جگړه ماران + د ډالرو خاوندان = پارلمان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3964
حقمل - کابل
دخبریدو نیټه : 2005-10-24

حقمل - کابل 
پارلمان د ټاکنو اوسنيو پايلو په افغانې ټولنه کې د ا حقيقت په ډاګه کړ چې په راتلونکي ولسي جرګه او ولايتي شوراګانو کې به جګره ماران اود ډالرو خاوندان په نسبي توگه برلاسي وي . د هېوادپه مرکزاو يو شميرولاياتو کې دځينو کانديدانو پرله پسې نيوکو،ناخوښيو او لاريونونو ، دټاکنودپنځوسو کارکونکو گوښه کيدلو او دګرديز له ښار څخه دبډې په تور د ټاکنو ددوو تنو چارواکو تيښتې دا وښودله چې د ټاکنو په بهير او راى شميرنه کې ډيرې درغلۍ شوي اويو شمير کانديدانو دبډو او وسلو په زور راتلونکې ولسي جرګې ته لار پيداکړې ده . د بشري حقونو دخپلواک کميسيون په حواله له کابل څخه ٦٠ فيصده پخوانيو جګړه مارانو ولسي جرګې او له ولاياتو څخه ٨٠ فيصده جګړه مارانو ولاياتي شوراګانو ته لاره پيداکړي ده . د ولس په استازيتوب په ولسي جرګه کې د جګړه مارانو،دډالرو خاوندانو او دبشري حقونو څخه د سرغړوونکو شتون به نه يوازې داچې د ښاغلي کرزي حکومت له ستروګواښونواو ننګونو سره مخامخ کړى بلکه داسې ډيره ويره شته چې د هېواد اوسني نسبي ثبات په يو ځل بيا له ستونزو سره مخامخ کړي اوولسواکئ ته به ډير زيان ورسوي. اټکل کيږى چې افغان اولس به له داسې ناروغه پارلمان څخه د هوساينې،پرمختګ عدالت او قانونيت په برخه کې هيڅ هم څه ترلاسه نه کړي ، ځکه يو شمير هغه کانديدان چې دنيشه يي توکو له مافيا ،اسلامې تندلارو گاونډيو او يا نورو هېوادنو سره نږدې اړيکې لري، هڅه به و کړي ترڅو دخپلو گټو دخوندې کيدلو په توسن دنورو پر ضد يو اپوزيسيون جوړ کړي اوخپلې غوښتنې پر نورو باندې ومني . جګړه ماران به هم هڅه وکړي چې هغه وسلې چې لا تراوسه يې هم له ځانونو سره پټې ساتلې دي اود بې وسله کولو ملي پروګرام ته يې نه دي سپارلې له ځانونو سره وساتي او خپله زورواکي په خپلو- خپلو سيمو کې پر عامه وګړو د پخوا په شان ټينګه ولري .داسې نا تائيد شوې رپوټونه شته چې ددولت مخالفين ځينې وسلې د هغو جګړه مارانو څخه لاس ته راوړي چې د ښاغلي کرزي په حکومت کې ډير واک لري .همدا ډول ددولت مخالفين له گاونډيو هېوادنو څخه وسلې اوپيسې هم د همدې جګړه مارانو په مرسته ترلاسه کوي ، کارپوهان وايي چې داجګړه ماران د وسلو او نيشه يي توکو ددلالانو او قاچاق کونکو څخه ډيرې پيسې تر لاسه کوي او دهرې ورځې په تيريدلو سره په ټولنه کې په يوه ځواک بدليږي . ددولتې خبري رسنيو له خولې ويل کيږي چې هره ورځ ډيرې وسلې او همداشان ډير نيشه يې توکي د قاچاق په ډول د هېواد په سهيلي ا و مرکزي سيمو کې دليږد په وخت کې د پوليسو او امنيتي مسوولينو له خوا نيول کيږى ، خو وروسته يې پته نه لګيږي او خلک په دې نه پوهيږي چې له تورنو کسانو سره څه وشول او څومره جزا ورکړل شوه او هغه نيشه يي توکي څه شول ؟ داسي ويل کيږي چې سږ کال د وسلو د قاچاقو بهير دتير کال په پرتله ډير ګړندئ شوى او د دولت مخالفين هم په نويو او پرمختللو وسلو سمبال شوي دي او په افغانستان کې يې دامريکا تر مشرى لاندې ائتلافي ځواکونو او دولتي قواو ته ډير مالي ا و ځانې زيانونه رسولي دي . د افغانستان اوسني سياسي او فوځي حالات په توندئ سره د بدلون په حال کې دي . په ټاکنو کې د کم شمير خلکو برخه، د بيا جوړونې دبهير ورووالئ، د کورنيو چارو د وزير ښاغلي علي احمد جلالي استعفي، د شخصي جيلونو شته والى، ددولت د مخالفينو له خوا ددولت پلوه علماوو ،روحانيونو،امنيتي او دولتي چاروکو وژل او بمي چاودنې، د طالب اورپکو له خوا د ځان مرګو بريدونو زياتيدل، په جنوبي وزيرستان کې د طالبانو د تبعيدي حکومت جوړيدل ، دګوانتنامو له جيل څخه د طالبانو د وخت د لوړپوړو چارواکو خلاصون، د نيشي توکو د توليداو قاچاق زياتوالى او په هغه کې د لوړپوړو دولتي چارواکو حتمى لاس لرل، په رڼا ورځ د هېواد په مرکز او نورو سيمو کې د وسله والو ډلو اوډلګيو له خوا غلاوې،وژنې او سړي تښتونې ،دقضايې سيستم څخه د خلکو د پرله پسې شکايتونو زياتيدل،د مخالفو جنګياليو د مړو سوځول او په لسګونو داسې نورې بيلګې چې د ښاغلي کرزي حکومت يې له ستر ګواښ سره مخامخ کړي دی . راتلونکئ ناروغه پارلمان به هم د کرزې صاحب په وړاندي لويې ستونزې را منځ کړي او امکان شته چې په هېواد کې به د ناکرارئ ،زورواکئ او بې قانونئ لمن پراخه شي او دکرزي صاحب دحکومت د ناراضيانو تله به دپخوا په پرتله څوځلې درنه شي .د دغوستونزو او پيښو درامينځ ته کيدو دروند مسوليت تر ډيره بريده د ښاغلي کرزي د نرمې تګ لاري او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونواو هېوادونواو په تيره بياد امريکايانو د نا سمو تګلارو پر غاړه دى . ښاغلي کرزي چې د ولس او بهرني ټولنې پوره ملاتړ ورسره و، ونشو کړاى چې په تيرو څلورو کلونو کې د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي .ښاغلې کرزې تر ډيره حده پورې د خپلې واکمنۍ په دوران کې په شمالې ټلواله دروند اعتماد وکړ اوويې نشواى کړاى او يايې ونه غوښتل چې زاړه جګړه مارن له فوځي،امنيتې او دولتې مهمو څوکيو څخه گوښه کړي. ترکومه ځايه چې طالبان او د ګلبدين حکمتيار اسلامي ګوند دوطن دورانيواو دهېوادوالو دوژنې او بدمرغيو مسوليت په غاړه لري ،شمالي ټلواله او د هغه مخکښې څيرې چې اوس دښاغلي دکرزي حکومت لوړپوړي چارواکي دي لکه کريم خليلي ، جنرال دوستم ، مارشال فهيم ، داکتر عبدالله ، شيرعلم ،سيدحسين انوري،عطامحمد ، جنرال داود،انجينير عارف،قوماندان الماس او په لس ګونو نور چې په اوسنئ ټولنه کې حاکم کسان شميرل کيږي هم د هېواد په ويجاړتيا او د هېوادوالو په وژنو ،تښتونو او ځورونو کې مسووله دي . ددي ټلوالې يو بل اړخ لکه ، استادسياف،يونس قانوني ، استاد محقق او په لس ګونې نورې پيژندل شوې څيرې چې اوس يې دخپلو ډلګيو له لاري ولسي جرګې او ولاياتې شواراګانو ته لاره پيداکړې ده ، هم د هېواد په ورانۍ او دهېوادوالو په وژنه کې نېغ په نېغه لاس لري او د بشري حقونو سرغړوونکي بلل کيږي . د همدغو ډلو ځيني کسان د نيشه يې توکو په قاچاق کې هم ونډه لري . د څه ناڅه ٦٠ زرو کابل ښاريانو وژنه اودکابل ښار د دريمې،څلورمې کارتې ،خوشحال مينې ، ميرويس ميدان، افشار ،پوهنتون،چهلستون،زاړه ښار، ميوند واټ ، زاړه مکروريان، شاه شهيد،نوې کارتې ، او نورې سيمو د ورانيو او ويجاړتيا مسوليت د چا په غاړه دى؟ د دې او د نورو ډيرو پوښتنو ځواب بايدهم دا واکمنان او دلوبې ګټونکي ورکړي؟ د کورنيو چارو پخواني وزير ښاغلي جلالي هم داتوان پيدانه کړ چې د هغه لوړپوړو چارواکو نومان او لست افشا کړي کوم چې د نيشه يې توکوپه قاچاق کې په مستقيه توګه لاس لري . د نه تائيد شوو رپوټونو په حواله ښاغلئ جلالي د نيشه يي توکو د قاچاق او وسله والو بانډونو له طرفه شل(٢٠) ځله په مرګ ګواښل شوى و او کله چې د يوويشتم ځل لپاره په مرګ وګواښل شو له خپلې دندې څخه يې استعفي ورکړه. امريکائيانو هم تر ډيره حده د شمالي ټلوالې په غوښتنو او خبرو عمل وکړاو هغه څه يې ترسره کړل چې بايد نه واى ترسره شوي،په هوايې بريدونو کې د عامه وګړو وژنه ، دطالبانو او ددولت د مخالفينو سره دتړاو په تورد يو شمير بې ګناه خلکو نيونه او دګوانتامو جيل ته دهغو ليږدونه،پښتون قوم ته ددښمن په سترګه کتل او دهغوى د کورونو لټون ، دپښتنو په سيمو کې دپرله پسې فوځي عملياتو سرته رسول ،له بنديانو سره ناوړه چلند او په لسګونه نور داسې عوامل شته ،چې په افغاني ټولنه کې يې د بهرنيانو او په ځانګړې توګه د امريکايانو په وړاندې منفي ذهنيت را پيداکړى دى. دغه ذهنيت د هرې ورځې په تيريدو سره پياوړى کيږي اوافغان ولس دغو بهرنيانو ته د شک په سترګه ګوري او ددې خبرې جبيره کول بيا وخت غواړي . زما په اند دراتلونکي پارلمان په جوړيدو سره به دا ذهنيت نور هم په پراخه شي. که ښاغلئ کرزي او امريکايان په خپله تګ لاره کې بدلون رانه ولي ، حتمي خبره ده چې دوى به له راتلونکې ناروغه اونيشه يې پارلمان سره ډيرې ستونړې پيداکړي او دکرزي صاحب حکومت او دبهرنيو ځواکونو شتون به په افغانستان کې تر سوال لاندې راولي. ځکه د پارلمان دا شان غړي به چې پوره سواد او پوهه نه لر ي ډير ژر د ډالرو په مقابل کې دنورو لاسپوڅي و ګرځي او افغان ولس به له يو داسى پارلمان سره لاس په ګريوان شي چې د هېواد د ملي ګټو په ځاى به د ځاني او ياد نورو هېوادونو ګټو ته ډير وګوري. د يادولو وړ ده چې ددولت او بهرني ټولنې زياتره مخالفين ددولت په لمن کې دمهمو څوکيو په لرلو سره ژوند کوي چې زياتره د نيشې توکو او وسلو په قاچاق،د بشري حقونو په سرغړونه ، اداري فساد، دعامه شتمنيو په لوټ او غصب او له بهرنيو کړيو سره د ناوړه اړيکو په اړيکو تورن شميرل کيږي او تر ډيره بريده دکرزي صاحب د حکوت د کمزورتيا او ناکاميدو سبب ګرځيدلي دى. که ښاغلى کرزى صاحب ددغو کړيو له مشاوريت او (انډيوالئ) څخه ځان و نه ژغوري ،نه يوازې داچې هېواد او هېوادوال اوراتلونکى پارلمان به، چې څه ناڅه ١٤٨ ميليونه ډالرپرې لګيدلي دي، له ډيرو ناوړو ستونزو سره مخامخ شي ،بلکه د ښاغلي کرزي صاحب شخصيت ته به هم چې په ملي او نړيواله کچه تر ډيره بريده منل شوى او دافغانستان داوسنيو حالاتو لپاره د ځينو نورو په پرتله ډير مناسب شخصيت دى نور هم زيان ورسيږي او له حتمي ماتې سره به مخامخ شي .