دپښتنو قبېلو دپېژندنې په لړ کې داځل دسلطان خېلو په نا مه دوې قبيلې د رپېژنو چې يوه يې دغلجي پښتنو په ټو لنېز ګروپ پورې يوه اړونده قبيله او بله يې دنيا زيو د قبېلې يو ښاخ دی چې په لودي پښتنو ورګډيږي٠
١- سلطان خېل :
لکه چې دمخه مووويل دسلطا ن خېلو په نامه دغه قبېله غلجي پښتانه او دسليمان خېلو دقبيلې په لوی ټبر پورې اړه لري٠ دافغا نستان نامتو محقق ښاغلی محمد ولي ځلمی په خپل اثر د غزني تاريخي جغر افيې کې دسلطا ن خېلودقبيلې په اړوند داسې ليکي :
سلطا ن خيل غلجي پښتانه او دسليمان خېلو په قبيلې پورې يوه اړونده قبېله ده چې دغزني ولايت د سلطا ن خېلو په علا قدارۍ کې استو ګنه لري، نو ځکه دغه علا قداري دسلطا ن خېلو قبيلې د استو ګنې له کبله په همدې نا مه نو مول شوې ده٠دسلطا ن خېلو د قبيلې زيا تره بر خه کو چيان او لږ شمېر يې مېشته خلک دي٠ دسلطا ن خېلو دقبيلې زياتره بر خه خلک ژمی په نورو ولا يتو نو کې تېروي٠ دوی ډېر زړر ،توريالي او په خپلو دودونو او رواجونو ټېنګ دي٠"(١)
د سلطان خېلو دقبيلې دسيمې شمال ته دپکتيکا ولايت دډېله او دغزني ولايت د اب بند ولسوالۍ، جنوب ته يې دپکتيا ولايت دزرمت ولسوالي چې پښتا نه يې زرمله هم بو لي، ختېز ته يې کټواز او او منه او لو يدېز ته يې دمقر ولاړې او به مو قعيت لري٠
د سلطا نخېلو دعلا قدارۍ اب او هوا په اوړي کې معتد له او په ژمي کې يخه ده ، واوره پکې اوري٠ په پسر لي او مني کې يې هوا معتد له او په دوبي کې وچه وي٠ او به يې دکار ېزونو ، چينو او رودونو نه بر ابر يږي چې دڅښلو وړ دي٠ ددې سره سره چې دغه سېمه پرېما نه او به نه لري، خو بيا هم غنم، او ربشي ، جوار، مشنګ او مۍ په پوره اندازه پکې کرل کيږي٠
همداراز په او منه،ډ ېله او خو شا مند کې هم ډېر شمېر سلطا ن خېل کو چيان استو ګنه لري٠(٢)
٢-سلطا نخېل:
دسلطا ن خېلو په نا مه دويمه قبېله په اصل کې دنيازيو دقبيلې دسر هنګ او لاده ده٠ تاريخ حيات افغاني او پښتا نه دتاريخ په رڼا کې مشهور تاريخي کتا بو نو هم په اتفاق سره وايي چې دسلطا ن خېلو قبېله د سر هنګ اولاده ګڼل کيږي چې په پيل کې د خپلې قبيلې دنورو خلکو سره دميا نوالي په سېمه کې مېشته وو، خو ډېر کلو نه دمخه په هغه ځای کې دکو رنيو شخړو په وجه دخټکو غره ته نږدي مېشته شول او دعيسی خېلو په سلا او مشوره يې شاړې ځمکې ابا دې کړي٠ (٣)
دسلطا ن خېلو دقبيلې مشهورې څانګې دادي : زنګي خېل، شهابي خېل،باجو خېل،زنګي خېل،جلو خېل، خدر خېل،سامي خېل، نظم خېل،نظر خېل، سنجر خېل،داود خېل، هندال خېل،ميداد خېل ،پهاړ خېل،شېر خېل،ګداخېل اواغزر خېل ٠(٤)
-----------------------------------------------------------
ما خذونه او سر چينې :
١- محمد ولي ځلمی، دغزني تاريخي جغر افيا،١٦٨-١٦٩ او ١٧٠ مخونه، دکابل چاپ،١٣٦٢ کال٠
٢-پښتني قبيلې،١٧٠ مخ، دپېښور چاپ٠
٣-پښتانه دتار يخ په رڼا کې ١٣٥٥مخ او تاريخ حيات افغاني ٦٣٥ مخ د پيښور چاپ٠
٤- پښتني قبيلې ، ١٧١مخ ، دنسب ونه٠