستيو شپو ورځو کي دټولو اړتياوو(مصروفيتونو) سره په انترنټ کي يوي پاڼي زما لږ پاملرنه ځانته اړولې ده  داپاڼه ددوی په ژبه په فارسي نشرات لري ،داچي په کمه ژبه ده  دادهر چا حق دی . که هغه څوک چي غواړي په افغانستان کي واوسېږي اويا بل چاته ځان افغان معرفي کړي دغه پاڼي ته يوځل سر ورښکاره کړي نو هلته به داسي نښي نښانې چي دا پاڼه دي په يوه افغان پورې اړه ولري ډيري کمي پيدا کړی ،که څوک وايي چي موږ افغانان نه يو افغانستانيان يو نو هيله مي داده چي له شروع نه تر پايه ځان لوستونکو ته دبل هيواد چي تر اوسه نه دی جوړسوی او فکر کوم دا سي ارمانونه به لکه نور دخاوروسره ځکه خاوري سي چي غير له همدغو خرڅ سوو گوتي په شمار کسانونه بل هيڅ افغان له پښتون څخه نيولي تر تاجک،هزاره ،ازبک،بلوڅ  او نورو پوري نشي پيداکولاي  چي ددغو نوو افغانستانيانو خبر دي ومني تر کومه ځايه چي ماته دقيق معلومات سته په افغانستان کي پر دغو چي ځانونه يې ديو قوم نماينده ټاکلی اود بيلتون ډول وهي  خاندي او ملنډي پرې وهي . ددغو ټولو واقعيتونو سره بيا هم دهيوادبهرني مخالفين ارام نه کښېني او خپلو لاسپوڅو ته وايي که داولس په ټوپک نه بيليږي نو دقلم په مرسته هغوي سره وجنگوی ،يو له همدغو وطندارانو څخه ښاغلی جعفر عطايي دی  داچي دادده خپل اصلي نوم دی يانه زه يې نه پېژنم په هر حال ،دا ښاغلی په دې شپو او ورځو کي چي زموږ دهيوادلپاره حساسي شېبي گڼل کيږي په خپلو ليکونو کي ددې پر ځای چي پر دولتي چارواکو نيوکه وکړي دپښتنو په ادرس سپکي سپوري  وايي . زه دهيچا او هيڅ قوم مدافع وکيل نه يم ولي ځان افغان بولم پدې اساس داډول ليکني چي دهر قوم په ادرس وسي مردودي گڼم .

دغه ښاغلي ته بايد ووايم چي دپښتنو سره ډغري او هغوي ته سپکي سپوري تاسو ته کومه گټه نشي رسولاي  ،او تاسي نشی کولای چي پښتانه دغه بحثوته چي له هغه نه دنفاق او وينو بوي راځي  راکش کړی  . ما ديوه افغان په توگه دا انتظار ايستی چي يو له هزاره وروڼو څخه بايد تاسو پر ځاي کښېنوي ،خوممکن هغوی چي مطلق اکثريت يي ستاسو دنظر مخالف او تل يي ځانونه افغانان بللي ، ددې لپاره وخت ونه لري چي هر دپردو نوکر ته ځواب ووايي او يا دا يې لازمه گڼلي وي چي په هر قوم کي داسي ليونيان سته  نو ځکه ضرور نه ده چي هر ورځ دغو ته لار ښوونه وسي ،دريم داچي ممکن هغوي ددغو پرديو له نوکرصفتو دلجاجت نه ستړي سوي وي . ما لازمه وبلل چي تاسو ته ديوافغان په توگه عرض وکړم چي څلور خواو ته وگوره، او فکر وکړه ، ته څه ليکې او دچاپر خلاف ؟

درنو لوستونکودا چي تاسو پوه سی چي قيصه څه ده  ،زه ددغه ښاغلي چي دپښتنو څخه يي زيات بد راځي او که يې واک پيدا کړ په هغه ورځ به ((جعفرستان ))چي نوموړی به يي پاچاوي اعلان کړۍ .

داښاغلی په دغه پاڼه کي په خپله نشر سوې مقاله چي  زه يي ځيني برخي  دلته راانتقالوم  او همدلته  به بحث پر وکړم .

داښاغلۍ دمحقق نسب  دحقوق زن دمجلې دمسول دمحکمي په اړوند دلوي څارنوالۍ او ستري محکمي دپرېکړو په هکله نيوکي کوي ،مگر ددې پر ځاي چي دهغوي په هکله څه ووايي بل څه ليکي .

نوشته شده در ساعت 16:50 توسط جعفر عطايي      دوشنبه، 25 مهر، 1384

محقق نسب٬ قربانی فرهنگ فقير قبيلوی

اين روزها برای محقق نسب روزهای سختی است. او در شرايطی در چنگ نادانی قبيله اسير است که بسياری ها می دانند او بيگناه است و جرمی به غير از توانايی درکش در يک فرهنگ فقير و قبيلوی ندارد. اما شرايط به گونه ای است که هيچکس نمی خواهد برای انسانيت٬ به خاطر کرامت آزادی بيان و يا برای عدالت و حتی برای دفاع از آبروی اسلام هم که شده صدای اعتراض خود را به صورت جدی بکشد. هزاره بودن هم جرم ديگر محقق نسب است که او را در ميان ملا و روشنفکر افغانستان تنها و مظلوم ساخته است. امروز که محقق نسب با قلم و بيانش پايه های فکری استبداد و فرهنگ فقير قبيلوی را هدف گرفته است٬ فقط شاهد رنج و مظلوميت او هستيم. نه از دولت صدايی برمی خيزد و نه از مدعيان اپوزيسيون. محقق نسب را تنها در چنگال دستگاه طالبانی فضل الهادی شينواری انداخته اند تا می توانند بر سر او عقده گشايی کنند.

بلې ښاغلې ! کله چي دا ژورنالست بندي سو تاسو ته معلومه ده چي دافغانستان دژورناليستانو خپلواکي ټولني دهغه په دفاع کي اعلاميه خپره کړه ددغه ښاغلي په لومړۍ محکمه کي دژورنالستانو داخپلواکي ټولني ،يو شمير ټلويزيونو ،راډيوگانو او خپرونو  ژورنالستانو او ديونيما ددفتر استازيو برخه درلوده ،تر کومه ځايه چي ماته اوس يوازي دژورنالستانو دخپلواکي ټولني هغه اند چي ددرحيم الله سمندر لخوا دسپتمبر په 11مه په بينوا ويب پاڼي کي خپور سوی دی مخته  پروت دی ، ددوی دليکني څخه داسي څرگندېږي رښتيا چي دمحقق نسب سره دنوروپشان په محکمه کي ناوړه برخورد او سلوک سوی دی ،مگر  عطايي صاحب تاسو هغه مسله پرې ايښې ده ، دهغه نيونه او دهغه سره کړنه مو پر ټولو پښتنو تاوان کړې ده . زه دلته ستاسو نه پوښتنه کوم  داټول چي دمحکمي په لومړۍ ورځ حاضروه ستاسو په وينا دا هزاره گان وه ؟ دژورنالستانو خپلواکه ټولنه چي شپه او ورځ دمحقق نسب سره ددولتي چارواکو کړنو باندي نيوکه لرې دا ټول هزاره گان دي ؟ داپه بهر کي اوسېدونکي افغانان  او بينوا فرهنگي ټولني ويب پاڼي ، ټول افغان  ويب پاڼي چلونکي هزاره دي ؟ دآزادۍ ،امريکا ږغ ، بي بي سي راډيوگانو کار کونکي چي دهغه په هکله راپورونه خپروي له يوه مخه هزاره دي؟ زما دغه خبري دهزاره دغښتلي قوم په ادرس نه دي ځکه پوهيږم چي هغوي هم ستاسره په يوه نظر نه دي او نه ستا ملاتړ کوي ، خو دمسلي دڅېړني په اړوند له هغوي څخه عفه غواړم دهزاره دکليمي په ليکلو کي زما هدف ټول هزاره قوم نه دی .

داچي په دولتي اداروکي پښتانه زيات دي علت يي دادی چي په دغه هيواد کي پښتانه ډير دي څنگه وکړو چي پښتانه کم سي ؟ دا ديرش کاله دپښتنو دټکولو او وژلو لړۍ روانه ده داچي نه کمېږي تاسو يي لار موږ ته راوښياست . داچي داپوزيسيون مدعيان چوپ دي ،يادمولوي صاحب شينواري  ږيره اوږده يالنډه ، دلته دپښتنو کومه گناه ده؟ محقق نسب پدې خاطر چي هزاره دی نه دی نيول سوی ټول هزاره ورونه آزاد خپل کارو بار کوي  ان تاسو خو لا دومره حق هم ځان ته ورکوی چي پر بېگناه قوم باندي ناروا نيو کي وکړی ، او تر اوسه آزاد ياست ،  بايد آزاد اوسی تر کومه وخته چي تاسو دافغانستان تابعيت ولری دقانون له مخي حق لری پر هر مقام نيو که وکړی . مگر هيڅ قانون تاسو ته دا اجازه نه در کوي  چي يو قوم ته په سپکه سترگه وگوری ،پښتانه ډير مهربانه او دلوی زړه خاوندقوم دی که نه په رښتيا تاسو بايد دمحقق نسب په عوض په څارنوالۍ کي يو قوم ته دبد ويلو او سپکاوي په تور تحقيق ورکولاي  . که سواد لري او يابل باسيواده خپل هغه ته ووايه چي دافغانستان داساسي قانون څخه نيولي دنړۍ ټول قوانين او دملگرو ملتو دسازمان پرېکړي  او منشورونه تاته توضح کړي  ،تر څو پدې دي سر درخلاص شي ، چي لاليه پر غلطه روان يې . په دنيا کي په هيڅ قانون کي چاته داحق نه دی ورکړه سوی چي پر يو قوم تعرض وکړي .  که په افغانستان کي اوسي له يوي هزاره مور او سپين سري نه پوښتنه وکړه چي هغه دي پوه کړي . موږ ټول پښتانه او غير پښتانه يعني ددې ټاټوبي اوسېدونکي چي ځانونه افغانان بولو ډير پخوا دا نيو که کړې وه چي داساسي قانون او مطبوعاتو دقانون تر منځ لوی واټن موجود دئ ،حتا په اساسي قانون کي ډيري مادې يودبل په مقابل کي قرار لري ،متاسفانه هغوی چي قانون يې جوړاوه او يا قانون يې تصويباوه دافغان روڼ اندو پر نيوکواو وړانديزونو غوږ ونه نيوی ،پدې باور يم چي تر بل هر قوم پښتنو رون اندو پر دواړو (اساسي قانون او دمطبوعاتو قانون ) باندي کوټلي نيو کي وکړې . له هغي ورسته چي دبن په کنفرانس کي په ايران ، پاکستان او نوروهمسايه او ليرو پرتو هيوادوپوري  تړلي کسان يې سره راټول کړه او مؤقته اداره يې ځني جوړه کړه ، همدا پښتنو وويل چي په دغو کسانو وطن نشي ابادېدای ،تاسو بيگانه پروره دوطن په خرابولو کي زيات مهارت لری ځکه په کلنو کلنو دهمدغه لپاره روزل سوی ياست . ستاسو داشان ليکني دطن خبرابيدوته دملاتړلوڅرگنده نښانه ده . هيڅوک به پيدا نکړی چي دپښتون تر نامه لاندي دې ددولتي چارواکو دغلطيو او خپل سريو څخه ملاتړ وکړي  ،نو تاسو هم ځانته بيځايه حق مه ورکوی چي پښتنو ته په سپکه سترگه وگوری . وړاندي دا ښاغلی ليکي :

در قرن بيست و يک در افغانستان ملا متوکل ها و ملا سلام راکتی ها که شمشير به دستند نه تنها محاکمه نمی شوند که معزز و محترمند. بر بالاترين مقام عدالت کسی چون فضل الهادی شينواری تکيه زده است که به غير از ريش طويلش ديگر چيزی که نشانی از درک دين و اسلام داشته باشد در کردار و گفتارش ديده نمی شود.

داچي تاسو يې نومونه ليکلي هغه نه محکمه کيږي دلته دپښتنو څه گناه ده ،موږ خو وايو دمحقق صاحب نه نيولي چي اوس دی او دده پشان نور جنگسالار غواړې دپارلماني مسونيت او امکاناتو څخه په گټه اخيستو سره نور هم دا ولس وځپي ټول له يوه سره مړه او که ژوندي دي بايد په يوه عادلانه محکمي کي چي دهيڅ هيواد تر سياسي او مذهبي نفوذ لاندي نه وي محاکمه سي که څول دغه ته حاضر سي فکر کوم ددغو محاکمه کوونکو په لومړۍ قطار کي به تاسي هم دپښتنو دبيگناه قوم دسپکاوۍ او بې حرمتۍ په جرم ولاړ ياست .په لږکيو قومونواوستاسي قوم  پوري تړلي کسان ايا لږدي چي دا ملک يي څو څو ځله خرڅ کړ ؟ لږافغانان يې ځورولې او دهغو له جملې يې لږ هزارگان  وژلي ،لږ کورونه يي له ځايه بي ځايه کړي ،لږ ميندي يې بوري کړي ،لږ هزاره ښکلي پېغلي دهمدغه دلږکيو قوماندانانو دحوسونواو شحوتونو قرباني سوي او بې پته سوي دي ؟ ،همدا اوس په هزارجات کي دمحلي قوماندانانو لخواپرغريبو هزارو ،تاجکو ازبکو ترکمنو اونورولږ ظلم کيږي ؟ دا لهظه چي دا ليکنه مي کول ددايکندي دولايت څخه يوه هزاره دپښتنوڅخه شکايت نه درلود بلکي له ښاغلي کرزي نه يې دا شکايت لاره چي ولي يې دا يکندي ته هزاره جنگسالار دوالي او قوماندان په توگه ليږلی دی .د پښتنوداوسېدو په سيمه کي همدا ډول کړنه دقوماندانانو او ستاسو دخوښي غوندي رهبرانو لخوا روانه ده او پر ولس رنگا رنگ داسي ظلمونه کيږي چي په تاريخ کي نه دي ليدل سوي  .ولي تاسو ته دا وظيفه نه ده درکړه سوې چي ته دافغانانو له روا حقوقو څخه دفاع وکړی ستا دنده داده چي بايد په ستونزمنو شېبو کي افغانان يو دبل په مقابل کي وپاروي  تر څو په ټول صداقت دي دخپل بادار درکړه سوې دنده سرته رسولې وي .  تاسو څنگه دا حق ځانته ورکوی چي دې پاکي خاوري ته داسي خطاب وکړۍ  :  عجب نفرين شده وطنی  است اين افغانستان!

دا وطن ډير سپېڅلی دی او دنړۍ ټول ولسونه همدا اوس هم دقدر په سترگه ورته گوري ،خو ستاسوبيگانه پرورو او ايران دوستو په نظر او موجوديت کي(( نفرين شده)) دی . پدې غېرتي خاوره کي دپرتو غيرتي قومونو کارنامې به ستاسو دکړوسيانو او هغودکړوسيانو تر وختو دنړېوالو پياد وي . وطن مور ده تاسو دومره له ادبي جادې څخه وزی چي مور ته بې احترامي کوي ممکن هزاره ورڼو تاسو لا پخوا پېژندلي ياست . تا به امروز اين مدعيان دروغين دين و عدالت آيا طالبی را به جرم قتل هزاران انسان محاکمه کرده اند؟ می بينيم که در فرهنگ فقير قبيلوی همه چيز مسخره است: محکمه٬ عدالت٬ قاضی٬ آزادی بيان٬ دموکراسی٬ انتخابات٬ حقوق بشر٬ قانون اساسی٬ سرود ملی و غيره.

هيڅ شي قبيلوي فرهنگ نه دی مسخره کړی ،يو خو بايد په دې پوه سې چي دپښتنو فرهنگ غريب نه دی دهغوی دفرهنگ برکت دی چي ته ليکل  لوستل کولای سې او ځانته درهرڅه چرندياتو ويلو حق ورکوې . فکر کوم دسيواد نه زيات بې برخي يې ؟ يوازي ښکنځل ليکلای سې ،ځکه په علمي لحاظ ددولتي ادارې جوړښت ،کړه وړه  ستاسو اصطلاحات چي  قطار کړي مو دي لکه ،عدالت ،قضا ، دبيان آزادي ،دموکراسي  ،انتخابات ،دبشر حقوق ،اساسي قانون ،ملي سرود ،داټول ديو قوم په خوښه نشي پياده کېداي .داهر نوم چي تاسو ليکلی دی يوه فلسفي مقوله ده چي دپيدايښت معين تاريخ لري او دپلي کولو ټاکلي شرطونه او پرنسيپونه ، که چيري په يوه هيواد کي دخلکو دپوهي سطحه لوړه وي،اقتصادي حالت يې ښه وي ،دولتي او مذهبي چاري سره جلا وي ،دولتي اداره دخلکو دغوښتنو پر بنياد جوړه سوې وي  او نور هغه شرايط چي ددموکراسۍ ،عدالت ،بېطرفه قضاوت ،عادلانه او رون ټاکنو ، دعقيدې ،د بيان اوسياسي فعاليت آزادي ، دبشر حقوقو ددرناوي لپاره اړين دي برابر سي هيڅ قوم که تاسو يې په سر کي  هم ولاړ اوسی دپلي کېدو مخه يې نسی نيولاي  .تاسو دومره دپښتو او  پښتنو سره تعصب لری چي ان ملي سرود موهم دمحقق نسب په موضوع کي راگډکړ،وايي (( ده درکجا درخت درکجا)) دهيچا به دا ارمان   پوره نسي چي ملي سرود دي بېله پښتو په بله ژبه وي  ،ملي سرود دجميعت ترانه نه ده !

ترهغه وروسته ليکي :   در سايت ( وحدت نت)  خواندم که چند ملا به زندان رفته اند تا با محقق نسب مناظره کنند. در برابر اين (مناظره ی اوغاني) چه می توان گفت٬ به غير از٬ از حيرت به خود پيچيدن و از اين روزگار سياه خون دل خوردن . داچي په توقيف کي له زندانيانو سره ناوړه چلند کيږي زه همنظره يم ولي دا ډول ناوړه چلند يوازي دمحقق نسب سره پدې خاطر چي ستا په وينا هزاره دی کيږي ، نه دپښتنو وتلو ژورنالستانو او ليکوالو سره يوازي په دي گناه چي دتلاښۍد عسکروسره يې په پښتو ژبه خبري کړي تر محقق نسب زيات بد برخور د سوی دی لکه صالح محمد صالح او دروند ليکوال خوشبت  صاحب او داسي نور . داچي ليکی در برابر اين ((مناظره ي اوغاني )) چي ميتوان گفت بايد ووايم چي لومړۍ ستاسو دهر څومره دښمنۍ سره چي له پښتنو سره يې لری افغان داسي نه ليکل کيږې .بياهم هرڅه پر يوه قوم تاوانوی ،که تاسو واي بيابه نو دامناظره په کوم نامه ياده شوې واي؟ ايران بزرگ ،يا افغانستاني  ؟

مقاله ی محقق نسب را چند بار خواندم که ببينم کجايش ملايان را آزرده است. ... محاکمه ی عالمی به بهانه ی آن مقاله٬ بيانگر عمق فساد و تباهی فکر و انديشه در افغانستان و خصوصا در ميان ملايان آن است. گذشته از اين٬ بر فرض که محقق نسب از برون اسلام را رد کرده باشد. اين در قرن بيست و يک يک امر طبيعی و حق اوليه هر انسان دانسته می شود که آزادانه نظرش را ابراز کند. داساسي قانون په څلوردېرشمه اوپنځه دېرشمه مادوکي ،دمطبوعاتو دقانون ددوهمي مادي دريمه فقره ،څلرمه ماده او پنځمه ماده دهيواد ټولو اتباعو ته دژورنالستان په شمول دبيا اوعقيدي داظهارولو آزاردي ورکوي ، مگر داساسي قانون په بله ماده کي چي هرڅه بايد داسلام دمقدس دين خلاف نه وي ددغو مادو پلي کول تر سوال لاندي راوړي  ،ځکه کوم معين او روښن سرحد نه دی ټاکل سوی ، هر قاضي کولای سي د خپلي پوهي او معلومات پر اساس هغه تحليل او برسي کړي ،پدې صورت کي مهرباني وکړی علمي څېړني وکړی او پر دغو چي تاسو يي شاته ولاړ ياست فشار واچوی چي دداسي قوانينو دجوړېدو سره موافقه وکړي چي هلته ټولي اوسنۍ پرتي ستونزي حل سي . پښتانه مه ملامتوی تاسو هغه کار نه سۍ کولای ،ځکه ستاسو لپاره ستاسو لارښود اجازه نه درکوي چي په هيواد کي يو مترقي قوانينود جوړيدو او پلي کېدولپاره کار وکړی ، ځکه د هغه شان قوانينو په پلي کولو کي داپه اصطلاح تنظيمي مشران دځان زوال ويني .

گفته می شود که از سوی علمای شيعه٬ شيخ آصف محسنی قندهاری شاکی است و از سوی علمای سنی هم همکاران فضل الهادی شينواری از محقق نسب شکايت دارند. راستی اگر اسلام همینی باشد که محسنی و فضل الهادی شينواری و سياف علمدارش هستند٬ اين اسلام ديگر چه تقدسی می تواند داشته باشد؟ اگر اسلام همين است پس در قرن بيست و يک٬ وظيفه ی هر انسان معتقد به عدالت٬ آزادی و کرامت بشر است که به مبارزه با اين اعتقادات انحرافی و ضد انسانی بپردازد و بشر را از چنگ و گزند اين افکار شيطانی نجات دهد.

ددولتي چارواکو څخه سر ټکونه په تاپوري اړه لري  .په اخير کي دا واضح کول غواړم چي په افغانستان کي هيڅ وخت بيله دطالبانو له دوران څخه  يوازي دپښتنو په گډون  دولتي اداره نه ده جوړه سوې حتا دطالبانو په وخت کي هم دفتري ژبه ستاسو په اصطلاح فارسي وه اسنادو ته مراجعه وکړی .  په داټول تاريخ کي دولتي چارواکو دپښتو دپياوړتيا لپاره دومره کار نه دی کړی لکه دفارسي لپاره ، له بابا ادمه تر دې دمه په دولت کي بيله دې نه چي دهيواد لوي اکثريت په کومه ژبه ږغېږي فارسي ژبه ويل سوې ده ،مگر پښتنو دا هرڅه تحمل کړي دي .ځيني ښاغلي چي پخپله يې هغه دچاخبره الف په کله کي نه معلوميږي بې شرمانه ځانته دا حق ورکوي او ليکي چي پشتونها ازنعمت سواد محروم بودن ، لهذا در دفاتر دولتي براي پيش برد امور از زبان فارسي استفاده ميشود . دا منطق غلط دی پښتانه تعصب نه لري ،پښتانه فارسي زده کوي ولي دنورو ژبو ويونکي دپښتو دزده کړي سره علاقه نه لري  . دا بېل بحث دی .

غواړم ټولو داسي  دوستانو ته چي دپښتنو سره تعصب لري ووايم چي داوطن په دې خاوره کي د ټولو وړونو قومونو گډ کور دی تاسو هيڅ وخت داسي واک نسی ترلاسه کولای چي پښتانه له خپلي خاوري وباسی .داچي هغو ځيني داسي پښتون دښمنه کسان تحمل کولای تاسو شکر وباسی . زه په هيواد کي ټولو قومونو ته احترام لرم او پدې باور يم چي دا وطن دټولو په گډکار سره له  دغو بدمرغيو او شاته پاتي والي خلاصېدای سي،دا سياسي ډنډوره چيان چي يوازنی هدف يې ځانته څوکۍ تر لاسه کول دي نشي کولای دا وطن اباد کړي ،دوطن په ابادۍ او افغان ولس په پوهاوي کښي ددوي زوال دی . ښه به داوي چي قلم  او پوهه دهيواد دپرمختگ ،دموکراسۍدپلي کېدو ،اجتماعي عدالت د پياوړتيا ، دهيواد بيا جوړ ونه ،دسولي او امينت ټينگښت ،دبشر حقوقو ته درناوي  او نورو هغو برخو کي وکارو چي دپردو له احتياج نه خلاصېدو په موخه پکار واچول سي .دټول افغان ولس ښيرازي او بسيا ژوند ددې هيواد دټولوقومونو اوپه هغوي پوري مربوطو  روڼ اندو دصادقانه اوگډ تلاښ په پايله کي تأ مينېداي سي . زموږ دگډکور دښمنان زموږ ولس په يوه او بل نامه ويشي  . ارزو مي داده چي قلم يو دبل په سپيناوي اوځان ښوونه کي نه بلکي دافغان ولس دگډکور دسمبالتيا په لار  کي استعمال سي . دالومړی سړی و چي دهزاره قوم په استازيتوب يې پښتنو ته سپکي ليکلي وې ، هيله مي داده چي نور دا پياوړی قوم داسي کسانو ته چي هزاره او پښتون سره جنگوي تر څو دی اوهغه بادار يې گټه ځيني پورته کړي اجازه ورنه کړي  .