د عبدالرحمن ابوعوف لیکنه
له کومې ورځې نه چې د واشنګټن ځواکونه دافغاانستان پلازمینې کابل ته ننوتلی او دطالبانو نظام ئې ړنګ کړی دی ، تر نن ورځې پورې دې داسې ستونزمن کړکیچ سره نه ؤ مخ شوی لکه چې په دې ورووستیو ورځو کې ورسره مخ شوی دی ، او دې داسې تګلارې دانتخاب او غورکولو څخه عاجز او ناتوانه دی ، چې د افغانستان له ګرداب څخه ئې د ډاډمن او مطمین وتلو پخلی وکړی ، د تیرو دو کالونو په ترڅ کې چې د باراک اوباما سیاسی اداره پکې سپینې ماڼۍ ته رسیدلی ده ، او دحکم واږې ئې په لاس کې اخیستی دي ، د افغانستان په کشاله کې ئې په دوه اړخیزه ستراتیژۍ تکیه کړی ده ، له یوه لوری ئې پرطالبانو نظامی او عسکري فشار راوستي دی ، چې خپلې سیاسی او ستراتیژیکې غوښتنې تر ډیره حده راټیټې کړی ، اوبل لوری ته ئې دسولې په هغه پروسه تکیه کړی ده ، چې په پایله کې ئې د امریکایی شرطونو او غوښتنو پر بنسټ لکه د افغاني دستور (اساسی قانون ) منل ، اوپه سیاسی پروسه باندې اعتراف کړل او د القاعدې سره د اړیکو شلول دي ، باید تر سره شي .
خود افغانستان د ساحې هریوڅارونکی په سترګو لیدلی شي ، چې واشنګټن د دغو هر یوه هدف په تحقق کې وروسته پاتی اوشکست ئې خوړلی دی ، او دا د سولې او نظامی فشار سیاست د طالبانو د موقف په بدلولو کې اغیزمن نه دی ثابت شوی اوطالبان ئې د خپل موقف نه دیوې ګوتې په کچه نه دی ښورولي ، چې په سرکې ئې د بهرنیو ځواکونو وتل ، او افغانانو ته خپل واک ورکول دی تر څو خپل سیاسی برخلیک د اسلامی هویت په چوکاټ کې په خپله وټاکي ، په داسې حال کې چې د دوی نظامی عملیات او فشار هم د طالبان مرکزونه او ځالې ړنګې نه کړې ، بلکې برعکس طالبانود هرې ورځې په تیریدو سره نوی ساحې او نوي ملګري پیدا کوي ، او د افغانستان ځمکه ئې د اور په سکروټه بدله کړې ، چې امریکا او د ناتو ځواکونه د بې شمیره ستراتیژیو سره سره نه شي کولای چې دا اور مړ کړي .
سیاسی روغه جوړه
د امریکا دغه شکست په افغانستان کې واشنګټن دې ته مجبور کړې ، چې خپله ستراتیژي یوځل بیا له سره وڅیړي ، نو دلڼډ مهال لپاره ئې د مصالحې په پروسه تکیه وکړه ، او ولسمشر ښاغلی کرزی ئې وهڅاوه چې د طالبانو سره د سولې نوې پروسه په لاره واچوي ، او ریاست ئې پخواني ریس برهان الدین ربانی ته ورکړی ، کوم چې طالبانو ئې په کال ۱۹۹۶م کې حکومت ونړاوه او له کابل نه ئې وشاړه ، ترڅو د سولې لارې چارې په طالبانو کې د معتدلو عناصرو سره په داسې ډول ګړندۍ کړي ، چې افغانستان ته سیاسی ثبات او استقرار راولي ، سره لدې که دا خبرې اترې په پټه اوسري توګه د طالبانوسره د هغو بنسټونو په اساس تر سره شي چې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ او طالبان په دې قانع کړي چې لدې روغې جوړې سره په ښه توګه په مخ ولاړ شي او په هیواد کې د وینو دغو آبشارونو ته دپای ټکی کیږدي .
وړاندې لدې چې د دې پروسې په مؤثرتوب او بریالیتوب خبری وکړو ، په داسې حال کې چې په دې نوې پروسه کې د تیرو پروسو په پرتله څه نوی شي هم نه شته ، پکار ده چې د رباني د شخصیت ، سیاسي پریکړو او د طالبانو سره ئې د سختې دښمنۍ اړوند په هغه پوښتنه رڼا واچوو،چې په پراخه توګه په سیاسی ډګر کې مطرح کیږي ، او دا پوښتنه دا ده : آیا داسې سړی چې د ربانی غوندې سابقه (ماضي ) او شخصیت ولري د هغې سولې د عالی شوری د ریاست لپاره مناسب سړی دی ، چې تمه ترې کیږي چې طالبان په دې قانع کړی چې وسله کیږدي ، په داسې حال کې چې سیاسی ډګر ته د طالبانو راګرځیدل اوپه سیاسی برخلیک کې شریکیدل به حتما د دې لامل شي چې د ربانی او دهغه د شمالی تړوالې رول او اهمیت د افغانستان په سیاسی ډګر کې کم او راټیټ کړي ، که ئې بالکل له سیاسی ډګر نه ګوښه نه کړي ، بلکې دا کار د دې لامل شوی چې خلک په دې باور شي ، چې د ربانی د سولې عالی شوری به هم د صبغت الله مجددي له شوری اواصلاحي کړنلارې څخه توپیر ونه لري .
لیرې له دې نه چې آیا ربانی د دې دندې لپاره مناسب سړی دی که نه په خپله د سولې په دغه پروسه کې ډیرې پوښتنې نغښتی دي ، پرځای د دې چې ځوابونه پکې نغښتی وي ، په تیره بیا لدې اړخه چې په همدغه مفهوم او بنسټ چې د طالبانو له معتدلو عناصرو سره خبرې وشي او دې ته اړشي چې وسله په مځکه کیږدي په سیاسی برخلیک کې شریک شي ، دافغانستان اساسی قانون ومني ، دالقاعدې سره اړیکې وشلوي .. تکراری پروسه بریښي ، او دا هغه ټکي دی چې طالبانو په کراتو رد کړی ، او هر هغه دسولې وړاندیز ئې رد کړی چې د یرغلګرو ځواکونو د وتلو مهال ویش له وړاندې و نه ټاکي ، او دا هغه موقفونه دي چې واشنګټن ته او دهغه اتلافي ځواکونه ته د ناتو په پیمان کې او همدا راز په کابل کې سیاستمدارانو ته د منلو وړ نه دي .
د سولې د پروسې په هکله دا پوښتنه مطرحیږي ، چې د سولې په دې وړاندیز کې څومره داسې مؤثر بدلونونه رامنځ ته شوی چې په دې قادر وی تر څو د طالبانوپه موقف کې بدلون رامنځ ته کړي ، او دامریکا سیاسی اداره څومره په دې قادره ده چې معتدل طالبان له سختدریځه طالبانو څخه بیل کړي ، او آیا په طالبانو کې داسې مختلف سیاسی دریځونه شته دي ،چې په معتدلو او سختدریځو وویشل شي ؟ طبیعي ده چې ځواب نه دي . ځکه چې د طالبانو سیاسی موقفونه اوپریکړې د سولې د پروسې او نورو مسایلو اړوند په خپل حال دي ، او د سیاسی مشرتابه او د میداني مشرانو تر منځ ئې یوالی شته دي ، دا سره لدې چې هغه وړاندیزونه چې امریکایانوطالبانو ته په دې وروستی کې وړاندې کړی د ځینو طالبانو خلو ورته اوبه کړی او د ځینو نومونه ئې د تروریزم د تور لست نه لیرې کړي،هم د دې لامل نه شول چې د طالبانو د سیاسی موقف اوپریکړې په نرمولو کې مؤثر ثابت شي .
طبیعي ده چې د طالبانو په موقف کې بدلون رامنځ ته نه شی ، خو کیدای شي چې د امریکا په چنلونو کې ډیرې داسې اوبه بیدلی وي ، چې د امریکا اداره د اوباما په مشرۍ دې ته اړه کړي ، چې د طالبانود حرکت اړوند ئې په موقف کې بدلون رامنځ ته شي ، چې د افغانستان په پراخه سیمو برلاسه دی ، اوځینو رپوټونو او څیړنو خو دا برلاسی ۷۰ ٪ ښولی دی . لدې څخه هغه اوازه چې د امریکا د اداره له پټو خونوڅخه روتلی او پدې دلالت کوي چې د امریکا اداره حاضره شوې ترڅو په اساس قانون کې بدلون ته پدې اعتبار سره غاړه کیږدي چې هر شی د بدلون وړ دي ، او د دې پلمې پر بنسټ چې د افغانستان اوږد تاریخ په دې دلالت کوي چې پارلماني حکم د دې هیواد لپاره مناسب حکم دی ، اوپه دې هیواد کې د ثبات او استقرار لامل کیدي شي . او دا هغه موقف دی چې د طالبان دحرکت د مشرتابه له غوښتنې سره تر ډیره حده توافق لري ، کوم چې غواړي دهیواد لپاره اساسی قانون له سره جوړ شي ، اوښایي چې د حرکت په منځ کې ګڼ شمیر خلک د دې مطلب سره توافق وښيي .
میانه حلونه
د امریکا په موقف کې بدلون تر دې کچې نه منحصریږي ، بلکې په اساسي قانون کې د بدلون سربیره کیدای شي د لویدیځ هیوادونه او په سرکې ئې امریکا د دې اعتبار پر بنسټ چې د اوباما اداره له وړاندې په کال ۲۰۱۱م کې د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو مهال ویش ټاکلی له افغانستان څخه وتلو ته غاړه کیږدي ، او دا هغه اشاره ده چې په دې دلالت کوی چې ګواکې واشنګټن دې ته حاضر دی ، تر څو هغه میانه حل د طالبانو سره ومني چې د دوی ستراتیژي کړکیچ ته د پښتنو په هیواد کې د پای ټکی کیږدي . خو دطالبانو سره میانه حل ته د واشنګټن غاړه ایښودل پدې مانا نه دی چې طالبان دې په هیواد کې بیا هغه پخوانی سیاسی رول ولوبوي ، بلکې د واشنګټن څیړل شوی تنازلونه طالبانو ته پدې منظور دی چې پر ټول افغانستان باندې ئې د برلاسی مخ ونیسي ، د اوسنیو سیاسی واکمنو قوتونو سره ئې په حکم کې شریک کړی ، د القاعدې نفوذ ته په افغانستان کې دپای ټکی کیږدي . او کیدای شي د دغې نظریې پخلی هغه بې دریغه مالی مرسته وکړي چې په هیواد کې د امنیتي قوتونو او موسسو د پیاوړتیا لپاره وړاندې کیږي ، تر څو په دې قادرشي چې د طالبانو د برلاسی مخه ونیسي . او واشنګټن سره لدې چې د نظامی تګلارې په ناکامۍ پوهیږي ، خو نه غواړي افغانستان طالبانو اود هغوی سره ملګریو قوتونو القاعدې ته د ساده او آسانه نمړۍ په څیر پریږدي .
دا یادونه اړینه ده ، چې د امریکا له لوری د طالبانو سره د سولې د پروسې تائید او د منځنۍ سیمې لپاره د امریکایی مسؤل جنرال پیټریوس په خوله دا اعلان چې د طالبانو یو مهم مشر ته ئې اجازه ورکړې چې کابل ته راشي او د سولې د پروسې پرامکاناتو او څرنګوالی د دولت سره خبری وکړي ، سره لدې چې په دې کې د سولې د پروسې تایئد او ورسره د مرستې اشاره ده ، خو په دې کې د واشنګټن هغه هیله هم نغښتی ده چې د طالبانو په منخ کې د اختلافاتو غوښتونکی ده ، او غواړي په دې تګلاره د طالبانو ځیني خلک ورنه راګوښي کړي ، چې لدې پروسې سره یو ځای شي ، دا په داسې حال کې چې تر اوسه د طالبانو موقف دسولې هر هغه وړاندیز ردوي چې د دوی شرطونه ونه مني .
سربیره په دې د ځمکې پرمنخ وضعیت ، د امریکا او ناتو پرځواکونو د طالبانو دحملو ډیروالی ،او د اقتصادی بحران وده ، د اوباما د ادارې په وړاندې د لوبې ساحه تنګه وي ، او د اوسنی وضعیت په بنسټ ئې په افغانستان کې دوام او پاتې کیدل هغه ګواښ دی چې له یوه لوری د واشنګټن نړیوال زعامت په خطر کې اچوي ، او له بل لوری د اوباما د ادارې په سیاسی راتلونکی چې خلک د افغانستان نه د امریکا دځواکونو راستنیدل ورنه غواړی بده اغیزه وکړي ، او د دې اعتبار په اساس چې دا جنګ د خپل واک پربنسټ جنګ دی نه دې کوم مجبوریت په اساس ، باید په افغانستان کې له هغو یو اړخیزه پریکړې څخه ډډه وشي ،چې کیدای شي د امریکا د قوتونو پرضد د خلکو د دښمنۍ احساسات راوپاروي .
مختلف لیدلوري
په افغانستان کې د سولې د پروسې څخه د واشنګټن او دهغه د ملګرو هیوادونو ملاتړ په دې مانا نه دی ؛ چې نړۍ د ثبات او استقرار لوری ته ورنیږدې شوې ده ، د طالبانو موقف د سولې د پروسې د وړاندیزونو اړوند لا تر اوسه په خپل حال دی ، د حرکت جهادی طبیعت اورنګ د دې مخنوی کوی چې د واشنګټن سره خبرو اترو ته کیښینې ، او دا په داسې حال کې که چیرې په اساسی قانون کې هغه بدلون رامنځ ته نه شي ، چې د هیواد اسلامی هویت وساتی ، او امریکایان له افغانستان نه ونه وځي ، دا سربیره په دې چې د طالبانو سره د سولې د پروسې د ریس برهان الدین ربانی اړوند د کلک شک باور شتون لري ، چې د سولې دې زیار ته به مناسبه فضا رامنځ ته نه کړي ، خصوصا چې ربانی به په هیڅ ډول حاضر نه شی چې داسې پریکړې وکړي چې د طالبانو راګرځیدل د افغانستان سیاسی برخلیک ته تضمین کړي ، بلکې د داسې پریکړو هڅه به وکړی چې د شمال ټلواله په دې قادره کړي ، تر څو د افغانستان د سیاسی برخلیک ډیره برخه ترلاسه کړي ، دا سربیره په دې چې د طالبانو سره د روغې جوړې دا پروسه بهرنی او داخلی ملاتړ نه لري اوپه سرکې ئې د طاجیک ،اوزبک او هزاره (شیعه ) نه غواړی چې د طالبانو سره دسولې پروسه بشپړه شي او یو ځل بیا د طالبانو او پښتنو حکومت راوګرځي .
دلته یوه خبره ډیره د اهمیت او پام وړ ده چې باید ورسره په جدي توګه برخورد وشي ، او هغه د سولې د پروسې اړوند د پاکستان د حکومت او دهغه د عسکری استخبارتي شبکه موقف دی ؛ د هیچ چا نه پټه نه ده ، چې د اسلام آباد او د کرزی د حکومت تر منځ اړیکې څومره سړې دي ، ځکه چې اسلام آباد په دې باور دی چې په افغانستان کې د هند هغه نفوذ مخ په ډیریدو دی چې د پاکستان په کلابندۍ کې ډیر اغیزناک دی او د هرې سولې په پایله کې به د طالبانو د برلاسی مخنوی وکړي ، د مثال په توګه د یوه نوی اتلاف تشکیل چې پکې ټول سیاسي قوتونه راټول شي ، او د افغانستان سیاسی نقشه له سره انځور شي د پاکستان سیاستمدارانو او نظامیانو ته د منلو وړ نه ده ، چې په خپل وار ئې د دې پروسې مخالفت ته راپاروی چې د طالبانو د برلاسي مخنوی پکې نغښتی دی ، او طالبان دې ته هڅوی چې د دې پروسې اړوند مخالف موقف ولري ، او دا موقف کیدای شي دا د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي که چیرې امریکا او د کابل حکومت هڅه ونه کړي چې د پاکستان حکومت سره روغه جوړه و کړي ، او دطالبانو په هکله ئې مرسته تر لاسه نه کړي ، آن تردې که دا خبرې پټې اوسري هم وي .
د طالبانو د مخالف دریځ ، د پاکستان تحفط او د سیمیزو اطرافود متفاوت دریځونه په دغه چاپریال کې ستونزمنه ده چې د افغانستان د سولې اړوند څه وړاندوینه وشي ، په داسې حال کې چې د مختلفو اطرافو دریځونه متفاوت اویوله بل نه لیري دي ، د بیلګې په څیر د طالبانو دغې ِغوښتنې ته چې باید له افغانستان نه دامریکا او بهرني ځواکونه ووځي ، دخیل بهرنی هیوادونه ورته غوږ نه نیسي ، خصوصا چې دغه وتل نن له افغانستان نه په دې مانا دی چې سبا طالبان برلاسی شي ، او دطالبانو شروطونو ته غاړه ایښودل په دې مانا دي چې د افغانستان له تاریخ څخه دا نه کاله تاریخ په بشپړه توګه لری شي ، اودامریکا حضور ته دپای ټکی کیښودل شي ، او دا کار به حتما د امریکا د ستراتیژۍ ماتی په مانا وي ، چې هیڅ کله بې ئې امریکا و نه مني .
دلته یوه اشاره ډیره اړینه ده چې طالبانو ته د دوی جهادی خصوصیت او په سیاسی او نظامی ډګر کې په مخالف دریځ باندې ټینګار په سیاسی لوبه کې پراخه ساحه ورکوي ؛ اوپه هیڅ صورت کې دې ته اړ نه دی چې واشنګټن ته تنازلونه ومني ، اوښایي صبر وکړي او انتظار وباسي چې تر دې ښه وړاندیز ورته وشي ، اوپه داسې حال کې چې د عسکري تګلارې په اساس یو لوری هم د بشپړ بری قدرت نه لري ، نو په افغانستان کې سوله ډیره لري بریښي ، دا سربیره په هغه سیمه ایزو اړخونه چې نه غواړی دا پروسه بشپړه شي ، اوکیدای شي دا اوسنی وضعیت دوام پیدا کړي ، چیرې چې امریکا نه حاضزیږي چې له کومې لوری راغلی له هغې لارې بیرته ووځي ، او طالبان د امریکایانو په شړلو او ماتی باندې ټینګار کوی او وایی : چې امریکایان به هم په افغانستان کې شورویانوته په ورته انجام ګرفتار شي .
او د دغو دو متضادو موقفونو په منځ کې ښایی د افغانستان ملت ډیرو کالونو ته اړتیاولری چې د اشغال پاڼه واړوي ، او یوه نوی تګلاره پیدا کړي ، چې له سره د افغانستان ټولنه داسې جوړه کړي چې تیرکشمکشونه ویر کړي او یو نوی ژوند پیل کړي .