د ۲۰۱۰ م کال د نوامبر دوهمه
د ټايمز د مجلې د سیاسي خبريال جو کلين (Joe Klein) د څو برخو ګزارش لنډيز
نن د امريکا د کانګرس د پاره ددې هيواد د منځ دوره ي انتخاباتو ورځ ده . د «ټايم» مشهوره مجلې خپل يو کهنه پيخه مشهور سیاسي خبريال جو کلين (Joe Klein) د امريکا و ۱۲ ایالاتو ته لېږلی ترڅو د خپل ۲۴ ورځني سفر په ترڅ کي و مجلې ته ددغه انتخاباتو په هکله د خلکو نظریات را ټول او د هغوی نبض معلوم کړي . نوموړي د خپل سفر په پای کي داسي نتيجه اخيستې ده چي رايي ورکوونکي نور مايوسه سوي او خلک وايي چي د امريکا د ملت طلايي دوران نور تېر سوی دئ ». دغه حالت شايد په ظاهره داسي تحليل سي چي ډموکراټان د نوامبر د دوهمي نيټې په انتخاباتو کي ماته خوري .
جو کلين په خپل دغه ژوندي ګزارش کي چي په زياتو برخو کي خپور سوی دئ وايي، چي په دې نيژدې ورځو کي د امريکا د فونيکس ښار د مدني نهادو څو مشران سره راټول سوي وه څو د امريکا په باره کي خبري وکړي . ګړی به لا نه وو تېرسوی چي د خبرو جريان به د عثماني امپراتورۍ د زوال و موضوع ته را کښېوت . په واقعيت کي دا هغه څه دي چي نن سبا کله چي په امريکا کي دسیاسي نخبه ګانو بانډارونه جوړيږي نو پر دې موضوع باندي زياتي خبري کيږي . اساساً ددې موضوع د طرحي اهميت په دې ټکي کي پروت دئ چي د يوه ملت په حيث د امريکا طلايي ورځي نوري تيري سوي دي ، يعني زموږ اولادونه به ددې پسته د رفاه د هغه ښه ژوند په زمانه کي چي موږ پکښې اوسېدلو، نور ژوند ونکړي او همدارنګه چين هم زموږ څخه د کارو سرر يښته په لاس کي نيولې ده .
په دې غونډه کي زیاتره حاضر خلک جمهوري غوښتونکي وه ، خبري او بحثونه په ښه درځ سره روان وه ،خو دا بحثونه داسي نه وه لکه عادي ټلوېزوني کاذبه او هيجاني مناظرې چي تل د خلکو تر سترګو تيريږي .په دې لړ کي د آريزونا پخوانی قاضي ګرانټ ووډز د خپلو څرګندونو په ترڅ کي وويل چي « زه په خپل ټول ژوند کي داسي روزل سوی يم چي فکر کوم، موږ امريکايان تر ټولو بنی آدمانو بهتره خلک يو، اول لمبر يو او تل به همداسي پاتي يو . خو هغه څه چي نن يې موږ د سر په سترګو وينو، هغه دا چي دغه روزګار نور اوبو وړی دئ . په واقعيت کي دخلکو فکر هم په همدې خراپ دئ ، د امريکا دولتي کردار دغه بهير لا نور هم چټک کړی دئ » .
البته ووډز يو جمهوري غوښتونکی شخص دئ دهغه خبري محافظه کارانه جهت لري ، خو دغه عقیده د امريکا په عوامو کي يوه شايع سوې نظريه ده چي په يوازي توګه نسي کولای هغه خښم بیا ن کړي چي ما د خپل ۲۴ ورځني سفر په جريان کي د سر په سترګو وليد . خلک د سیاسي شعور ويوې خورا لوړي سطحي ته رسېدلي دي .
کارټ ډيويس چي د جمهوري غوښتونکي ګوند د عامه اړيکو مشاور دئ هغه هم په همدغه غونډه کي ورته موضوع مطرح کړې وه . هغه ددې سره موافق وو چي امريکايي ارزشونه د سخت دريزه چپيانو لخوا چاپېر سوي دي، خو دايې هم وويل کله چي زموږ د ټولني متوسط قشر راسته جريان تر څېړني لاندي نيسي نو هغوی دغه واقعيت ويني چي آزاد تجارت هغوی څونه بيچاره کړي دي ، همدا وجه ده چي هغوی د دواړو خواوو څخه نا اميده کيږي . زه نسم کولای خپلو ماشومانو ته ووايم چي هغوی به په راتلونکي کي يو داسي مناسب شغل ولري چي تر دېرشو کالو پوري به دوام وکړي او د تقاعد په وخت کي به دهغه څخه يوکافي اندازه معاش هم تر لاسه کړي . که زه هغوی ته داسي څه وايم ، نو درواغ به مي ورته ويلي وي .
خلک اوس په دې پوهيږي چي دداسي آيندې بريښکه نسته او له همدې کبله هغوی عصباني دي . اوباما هم ددغه عصبانيت په وجه و بري ته ورسید خو ددغه خښم او تشويش د رفع کېدو په خاطر يې هيڅ اقدام ونکړ . نن خلک تر عصبانيت زیاتره تشويش لري او وار خطا دي . په دې سفر کي ما د لسهاوو کانديدانو او په سلهاوو رايي ورکونکو سره وليدل . رای ورکوونکو تر سیاستوالو زیات پر خپلو مواضعو باندي ټينګ وه . د هيواد په هکله چي په رسنيو کي کوم بحث روان دئ، عام خلک په هغه باور نلري او په ليدو او اورېدو يې ستړي سوي دي .
ماته د فونيکس اوسېدونکې ليزا اورايس نومي يوې تاجري وويل « زما د ډموکراټانو سره نه ده جوړه ځکه چي معلومه نه ده هغوی په څه شي پسې روان دي . خو د جمهوري غوښتونکو څخه ځکه کرکه لرم چي په دې پوهېږم هغوی څه شي غواړي ! » . دغه شاني عقاید هر ځای سته . خلک په خپلو فرضیاتو کي نوې کتنه کوي . دغه ملت د ځان پېژندلو او مستقل فکر کولو په حالت کي دئ . خلک په دې باور دي چي د واشنګټن اداره په نه جوړېدونکي توګه فاسده سوې ده .
د امريکايانو لوی خېلونه د هغه جنګي حالاتو څخه چي د سپټامبر د يولسمي را وروسته را منځته سوي دي هم وارخطا او عصباني دي . هر بحث چي شروع کيږي بس د افغانستان ماجرا يې په سر کي ځای نيسي . د چين نوم هم زیات تا وبالا کيږي . خلک د افغانستان د جګړ ې بري ته رسول د شک په سترګه ګوري، هر کله چي ددې جګړې په هکله پوښتنه وسي نو هغوی خپل عکس العملونه د هېښوونکي مصارفو په ښودلو سره څرګندکړي .
د عمومي افکارو په داسي يوه متشنجه ماحول کي بارک اوباما ځای نلري . هغه ته درناوی کيږي خو څوک شاباسای نه ورته وايي . خلک د هغه څخه نا اميده دي . و وال سټريټ ته د بوش او اوباما مالي مرستي د خلکو نفرت را پارولی دئ . د دولت لخوا د جنرال موټرز او کرايسلر د شرکتو نجات هم يو ناسولټه عمل ارزول سوی دئ . د دولت سره د امريکايانو موضع د شک او ترديد موضع ده . اوباما حتی د خپلو جدي طرفدارانو په منځ کي و يوې سياسي معما ته پاته کيږي . د آرمانو او آرزوګانو يو وچ سمبول . ډېرخلک په دې باور نلري چي د امريکا سیاسي رهبران به وکولای سي و وضعي ته سر و سامان ورکړي . امريکا تل د بېلابېلو مليتو د استوګني ځای وو او ما د امريکا څخه هميشه همداسي يو تصور درلود، خو اوس دغه حالت زیاتره و يوه باتلاق ته ورته دئ .
مأخذ : د ټايم په مجله کي ددغه لاندي لينک پرله پسې لړۍ
http://www.time.com/time/video/player/0,32068,628821312001_2024475,00.html#ixzz13zkjuxYs