۳
درسول الله صلی الله علیه وسلم له اړخه د عبدالله بن جحش په نامه :
دا د اتو کسانو څخه د جوړې شوې ګرزیدونکې ډلې په اړه دې . د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اړخه ددې ډلې امیر عبدالله، د خپلو ملګرو سره یو ځاې مکې ته د څارګرۍ له پاره و استول شو ، تر څنګ یی هغه ته یو لیک ورکړ خو ورته یی ویلي و چې : « ددوو ورځو د سفر کولو وروسته دا لیک ولوله ، د لیک د مضمون د لوستلو وروسته که بیا چیرې ستا کوم ملګري له تاسره د تللو څخه ډډه وکړه نوهغه دهغې خپله خوښه : »
دلیک مضمون : « ددې لیک د لوست نه وروسته د نخله په سیمه کې ، چې د طائف او مکې تر منځ پرته ده ، انتظار وکړئ ، که چیرې د قریشو کومه قافله دهغه ځایه تیریږې نو هغه محاصره کړئ اومونږ ته یی اطلاع راکړئ ».
(۴)- (۵)
دابوسفیان بن حرب له اړخه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته .
څرګنده دې وي چې تا د قریشو ډیر زړه ور( په بدر کې )دمرګ کونی ته کیوستل . زمونږ کوچنیان دې یتیمان کړل او ستا په خاطر زمونږ ښځې نن د کونډتوب په غمونو کې ډوبې دي ، اوس وخت راغلې چې له تا څخه ددغه یویو ظلم بدله واخستل شي . دسیمې واړه او زاړه ټول دلته زمونږ په ځاې کې سره را ټول شوي دي چې دهمدوې په کومک به ستا په وژلو اوبه و څښو اوستا د لیږدځاې (مهجر) ټول هغه یاد ګارونه به له خاورو سره خاورې کړو چې ته پری ویاړې . خو مونږ په هغه صورت کې خپله اراده ځنډولې شو چې ته زمونږ سره تړون وکړې چې هر کال به مونږ ته د مدینی د خرماو د پیدایښت نیمایی دخراج په توګه را کوئ.
تجاوبت القبائل من نزار لنصراللات فی بیت الحرام
واقبلت الضراغم من قریش علی خیل مسومة ضرام
( دقریشوزړه ورو وینه تویونکو په بیت الله کې په را ټولیدو سره سوګند یاد کړې چې د لات ابرو به په هر قیمت ساتی او دخپلو نښه شوو آسپونو په واسطه به ستا دخاورو سره دخاورې کولو له پاره راځي.)
درسول الله صلی الله علیه وسلم له اړخه د ابوسفیان په نامه :
( دا لیک رسول الله صلی الله علیه وسلم د علی ابن ابی طالب په واسطه ولیکه )
بسم الله الرحمن الرحیم
دمشرکینو او د کفر اوشقاق د اربابانو په ځواب کې لیکل کیږي چې : ما ستاسو د لیک مفهوم درک کړ. ستاسې د ښه راغلاست له پاره له ماسره د داسې غشو میوه او داسې اوبه لرونکي توري موجودي دي چې ستاسې په څیر د بتانو تر مخ سجده کونکی سرونه به دوه ټوټې کوي ، ستاسې کلي به وران ویجاړ پاته شي اوستاسې دنګې دنګې ماڼۍ به دخاورو ډیري وګرځي .
والسلام علی من اتبع الهدې.
الا بلــــــــــــغ عنــــــی قـــــــریشــــــــــا مـــــن لســـــان کـــا لحســــام
الا هلموا کې تلاقوا مالا ققیتم من الصمصام فی بدن و هام
( څوک به وي چر قریشو ته زما دا پیغام ور سوي ، چې ستاسې له پاره زما اوبه لرونکې توري دتیکو څخه را وتلي پرتې دي ، ژر کوئ ! تر څو ستاسې بدنونه او ستاسې سرونه دوه دوه ټوټې کړل شي)
(۶)-(۷)
دخندق د غزا په وخت کې : د ابوسفیان بن حرب له اړخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په نامه :
( په داسې حال کې چې قریشو په مدینې باندې د یرغل کولو له پاره نړۍ را ټولوله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې خبرې په اوریدو سره دمدینې چار چاپیر د خندق کندل پیل کړل ، قریش ددې خبرې په اوریدو سره و بړسیدل ، دهغوې سردار ابوسفیان دابوسلمه الخشني په لاسو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یولیک و استاوه «دکتاب لیکوال»))
باسمک اللهم.
په خپلو بتانو لات ، عزی ، نائله ، اوهبل باندې سوګند یادوم چې ما دخپله ځانه سره داسې یو ستر لښکر را روان کړې چې د مدینی ښختې به د ښختو سره و ټکوي.
ما ستاسې عزم وکوت چې تاسې د مقابلې توان نه لرئ او دښاره بیرون خندق باسئ ، تاسې خو په دې طریقه باندې نه پوهیدئ !
که چیرې دا ځل مونږ د مدینی څخه بیرته ناکامه را ستانه شو نو لکه څنګه مو چې په احد کې تاسې ترپښو لاندې کړي واست او ستاسې د لښکر و دلاسو څخه مو خپلې ښځې خوندی راوویستلې ، نوپه کوم مناسب وخت کې به یو ځل بیا په همغه توګه تاسې تر خپل یرغل لاندې را وړو .»
( کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دا لیک را ورسید ، نو هغه ابی بن کعب خپلې خیمی ته له ځانه سره یوړ ، دا لیک یی ور څخه واورید ، اوبیا یی ورته په لاندې توګه ځواب و لیکه ( دکتاب لیکوال )).
دمحمدرسول الله صلی الله علیه وسلم له اړخه دابوسفیان بن حرب په نوم :
ډاګیزه دې وي چې ستا لیک ماته را ورسید. زه پوهیږم چې ته دالله تعالې پر خلاف په غرور کې لتاړ او ککړ یی .
دا چې تا په مدینی باندې دداسې یوه یرغل یادونه کړې ده چې په هغې کې به له تاسره ځواکمن لښکر وي ،او دا چې وایی چې ته به د مدینی ښختې د ښختو سره و ټکوې ، نو دا ټول دالله تعالې د رضا پورې اړوند دي نو که چیرې همغه ذات و غواړی نو له تاسو څخه د لات او عزې د نوم اخیستلو ځواک هم سلبولې شي.
او دا چې تا لیکلي چې ماته د خندق د ویستلو طریقه یاده نه وه ، نو دا طریقه ماته الله تعالې هغه وخت را القاء کړه چې ستا او ستا د ملګرو غیض و غضب تر دې ځایه ورسید چې تاسې خلک ان د مدینی ښختې د ښختو سره تر ټکولو پورې را کیوتئ .
واوره !ستاسې د دې خامو هیلو تر سره کیدل خو پریږده چې اوس وخت راغلې چې لات ، عزې او نائله ټوټې کړل شي اوبیا زه تاسو ته په څرګنده توګه ووایم «مل ګئ ای دل تجهی کفران نعمت کي سزا » ( اې زړه تاته د نعمت د کفران سزا درکړل شوه ).
۸
د خندق د غزا په وخت کې د غطفان د قبیلي سره د قریشو پر خلاف خبرې اترې :
دخندق په غزا کې ابوسفیان د مکې د قبایلو تر څنګ نور زیات قبایل هم دخپل ځانه سره را وړل او مدینه یی پرې محاصره کړه . مسلمانان په خندق کې و . دواړو اړخوو به کله کله یو په بل غشي ویشتل ،خونه قریش مدینی ته ورننوتلې شول او نه مسلمانان د خندق څخه را وتل . نژدې ۴۹ ورځی دا ډول حال روان وو .
په دې وخت کې رسول الله صلې الله علیه وسلم د یرغل کونکو څخه د غطفان د قبیلي د مشرانو، عیینه بن حصن او حارث بن عوف ، سره د خپل یوه دوست له لارې د سولې خبرې وکړې ، په دې خبرو کې په دې پریکړه و شوه چې که چیرې د غطفان د قبیلې خلک دیرغل کونکو څخه خپل ځانونه جدا کړي اوبیرته ستانه شي نو رسول الله صلې الله علیه وسلم به دمکې د کجورو دریمه برخه هرکال دوې ته د خراج په توګه ورکوي . ددې تړون له پاره مسوده و لیکل شوه خو د لاسلیک تر مخه د مدینی د انصارو دمشر سعد بن معاذ رضی الله عنه سره مشوره اړینه و ګڼل شوه ، هغه یی را وباله ، رسول الله صلې الله علیه وسلم ورته خپل دغه وړاندیز بیان کړ ، نو سعد رضی الله عنه ورته وویل :
« قدکنا نحن و هولاء القوم علی الشرک بالله و عبادة الاوثان وهم لا یطمعون ان یاکلوا منها ثمرة الاقری او بیعا»
( کله چې مونږ او غطفان دواړو د الله سره شرک کاوه او بتانو ته مو سر ټیټاوه نو هغه وخت هم زمونږ د پیدا وارو څخه هغوې کومه هیله نه درلوده ، کله به یی چې زمونږ خرما خوړله نو د میلمه په څیر به یی خوړله .)
« افحین اکرمنا الله با الاسلام و اعزنا بک و به نعطیهم اموالنا ! »
( خو اوس چې الله تعالې مونږ ته اسلام او ستا د ذات په څیر دوه ګوني نعمتونه را اعطا کړي دي ،نو ایا دخپلو پیدا وار څخه هغوې ته خراج ورکړو ؟
« والله نعطیهم الا الیف حتې یحکم الله بیننا و بینهم »
( یا رسول الله ! په الله سوګند چې دې خلکو ته زمونږ له اړخه په خراج کې یواځې اوبه خوړونکې توره ده ، زمونږ او دهغوې دوه دوه لاسونه دې ، دا دالله تعالې پورې ده چې څوک بریالی کوي )
«قال رسول الله فانت و ذاک ! فتناول سعد بن معاذ الصحیفة فمحا مافیها من الکتاب »
( رسول الله صلې الله علیه وسلم سعد ته وویل : دا ستاسې ملکیت دې او همتاسې یی واک لرئ ، همغه و چې سعد د مسودې څخه دغه ټکي وویستل . (خو ددې مسودې نقل نه دې تر لاسه شوې )).
(۹)-(۱۰)
د رسول الله صلې الله علیه وسلم د یوې ګرزیدونکې ډلې له اړخه ثمامه ابن اثال و نیول شو او را وړل شو . دثمامه قبیله د حنیفې څخه وه او دګرزیدونکې دې ډلې هیڅ وګړې دهغوې د نامه سره اشنانه و، رسول الله صلې الله علیه وسلم ثمامه و پیژاند ، هغه یی پهرې ته یی ورکړ او بیا یی ثمامه ته وویل : « اسلم یا ثمامه ! ثمامه ته مسلمان شه .»
ثمامه ځواب ورکړ : که چیرې تاسې ما ووژنئ نو زه به په ریښتنې توګه مباح الدم اوسم ، او که د وینې قیمت غواړئ نو زه به یی درکړم .
دغه سوال و ځواب نژدې تر درې ورځو پورې په همدې توګه روان و، رسول الله صلې الله علیه وسلم په دریمه ورځ ثمامه ازاد کړ . او ورته یی وویل چې : « ته پوهیږی او کار دې .»
دا په داسې حال کې چې ثمامه د رسول الله صلې الله علیه وسلم د وژلو اعلان کړې و ،خو نن هغه د رسول الله صلې الله علیه وسلم ددې بخشش په کتلو سره په خپل ځان کنترول پیدا نه کړاې شو ، هغه د مدینی څخه را ووت او په یوې چینی کې یی خپل کالي پریمنځل ، بیا یی ځان پریمنځه او بیرته ستون شو اودرسول الله صلې الله علیه وسلم سره یی بیعت وکړ .
هغه ددې ځایه خپل وطن ته د ستنیدو په ځاې دعمرې د ادا کولو په خاطر بیت الله ته ولاړ . قریشو دهغه د سلوک او کړچار په کتلو سره خپلې خولې بندې نه شواې کړې . « اصبوت یا ثمامه ؟» ثمامه تا خو به خپل مذهب نه وي پریښې ؟ ) ثمامه ورته وویل : « لا ولکني اتبعت خیر الدین محمد و الله الا یصل الیکم حبة من الیمامة حتې باذن فیه رسول الله »
( زه به ولې بې مذهبه شوې یم ، ما خو تر ټولو غوره مذهب ، محمدي دین ، قبول کړې دې .)
اې د قریشو خلکو واورئ ! دا چې تاسې هر کال زمونږ د سیمی څخه غلې دانې تر لاسه کوئ ، اوس به د رسول الله صلې الله علیه وسلم دحکم پرته یو دانه هم مکې ته را پرې نه ښوول شي .)
ثمامه ددې ځایه خپلې سیمی یمامه ته ولاړ او قریشو ته یی د غلې دانې ورکول بند کړل . دقریشو دلاسو څخه طوطي والوت ، نو سمدستې یی په دې مضمون یو لیک رسول الله صلې الله علیه وسلم ته ولیکه :
د قریشو له اړخه د رسول الله صلې الله علیه وسلم په خدمت کې دثمامه بن اثال په اړوند:
(تاسې نورو ته د صله رحمۍ لار ښوونه کوئ ، خو په خپله د قطع رحمۍ مرتکب کیږئ . )
رسول الله صلې الله علیه وسلم ثمامه ته په لاندې مضمون لیک ولیکه :
«قریشو ته د غلې دانې په ورکولو کې مداخله مه کوه .»
دا پیښه د حدیبییي د سولې څخه مخکې تیره شوې ده .
دابن البر د روایت له مخې دقریشو دلیک مضمون څه دا ډول و :
« تر هغې چې تاسې په مکه کې واست نو مونږ ډیر ځله ستا د خولې څخه اوریدلې چې صله رحمی ډیر ضروري شې دې . خوستا په ملګرو کې ثمامه غضب کړې دې ، هغه دخپله اړخه پر مونږ باندې دغلې دانې را لیږل بند کړي دي ، ددې بندیز په اساس مونږ په ډیرو ستونزو کې یو، که چیرې ته ثمامه ته ولیکی چې دا بندیز زمونږ څخه لرې کړي نو ډیره مهربانې به دې وي »
رسول الله صلې الله علیه وسلم حدیبیی ته د تلو تر مخه ثمامه ته داسې ولیکل :
( زما په قوم قریشو باندې دغلې دانې د ورلیږلو بندیز لرې کړه )
« ددې لیک الفاظ نه دې ترلاسه شوي »
(۱۱)
د حدیبیي تړون :
په هغه تړون کې چې سهیل بن عمرو د قریشو نمایندګې کوله ، دهغې تړون عنوان په مختلفو ټکو سره راغلې دې .
الف – هذا ما صالح علیه محمد بن عبد الله و سهیل بن عمرو :
« دا د محمد بن عبدالله او سهیل بن عمرو تر منځ تړون دې . »
ب - هذا ما قاضی علیه محمد بن عبد الله اهل مکة .
« دا د محمد بن عبدالله او دمکې دخلکو تر منځ تړون دې. »
باسمک اللهم !
دا دسولې تړون دې چې محمدبن عبد الله د سهیل بن عمرو سره په دې لاندې شرائطو سره تر سره کړ.
1- ددواړو اړخونو تر منځ به تر لسو کالو پورې جنګ کول ممنوع وی .
2- که چیرې په دې لسو کلونو کې د محمدص دملګرو څخه کوم یو ددغو لاندې درې شیانو څخه د یوه دترسره کولو له پاره هم مکې ته راشي نو دمکې په خلکوبه دهغه ځان او مال خوندي ساتل فرض وي.
الف – د حج له پاره .
ب - دعمرې له پاره .
ج- دتجارت له پاره .
پر مسلمانانو د قریشو مسؤلیتونه :
3- که چیرې قریش دتجارت له پاره د مدینی له لارې مصر یا شام ته تلل غواړي نومسلمانان به دهغوې دمال او ځان دخوندي ساتلو مسؤلیت په غاړه لري .
4- که چیرې دمکې دخلکو څخه کوم یو شخص دخپلې کورنۍ د مشر د اجازې پرته مسلمان شي او مدینی ته ولاړ شي نو په محمدص واجب دي چې هغه بیرته د مکې خلکو ته تسلیم کړي .
5- (د څلورمې مادې پر خلاف ) که چیرې په مدینه کې کوم وګړې اسلام پریږدي ( کافر شي ) اومکې کې پناه واخلي نوقریش به هغه بیرته ( دمدینی خلکوته ) نه ورکوي .
د شاوخوا قبایلو له پاره :
6- که چیرې ددې قبایلو څخه کوم یو دمکې دخلکو سره ژمن پاته کیدل غواړی نو هغوې په خپل دې کار کې اختیار لري ، (ترڅنګ یی) که کومه قبیله د محمد ص سره ژمنه او تړون کوی نو هغوې هم ازاد دي .
( په دې وخت کې دبنوخزاعه قبیلې د محمد صلې الله علیه وسلم سره تړون وکړ ، اود بنو بکر قبیلې د قریشو سره ژمنه وکړه . )
7- دا ځل به محمدص او دهغه سره راغلي ملګري د عمرې د اداکولو پرته بیرته ستنیږي .
8- په راتلونکې کال کې هغوې مکې ته د عمرې د ادا کولو له پاره د را تللو اجازه لري .
9- دهغوې مکې ته د را ننوتلو په وخت کې به قریش اودهغوې ګاونډیان له ښاره بیرون وځي .
10- مسلمانان دخپله ځانه سره د سپرلۍ سره مناسبه وسله راوړلې شي ، خو تورې به په منځ کې او په غلافو کې وي .
11- هغوې به په مکه کې د درې ورځو څخه زیات نه شي پاته کیداې .
12- مسلمانانو چې په دې سفر کې د خپله ځانه سره دهدی (قربانۍ) کوم حیوانات راوړي ، نه یی منې ته وړلی شي او نه یی په منی کې ذبحه کولې شي . مسلمانان پوهیږي او دهغوې هدی او مذبح.
ددواړو اړخونو څخه په دې تړون لاندې کسانو لاسلیک وکړ :
دمسلمانانو څخه :
1- ابوبکر صدیق . ۲- عمر ابن الخطاب ، ۳- عبدالرحمن بن عوف ، ۴ - عبد الله بن سهیل بن عمرو ، ۵- سعدبن ابی وقاص ، ۶- محمود بن سلمه .
د مشرکینو له اړخه........؟
د وثیقی یا لاسوند لیکونکې : علی بن ابی طالب .