د ولسي جرگې او ولایتي شوراگانودټاکنو حقوقي ارزونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3994
پو هندوی جنرال گل احمد ( مددزی )
دخبریدو نیټه : 2005-10-29

 پو هندوی جنرال گل احمد ( مددزی )


لومړۍ برخه
په نـنـنۍ نړۍ کي د ولسواکۍ نظام ارزونه د ټاکنو د مشروعیت پــوري تړلی دی او د ټاکــــــنومشروعیت پخپل وار د یو لړنړیوالو منل شوواصولو څخه منشآ اخلي چي هردولت يې باید پخـــــپلـــو ټاکنیزو قوانینو کي ځای په ځای کړي . ټاکني د یو حقوقي – سیاسي عمل په توگه په بیلا بیلو بــڼــــود راز رازموخو لپاره ترسره کیږي ، خو په ټولو حالاتو کي د ټاکنو مهمه مســــله د رايي کارونه ده ،  رایه په لغت کی داند اوسوچ معنی لري اواصطلاحي مفهوم يې دیوشخص لخوادخپلي غـوښتني اونظر اظهارول بیانوي . رایه ورکول یوحقوقي عمل دی چي دملي حاکمیت په تمثیل اود عامه قدرت په تمرین کي دگډون په موخه دځانگرو تشریفاتو په ترځ کي دخلکولخوا داستازو دټاکلو(Election) اودنظر ور غوښتنو دغوره کولو(Referandom) یعني دعامه نظر غوښتني په بڼه تر سره کیږي . په دې لیکنه کي دټاکنو اصطلاح دانگلیسي ژبي د(Election) دکلمې په مفهوم  استعمالیږي چي لغوي معنی ئې پخپله خوښه غوره کول دي او په اصطلاح کي درائي کاروني له لاري پخپله ازاده اراده ددولتي اراکینو دټاکلو او غوره کولودبهیر څرگندونه کوي .
د بشر د حقوقو د نړیوالي اعلامیيې د (۲۱) مادې او د مدني او سیـا سي حقوقو د نړیوال تړون د (25) مادې په اسا س د هرډول تبعیض پرته اوپه یوشان قانوني شرایطوکي دارادې د پوره ازادۍ پـربنست دعمومي ، مساوي ، مستقیمي او پټي رايي ورکولو خوندي کوونه ، هغه نړیوال مــــنل شوي اصول دي چي په هرډول ټاکنو کي درعایت وړبلل کیږي . په یوه هیوادکي دټاکنود حقوقي مشروعیت لومړی شرط د ټاکنود نړیوالو اصولو سره د ټاکنو د اړوندو قوانینو پوره مطابقت دی . په دوهم قدم کي لازمه ده چي ټاکـــنو پوري د اړونـدو قوانـینـــــــو د احکامو ســــره ســــــــم د ټاکـــــــــــنـو دگډون کوونکو او پرمخ وړونکوچارواکو د کړو وړو سمون وڅیړل شي . په همدی ډول د ټاکـنــــو د بهیر په بیلابیلو پاړاوونو پوري داړوندو اجرآتو د ځانگړتیا وو په نظر کي نیول ، د ټاکنو د حقوقـــي ارزوني لپاره ډیر اهمیت لري . د ولسي جرگې او ولایتي شوراگانو رواني ټاکــــني هم بایــــد د پورته اصولو او دهیواد د موجوده شرایطود ځانگړتیاوو په پام کي نیولو سره د ارزوني وړدي .
که څه هم د افغانستان داسا سي قانون (۲۲ ، ۲۳ ، ۶۲ ، ۸۳ ، ۱۳۸ ، ۱۴۰ ، او ۱۴۱ ) اودټاکنود قانون ( ۲ ، ۳ او ۵ ) مادو کي پورته یاد شوي د ټاکنو نړیوال منل شوي اصول خپل ځا نگړی ځای لري ، خو د ولسي جرگې او ولایتي شوراگانو دټاکنو روان بهیرترډ یره بریده د داسي اعــتراضونو اوشکایــتونوشتون په ډاگه کوي چي د ټاکنو دبهیر په بیلا بیلو پاړاوونو کي د قانــون ســم پــلی کــــول د پوښتني وړبولي . دا یوڅرگند حقـیقـت دی چي زمونږ په وروسته پاتـي اوجگړه ځـپلي هـیواد کي د قانوني احکامو پلي کول خپلي ځانگړی ستونزي لري . مگر ددې تعبـیرباید داسي نه وي چي په عملي اجرآتوکي پر قا نونیت باندي سترګي پټي شي . د قانون په پلي کولو کي ترهغــه بریده چي دمسئـولـوچارواکوله ارادې نه بهر وي ، د ستونزو توجیه کول ا مکان لري . امآ د هر غیرقانوني او پخـپل سـر عمل لپاره د بهانو لټول باید د منلووړ نه وي .
پدې کي شک نشته چي د اوږدو جګړو او کړکیچونو وروسته او د هیواد په تاریخ کي دلومړي ځل لپاره دخلکوپه ازاده، مساوي ، پټه اومستقیمه رایه دټاکنوترسره کیدل دهرافغان دپاره ویاړدی . دتاریخ په دې نازکوشېـبواوستونزمنو شرایطوکي ټاکني د ټولنیز او سیاسي پلوه ځکه ځانگړی ارزښـــت لري چـي دوسله والي زورواکۍ په ځای ، دخلکو په رایه ولسواکي رامینځ ته کوي اواوس دادی په ډاډمـنه اوارامه فضا کي د ولسمشرۍ د ټاکنو وروسته د ولسي جرگې او ولایتي شوراگانو ټاکني هم په بـــري سره خپلو قانوني پا یـلو ته د رسید و په د رشـل کي دي . له دې امله باید ووایو چي په خپله ټاکــني دافغان ولس ستربریالیتوب اوداسي تاریخي لاس ته راوړنه ده چي ساتنه ېې دټولوافغانانوملي وجیبه ده.
هرافغـــان اوپه تیره بـــیا د ټاکنو کارکوونکي ، کانـد یـدان ، د ټاکنو څارونکي اودولـــــتـی واکمـــن چارواکي د نــده لري چي د ټاکنــــو د مـلـي ـ تاریخي ارزښت وجود ، د حـقـوقي مشروعــیـــــــت په سپیڅلې جامه سمبال اود قانونیت په سالمه روزنه وپالي .که ټاکني د قانونیت درعا یت اوحقوقــي مشروعیت له پلوه عیـب پیدا کړي ،بـیا نه یوازي کوم ارزښت نلري ، بلکي ولـس ته د بې ځایـه مالي لگښت او سرگردانۍ سربیره ، شخړي اوکړکیچونه هم زیږولای شي . داچي ټاکني د هیـــواد پـه دې تاریخي پاړاو کي د ولسواکۍ د بـنسټ ایښودني لومړنی تمرین دی ، باید ډیر زیات کوښښ وکـــړو چي د ټاکنو ټول بهیر د ټاکنو د نړیوالو منل شوو حقوقي پرنسیپونو پربنسټ اود اسا سي قانون او د ټاکنو د قانون د احکامو سره سم د ملي منـني وړ پایلو ته ورسیږي .
دځانګړي تاکید وړده چي دولسي جرگې اوولایتي شوراگانو دټاکنوحقوقي مشروعیت دې ته اړتیالری چي داجراتو دقانوني پایلو په اسا س دټاکنود بهیر بیلابیل پړاوونه مشخص او په هر پړاو کـي د تر سره شوو اجرآتو قانونیت څرگـند او ټولي تخنیکي سـتونزي ، اصولي سرغړوني اونیمگړتــیاوي او د قانون خلاف جرمي اعما ل چي د ټاکنو په بـېلا بـــېلو پړاوونو کي پـېـښ شوی دي ، د زماني قانونیت او د پیښو او جریا نا تو د څرنگوالي د ځانگړتیاوو په اسا س وڅیړل شي . که چیري کومـه موضوع په خــپل وخت ونه څــیړل شـوه ، امکان لــري چي یوشمېر نه اواریــدونکي ســتـــو نـزي را پیدا کړي . په همدې اسا س لازمه بریښي چي د ولسي جرگې اوولایتي شوراگانودټاکنود حقـوقي ارزوني په اړوند دوه مهم ټکي په پام کي ونیسو:


۱- داجرآتود زماني یا تاریخي قانونیت اړتیاوي؛
۲- دزماني قانونیت داړتیاووپه اساس د پېښو او جریاناتو دڅرنگوالي ځانگړتیاوي .
د ټاکنوپه قانون کي دټاکنو بهیر،داجرآتودزماني قانونیت داړتیاووله مخي په څلورو پړاوونو ویشـــــــــل کیږي :
- د ( ۳۵،۳۶، او۳۷ ) مادې داحکاموسره سم د نوماندانو دنوم لیکني اوکاندیداتورۍ پړاو؛
- د (۳۸) مادې په اساس د ټاکنیزومبارزو دوره ؛
- د (۴۵، ۴۶ او ۴۷) مادي داحکاموسره سم د رايي اخیستني بهیراو درایپاڼو د صندقونو دانتقال او ساتني موده ؛
- د(۴۸او۴۹) مادې داحکامو سره سم د رایوشمیرني اودپایلودوړاندي کولواوتصدیقولودوره.

د هـرمخکني پړاود اجرآتود زماني قانونیت دغوښتنوپوره کول د بل پاړاوله پاره ټاکونکي حقوقي ارزښت لري . که په مخکـني پړاوکي واقع شوي پېښه د څیړني څخه پاتي اوپرېکړه پرې ونه شي او اغیزمني پایلي رامنځ ته کړي ، نوبیا ورڅخه دراپیدا شووستونزود اوارولوامکانات شاید ډیرکم اوحتی هیڅ وجودونلري .دبیلگي په توگه دویلو وړده چي که په لومړي پړاوکي دڅیړني دچارواکودعفلت اویا ناوړي ګټي اخیستني له امله د یوشخص کا ندیداتوري دقانون پرخلاف ومنل شي اودهـغې په اسا س دټاکنوټول پړاونه تیراومشخصي پایلي رامنځ ته کړي ، په دې صورت کي داجرآتوپایلي، نامعلــومه قانوني برخلیک لري . په دې اساس باید د ټاکنو د هــر پړاو پوري اړوندي پېښي او جریانات اوپــه تېره بیا هغه پیښي چي د ورپـــــــسي پړاود اجراتوپه مشروعیت باندي قانوني اغېزه لري ، دهماغه پړاو دزماني قانونیت په محدوده کي د څیړني وروسته حل او فصل شي .
دټا کنود قانون په (۵۳) ماده کي ټولي هغه کړني چي د ټاکنوپه بېلابېلو پاړاونوکي دقانون پرخلاف سر ته رسیږي دټاکنیزوتخطیو په نامه یادي شویدي چي دهغو په اساس د پیښو اوجریا ناتو دڅرنگوالي دځا نگړ تیاوو په اسا س د ټاکنو په حقوقي ارزونه کي درې ډوله پېښي د تفکیک وړ دي :
- تخنیکي ستونزي ؛
- اصولي نیمگړ تیاوي اوټاکنیزي سرغړوني ؛
- شدید جرمي اعمال .
دې ټکي ته باید ځیرشوچي دزماني قانونیت په هرپړاوکي دپورتنیو پېښو څخه خبریدل ، ثبتول څېړنه اواوارول هغه مهمه دنده ده چي د واکمنو چارواکو لخوا پخپل وخت اجرآت غواړي او داد ډیراهمیت وړده چي پېښي او جریانات له هره پلوه سم تشخیص اودقانوني اواري لاري ېې ولټول شي .
هغه نیوکي اوشکایات چي تراوسه پوري دټاکنوپه هکله واکمنومقاماتوته سپارل شوي دي،د قانوني اغیزو اوڅیړنیزکړندود په اساس په بېلو برخو او ډولونو ویشلای شو. دقانوني اغېزو په اسـا س ټولي نیوکي اوشکایات په دوو مهو برخوویشل کیږي . لومړۍ دهغو پېښواواجراتو په اړه نیوکي اوشکایات چي د ټاکنو په قانوني پایلو باندي ټاکونکې او مستقیمه اغېزه کوي اودوهمه ېې داسي اغېزي نه لري .
روښانه ده چي د ټاکنو دمشروعیت مهمه مسله دهرشخص لخوا په خپله ازاده اراده د ارايي کارونه ده په دې توګه هر ډول پېښي او اجرات چي درایه ورکوونکي د ارادې پر خلاف اغېزمني پایلي ولري ،دټاکنو په پایلو باندي د مستقیمو او ټاکونکو اغیزولرونکي بلل کیږي .
د څېړنیزکړندود له مخي پورته یادي شوي نیوکي او شکایتونه په دوه ډولوویشل کیږي . لومـړی هغه نیوکي او شکایات چي سپیناوی ېې دچارواکو په ښه نیت سره د قانوني اجراتو له لاري شونی دی اودوهم هغه نیوکي اوشکایات چي عیني ستونزي اولاملونه ېې د حقیـقـت سپیناوی ناممکنوي . که دپورته څرګندونو له مخي ،دټاکنو دنړیوالو اصولوسره سم ، داساسي قانون او د ټاکنو دقانون په اساس د ولسي جرګې او ولایتی شوراګانو دټاکنو بهیر په هر اړخیزه توګه وڅېړو ، نوپه ډاګه جوتیږي چي د یو شمېر کاندیدانو کړه وړه او د ټاکنو په ټول بهیر کي د موجودو نیوکو اوشکایتونو دسپیناوي په اړه د ټاکنو دواکمنو چارواکو غبرګون او اقدامات یو لړ پوښتني را پیداکوي. د پوښـتنـو وړ په ځیـــني مواردو کي د چارواکو داجراتو په وړاندي داسي واقعي ستونزي لیدل کیږي چي اوارول ېې د دوی د ارادې څخه وتلی کاردی ، مګر په ځیني نورو حالاتو کي داسي برېښي چي د چارواکو غـفلت اوناوړه ګټه اخیستنه ددې سبب شوې ده چي د نیوکو اوشکایاتو سپیـناوی د اعتراضونولړۍ راوپاروي . په دې اړه دلاند ي بیلګو تفصیل دذکر وړدی .
د ټاکنو د چا رواکو د تـوان او ارادې څخه بهــــر د پـــــوښــتني وړ موارد و لــومړۍ بـــیــلګه د نوما ندا نو د نوم لیکني او کا ند ید ا تورۍ په د وره کي د قا نوني احکامو او په ځا نګړې توګــه دټاکنو دقانون د (۳۵) مادې په (۴) بند کي دموجودو معیارونوسره د نوماندانو داوصافو او شرایطو دسمون سپیناوی دی چي دواکمنوچارواکواقدامات اوهڅي ددوی دارادې اوتوان څخه دبهرعیني ستونزو له امله روښانه حقـیقي پایلو ته ونه رسید لې . په دې دوره کي څه د پا سه (۵۸۰۰ ) کاندیدانو باندي څه نا څه د(۵۰۰۰) په شاوخوا کي نیوکي اواعتراضونه شویدي (۱) چي څېړنه اوسپیناوی ېې له یوې خوا دزماني ظرفیت اودبلي خوا په هیواد کي دوګړود شخصي اومدني احوال دمکمل ثبت د نشتوالي ؛ په قضاېي ، عد لي او امنیتي ادارو کي د اشخاصو دجرمي مسؤلیت په باب د سوابقو اودقیقي احصاېې دنه موجودیت اوهمدا شان نوروستونزوپه اسا س امکان نه درلود . ددې سره سره چي واکمنوچارواکوډیر کوښښ وکړ ترڅو لږ ترلږه د جنګي جرمونواو بشري ضد جنایاتو مشهور شکمن تثبیت کړي، خو د پورته عیني ستونزوله امله ونه توانیدل اومجبورشول چي د یو شمېراشخاصو ناحقه کاندیداتورۍ په ظاهرکي دقانون سره سمه وبولي . همدارازد ټاکنیزومبارزوپه جریان کي دکاندیدانودټولوکړنوقانونیت او په تېره بیا د تبلیغاتي کمپاین دمالي لګښتونو په اړوند ، څرګندي ستونزي درلودې چي ترټولومهمه ېې د عوایدو د سرچینوتثبیت دی . په افغانستان کي دمالي چارو په اړوند نه داسي قانوني اصول وجود لري اونه هم عملا ممکنه ده چي د اشخاصود مالي عوایدواو لګښتونو سرچینې څر ګندي اوسپیني شي.
له همدې امله د غیر قانوني فعالیتونو له لاري د لاس ته راغلو پیسو اویا د بهرنیومالي سرچینو څخه دګټي اخیستونکو نوماندانو د پیژندني هڅي بري ته ونه رسیدلې . سربېره پر دې د داسي حقایـقــــــوسپیناوی چي کاندیدانو د معلومات ورکولو په جریا ن اونورو اړوندو مواردو کي تر کومه ځایه قانون مراعات کړی دی او همداشان دټاکنو په اداروکي داشخاصو د استخدام او ګمارلو په بهیر کي قانـونــي شرایط څه ډول او تر کومي کچي په نظر کي نیول شوي دي اوداډول یو شمیر نوري پوښتـني یقیـنا د حقـیـقـت موندني پر بنسټ نا ځوابه پاتي کیږي .
د دې په څنګ کي د هغومواردو بیلګي هم کمي نه دي چي د ټاکنو د چارواکوناوړه ګټه اخیستنه اوغفلت بلل کیدای شي . د راېي ورکولوپه جریان کي ځیني هڅونکي ، لمسونکي ، ډاروونکي او تطمیعي اعمال اوترټولومهم دراېي شمیرني په بهیرکي دتزویراوبډوله لاري دکارول شوورایپاڼو بدلول دپورته مواردو څرګندي بیلګي دي چي د هیواد په ګوټ ګوټ کي د کا ندیدانو او دهغــوی د پـلویانـو لخوا ېې دڅیړني غوښتنه کیږي . خو چارواکي واېي چي د ټاکنیزو سرغړونو پورتنۍ بیلګي ډیري لږ دي او دټاکنوپه پایلواغیزه نه کوي . دهمدې متقابلو دریځونو په اساس دټاکنوبهیرددوه مهموننګوونو (چالشونو) سره مخامخ دی.لومړۍ ننګونه دکاندیدانو لخوا دټولوتخنیکي ستونزو ، اصولي نیګړتیاوواوغیر قانوني اعمالو څخه د ټاکنو د بې اعتباره کوولولپاره د وسیلې په توګه کار اخستل او دوهمه ننګوونه د ټاکنو د چارواکو لخوا د ټولو غیرقانوني اعمالو، اصولي نیګړتیاوو او تخنیکي ستونزو توجیه کول دي چي په حقیقت کي ددواړو لوروپه ښه نیت شک را پیداکوي . سپینه خبره داده چي دچارواکودارادې څخه بهردواقعي او عیني شرایطو په حکم دناشونو کارونو د اجرا کولو توقع او همدا راز د شرایطو او حالاتو څخه د راپیدا شوو ستونزو تر سیوري لاندي ،هر ډول ناوړه او غیر قانوني عمل ته د توجیهې بهانـو لټول اصولي اومنطقي دریځ نه بلل کیږي . ښه لاره داده چي ټول مسایل د ښه نیت پر بنسټ ، دهیواد لوړو ګټو ته په ژمنتیا اود منل شوو حقوقي اصولو په چوکاټ کي په دقیقه او هـراړخیزه توګه وڅیړل شي. د دې ډول څیړني څخه هـد ف داسي اجرات نه دي کوم چي د عیني شرایطو په حکم امکان نه لري ، بلکي یوازي دهغوکارونو ترسره کول دي چي اصولا جایزاواړین اوعملا ممکن وي . که چیري واکمن چارواکي د اصولا جایزواو اړینو او عملا ممکنو کارونوپه اجرا کي ناغیړۍ کوي په حقیـقـت کي د خپل ښه نیت اواجراتو په هکله د بې باورۍ شک یقـیني کوي.
ټول وینوچي دولسي جرګې اوولایتي شوراګانودټاکنومشروعیت په دې وروستیوورځوکي دپورتنیوننګوونواونوروناوړه کړنوقرباني کیږي . دیوشمیرمدارکواوشواهدوله مخي په پراخه پیمانه ویل کیږي چي دراېي شمیرني په بهیرکي ځینوکاندیدانودراېي شمیرني دکارکوونکوسره په جوړجاړي کي د بـډ و ورکوولو له لاري د نورو کاندیدانو راېي اخیستي اویا ېي په ناحقه د خپلو رایو شمیر زیات کړی دی .
ددې ډول پېښو زیاتي بیلګي درايي شمیرني په مرکزونوکي واکمنو چارواکوته په ګوته شوي اورسمي شکایتونه هم ثبت شوي دي . څارونکي او شاکي نوماندان واېي چي په سلګونو داسي موارد شته چي د رایو شمېر په قصدي توګه او غالبا دبډو په بدل کي ناسم ثبت شوی دی . د ټاکنو چارواکوتر اوسه پدې اړوند د دندو څخه د(۵۱) تنه کارکوونکو ګوښه کول او دقانوني څیړنو لاندي نیول تاېید کړي دي . د هیواد په څه ناڅه ټولو ولایتونوکي د راېي شمیرني له بهیر څخه پورتنی شکایت تقربیا عام دی او حتی بریالي کاندیدان ېي هم پخلی کوي (۲). مګرچارواکي ددې ډول درغلیو کچه ډیره کمه اودټاکنو په پایلو بې اغیزي ګڼي . دا د حقیقت څخه ډیره لري خبره ده چي دیوکاندید رایپاڼه دبل لباره حساب کړو او په پایلي ېې هم بې اغیزي وګڼو . ډیره بې انصافي ده چي د یو شخص ثابت حق په درغلي ، ټګماري اوپریمانه بډو اخستلو سره بل ته ورکړل شي او په بدل کي ېې د څوتنو کارکوونکوګوښه کول د ستونزي اواري اودحق اعاده وګڼل شي . په حقوقي ارزونه کي نوموړی پیښي چي د رایه ورکوونکو دارادې د ازادۍ اصل کاملا له منځه وړي ،د ځانګړي پاملرني وړاو د حقیقت سپیناوی ېې ډیر مهم اواسانه دی. ځکه چي د واکمنو چارواکو د ښه نیت په صورت کي هیڅ ډول دپام وړاصولي او عملي ستونزه نلري .مشهور متل دی چي واېي (( که شپه ده ، مڼې په شماردي )) . ټول پوهیږي چي دهـــر کاندید په ګـټــه کارول شوي راېي دراېپاڼوپرمخ روښانه ثبوت لري اوهروخت شمیرل کیدای شي اوهیڅ داسي ستونزه نشته چي دهیڅ یوه کاندید درایپاڼي د حقیقت د سپیناوي خنډ شي .

دټاکنو واکمنوچارواکو ته پکارده چی د خـپل قانونی مکلفیت داداکوولو په خاطرلږترلږه د پوښتنی وړمهموپیښوته د څیړیزکړندود له اصولو سره سم اودهغود قانونی تاثیراتوپه بنسټ قانع کوونکی ځواب ورکړی او دی ټکی ته پاملرنه وکـــړی چی د ټولو پیښو ، نیوکو ، شکایتونو اواعتراضونودڅیړنی اوسپیناوی په هکله د توجیهی دلایلووړاندی کول شونی دی ، خو د بډو له لاری او په درغلی سره د یو کاندید راېی بل ته حسابول اویا هم د حقیقت پر خلاف د یوکاندید د رایودکمولواویا زیاتولود حقیقت د سپیناوی لپاره د ستونزو بهانه کول ،هیڅ ډول توجیه نه لری . په دی توګه د ولسی جرګی او ولایتی شوراګانو د ټاکنو حقوقی مشروعیت د لاندی اصولی مطالبو د تحقق سره تړلی دی :
۱ - هیڅ افغان ته نه ښاېی چی د خپلو شخصی ګټو لپاره دملت ګټی زیانمنی کړی . په همدی اساس دولسی جرګی اوولایتی شوراګانودټاکنوپه وړاندی پورته یادی شوی ننګوونی دمشروعیت بدیل نه دی او یوازی د قانون سره سم په ښه نیت هڅی اواجرات کولای شی چی ټاکنی مشروع بری ته ورسوی .
۲ - دکاندیدانو د شان سره وړنه ده چی دټاکنو د تیروشووپاړاوونوپه اړونداوس پدی وروستی پاړاو کی داسی نیوکی او شکایات عنوان کړی چی په خپل وخت ېی بایدواکمنی مرجع ته وړاندی کړی وای ځکه چی اوس ېی دحقیقت سپیناوی عملا ناشونی اودزمانی ارزښت له پلوه اصولیت هم نلری . په دی اساس دکاندیدانو لخواپه هیواد کی ددوباره ټاکنو ترسره کولوغوښتنه له هیڅ پلوه په ځای نه بریښی .
۳ – که د ټاکنو چارواکی غواړی چی د ملت په وړاندی خپل مسولیت سر ته ورسوی ، تر هرڅه دمخه باید دراېی ورکولو په ورځ دراېی ورکوونی په هرمحل کی دکارول شوو رایو شمیر څرګند او په ټول هیواد کی دکارول شوو او سپینو رایپاڼو حساب په شفاف ډول د عامه خبرتیا لپاره نشر کړی.
۴ - ترکومی اندازی چی دکاندیدانو لخوا ددوباره ټاکنو تر سره کول په ځای غوښتنه نه ده په هماغه کچه د ټاکنو دواکمنو چارواکو لخوا د بریالیو او یا اعتراض لاندی کاندیدانو د رایپاڼو دبیا شمیربو څخه ډډه کول په ځای دریځ نه بلل کیږی.
د دی لیکنی د لومړی برخی په توګه د پورته څرګندونو هدف دا ؤ چی د ولسی جرګی او ولایـــتی شورا ګانود ټاکنو په بهیر کی کاندیدانو او د ټاکنو چارواکو په کومه پیمانه درایه ورکوونکو د ارادی د ازادی اصل ته غاړه ایښی اود قانون سره سم ېی د هغی درناوی کړیدی. کوم حقایق چی په دی اړوند موجودؤ ، بیلګی ېی د حقوقی معیارونو په اساس د قضاوت په تله واچول شوی . ددی لیکنی په دوهمه برخه کی د ټاکنو دقانون په اساس دهیواد دبیلابیلو سیموداوسیدونکو لپاره د ټاکنو دچارواکو اجرات و
څیړواوددی خبری جاج به واخلو چی د ټاکنو د حوزو لپاره د اوسیدونکو د شمیرپه تناسب داستازیتوب معیار څومره عادلانه دی او د رایه ورکوونکو دګډون دکچی له مخی دځانګړو حوزو د استازو حقوقی مشروعیت کوم څرنګوالی لری .

( ۱) دازادی رادیو ، دازادی په څپو کی ماسپښنی خپرونه ، د ۱۳۸۴ کال د تلی ۲۱ نیټه ، د ټاکنیزو شکایاتو د ویاند فرید (حمیدی) څرګندونی .
( ۲) په پورتنی خپرونه کی د بریالی نوماندی شکریه ( بارکزی ) څرګندونی .


ددې ليکني دوهمه برخه له دې ځايه ولولی