انفلاسيون (Inflation)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39469
ژباړونکي : صفی الله سمون
دخبریدو نیټه : 2010-10-07

انفلاسيون دقيمتونو په سطح کي يوازني اوناڅاپي اوپراخ لوړوالي دي انفلاسيون يا پولي تورم هغه وخت پيښيږي چي د پيسو اندازه ددوران دننه پيسو له عرضه  شويو خدماتو اوکاليو يه پرتله زياتي وي ، يا په بل عبارت انفلاسيون هغه حالت دي چي د ملي پيسو پروړاندي عامه اعتماد له منځه تللاي وي اوخلک په دي هڅه کي وي چي پيسی په امتعه  تبديلي کړي .

دپولي تورم اوانفلاسيون په مخنيوي  کي يا ټيټولو کي دولتي مالي پاليسي لازمي دي ددي پرابلم سره ديو بل حالت پيښيدل هم امکان لري چي دمازاد تورم يا انفلاسيون  نفاوت پرنوم ياديږي اواحصائيوي اصطلاح ده چي له هغي څخه موخه دپيسو هغه مقدار دي چي دهغي اندازه څخه چي  کامل استخدام دتامين لپاره په فرضي توگه لازم دي دحکومت اوخلکوله خواپه اضافه توګه ولکول شي .

لکه څنګه چي مودخپل بحث په يوه برخه کي وويل کاغذي پيسي داعتبار له مخي دطلا پرځاي استعماليږي خوپه دغه صورت کي دپيسو دمقدار اودجنس دبيعي ترمنځ ځيني ځانګړتياوي شته کاغذي پيسي يواځيي دجنس ددوران لپاره په کاراچول کيږي اوخپله هيڅ ارزښت نه لري البته داخبره بايد په يادوساتو چي مونږ دخپل بحث له پيل څخه امتعي توليد،تبادله ارزښت پيسودپيسو تبادلوي يا دوراني دنده اوقيمت په هکلي غږيدلي يو نوددي لپاره چي په اوسني موضوع يعني انفلاسيون باندي ښه وپوهيږو دنوموړي مفاهيمورايادول مونږسره مرسته کوي.

که چيري دکاغذي پيسو دارزښت مقدار دسرواوسپينو روز اونورو قيمتي ګاڼوله ارزښت سره برابروي نوپه دي صورت کي کاغذي اوفلزي پيسي اودقميتي ډبرودپيرودلو قوت يوشان دي اوڅه تورمي (انفلاسيون) کړکيچ نه رامنځته کوي خوزياتره دولتونه دخپلو لګښتونودپوره کولو لپاره دټاکلي حجم څخه زياتي پيسي نشروي لکه دضرورت وړمقدار پيسو پرځاي څلور نه ترپنځه اويا زياته اندازه پيسي نشروي اوپه دي ډول قيمتونه لوړيږي اوهغه چي دثابتو عايداتو لرونکي مستهلکين دي سخت ترفشارلاندي راځي چي دي حالت ته دپيسو  بحران يا انفلاسيون وايي.

په افغانستان کي له ١٣٧١ کال څخه تر١٣٨١ کال همداحالت موجودو.

انفلاسيون دهغه چاپه اقتصادي وضع ډير تاثير کوي چي ثابت عوايد لري لکه کارگران اوددولت کارمندان دا ځکه چي د نوموړيو کارګرانو مزد اومعاش په خپل حالت وي خودشيانو نرخ لوړځي برخلاف دغه حالت کيداي شي دځينوکارګرانوپراقتصادي ژوند ډيره بده اغيزه ونه کړي لکه يو تاجر کولاي شي د پيسو په لوړيدو سره دخپلو واردشويو شيانو (جنس) قيمت په خپله خوښه لوړ بوځي دده عايد متناسباً لوړځي اوياکسبه کاران اوپيشه وران دانفلاسيون پرپيښيدوخپله اجوره متناسباً لوړه بيا يي چي هغوي ته دومره داحساس وړ نه ده سره له دي چي دا حالت په مجموع  کي دهيواد ملي اقتصاد ته تاوان رسوونکي اوداقتصادي توازن ګډوډ کوونکي دي خوډير اقتصادي تاوان دثابتو عايداتو لرونکيوته دي.

دانفلاسيون درامنځته کيدو عوامل بيلابيل دي لکه دامتعود توليد راټيټيدل اود اساسي اقتصادي څرخونو پڅيدل مثلاً د صنعتي زراعتي اوتجارتي محصولاتو په توليد اوعرضه کي کموالي دپيسو دنشرپراخيدل اوداسي نور.

لکه چي پورته ورڅخه يادونه وشوه تورم هغه وخت احساسيږي چي پرټاکلي اندازي پيسو باندي ټاکلي مقدار جنس چي پخوابه ئي پري اخيستواواوس يي نه شي اخيستي چي په دي صورت  کي پيسي خپل ټاکلي ارزشت له لاسه ورکوي اوتورم يا انفلاسيون منځ ته راځي سره زر اونور قيمتي احجاز ارزښت لري اوپه اساني سره دهغوي ارزښت نه کميږي خوکاغذي اوفلزي پيسي تل په نوساناتو (بدلون ) کي وي اوخپل تبادلوي ارزښت د نوروپيسو په مقابل کي کموي اود دي عمده علت هغه اقتصادي بحرانونه دي چي دځينوهيوادونو اقتصاد د هغه سره تل لاس او  ګريوان وي.

دمثال په ډول١٩٨١ ع کال داقتصادي بحران څخه را په دیخوا ديو امريکايي ډالرپشتوانه ٨٨٦٧١ ،٠  ګرامه سره زر ،ول اوله دي بحران څخه وروسته ديوامريکايي ډالرپشتوانه                  ٨١٩٣٥٥ ،٠   ګرامه اوپه ١٩٧٢ کال کي د٧٣٧٤٢،٠   ګرامه سروزرو ته راولويده په تيره بيا داډول پيسي په جګړواوځينونوروفوق العاده حالتوکي پيښيږي ان ترزروو اروهم نرخوانه پورته ځي مثلاً ددوه يمي نړيوالي جګړي په وخت کي المان دسخت انفلاسيون سره مخامخ شو.

دامريکا په متحده ايالاتوکي کاغذي پيسي د١٩٣٩ ع کال څخه تر١٩٦٠ ع کال پوري ٤-٦. ميليارده ډالروڅخه ٢٩ميلياردو ډالروته لوړي شوي دغه حالت ددولت له خوا دپيسو د ريفورمونو په رامنځته کولو اونويو پاليسو پرغوره کولوله منځه ځي.

Kinds of Inflation

 Creeping inflation 1- کله چې د انفلاسیون کچه دومره زیاته نه وي او په تدریجي ډول  بیې لوړیږي د ښوییدونکي انفلاسیون په نوم یادیږي ،معمولآ د ښوییدونکي انفلاسیون  دکچې سلنه  د   3-0 اټکل شوې ده چې په تجربوی لحاظ د  مخ په غوړیدونکي اقتصاد لپاره ګټور دی

  Walking Inflation 2-د ښوییدونکي انفلاسیون په پرتله د ګښت انفلاسیون  بیې په چتګي لوړیږي   او د انفلاسیونه د کچې سلنه  یې 7-4  پورې اټکل کیږي

Running Inflation 3-په داډول  انفلاسیون  کې  سلنه د فراري یا واکینګ  انفلاسیون په پرتله زیاته او د 8 سلنې په حدودوکې ټاکل شوی ،کله چې کوم هیواد کی داسی انفلاسیون منځ ته راځي د نومرړی هیواد ملی بانک باید ددي د مخنیوی دپاره ژر تر ژره عملی قدمونه پورته کړی    

  Hyper Inflation 4- دغه ډول انفلاسیون تر ټولو خاطر ناک انفلاسیون ګڼل کیږي ډیر کم داسې پیښ شوی چې هیوداونه د داسې انفلاسیون شاهد وی ،په دغه ډول انفلاسیون کې بیې ورځ تر بلې لوړیږي او دپیسو ارزښت  بې له اندازې رالویږي  .اوخلک راکړه ورکړه د باندنۍ کرنسۍ په حساب تر سره کوي. جرمني په کال 1920 د دا ډول انفلاسیون شاهد پاتې شوي دي همدارنګه  برازیل او ارجنټین په کال 1990 کې د هایپر انفلاسیون منځته راغلی وو .

ديفلاسيون (Deflation)
ديفلاسيون په ملي اقتصاد کي يوله هغوي پرابلمونوڅخه دي چي امتعوي توليد اوپه بازار کي دمحصولاتو اواقتصادي  اموالو اوپيسو دانډول سره نيغ په نيغه اړيکي لري څومره چي  په ټولنه کي اقتصادي مناسبات  دپيسو دوران اودامتعي دتوليد پروسه پيچلي کيږي يا دهغوپراړوند بيلابيلو پاليسي غوره کيږي دغه پرابلم يعني د ديفلاسيون پرابلم مطرح اومنځته راځي.

ديفلاسيون دقيمت په عمومي سطحه کي يو ټيټوالي دي بايد يو لوستونکي په سطحي توګه فکروکړي چي  ديفلاسيون يواځي دانفلاسيون برعکس دي داسي به ښکاري خوبه حقيقت کي انفلاسيون يو کاملاً بيل اقتصادي حالت اوديفلاسيون ځانګړي حالت دي نوښه به وي چي  دديفلاسيون په تعريف کي يواځي داسي ونه وايو چي ديفلاسيون دانفلاسيون برعکس حالت دي بلکي پوره تعريف يي داسي دي.ديفلاسيون دقميتونوپه عمومي سطحه کي دټيټوالي څخه عبارت دي چي دپولي انقباض پرنوم هم ياديږي.

اوداهغه وخت پيښيږي چي دعرضه شويو خدماتو اواجناسو مقدارددوران لاندي پيسو دحجم په پرتله زيات وي يا دا چي کله دراتلونکي ويري څخه اويا دهغي پرهکلي دبي باوري له لامله مستهلکين خپل مصرف کم کړي اوددوران چټکوالي کم شي .لنډه داچي ديفلاسيون د مستهلکينو دکم مصرف په پايله کي ددوران دسرعت له کموالي څخه عبارت دي .

ددي سره جوخت په ملي اقتصاد کي دديفلاسيون تفاوت يا پولي انقباض اونشوالي رامنځته کيږي چي په ترتيب سره دهغوي پيسوچي دموجوده قيمتونو سره دخدماتو او اموالو جذب اودکامل استخدام تامين لپاره

په پام کي دي اود هغوپيسو ترمنځ چي پررښتيني توګه ددولت اوخصوصي موسسو اودټولني دافرادوپه واسطه لګول کيږي.

تفاوت رامنځته کيږي دهغه مقدار څخه کمي دي چي دکامل استخدام دتامين لپاره لازمي وي نو ځکه دموجوده لګښت اودهغه لګښت ترمنځ چي دکامل استخدام لپاره بايد شوواي تفاوت موجود دي دغه تفاوت ته دديفلاسيون تفاوت ويل کيږي.

لکه چي يورته وويل شول په ديفلاسيون کي دپيسوزيات حجم له چلند څخه باسي اودومره اندازه په چلند کي پريږدي چي پخوادانفلاسيون  څخه دامتعي ددوران لپاره اودنوي زيات توليد شوي اويا کم شوي جنس لپاره ورته ضرورت وي .

همدارنگه ديفلاسيون داسي هم منځته راتلاي شي .

١:-ماليه لوړول اوهغه اندازه پيسي له دوران څخه باسي چي د ماليي له لاري ددولت بودجي ته ليږدول کيږي.

٢:-توليد اوخدماتي پورسس لوړه وي اوپه هغه اندازه پيسي په چلند کي پريږدي چي دنوموړيو توليدي اوخدماتي چارولپاره لازمي ګڼل کيږي.

٣:-خپل صادرات زياتوي اوواردات کموي بيلانس يي اکتيف کيږي اوداکتيفي برخي دتغيير (بدلون) لپاره خپلي ملي پيسوته اړتيا پيدا کوي اودهغه تغيير لپاره په هغه اندازه پيسي د انفلاسيون په وخت کي پريږدي اوپه غير انفلاسيون وخت کي نوي پيسي دهغه لپاره په کاراچوي.