هند دافغانستان په بیاجوړولو کی خپلو همکاریو ته ادامه ورکوی
سرچینه: انډیا ټایمز
نوی ډیلی به دامریکا تر څنګ دافغانستان په بیاجوړولو او دسولی په راوستلو کی ونډه اخلی.دا خبره نن دهندوستان د ملی امنیت سلاکار(شیوشنکر) له امریکایی لوړپوړیو چارواکو سره له کتنې وروسته هندی رسنیو ته کړی. دده په خبره له امریکایی چارواکو سره یی دخبرو عمده موضوع افغانستان وو.
نوموړی وویل هندوستان او امریکا په افغانستان کی دیوې ګډې موخې لپاره کار کوی چی هغه له تروریزم سره مبارزه،دافغانستان بیا ودانول او په افغانستان کی دیوه ډیموکراتیک نظام جوړول دی.
شیوشنکر زیاتوی دهند او امریکا موخه په افغانستان کی یوه ده ،خو دواړه هیوادونه له بیلا بیلو لارو خپلو موخو ته درسیدولپاره په ګډه کارکوی،امریکا په پوځی برخه کی همکاری کوی او همداراز لویی لویی پروژی تر لاس لاندی لری، خو هند دافغانستان په بیا جوړولو کی پروړو پروژوکارکوی چی دنوموړی په خبره ډیری ګټوری دی.
دیادولو وړ ده چی هند له افغانستان سره په بیلابیلو پرمختیایی پروژو کی نژدی یو نیم بیلیون امریکایی ډالره مرسته کړی، او یوازینی هیواد دی چی مرسته شوی پیسی یی پر ځای لګیدلی دی.