امام صادق(رض) د ( و نفس وماسواها ) د آیت شریف په باره کې وایي:
خدا(ج) روح پيدا کړه او هغه ته يې ټولي بدۍ او نیکۍ ور وښوولې او هغه يې آزاد پرېښود چې هر څه یې زړه وغواړي هغه وکړی (بحارالانوار)
حضرت علی(رض) فرمايي: د انسان روح یو ډیر ګران بیه جواهر دی هر څوک چې د هغه ساتنه وکړي د هغه ارزښت به ډیر کړی او هر څوک چې د هغه په ارزښت پوه نه شو اوله هغه څخه ساتنه ونه کړې د هغه له ارزښته به کم شي (غرر الحكم )
ملاصدر(رض) وایي: علوی سماوی روح د عالم له امر څخه ده او بشری حیوانی روح د له عالم دخلق څخه ده. د روح محل علوی دی.
حیوانی روح لطیف جسم دی چې د حسی قوی او خوځښت حامل دی.
روح په حیواناتو کې د ځانګړو قواوو دبرکت منبع ده، او علوی روح په حیوانی روح کې ځای پر ځای شوې ده چی هغه ته نفس وايي او دا نفس د روح ځای یا محل دی ، نفس په زړه کې دی او له زړه څخه مراد هم هغه لطیف زړه دی چې ځای یې د غوښو په زړه کې دی ، چې په بدن کې دی .
زړه د عالم خلق څخه دی او لطیف زړه د عالم امر دی
زړه ، بخاری روح او نفس یا مجرد روح د حیوانی روح مرکبات دی چې د ژوند دحس او حرکت منشا ده چې د ټولو حیواناتو په بدن کې شته.
روح بخاری د نفس مرکب دی چی د ټولو ادراکاتو منشا او د نفس ناطقه واسطه د د انسانانو د بدن سره ده او په پایله کې انسانی روح لطیف امر دی چی علم او انسانی ادراکو منشا ده
ځینی روح، نفس ناطقه بولی هغه دواړه سره مترادف ګڼي
ځینی روح د نیکو صفتونو ځای او نفس د بدو صفتونو ځای بولی
لکه څرنګه چې مخکې مې یادونه وکړه په قرانکریم کې روح د «روحى»، «روحنا» او «روحه» خدای ته منسوب شوې ده خو د روح مخلوقی جوهر دی. ځينې وایي روح ژوند دی او. نفس ناطقه انساني روح ده
بخاری روح یو لطیف تودجسم دی چې د څلورو لطیفو مایعاتو ( بلغم ، وینه ، صفراءاو سوداء) څخه پيدا کیږي او بدن د هغه پوښ دی
بخاری روح ، نفسانی روح او حیوانی روح چې طبیعی روح ده د حیوان او نبات د قوای حامل دی او د هغه منبع زړه ده، بخاری روح ته غریزی روح هم وایي
د طبیبانو په کتابو کي روح ته نفس ناطقه انسانی ویل شوی دی نو د روح بحث به روح بخار ی پيل او په روح القدس او روح الله ختمیږي.
ملا صدر (رض) له شیخ الریس بوعلی سینا څخه روایت کوی :« روح بخاری »« ځان »دی او« نفس ناطقه» ته «روان »دی، روح بخاري هغه تود لطیف جسم چې دڅلور خلطو څخه پیدا کیږی او دی روح ته حیوانی روح وایي چې قوت ليږدوی
اسلامی فیلوسفان وایی د بدن د غړو او مادی بدن پرته یو باطنی شی شته چې احساسات، ادراکات، تعقلات، حرکات او سکنات د ارادي فعل او انفعلاتو لامل ګرځي چې هغه همدا نفس ناطقه یا انساني روان دی،
خو دا ادراکات او احساسات په ټولو موجوداتو کې یو ډول نه دی نو ځکه انساني روح له حیواني روح څخه جلا ده.
ملا صدرا(رض) وایي: خدای (ج) په خپل واک یولطیف روحانی جرم جوړ کړ چې دهغه نوم دی: نفساني ، حیواني او طبیعي روح ،چې د لطافت درجې يې سره توپیر لري او هغه څه چې انسان له نورو ژوو څخه ممتاز او جلا کوی هغه نفس ناطقه دی او دکمال په اساس هغه عقل بولي.
ځینی وایی روح د ښو اوصافو ځای او نفس د بد اوصافو ځای دی
بغوی(رض) له حضرت علی کرم الله وجهه څخه نقل کوي:
« په خوب کې روح له بدنه وځي مګر دده ځانګړې اړیکه د ځانګړو وړانګو په ذریعه له بدن سره وي، چې دغه تعلق او اړیکې له وجې حیات له بطلانه ساتلی کیږی»
حضرت شاه صاحب (رض) وایي : روح هغه ده چې ورته ظاهری هوش وايي او هغه روح چې په هغه سره تنفس جریان لري او نبض خوځیږي او خواړه هضمیږی هغه بل دی چې پخوا د مړینې له راتلو څخه نه ایستل کیږي( موضوع القران)
او ځینې وايي روح دانسان مادي او معنوی منظره ده .
د خدای (ج) په اراده روح له بدنه په دوو لارو وځي.
۱-نا ارادی او نه غوښتونکی ډول د روح وتل لکه په خوب کې
۲-په ارادې او هوښیارانه توګه د روح وتل لکه په مړینه کې
ځينې علما بیا وايي:
روح عموماً د وتلو وروسته په درو ډلو ویشل کیږي:
۱- پوه روح
روح دانسان له بدنه په اګاهانه ډول وځي او اړیکې يې له جسمه نه پرې کیږی دا روح په نړۍ کې ګرځي راګرځي خو د تیرو او راتلونکی په اړه زیات څه نه وایي لکه په خوب کې
۲- ازاده روح
جسم له روح څخه کاملا جلا کیږي،کله چې زړه دریږی روح داسې یو تونل ته چې په اخیر کې یوه ړنا مالومیږی ځي هغه تیر او راتلونکی ته تللی شي د اسې کارونه کوی شي چې انسان حیرانوی او ټول ژوند یې لکه یو فیلم د هغه تر سترګو تیریږي .
۳- د روح وتل د پیریانو په مرسته
پیریان په حقیقت کې روح له بدنه نه جلا کوي بلکې د هغه اړیکې له جهان سره تړي هغه څوک چې له پیریانو سره اړیکی پیدا کولی شي روح هغو ته وړاند وینې کوی دا روح تیر او راتلونکی درته وایي او تاسو اریانوی خو هغه د وخت مالومات نه لري