دغه قبا يل دخپل ستر نېکه سړبن په نا مه په سړ بني يا سړ بنيو پښتنو سره شهرت لري ٠ سړبن په پښتنو کې خورا مشهور نېکه تېر شوی دی او له پخوا زمانو نه مؤر خا نو دده نوم او حال ليکلی دی٠ په پښتني عنعنه کې هم داسړی خورا لوی پښتون او مشهور نېکه ګڼل کيږي ٠ ددې عنعنې تصديق په پخو انيو مؤ رخينو کې ابو الفضل علامي (١٠٠٦ هجري) دمغولي واکمن اکبرد دربار مؤرخ په خپل تاريخي اثر ائين اکبري کې په دې ډ ول کړی دی :" په پښتنو کې درې وروڼه بېټنی، سړبن او غر غښت ډېر مشهور نېکو نه دي٠"(١)
د روايتو نو له مخې سړبن دقيس عبدالر شيد زوی او دغر غښت او شيخ بيټني ورور دی ٠ ويل کيږي چې د سړ بن نوم په اصل کې ابر اهيم و ، خو په سړبن مشهور شو ٠ ددې وجه داوه چې دده اولاد نه و او په دې خبره به تل غمجن او پرېشانه و، نو ځکه بېټ نېکه ده ته خپل زوی اسما عيل ورکړ ٠ (٢)
سليمان ماکو په خپل مشهور اثر تذ کرت الا وليا کې چې له( ٢١٢هجري) وروسته لېکل شوی دی دشيخ بيټني او دده دورور سړ بن ذکر داسې کوي:" نقل هسې کاندي يارانو چې په روزګار دشيخ بيټني دده ورور چې سړ بن نو مېده او پر شيخ بيټني هم خورا ګران و ، سړبن نه درلودل زامن او هر کله به يې ويل خپل ورور ته٠ بيټني خپل زوی اسما عيل ورکا او لوی سو دسړ بن پر کاله٠ خدای مهر بان د اسما عيل په بر کت سړ بن ته نصيب کړل دومره زامن چې اوس سو ګڼون دهغو ٠٠٠" (٣)
ويل کيږي چې داسما عيل او لاده هم په سړ بنو ورګډيږي او ذکر يې په" مر ات الا فا غنه" کې د سړ بني او ليا وو په لړ کې مو جود دی ٠(٤)
سړ بن دوه زامن درلودل چې ديوه نوم شر خبون يا ښر خبون( شرف الدين) او دبل نوم خر ښبون( خير الدين ) و ٠ دښر خبون( شرف الدين) د ژوند دحا لا تو کو مه پته نشته، خو دخر ښبون( خير الدين)څه لږ شان حال په پټه خزا نه کې مو جود دی٠ دپټې خزانې مطابق شيخ خر ښبون په٤١١ هجري کال کې وفات شوی دی٠ (٥)
خر ښبون هم دخپل تره( اکا) شيخ بيټني په څېر يو نېک او خدای لما نځو نکی انسان او دپاک خدای په عبادت به لګياو٠ ويل کيږي چې دی دکسي په غره کې او سېده ٠ درو ايتو نو له مخې دشيخ خر ښبون دژوندانه په زما نه کې د هغه پلار او تره (ا کا) يعنې ( سړبن او بيټ نېکه) لا ژوندي وو او دوی ټول سره په يو ځای کې اوسېدل، خو څه موده وروسته خر ښبون دخپل پلار او اکا په اجازت دخپلو او لا دونو سره دکسي دغره نه د غوړې مرغۍ په لور په کډه لاړ او هورې مېشته شو ٠(*)
لنډه داچې دسړ بن اولاده چې په سړ بنيو سره مشهوره ده په لا ند نيو قبا يلو وېشلې شوې ده :
ابداليان،ترين،شيراڼي، بابړ،هريپال، جلو اڼي،غر شين، ميا ڼه، بړيڅ،پوپلزي، بارکزي،اڅکزي، اسحاقزي،موسی زي، نورزي،اليزي، ادوزي،خاکواڼي، ماکو، يو سفزي،مندړ، تر کلاڼي يا تر کاڼي،ګګياڼي، مو مند، داودزي، غوريا خيل، څمکني، زيړاني، محمد زي، ملا ګوري، خيشکي،کتاني، مهمنزي، کاسيان، شينواري، هريپال،ستورياني،سر کاڼي او نور٠٠٠
___________________________________________
ما خذ ونه او منابع:
(١) ائين اکبري، لومړی ټوک، ١٩١ مخ٠
(٢) پښتانه دتاريخ په رڼا کې، ١٢٦٦ مخ٠
(٣)عبدالحی حبيبي، دپښتو ادبيا تو تاريخ، دوهم ټوک،٦٢ مخ، کابل ١٣٤٢ کال٠
(٤) پښتانه دتاريخ په رڼا کې، ١٢٦٦ مخ٠
(٥)پټه خزانه، دمحمدهوتک بن داؤد تاليف،٢٢مخ،١٣٣٩ هري،کابل٠
(*) غوړه مر غۍ دکلات په سهيلي بر خه کې دسره غره له جنو بي اړخه پيليږ ي او دلويدېزخوا ته تر ار غستانه بيا دکوږک تر غره پورې دکاکړستان او کسي او سليمان غره پورې سېمه ده ٠(ليکوال)