ژباړن : غلام ولي نوري
۲۶ ډسمبر ۲۰۰۴ م كال اچي ايالت، انډونېزيا :
د انډونيزيا د سماترا په ټاپو كي چي تر سمندر لاندي كوم زلزله راغله شدت يي د ريكتر په اندازه ۹،۰درجو څخه زيات و. د سمندر په نس كي دغه زلزلي يا سونامي د هندي سمندر ډيره هيوادونه سخت وځپل چي په نتيجه كي يي ۲ لكه ۲۰ زره كسان ووژل شول .
۲۶ دسمبر ۲۰۰۳م كال... بم ښار ،ايران :
د ايران د بم په ښار كي د رامنځ ته شوي زلزلي د ريكتر په اندازه ۷،۶ درجي شدت درلودي ، چي۳۱۸۸۴ كسان يې ووژل او ۱۸۰۰۰ زره ژوبل شول .
۲۰ جون ۱۹۹۰ م كال... شمال لويديځ، ايران :
د ايران په شمال لويديځي سيمي كي چي كومه زلزله رامنځته شول د هغي په نتيجه كي ۴۰۰۰۰ كسان ووژل شول او يو لك كسان ژوبل شول چي د ريكتر په اندازه ۷،۷ درجي وه.
۲۸جولاي ۱۹۷۶ م كال... ټنګ شين، چين :
د چين په (هي بئ ) ولايت د ټينګ شين په ښار كي چي كومه زلزله راغله د هغي اندازه د ريكتر په حساب ۸،۷ ريكارډ شوي ده. دغي تباه كوونكي زلزلي د ۲ لكه او ۴۲ زره انسانانو څخه ژوند واخيست او يولك ۶۴ زره كسان يې ژوبل كړل .
۳۱مي ۱۹۷۰ م كال... ماونت هواسكاران، پيرو:
د سهيلي امريكا په پيرو نومي هيواد كي د رامنځته شوي زلزلي شدت د ريكتر په اندازه ۷،۵ درجي و چي ورسره يو سخت طوفان هم ملګري و ۶۶ زره ۸ سوه كسان يي ووژل .
۲۶ ډيسمبر ۱۹۳۹ م كال... ارزنكان،تركيه :
د تركيي د ارزنكان په سيمه كي در امنځته شوي زلزلي اندازه د ريكتر په حساب ۸،۰وه چي په پايله كي ۳۵ څخه تر ۴۰ زرو پوري كسان ووژل شول .
می ۱۹۳۵ ...كويټه، پښتونستان :
په كويته كي د رامنځته شوي زلزلي اندازه د ريكتر په حساب ۷،۶ ريكارد شوي ده چي تر ۵۰ زره يي ډير كسان ووژل .
۲۳ مي ۱۹۲۷ م كال ګين زو، چين :
د همدې زلزلي شدت ۸،۰ و او تقريبا د ۸۰ زرو څخه زيات كسان يي ووژل .
۲۲مي ۱۹۲۷ م كال...د نين شان الايت، چين :
ددي زلزلي شدت ۸،۰ و چي تقريبا د ۲ لكه څخه زيات كسان يي ووژل .
۱ستمبر ۱۹۲۳... يوكوهاما، جاپان :
د جاپان د يوكوهاما په سيمه كي د ريكتر په اندازه ۸،۲ درجي زلزله راغله چي د كبله يي لوی اور ولګيدي چي ۱ لك او ۴۰ زره كسان يي ووژل .
۱ډسمبر ۱۹۲۰ م كال... ننګژيا، چين :
ددي زلزلي په نتيجه كي ۲ لكه ۳۵ زره كسانو خپل ژوند له لاسه وركړي چي د ريكتر په اندازه ۸،۵ درجي ركارډ شوي ده .
۲۸ ډسمبر۱۹۰۸ م كال... ميسيسنا، ايټاليا :
د ايټاليا د ميسينا په سيمه كي چي كومه زلزله او طوفان راغلي په نتيجه كي كم تر كمه ۸۳ زره كسان ووژل شدت يي د ريكتر په اندازه ۷،۵ درجي و.