سوځیدلی مخ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39850
ژباړه:محمود سعید
دخبریدو نیټه : 2010-10-23

یوسپین ږیري سړي دخوړو ډول ډول میوواوپیسوترڅنګ نورډیرشیان هم دیوې میرمنې کورته چه څوماشومان یی هم درلودل یووړل.

دکورمیرمنې چه کله خواړه اوپیسې ولیدل له خپل خاوندڅخه یې ګیلې شروع کړې اووی ویل:

کاش چه ټول ستاسې په شان بخښونکي اولاس وازي وای،زماخاوندپښګري کوله،چه دخپلې بې عقلۍ له کبله یې خپل ښی لاس اونیم مخ په یوه پیښه کښې له لاسه ورکړل اوسخت ټپي شو...دسوځیدنې له کبله د ډیرې مودې لپاره په کورکښې پریووت ترڅویی درملنه وشي...په هغه وخت کښې چه لاناروغ وو ماڅوځله کارته دتلوورته وویل خوددې پرځای چه دپښګری کارته ولاړشي ویل یې چه نورداسې کارونه نه شم کولای اوغواړم دیوبل کارپه لټه کې شم.

ماچه کله ولیدل چه هغه نورزمونږلپاره څه نه شي کولای نودوروڼوپه مرسته مې له کوراوکلي څخه دباندې ویوست ترڅولږترلږه دهغه ددرملنې اونورولګښتونوڅخه ځان خلاص کړو،په دې سره نورخلک هم کله چه پوه شول چه زمونږحالت خراب دی له مونږڅخه یې لریوالی غوره کړ، اوس چه تاسې زمونږسره ددې شیانومرسته وکړه موږپه ریښتیاهم دې شیانوته ډیره اړتیادرلوده.

کاش هرڅوک ستاسې په شان بښونکي اولاس وازي وای...
سپین ږیري وموسکل اوویی ویل:

داشیان مانه دي راوړي بلکه یوکس چه دلارې پرسریې شیان پلورل ماته راغی اوغوښتنه یی راڅخه وکړه ترڅوداشیان تاسې ته راورسوم اووپوښتم چه جوړیاست اوکه نه؟
سپین ږیري باباداوویل اوروان شو،خوناڅاپه راوګرزید او ویی ویل:
رښتیاهیرمې شول ووایم چه ددې سړي ښی لاس نه وو اونیم مخ یې هم سوځیدلی وو!!!