دبيان ازادي اومنفي انګيرني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3984

دخبریدو نیټه : 2005-10-27

 حبيب صادق _ كابل
 دمطبوعاتواوبيان ازادي دبن دپريكړودډيرومهمواواساسي دندوڅخه يوه ډيره مهمه دنده شميرل كيږي له همدي امله په وروستيوكلونوكي دبيان ازادۍ زياته پراختيا اوپياوړتيا موندلي ده
 دلنډمهالي اداري نه تراوسه په هيوادكي د۳۰۰په خوااوشاكي دبيلابيلوورځپاڼو ،اونيزو اومجلوخپريدل ،د لسګونوراديويي شبكواوازادوتلويزيوني چينلونوجوړيدل ،هغه د پاملرني وړټكي دي چي په هيوادكي دمطبوعاتواوبيان دازادي دپياوړتيا په موخه ترسره شوي دي .
 په هيوادكي ددومره زياتوخبري رسنيوشته والي پخپله دمطبوعاتواوبيان دازادي دپياوړتيا اوپرمختګ يوډيرښه انځورترسترګوكوي
 خو پوښتنه داده چي ايا خبري رسنيوخپله دنده څنګه چي لازمه ده ترسره كړي اوكنه ؟ دنظرخاوندان اكثر داخبره راپورته كوي چي زموږ مطبوعاتودبيان داوسني ازادي په چوكاټ كي ونه شوكولي هغه دنده ترسره كړي لكه څنګه يي چي اړتياشته
 اوسني خبري رسني كه د كميت له مخي دهيوادپه تاريخ كي ساري نه لري خودكيفيت له اړخه زياتي اوڅرګندي نيمګړتياوي لري اوله هغه لازم كيفيت نه برخمني نه دي چي وكولي سي دافغانستان په څير يوه جګړه ځپلي هيوادكي دهيواددملي ګټوپه نظركي نيولوسره خپله ملي اووطني دنده په ښه توګه ترسره كړي
 متاسفانه دهيواداكثره خبري رسني دقوم ،ژبي اوسيمي په تړاورامنځته شوي اوپه همدي دايره كي خپروني كوي .
 دغه رازيوشميرخبري رسنۍ په ځينوځانګړوتنظيمونواوډلوپوري اړه لري چي هغوي يوازي دخپل ذوق اوسليقي سره سم خپروني كوي اودهررازسياسي ،تولنيزوپيښو ارزوني اوڅيړني دخپل ځانګړي فكري چاپيريال په محدوده كي څيړي
 دخبري رسنيوپه دي پراخ ډګر كي يوڅه چي ډير څرګندليدل كيږي اواكثر خبري رسنۍ دخپلوخبرونودغذايي موادوپه توګه تري ګټه پورته كوي هغه نيوكې اوانتقادونه
 دي .
 كه څه هم چي داخبري رسني دنوم اوڅيري له امله له يو بله توپير لري خويوڅه چي په كي مشترك دي هغه په اوسني نظام اودولت باندي دحق اوناحقوانتقادونواو نيوكو كول دي چي ددغونيوكواوانتقادونوسلسله اوس دهيوادهري خبري رسنۍ ته دميراث په توګه پاتي شوي ده
 دخبري رسنيومسئولين اوچلوونكي داسي ګڼي كه چيرته په اوسني نطام باندي نيوكي اود حكومت په كارونوټكوني وشي نودابه زما ورځپاڼي ،راډيو،تلويزيون اوانترنيټ پاڼي ته يولوي امتيازوي اودولس دباوروړبه وګرځي
 ددوه نيمولسيزودجګړوتاريخ اوناخوالوپه هيوادكي د يوډول منفي برداشتونواوانګيرنو بنسټونه ايښي چي بايد موږ هرمثبت اقدام ته بد ووايواوهغه ردكړو،پري نيوكه وكړو ،مسخره يي كړو،اوپه دي توګه ځانته نوم وګټو،نور،ورټواوځان ښاغلوكړو ،داكلتور چي دنوروپه انتقادولواورټولوسره څوك غواړي په ټولنه كي دځان لپاره ځاي ومومي ډيره ځورونكي اوظالمانه لاره اوچاره ده
 موخه اومقصد دانه دي چي له حاكم نظام اودولت نه موږدپلوي شعارونه اوچت كړو،خوخبره داده چي دمطبوعاتواوبيان دازادي په پايله كي بايد موږ لااقل خبل ولس ته څه ورزده كړو،هغوي ته په ځان دباور اواعتماد پيغام ورسوهغوي ته دااطمينان وركړوچي افغانستان اوس داسي يوه لاره غوره كړي چي دسوكالي اونيكمرغي خواته تلونكي ده
 كه موږ خپل جګړه ځپلي اواسكيرلي ولس چي دجګړي په ناخوالوكي يي هرڅه له لاسه وركړي اواوس ورته دومره هيله پيداشوي چي هيواد يي دابادي اوسوكالي په لورروان دي ناهيلي كړو اوپه انتقادي تبليغاتويي هيلي په ناهيليوواړوو،فكر نه كوم چي ملي اوهيوادني دنده موترسره كړي وي كه دخبري رسنيومسئولين دولس داهيله پياوړي كولي نشي نوداسي خودي هم نه كوي چي دوي په ټوله نظام اوراتلونكي ژوند باندي بي باوره، ناهيلي اونااميده كړي
 په ډيرافسوس سره بايد وويل شي چي زموږاوسنيوخبري رسنيوهمدادناوړه انتقادونواونيوكولاره نيولي اوټولنه يي دبشبړي نااميدي لورته كش كړي ده
 كابل چي دهيوادپلازمينه ده او زيات شمير خبري رسني له همدي ځايه خپروني كوي له ورايه اوپه څرګنده توګه ښكاري چي دخبري رسنيودخپرونولوري جوړونكي اوولسي لوري نه دي ،چي دنورو لاملونوترڅنګ دوه غټ اوپياوړي لاملونه يي په لاندي ډول دي
 _ يوخوداخپروني دكيفيت له پلوه هغه خوږوالي اوپياوړتپا نه لري چي لوستونكي دي ته اړكي ترڅوپه پوره علاقمندي اومينه دي وګوري ،واوري او ولولي .
 اوسني خبري رسنۍ له ورځپاڼونيولي بيا تراونيزو،مجلو،راډيوګانواوتلويزيونونوپوري ټول بي خونده او ستړي كونكي خپروني لري چي لوستونكي ،ليدونكي اواوريدونكي له ځان سره نشي ساتلي ،دهيواددخبري رسنيوكيفيت دومره ټيټي كچي ته راښكته شوي دي چي دتلويزيونونوځيني خبروني ان دكوڅي اوبازارله كچي هم راټيټي شوي دي خلاق اوپياوړي ليكوال اوپروګرام جوړونكي نه لري ،دټولني دبيلابيلوقشرونودذوق
 اوسليقي توپير نشي كولي ،دفرهنګي ارزِښتونو خبرتيا نه لري ځكه خوداډول كسان نشي كولي شي چي كيفيت لرونكي خپروني جوړي كړي
 _ ددي خبري رسنيودويمه ستونزه داده چي خبروني يي په حق اوناحقه نيوكواو انتقادونو ډكي وي ،هيڅوك له سالم اوجوړونكي انتقاد اونيوكي سره مخالفت نه لري خوغير سالم اوبي ځايه انتقاد بيا داصلاح لاره نه ده
 كله چي څوك په يوڅه باندي نيوكه كوي بايد دهغه داصلاح اوبيارغوني لپاره هم يومثبت اوجوړونكي وړانديز ولري متاسفانه چي زموږ دهيواددخبري رسنيواساسي ستونزه هم داده چي نيوكويي ټول هيواد نيولي خودوړانديزصلاحيت بيا نه لري چي دخپلونيوكوترڅنګ اصلاحي اوجوړونكي وړانديزونه ولري
 دسياسي اومطبوعاتي څيړونكوپه عقيده كه دهيوادخبري رسني په همدي لاره وړاندي لاړي شي دابه نه يوازي دهيواددمطبوعاتوپه تاريخ كي ديوي بي ارزښته دوري په توګه ونومول شي بلكه دراتلونكونسلونودبي لاري كولولپاره به ډيره ناوړه تمامه شي زموږ راتلونكي ليكوال اودخبري رسنيومسئولين اوچلوونكي به همدادوچو انتقاداتواونيوكو لاره غوره كړي اوپه دي توګه به دهيوادمطبوعاتوته ډير ستر اونه جبيره كيدونكي زيانونه واوړي
 دنظرخاوندان په دي عقيده دي چي مطبوعات اوخبري رسنۍ دخپل رسالت له مخي دادنده لري ترڅو ټولني ته حقايق اورښتيني معلومات وړاندي كړي اودحاكم نظام اودولت پركړونواواقداماتوهروخت نظرولري اوپري نه ږدي ترڅودولت دولس دارمانوپرخلاف ګامونه پورته كړي ،منقي نيوكي ،غيرموجه انتقادات ،له ځانه دنيوكواتل جوړول دبيان دازادي له ارزښتونوسره سرنه خوري ،ښه به داوي چي دهيوادخبري رسني دهيوادپه اوسنيوحالاتوكي هغوټكوته زياته پاملرنه وكړي چي دهيواداوولس ګټي په كي نغښتي وي ،نه داچي موږ نااګاهانه داسي خپروني اونشرات وكړوچي هغه نيغ په نيغه زموږملي ارزښتونو،ملي ګټواوملي نواميسوته سترزيانونه ورسوي.