ماته نه منم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39985
محمود سعید
دخبریدو نیټه : 2010-10-30

ايدمورد هيلاري هغه څوک ووچه په لومړي ځل دايورست دترټولو لوړغره څوکې ته وخوت.
د۱۹۳۵ کال دمې مياشتې په ۲۹ نيټه نوموړي دنړۍ لوړغرونه لړکړل اوپوه شوچه نوموړی د۲۹۰۰۰ فوټه (۸۸۴۰)متره په لوړوختلوسره ترټولولوړې څوکې ته ختلی دی.

نوموړی په خپلوکوښښونواتلولي ترلاسه کړه!
کله چه دنوموړي کتاب(لويه پېښه) لولونووينو چه هغه دې برياته درسيدولپاره څومره هڅې کړې دي.

په(۱۹۵۲)زيږديز کال هغه هڅه وکړه ترڅودايورست لوړې څوکې ته وخيژي خوبريالي نشو،څواونی وروسته د انګلستان يوې ټولنې له هيلاري څخه وغوښتل ترڅو دهغه ددې سفرپه اړه معلومات ورکړي.

هيلاري دچکچکو له بدرګې سره ددريځ سرته وخوت!

خلکو ته دنوموړي زياراوهڅه ورپه ياديدل،خوايدمورد هيلاري ځان ته ديوناکام په توګه وکتل اوله ږغ لوړوونکي څخه لرې شو ، ددريځ يوې څنډې ته ولاړ،لاسونه يې موټي کړل اودايورست غره يوه انځور ته ځيرشو،وروسته ېې په لوړآواز  وويل:

دايورست څوکې! تاخوزه په لومړي ځل مات کړم خوبل ځل به دې زه ماتوم ،ځکه ته دخپلې لوړتياآخرني پوړته رسېدلی ېې اوزه لاهڅه کوم