طنز
د زوړ ښار زړودوکانوکی د ادم خان موچی دوکان اوو
د دوکان په سر یوه زړه لوحه ځوړند وه چی داسی ویل کیده
د ادم خان دوکان ته ښه راغلاست
دلته هر ډول نوی او زاړه بوټان پیداکیږی او ستاسو
دبوټانو دګنډلو فرمایش منلکیږی
که تاسو دوه جوړی زاړه بوټان راوړی یوه جوړ نوی بوټان به تر لاسه کړی
خو څو ورځی نه وی تیری شوی چی د ادم کاکا دوکان بند شو
او دهغه زړه لوحه د زاړه دوکان په تندی پاتی شوه
خو د وخت په تیریدو سره دغه زوړ دوکان ته یو زوړ ډاکټر راغی
او د دی په ځای چی د ادم خان لوحه لری کړی دی هغی د پاسه یی خپله
نه چندانی نوی لوحه وراوتپله چی داسی ویل کیده
د چمن ګل ډاکټر معاینه خانی ته ښه راغلاست
دلته د هر رنګه مریضانو علاج کیږی
او دلته ستاسو د مریضانو هر ډول واکسین منل کیږی
څو ورځی وروسته یو زورور باران اوشو او لوحه یی بدله کړه چی داسی ویل کیده
د چمن ګل ډاکټر دوکان ته ښه راغلاست
دلته د هر ډول بوټانو علاج کیږی
دلته ستاسو د بوټانو هر ډول واکسین منل کیږی
که تاسو دوه جوړه زاړه مریضان راوړی یو جوړ نوی مریض به تر لاسه کړی