پوهاند ډاکټر عبدالحی نظيفي - اتريش
یو غربي او یو شوروي دپلومات په خبرو کي هغه زمان چي د برلین دیوال ونړید په خبرو دا موضوع په دې ډول مطرح کړه چي غربي دپلومات په مغرورانه سبک وویل چي اوس د تاریخ اخیر دی او پس له دې غیر دوړو جنګو نه نور جنګونه نه کیږي او یوه ارامه او بې جنګه نړۍ منځ ته راغله نو روسي دپلومات ورته وویل چې تا سو بیچارګان به بېله له کوم دښمنه څنګه شپې سبا کوۍ او دا څو جملې سره بدلې کړې دا ټوکه لس کاله دیوې خولې نه بلې خولې ته تله او خلکو پرې خپل ساعت تیراوه .او ویل کیده به چې نورغټ جنګ نشته نور به خلک په ارامۍ ژوند کوي او نور کوم دښمن نشته ، جنګ نشته او کومه غټه فاجعه به منځته نه راځي او دا به دتاریخ اخیر ویي . او دا یو غلط فکر دی . دبرلین ددیوال د لویدونه تر نیویارک دبرجونو دلویدو پورې خلکو فکر کاوه چې نور کومه لویه پیښه نه کیږي او جنګونه په افغانستان کې یا د بامیانو دبتانو غورزول یوه وړه او عادي پېښه ګڼل کیده او نړۍ والو غوږونه پرې کاڼه کړي وواو بله مهمه پېښه په افریقاکې د روندا موضوع وه چي هوتو د توسي قبیلې د نړۍ والو په مخ کې قصابي کړه او هیچا سر پرې خوږ نه کړ او کاناډایي جنرال کولای شو ددې فاجعې مخه ونیسي خو ملګرو ملتونو هغه راوغوښت او په درې میاشتو کې یو ملیون خلک د هوتو داکثریت له خوا ووژل شول چي په دې کې ښځې واړه زاړه ټول شامل دي او دې خلکو د ورځې ۱۰۰۰۰نفر وژل او ددې حکومت نماینده په ملل متحد کې ناست واو ټولې نړۍ راڼه راڼه ورته کتل او کاناډايي جنرال چي په کیګالي د ۵۰۰۰زرو بین المللي عسکرو غوښتنه وکړه چې ددې مخه ونیسي خو کوفي انان او دیموکراتیکو قوتونو دا کار ونه کړ په درې میاشتو دا جینو سید تکمیل شو . او داخبره چي نور دښمن نشته غلطه ثابته شوه تر څو انسانان شته دښمن شته . غربي نړۍ بې له دې چې ځانته یو دښمن ولري په بل ډول یې ګذاره نه کیږي دروندا په جینو سید پاپ هم کوم اعتراض ونه کړ . سره له دې چې دواړه کاتولیکان وو دپاپ په یو اواز هم کیدای شوای چي هغه جینوسید واقع نه شي . زما ددې لیکنې موخه داده چې وښایم چی انسانان څومره مهم دي ؟
په سربرنیڅا کې هم مسلمانان د سربانو له خوا د ملګرو ملتونو دعسکرو په حضور قصابي شول او ملګرو ملتونو خپلو عسکرو ته د مخ نیوي امر ورنه کړ. امریکا کې باید دا سوال مطرح شي چې ولې دومره خلک مونږ ته بد وایي او مونږ یې بد ایسو؟
دا بد بینۍ په لومړي سرکې د تهران نه شروع شوه او خمیني امریکا ته لوی شیطان ووایه او امریکا هم دا فکر وکړي چي ولي؟
سیاست مداران وایي چي رژیمونه یو دښمن ځانته جوړوي چي خپل خلک په دې مصروف وساتي .