د افغانستان دپاره دامن طرحه (دع .ش میاخیل رالیږنه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39652
عبدالولي شيرزاد مياخيل
دخبریدو نیټه : 2010-10-14


بسم الله الرحمن الرحيم
په افغانستان کې تلپاتې امن صرف او صرف د بين الفغاني مزاکراتو له لارې ممکن دي. د افغاني ډلو نيک نيتي، برداشت، سياسي بصرت، سياسي فهم، پر افغانانو رحم او دلوى خداى تعالى (ج) څخه ويره هغه شيان دي چې د روان بهران په تلپاتې حل کې مرسته کولاى شي.
په افغانستان کې دغه اوسنى بهران دا فغانانو مسله ده او دحل لاره يې هم صرف او صرف د افغانانو په لاس کې ده.
تر څو چې افغانان پر خپل حال رحم ونکړي او دجنګ او دهغو خلکو، ډلو او اشخاصو مخه ونه نيسي چې په افغانستان کې يې جنګ راوستى که هغوى خارجيان دي او که داخليان، تر هغه پورې به په افغانستان کې امن رانه شي.
دا دافغانانو اسلامي، اخلاقي او افغاني مسوليت دى چې دجنګ مخه ونيسي او باېد دامن دپاره راپورته شي.
د افغانستان د روان بهران دختميدو دپاره بايد په افغانستان کې يو داسې سياسي نظام منځ ته راشي چې دافغانانو لخوا ټاکل شوي وي او د اسلام دمقدس دين په اصولو ولاړ وي.
د افغانستان خلک دعلماؤ کرامو ډېر زيات قدر کوي اوعلماى کرام په افغاني ټولنه کې خاص ځاى لري. د افغانستان سياسي، اقتصادي او اجتماعي نظام نه يواځې دا چې بايد داسلام دمقدس دين به اصولو ولاړ وي بايد په عينې حال کې علماى کرام د افغانستان په سياسي نظام کې مهمه برخه ولري، افغانستان يو اسلامي هيواد دى، سياست او دين له يو بل څخه نشي جدا کېداى. باېد دعلماو کرامو يوه موقتي شورا جوړه شي. دعلماو کرامو د دغې موقتي شورا بنيادي کار به د افغانستان پر اساسي قانون غور کول وي، چې ايا کوم برخه غير اسلامي نه وي؟ په دغه شورا کې به ټول ٦٣ علماى کرام برخه اخلي.
٢٤ علماى کرام د طالبانو دخوانه، ٢٤ علماى کرام د اوسني افغان حکومت د طرفه، ٨ علماى کرام دحزب اسلامي حکمتيار د طرف څخه او ٧ بې طرفه علماى کرام دنړۍ دمختلفو برخو څخه (يو عالم دپاکستان څخه ، يو عالم دهندوستان څخه، يو عالم د اندونيزيا څخه، يو عالم دايران څخه دو عالمان د سعودي عربستان څخه او يو عالم دمصر څخه) دغه ٦٣ علماى کرام به دافغانستان په اوسني اساسي قانون غور کوي. دطالبانو او حکمتيار له طرفه راليږل شوي علماى کرام که دافغانستان د اساسي قانون پر کومه برخه شک لري چې غير اسلامي ده، خپل دلايل دهمغې برخې په باره کې چې دوى فکر کوي غير اسلامي ده بايد دعلماو کرامو شورا ته وړاندی کړي، علماى کرام به پرې غور کوي. علماى کرام داساسي قانون کومه ماده او يا هم برخه له منځه وړلاي او يا هم پکې ترميم کولاي شي. که د ٣٨ علماى کرامو رايې ولري کولاى شي د اساسي قانون کې کومه برخه بدله او يا هم پکې ترميم وکړي.
د اساسي قانون هغه مادې چې پرې اعتراض نه وي او يا هم دبدلون دياره يې د ٣٨ علماو کرامو رايه پوره نشي، په خپل حال پاتې کېږي. د اساسي قانون دکومې مادې يا برخې مخالفت بايد صرف او صرف پر ديني لحاظ وي نه پر سياسي بنياد. دعلماو کرامود شورا غړى به د اساسي قانون پر هغوى مادو يا برخو غور وکړي چې په غير اسلامي والي يې شک وي نه له سياسي لحاظه.

د علماو کرامو دموقتي شورا ځاى او د دغه شورا دجوړېدو دپاره شرطونه:
اوله ماده: دجلال اباد دښار به دعلماو دموقتي شورا ځاى وى.
دويمه ماده: ټول خارجي عسکر به دننګرهار د ولايت څخه وځي تر څو دعلماو کرامو دموقتي شورا دپاره لاره هواره شي.
دريمه ماده:طالبان او حزب اسلامي به خپل ټول فعاليتو نه دننګرهار په ولايت کې بنده وي او دننګرهار د ولايت څخه به خپل ټول ګروپونه باسي.
څلورمه ماده: د جلال اباد دښار او دننګرهار دولايت کنترول به دافغانستان دملي اردو په لاس کې وي.
د علماو کرامو دموقتي شورا ټاکلو ميکانيزم (طريقه)
د علماو کرامو به دغه شوراکې به ټول ٦٣ علماى کرام وي. ٢٤ علماى کرام د طالبانو دخوانه،٢٤ علماى کرام د افغان حکومت دخوانه  دافغان حکومت له طرفه په ٢٤ علماو کرامو کې بايد کم نه کم ١٣ علماى کرام دمجاهديونو له منځ څخه وي. ( د افغانتسان دټولو ولايتو دمجاهديونوله خوانه). او ٨ علماى کرام دحزب اسلامي حکمتيار د طرف څخه
دعلماو کرامو دپاره شرطونه:
پنځه ماده: بايد دسلام دمقدس دين پر اصولو او قوانينو پوره خبر وي.
شپږمه ماده:شورا ته دمعرفي کيدو وروسته بايد په قران عظيم الشان لوړه وکړي چې فيصله به يې پر تنظيمي، ژبيز، منطقوي، بنياد نه بلکې فيصله به يې داسلام دمقدس دين دلوړتيا، دافغانستان او افغانانو دخوشحالۍ او پر مختګ دپاره وي.
د طالبانو دخوانه د ٢٤ علماو کرامود ټاکلو ميکانيزم:
اوومه ماده: د طالبانو له خوانه د ٢٤ علماى کرامو څخه ١٥ علماى کرام به طالبان په خپله خوښه ټاکي. دپاتې ٩ علماى کرامو دپاره به طالبان د ١٨ علماى کرامو نومونه حکومت او حزب اسلامي حکمتيار ته ورکوي. د ١٨ علماى کرامو دلست څخه به ١٢ علماؤ نومونه حکومت ته او د ٦ علماى کرامو نومونه حزب اسلامي ته وړاندې کيږي.
افغان حکومت به دهغه ١٢ علماو کرامو دلست څخه چې طالبانو ورکړى ٦ علماى کرام قبلوي او حزب اسلامي به د ٦ علماى کرامو څخه ٣ علماى کرام انتخابوي. افغان حکومت او حزب اسلامي بايد دطالبانو له خوا د راليږل شوي لست څخه ٦ او ٣ علماى کرام د ١٥ ورځو په موده کې انتخاب کړي.
که افغان حکومت او حزب اسلامي د ١٥ ورځو په موده کې علماى کرام انتخاب نکړي طالبان په خپله خوښه له هغه لست څخه چې افغان حکومت او حزب اسلامي ته يې استولي علماى کرام شورا ته انتخاب ولى شي. افغان حکومت او حزب اسلامي د طالبانو دخوانه راليږل شوي لست او له هغه لست څخه انتخاب کړي علماى کرامو نومونه  بايد د د رسنيو له لارې علان کړي.

دحکومت له خوانه د ٢٤ علماو کرامو دانتخاب ميکانيزم (طريقه):
اتمه ماده: دافغان حکومت له خوانه د ٢٤ علماو کرامو دانتخاب طريقه شورا ته په همغه ډول ده کوم چې دطالبانو له خوانه د ٢٤ علماو کرامو دانتخاب دپاره ده.
د حزب اسلامي لخوا نه د٨ علماو کرامو دانتخاب طريقه:
نهمه ماده: د ٨ علماى کرامو څخه ٤ علماى کرام به حزب اسلامي په خپله خوښه دعلماو شورا ته معرفي کوي. دپاتې ٤ علماو کرامو دپاره به حزب اسلامي د ٨ علماو کرامو لست حکومت او طالبانو ته ورکوي( دڅلورو علماو کرامو نومونه طالبانو ته او د څلورو علماو کرامو نومونه حکومت ته وړاندې کوي) له دغه لست څخه به طالبان او حکومت دوه، دوه علماى کرام قبلوي.
د اسلامي نړۍڅخه ٧ علماو کرامو دانتخاب طريقه:
د پاکستان څخه ديوعالم کرام دټاکلو طريقه:
لسمه ماده: طالبان به د دوه پاکستاني علماو کرامو نومونه معرفي کوي، حکومت به د دوه پاکستاني علماى کرام معرفي کوي او حزب اسلامي به يو پاکستاني عالم کرام معرفي کوي.
او په همدغه ترتيب دهندوستان ايران مصر او اندونيزياڅخه د علماو کرامو دمعرفي کولو طريقه.
د سعودي عربستان او مصر څخه دعلما کرامو دټاکلو طريقه:
دولسمه ماده: طالبان او دکابل حکومت به د څلورو  څلورو سوعدي علماو کرامو نومونه وړاندي کوي او حزب اسلامي حکمتيار به د دو علماو کرامو نومونه وړاندې کوي.
ديارلسمه ماده: دمصر څخه به دعلماو کرامو دټاکلو طريقه،
 به همغه وي کومه چې دسعودي عربستان دپاره ده
څلوارلسمه ماده: دغه نومونه به په ٥ جدا صندوقونو کې اچول کېږي.
الف: دپاکستان صندوق
ب: د هندوستان صندوق
ج: د اندونيزيا صندوق
د: د سعودي عربستان صندوق
هـ:دمصر صندوق
ث: دايران صندوق
د پاکستان څخه دټولو وړاندې شوو علما کرامو نومونه به په يو صندوق کې اچول کېږي او بيا به دپچې له لارې ديو عالم کرام نوم انتخابيږي. همدغه طريقه کار به دهندوستان، اندونيزيا، ايران، سعودي عربستان او مصر دپاره وي.
پنځلسمه ماده: دپاکستان دصندوق څخه ديوعالم کرام نوم به دهغه افغان ماشوم په لاس چې پلار يې شهيد شوى وي راويستل کېږي.
شپاړلس ماده: دهندوستان دصندوق څخه ديوعالم کرام نوم به دهغه افغان چې خپلې دواړه پښې د افغانستان په ٣٠ کلن جنګ کې له لاسه ورکړي وي راويستل کېږي.
اوولسمه ماده: د اندونيزيا د صندوق څخه ديو عالم کرام نوم به دهغه افغان چې قاري قرآن عظيم الشان وي او په دواړه سترګو روړند وي راويستل کېږي.
اتلسمه ماده: دسعودي عربستان دصندوق څخه به د اول عالم کرام نوم دهغې افغان مور چې لږ تر لږه يې دوه زامن (اولادونه) شهيدان وي راويستل کېږي. د سعودي عربستان د صندوق څخه به دويم نوم دهغه افغان ميرمن په لاس راويستل کېږي چې خاوند يې شهيد شوى او يتيمان ورته پاتې وي.
نولسمه ماده: دمصر دصندوق څخه به د عالم کرام نوم دهغه افغان پلار په لاس راويستل کېږي چې لږ تر لږه دوه اولادونه يې شهيدان شوي وي. د ايران دصندوق  څخه به د
عالم کرام نوم دهغه افغان په لاس راويستل کېږي چې دکورنۍ ټول غړي د غربي عسکرو په بمبارۍ کې شهيدان شوي وي.

 


دپچې دراويستونکو دانتخاب طريقه:
٢٠ ماده: بايد دافغانستان د ټولو ولايتونو په مرکزونو کې ٧ صندوقونه کېښودل شي.
1. اول صندوق د هغه افغان ماشوم صندوق چې پلار شي شهيد شوى وي.
2. دهغه افغان صندوق چې قاري دقرآن عظيم الشان وي او په دواړو سترګو ړوند وي.
3. دهغه افغان صندوق څخه خپلې دواړې پښې يې دافغانستان په ٣٠ کلن جنګ کې له لاسه ورکړى وي.
4. دهغې افغان مور صندوق چې لږ تر لږه يې دوه زامن (اولادونه) يې شهيدان شوي وي.
5. د هغې افغان ميرمن صندوق چې خاوند (ميړه) يې شهيد شوي وي او يتيمان ورته پاتې وي.
6. دهغه افغان پلار صندوق چې لږ تر لږه يې دوه اولاونه يې شهيدان شوي وي.
7. دهغه افغان صندوق (ورور يا خور) چې دکور ټول غړي يې غربي عسکرو له بمبارۍ کې شهيدان شوي وي.
ټول هغه افغانان چې غواړي دنوم راويستلو په دغه بهير کې برخه واخلي کولاى شي خپل نومونه په دې صندوقونو کې واچوي.
٢١ ماده: دغه صندوقونه بايد (٧) ورځې په ټولو ولايتي مرکزونو کې
 کېښو دل شي تر څو ټول هغه افغان چې غواړي په دغه بهير کې برخه واخلي پوره وخت ولري.
٢٢ ماده:  د اوه ورځو وروسته  به د دغه ټولو صندوقونوڅخه نومونه په ٧ صندوقونو کې اچول کېږي. او د پچې دلارې به د هغو افغانانو نومونه  چې په دې بهير کې به برخه اخلي  راوستل کېږي.

د علماؤ د موقتي شورا دندې:
٢٣ ماده: د اساسي قانون پر هغو مادو  چې په غير اسلامي والي شک وي غور  کول.
٢٤ ماده: اساسي قانون ته د نومادو ورزياتول.
٢٥ ماده: دافغانستان د انتخاباتو د مستقل کميسيون د نو غړو ټاکل او يا هم د موجده غړو تائيد.
٢٦: ماده:  د طالبانو او  حزب اسلامي څخه تحريري تعهد اخستل چې له خارجي ډلو،  اشخاصو او ګروپونو سره به ټولې اړيکې شکوي. خارجي ډلې به له خپلو صفونو  څخه وباسي او په اينده کې به
 د هغوى سره هيڅ قسم رابطې نه ساتي
٢٧ ماده: د افغانستان څخه د خارجي قوتونو او د طالبانو او حزب اسلامي د خالي سلاح کولو او د دغې امن پروګرام څارنه به کوي .
  ٢٨ ماده: د علماؤ کرامو موقته شورا بايد خپلې دندو،٢٣، ٢٤ ، ٢٥او ٢٦  د ١٥ تر ٢٥ ورځو پورې بايد تکميل کړي.
٢٩ ماده: د علماؤ کرامو د موقتي  شورا فيصلې به ټولې خواوې مني 
٣٠ ماده : د علماؤ کرامو موقته شورا به د افغانستان دعلماؤ د مستقل کميسون  تر قايمه پورې فعاله وي ترڅود ٢٧ او ٢٨ دندو څارنه وکړي .


د افغانستان  څخه د خارجي عسکرو  د وتلو ميکانيزم  يا طريقه :
٣١ ماده: څه وخت چې د علماؤ موقتي شورا خپلې دندې پوره کړي د افغانستان څخه به د خارجي عسکرو وتل پيل شي.
٣٢ ماده: د خارجي عسکرو وتل به دافغانستان څخه په لسو مرحلو کې تکميلېږي.
٣٣ ماده:  ټول خارجي عسکر ، مشاورين  ، اشخاص ، ډلې او ګروپونه بايد د افغانستان  خاوره په  يو کال کې پرېږدي.
٣٤ ماده: د افغانستان  دهر هغه ولايت څخه چې خارجي عسکر وځي د همغه ولايت کنترول به د افغانستان ملي اردو په خپل لاس کې اخلي
٣٤ ماده: طالبان او حزب اسلامي به خپلې وسلي د علماؤ کرامو په وړاندې دهمغه ولايت د ولايتي شورا کميسون ته سپاري.
٣٥ ماده: امريکا او نور خارجيان بايد هغه ټول افغانان چې له دوى سره بنديان دي د څلورو مياشتو په موده کې افغان حکومت ته وسپاري
٣٦ ماده: خوشې شوي ټول بنديان به په قران عظيم الشان لوړه کوي چې په خپلو خپلو ولايتونو کې به پاتې کېږي او په نظامي فعاليت کې به برخه نه اخلي.
٣٧ ماده:  د هر هغه ولايت څخه چې خارجي عسکر ووځي د همغه ولايت اشخاص چې د ملګرو ملتونو له خوا په تور لست کې دي له دغه لست څخه به ايستل کېږي.
٣٨ ماده: ټول خارجي عسکر، خارجي مشاورين،  خارجي اشخاص ، خارجي ډلې او ګروپونه په شمول د امريکايانو، اروپايانو، پاکستاني طالبانو، عربانو، چيچنيايان، ازبکان، تاجکان، القاعده او نور خارجيان که هغه د اوسني افغان حکومت اويا هم د طالبانو او حزب اسلامي سره مرسته کوي له افغانستان څخه بايد ووځي.
٣٩ ماده:  د امريکا حکومت او دهغې ملګري بايد هغه ټول افغانان چې دوى سره د افغانستان د باندې بنديان د ٥ مياشتو په موده کې افغان حکومت ته وسپاري.

د علماؤ د مستقلې شورا  ( کميسون)  دانتخاب طريقه :
٤٠ ماده: د افغانستان د علماؤ مستقله شورا به ٣٥ غړي لري يو دهر ولايت څخه جمع د شورا رئيس
٤١ ماده: د هر ولايت څخه به يو عالم کرام دغې شورا ته انتخابېږي.
٤٢ ماده: د علماؤ کرامو انتخاب به د ازادو اوعامو رايو له لارې کېږي.
٤٣ ماده: هر هغه عالم کرام چې تر ټولو زياتې رايې په خپل ولايت کې تر لاسه کړي د انتخاباتو ګټونکى او دهمغه ولايت څخه په د علماؤ کرامو د مستقلې شورا غړى وي.
٤٤ ماده: د علماؤ کرامو شورا ته انتخابات بايد غير تنظيمي وي.
٤٥ ماده: د علماؤ کرامو مستقلې شورا ته په ټاکنې هر  ١٢ کاله وروسته کېږي.
٤٦ ماده: علماء کرام کولاى شي صرف د يو ځل لپاره د علماؤ د مستقلې شورا غړى پاتې شي.
٤٧ ماده:  دعلماؤ دمستقلې شورا د غړو د لرې کولو طريقه بايد همغه وي کومه چې د افغانستان د ملي شورا د لرې کولو لپاره انتخاب شوې ده او يا هم وي.

٤٨ ماده: علماء کرام به د ازادو او پټو رايو له لارې يو عالم کرام د شپږو کلونو لپاره د علماؤ د مستقلې شورا د رئيس په توګه ټاکي. د علماؤ د مستقلې شورا رئيس به د ټول افغانستان ناينده وي اود نوموړي خالي شوي ولايتي چوکۍ ته به د همغه ولايت څخه بل عالم کرام د همغه ولايت د ولايتي شورا له خوا د رايو په اکثريت ټاکل کېږي.

د علماؤ دمستقلې شورا دندې او واکونه:
٤٩ ماده: هر نوى قانون چې د ولسي او مشرانو جرګو له خوانه منظورېږي بايد د منظورېدو د مخه د علماؤ مستقلې شورا ته ولېږل شي.
٥٠ ماده : د علماؤ مستقله شورا به پر نوي قانون غور کوي او که د نوي قانون کومه ماده غير اسلامي وي د علماؤ شورا په ساده اکثريت کولاى شي نوى قانون رد او يا هم له ترميم وروسته د نوي قانون مسويده د منظورۍ لپاره ولسي او د مشرانو جرګې ته ولېږي.
٥١ ماده: دعلماؤ کرامو مستقله شورا کولاى شي نوى قانون ترتيب کړي او د منظورېدو لپاره يې ولسي جرګې ته ولېږي. ولسي جرګه کولاى شي پر ساده اکثريت د علماؤ د مستقلې شورا څخه رالېږل شوى نوى قانون منظور اويا هم ترميم کړي او يا هم د 2/3 رايو په اکثريت سره يې رد کړي.
٥٢ماده: دعلماؤ کرامو مستقله شوراد 2/3  برخو د رايو په اکثريت کولاى شي په افغانستان کې هر هغه عمل، کار او فعاليت  مخه ونيسي چې نوموړې شورا يې  په غير اسلامي والي شک لري يا ولري.
٥٣ ماده: حکومت مجبوره دى چې دعلماؤ د مستقلې شورا فيصله په دې مورد کې په دېرشو ورځو کې عملي کړي.
٥٤ ماده:  که د افغانستان کوم شخص، ډله، ګروپ، قوم او يا هم قومونه فکر کوي په افغانستان کې کوم عمل، فعاليت او يا هم کوم کار د اسلام د مقدس دين د اصولو سره مخالفت لري کولاى شي د علماؤ مستقلې شورا ته مراجعه وکړي.
٥٥ ماده: د علماؤ مستقله شورا بايد د ٩٠ ورځو په موده کې خپله فيصله صادره کړي.
٥٦ ماده: د علماؤ کرامو د مستقلې شورا 2/3  داکثريت فيصله  په دې مورد کې اخري ده.
٥٧ ماده: ولسي او دمشرانو جرګې بايد په دېرشو ورځو کې د علماؤ کرامو د مستقلې شورا څخه رالېږل شوى نوى قانون منظور او يا هم رد کړي.
٥٨ ماده: د علماؤ کرامو مستقله شورا بايد په دېرشو ورځو کې د ولسي اومشرانو د جرګې څخه رالېږل شوى قانون منظور، رد او يا هم ترميم کړي .
٥٩ ماده: که ولسي او د مشرانو جرګې په دېرشو ورځوکې د علماؤ کرامو د مستقلې شورا څخه رالېږل شوى قانون منظور اويا هم رد نه کړي د علماؤ کرامو د مستقلې شورا څخه رالېږل شوى نوى قانون به دافغانستان د ولس مشر د لاسليک  څخه وروسته د افغانستان د اساسي قانون برخه ګرځي.
٦٠ ماده:  د افغانستان ولسمشر بايد په دېرشو ورځو کې دغه قانون لاسليک کړي.
٦١ ماده: که د افغانستان ولسمشر د علماؤ کرامو د مستقلې شورا څخه رالېږل شوى قانون په دېرشو ورځو کې لاسليک نه کړي دغه قانون به د ولسمشر د لاسليک څخه پرته د افغانستان د اساسي قانون برخه ګرځي.
٦٢ ماده: که د علماؤ کرامو مستقله شورا په دېرشو ورځوکې د افغانستان د ولسي او مشرانو دجرګې څخه رالېږل شوى نوى قانون رد، منظور او يا هم ترميم نه کړي نوى رالېږل شوى قانون د ولسي او مشرانو جرګو دمنظورېدو وروسته د افغانستان داساسي قانون برخه ګرځي.
٦٣ ماده:  دافغانستان دعلماؤ کرامو مستقله شورا بايد دخپلې فيصلې د اورېدو سمدستي وروسته د دېرشو ورځو  په موده کې د افغانستان ولس د خبري رسنيو له لارې خبر کړي چې ولې يې او په کومو دلايلو يې فيصله کړې او يا هم يو عمل، کار او يا هم يو فعاليت يې غير اسلامي ګرځولى.
٦٤ ماده: که د علماو کرامو مستقله شورا په کومه فيصله کې په دو برخو يعنې ١٦ او ١٦ و ويشل شي دعلماو کرامو دشورا رئيس دخپلې رايې په ورکولو سره کولاى شي د روکود دغه حالت په خپلي رايې سره مات کړي دعلماو کرامو دشورا رئيس نشي کولاى پرته دپورتني حالت څخه خپله رايې استعمال کړي.
٦٥ ماده: يواځې دافغانستان دعلماو کرامو شورا به ساده اکثريت کولاى شي په هيواد کې شرعي فتوه صادره کړي.
٦٦ ماده: دعلماو مستقلې شورا په ساده اکثريت سره صادره شوي شرعي فتوه د افغانستان د اولسمشر دلاسليک وروسته عملي کېږي.
٦٧ماده: دعلماو کرامو د مستقلې شورا د 3/4  په اکثريت صادره شوي شرعي فتوه پرته له دې چې دافغانستان ولسمشر لاسليک کړي علمي کېږي.

ولايتي حکومتونه
٦٨ ماده: د ولايتونو واليان به د افغانستان ولسمشر ټاکي خو بايد د ولايتي شوراګانو له خوا تايد شي اويا هم ولايتي شوراګانې کولاى شي د 3/4 اکثريت سره پرته د ولسمشر له خوښې او منظورۍ والي وټاکي.
٦٩ ماده: واليان به دخپل ولايت ټول رئيسان ټاکي خو بايد د ولايتي شوراګانو لخوا تايد شي.
٧٠ ماده: دواليانو او ولايتي لوى رئيسانو تايد د ولايتي شوراګانو کي به په ساده اکثريت وي.
٧١ ماده: واليان به د پنځه کالنودپاره انتخابېږي او کولاى شي د دوهم ځل لپاره ځان انتخاب کړي.
٧٢ ماده: يواځې ولايتي شورا د 3/4 اکثريتو رايو په وسيله د ولايت والي لرې کولاى شي.
٧٣ ماده: هر هغه څوک چې غواړي والي شي بايد د انتخاب په وخت کې په همغه ولايت کې کم له کمه پنځه کاله اوسيدلاى وي.
٧٤ ماده: هر هغه څوک چې غواړي والي شي د خارجي تابيعت دختميدو څخه يې کم له کمه شپږ کاله تير شوې وي.
٧٥ ماده: هر ولايت بايد خپل پوليس ولري. دپوليسو شمېر به د ولايت داړتياؤ په اساس وي. د هر ولايت د پوليسو شمېر د ٥٠٠٠ تجاوز نشي کولاى. د پوليسو مشر د والي لخوا انتخابېږي خو بايد د ولايتي شورا لخوا تايد شي.
٧٦ ماده: هر ولايت کولاى شي تر ١٠٠٠ سپيشل فورس ولري. دغه پوليس به د ملي اردوخوندي اماده وي او يواځې په استراري حالت کې فعاليت کولاى شي.
٧٧ ماده: ولايتي شوراګانو ته انتخاب د نسل، فرقې او جنس پر بنياد بايد غير قانوني وي او ولايتي شوراګانو ته د انتخاب په وخت کې د کانديدانو عمر بايد کم له کمه ٢٥ کاله وي.
٧٨ ماده: واليان نه شي کولاى پرته د ولايتي شورا د خوښې او رضا مندۍ د ولايت ستر قاضي او دپوليسو مشر دخپلو  وظيفې لرې کړي.
٧٩ ماده: ولايتي شوراګانې کولاى شي د ولايت د والي په تجويز، خوښې او ياهم رضامندۍ د همغه ولايت ستر قاضي او دپوليسو له مشر څخه د اعتماد رايه بيرته واخلي.
٨٠ ماده: هر ولايت به خپله ستره محکمه لري.
٨١ ماده: د ولايت ستر قاضي به د ولايت دوالي له خوا انتخابېږي خو بايد د ولايتي شورا لخوا انتخاب شي.
٨٢ ماده: د ولايتي ستر محکمې ټول قاضيان بايد د ولايتي شورا څخه داعتماد رايې واخلي.
٨٣ ماده: ولايتي شوراګانې کولاى شي د غړو د 3/4  اکثريت سره په خپله ولايت کې د بهرني هيواد د قونلسګرۍ د خلاصيدو مخه ونيسي او يا هم ديو بهرنۍ هيواد قونسلګرۍ بنده کړي.
٨٤ ماده: ولايتي ستر محکمې به د ولايتي حکومتونو څخه مستقلې وي او د ولايتي سترو محکمو او ټول نورو محکمو مالي اخراجات به دهمغه ولايت د ولايتي شورا له خوا ټاکل کېږي او منظور کېږي.
٨٥ ماده: د هر ولايت ستر قاضي او د محکمې نور قاضيان به د ٢٠ کلونو دپاره ټاکل کېږي او ديوې دورې دپاره کولاى شي د محکمې ستر قاضي او يا هم قاضيان پاتې شي.


د افغانستان دولايتونو او ولسواليو دعلماو مستقلې شوراګانې
٨٦ ماده: د ولسواليو د علماو مستقلې شوراګانو ته به ټاکنې هر لس کاله وروسته کېږي .
٨٧ ماده: د هرې ولسوالۍ د مستقلې شورا فيصله به د همغې ولسوالۍ تر حدودو پورې وي .
٨٨ ماده: د افغانستان دکلو علماى کرام به د پتو رايې دلارې د خپل منځ څخه ٩ علماى کرام دخپلې ولسوالۍ دعلماو کرامو مستقلې شوراته ټاکي.
٨٩ ماده: يو عالم کرام کولاى شي صرف يو ځل /  او يا هم ديوې دورې دپاره د دغې شورا غړى پاتې شي.
٩٠ ماده: د ولسوالۍ د علماو کرامو دمستقلې شورا دغړو د لرې کولو طريقه  بايد همغه وي کوم چې دولايتي شورا د غړو / غړي دلرې کولو دپاره وي او يا هم ده.
د افغانستان د ولسواليو دعلماو کرامو دمستقلې شوراګانو دندې:
٩١ ماده: د ولسواليو دعلماو کرامو مستقله شوراګانې کولاى شي په خپلو ولسواليو کې غير جنايي دوسيې واوري او فيصله کړي.
٩٢ ماده: دعلما شورا کولاى شي دخپل منځ څخه درې او يا هم ٥ علماى کرام د يوې غير جنايي شخړې دحل دپاره وټاکي.
٩٣ ماده: که دغير جنايي شخړې/شخړو ټولې خواوې (طرفونه) دعلماو  دمستقلې شورا څخه وغواړي چې د دوى قضيه فيصله کړي د ولسوالۍ د مستقلې شورا ٣ او يا هم ٥ غړي شخړه اوري او د اسلام مقدس دين د اصولو او قوانينو له مخې د شخړې فيصله کوي.
٩٤ ماده: د ولسوالۍ دعلماو کرامو دشورا فيصله په همدغه مورد کې به دساده اکثريت په بنياد وي. که دعلماو کرامو د شورا غړي درې وي د دوو رايو او که ٥ وي د دريو علماو کرامو درايې په ورکولو خپله فيصله اوره وي.
٩٥ ماده: د شخړې هره خوا کولاى شي دخپلې خوښې يو، يو عالم کرام انتخاب کړي. دغه دوه علماى کرام به په خپله خوښه درې نور بې طرفه علماى کرام ٥ نفري شورا ته ټاکي.
٩٦ ماده: د ولسواليو دعلماو کرامو دمستقلې شوراګانې نه شي کولاى کومه شرعي فتوه صادره کړي او يا هم يو عمل، فعل او يا کار غير اسلامي وګرځوي، خو کولاى شي د افغانستان د علماو مستقلې شورا ته په دې مورد کې مراجع وکړي.
٩٧ ماده: د افغانستان دولسواليو د علماو کرامو مستقلې شوراګانې نه شي کولاى کومه جنايي قضيه واوري او يا هم فيصله يې کړي.

د افغانستان دصلحې نظارتي کميسيون
٩٨ ماده: د افغانستان د صلحې نظارتي کميسيون به٤   غړي لري.
٩٩ ماده: يو غړى د مشرانو د جرګې څخه، يو غړى د افغانستان د ولسي جرګې څخه ، يو غړى د افغانستان د علماى کرامو مستقلې شورا څخه او يو غړى د افغانستان د بين الولايتي شورا څخه .
١٠٠ ماده: د افغانستان دمشرانو جرګه، د افغانستان ولسي جرګه، د افغانستان د علماى کرامو مستقله شورا او د افغانستان بين الولايتي شورا به دخپل منځ څخه د ازادو او پټو رايو له مخې يو، يو نماينده د افغانستان د صلحې نظارتي کميسيون ته ټاکي.
١٠١ ماده: که دنړۍ کوم هيواد او يا هم کوم بين المللي تنظيم فکر کوي دافغانستان کوم شخص او يا هم کومه ډله په ترورستي فعاليتونو کې برخه لري او يا هم له کوم بين المللي ترورستي تنظيم سره مرسته کوي او يا هم ورسره رابطه لري کولاى شي د مرکزي حکومت له لارې د افغانستان دصحلې نظارتي کميسيون ته اسناد او ثبوتونه وړاندې کړي.
١٠٢ ماده: که د صحلي د نظارتي کميسيون ٣ غړي فکر وکړي دکوم شخص او يا د کوم ډلې پر خلاف وړاندې شوي اسناد او ثبوتونه درست او يا هم قابل د قبول وي کولاى شي د متهم دوسيه د افغانستان سترې محکمې ته وړاندې کړي.
١٠٣ ماده: که دصلحې نظارتي کميسيون ټول (٤) غړي موافقه وکړي /ولري د هغې شخص دوسيه چې ورباندې تور ليږيدلى وي کولاى شي International Criminal Court(ICC) او يا هم International Court of Justice(ICJ) ته وليږي.
١٠٤ ماده: د افغانستان مرکزي حکومت مجبوره دى چې متهم شخص د صحلې د نظارتي کميسيون د فيصلې وروسته ونيسي او تر هغې په زندان کې وساتي چې دوسيې يې نه وي فيصله شوي.

د افغانستان بين الولايتي شورا
١٠٥ ماده: د افغانستان بين الولايتي شورا به ٣٥ غړي لري
١٠٦ ماده: د هر ولايت ولايتي شورا به دخپل منځ څخه يو غړى د افغانستان بين الولايتي شورا ته ټاکي او دافغانستان مرکزي حکومت به هم يو نفر دخپل نماينده په توګه نوموړي شورا ته معارفي کوي.
١٠٧ ماده: د افغانستان بين الولايتي شورا به په کال کې يو ځل غونډه کوي خو په خاصو حالاتو کې لکه د ولايت او مرکزي حکومت، ولايتونو او يا هم د ولايتونو او مرکزي حکومت ترمنځ د شخړې په وخت کې چې هر وخت ورته اړتيا وي غونډه کولاى شي.
 ١٠٨ ماده: د شخړې طرفونه که هغه مرکزي حکومت وي او يا هم ولايتونونه نشي کولاى په هغه غونډه کې چې د دوى دشخړې دهواري دپاره راغوښتل شوي خپله رايې استعمال کړي.
١٠٩ ماده: د افغانستان دمرکزي حکومت نماينده نشي کولاى د ولايتونو تر منځ دشخړې دهواري دپاره په راغوښتل شوي غونډه کې خپله رايې استعمال کړي.
١١٠ ماده: د افغانستان د مرکزي حکومت نماينده کولاى شي د ولايتونو ترمنځ د تفاهم او دشخړې/شخړو دهواري دپاره منځګړتوب وکړي.
١١١ ماده: د افغانستان  دبين الولايتي شورا بنيادي دنده د ولايتونو ترمنځ د شخړو هواري او دولايتونو ترمنځ دسياسي، اقتصادي او اجتماعي تفاهم رامنځ ته کول دي.
١١٢ ماده: د افغانستان  بين الولايتي شورا دشخړو دهواري دپاره فيصله اخري ده او دشخړې خواى حق نه لري دافغانستان دبين الولايتي شورا دفيصلې وروسته د افغانستان ستري محکمې ته رجوع وکړي.