غلام جيلاني ځواك
ځو ورځي دمخه جنرال ابي زيد په خپله يوه مركه كي ويلي وو چي د خپلو نړيوالو دوستانو په مرسته به د افغانستان ملي اردو په سيمه كي د يو چټګ غبرګون په ځواك واوړي.
د افغانستان اردو چي بنسټ يي د امير شير علي خان د واكمني په مهال ايښودل شوي د اعليحضرت غازي امان الله خان د سلطنت په دوران كي د منظمو تشكيلاتو خاونده شوه او د اعليحضرت محمد ظاهرشاه او شهيد سرداد محمد داود خان د واكمنيو په مهال په نسبتاً يوي مجهزي اردو واوښته. د افغانستان د اردو د ړنګيدو بنسټ هغه وخت كيښودل شو چي د ثور دمنحوسي كودتا نه وروسته د افغانستان اردو په يوي ګوندي اردو واوښته اوهمدا وو چي دخلق پرچم ګوند دواكمني د له منځه تللو او كابل ته د مجاهدينو د راتګ سره سم زموږ يوسلو پنځوس كلنه اردو هم ړنګه شوه اوځاي يي تنظيمي مليشو چي د ګاونډيو هيوادو دسختي اغيزو لاندي وي، ونيو او په دي توګه افغانستان ديوي ورانونكي او خونړي كورني جګړي په ډګر واوښت.
د طالبانو د راپرځيدونه وروسته كله چي افغانستان دولسواكي او دقانون دواكمني په لور لومړني ګامونه پورته كړل، نو دنړيوالي ټولني په مرسته د يوي نوي ملي اردو بنسټ هم كيښودل شو. اوس سره له دي چي زموږ ملي اردو دجوړيدو په لومړنيو پړاونو كي ده خو بياهم اوس كولاي شي چي په يواځي اوياهم د نړيوالو سوله ساتونكو سره په ګډه توګه د ترهګري پرضد عملياتوكي ونډه واخلي اود پام وړ برياليتوبونه لاس ته راوړي .
د افغانستان د اردو پياوړتيا يوشمير كړيو ته چي اوس هم د افغانستان په بي ا مني كي خپلي ګټي ويني انديښني را پيداكړي، حتي دننه په هيواد كي هم ځيني ورځپاڼي داسي څرګندوني كوي چي ګواكي د افغانستان د اردو پياوړتيا داستبداد پيل دي، سره ددي چي ځيني ښايي فكروكړي چي دوي دا څرګندوني يواځي دخپل متعصبانه قومي اومذهبي نړي ليد له مخي كوي خو كه دوي په رښتيني افغانستان خپل هيواد وګڼي او د افغانستان اردو خپله اردو نو بيا به د افغانستان داردو پياوړتيا ورته هيڅكله دانديښني لامل نشي، افغانستان زموږ د ټولو مشترك كور دي، هغه څوك چي د افغانستان د اردو د پياوړتيا نه دارنګ انديښني لري د هغي لامل يواځي د دوي متعصبانه نړلي ليد ندي د افغانستان د اردو د پياوړتيا سره مخالفت خپل شاته نور لاملونه هم لري چي مزي يي تركرښو هاخوا تر تهرانه اوماسكو پوري هم رسيدلي.
د كرسچين ساينس ماينتور ورځپاڼه داكتوبر په شپږ ويشمي نيټي په خپله ګڼه كي ليكي چي په ماسكوكي د شانګهاي كانفرانس دغړو هيوادو په غونډه كي به روسيه د چين په ملګرتيا د ناتو په وړاندي ديو پوځي اتحاد د جوړولوپه لور ګام واخلي دا كانفرانس غواړي په دي نژديوكي دهند، پاكستان او ايران ملګرتيا هم ترلاسه كړي.
دهند او امريكا ترمنځ د ښو اړيكو نوي پړاو او دهندو پاكستان او د هند چين ترمنځ د تاوتريخوالي تاريخ ته كه وګورو نو ګرانه بريښي چي هند دي په يوداسي پوځي ټلوالي كي ګډون وكړي چي پاكستان دي په كي غړيتوب ولري، خو بياهم دا خبره ثابته ده چي روسيه غواړي د سيمي دهيوادو په مرسته د ناتو په وړاندي يو پوځي ټلواله جوړه كړي.
نو په داسي حال كي چي دناتو او ائتلاف پوځونه په افغانستان كي د ترهګري سره په جګړه اخته دي د روسيي دا ګام كولاي شي د افغانستان امنيت د جدي ستونزو سره مخ كړي. كه ايران او پاكستان او ياحتي يواځي ايران هم په دي ټلواله كي ګډون وكړي، نو روسيه به په افغانستان كي د ناتو د پوځونوشتون او په دي هيواد كي داسي يو حكومت چي امريكا سره ښي اړيكي ولري ونه زغمي، دا كار هم د ايران په ګټه دي اوهم د پاكستان، همدا اوس داسي اوازي شته چي روسيه د جهاد اومقاومت په وخت كي په خپلو متحدينو په پټه توګه وسلي ويشي، ، دا هم ويل كيږي چي د همدي ټلوالي يوغړي همدا اوس دايران په سفر دي ترڅو وكولاي شي په دي هكله دايران ملاتړ ترلاسه كړي.
كه دا خبره رښتيا وي نود زښتي زياتي انديښني وړ ده، داسي ښكاري چي روسيي لادمخه د افغانستان د بي ثباته كولو هڅي پيل كړي، د څو مياشتو راپديخوا روسيه كله په افغانستان د پورونو خبره راپورته كوي اوكله هم په افغانستان كي دترهګري د روزني د مركزونو او كله هم د اپوښتنه پورته كوي چي د ائتلاف او ناتو پوځونه به تركومه په افغانستان كي ميشته وي.
د بده مرغه زموږ بل ګاونډي پاكستان هم دپيل نه د افغانستان دكمزوري كولو او بي ثباته كولو په هڅه كي دي او اوس هم د ترهګري سره په جګړه كي رښتيني نه بريښي، نو افغانستان دڅلورو خواوو د خپلو ګاونډيانو لخوا دګواښ سره مخ دي، ددي ګواښونو په نظر كي نيولو سره هغه څه چي جنرال ابي زيډ ويلي دي زښت زياد اړين بريښي، پرته لدي چي په اوس مهال په افغانستان كي دناټو او ايساف پوځي شتون ته سخته اړتيا ليدل كيږي، د افغانستان دولت هم بايد دخپلو نړيوالو ملګرو مرسته د ملي اردو په پياوړتيا او ځواكمني لپاره رغنده ګامونه واخلي، د افغانستان د ملي اردو پياړتيا د افغانستان خپلواكي او سرلوړي تضمينوي او د افغانستان په چارو كي د ګاونډيانو دمداخلي مخه نيسي.نو اوس چي كومي كړي دافغانستان دملي پوځ د پياوړتياسره په هره پلمه او هردليل چي وي مخالفت كوي په حقيقت كي د افغانستان د دښمنانو په ژرنده اوبه تويوي نو كه دافغانستان پرضد د روسيي نويو هڅو ته م وكړو، دا مخالفت د افغانستان پرضد د روسيي اودهغه دمتحدينو د يوي ستري ستراتيژي برخه بريښي. دافغانستان حكومت بايد په دي هكله له پوره زيركتيا او هوښياري كار واخلي، روسيي پخوا د ايديالوژي ترچتر لاندي پرافغانستان يرغل وكړ او اوس چي د ايديالوژي كاسه پخپله په ماسكوكي نسكوره شوي، روسيه به خامخا په افغانستان كي دقومي او ژبنيزو تربګنيو نه ګټه اخلي لكه څرنګه چي يي د كورني جګړني پر مهال تري ګټه واخسته.
افغانستان بايد دملي اردو اوملي پوليسو د پياوړتيا په خواكي دافغانستان داستخباراتي موسسو پياوړتيا ته هم كلكه پاملرنه وكړي، روسيه اوس پرافغانستان ديوبل سياسي او استخباراتي يرغل په درشل كي ده، سره لدي چي روسيه اوس د اقتصادي او پوځي پياوړتيا په دي پړاو كي نده چي نيغ نيغه افغانستان ته ګواښ پيښ كړي خود ژبني، قومي او مذهبي تربګنيو نه په ګټي اخستني د خپلو پخوانيو متحدينو په مټ كولاي شي د افغانستان نوي زيږيدلي ولسواكي له سخت ګواښ سره مخ كړي.
نو په داسي حال كي د ملي اردو او په ټوليزه توګه دهيواد دټولو وسله والو او امنيتي ځواكونو پياوړتيا له پخوا هروخت زياته اړينه بريښي او حكومت بايد په دي هلكه جدي پاملرنه وكړي