اسلامي سیاسي وثیقې او لاسوندونه - دریمه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40083
ژباړه : قریب الرحمن سعید
دخبریدو نیټه : 2010-11-03

 (۱۲)
رسول الله صلې الله علیه وسلم ته د قریشو لیک :
ددواړو  اړخونو تر منځ  په حدیبیه کې  د سولې د تړون د لاسلیک  په اساس تاسې  زمونږ د هغو  خلکو د بیرته راکولو مسؤلیت  په  غاړه  لرئ  چې د مکې  څخه  تښتیدلي اومدینی ته  در رسیدلي دي ، په دې اساس  زمونږ د غه  وګړې بیرته مونږ ته تحویل کړئ . ( دا  لیک د ابوبصیر صاحب  عیص د بیرته  ورکولو په اړه  دې ، خو ددې د ځواب  نقل  نه  دې تر لاسه  شوې ، او نه ددې لیک  مصدر  تر لاسه  شوې دې .  لیکوال )
(۱۳)-(۱۴)
(الف ) دحدیبیي د تړون د څلورمې مادې د  له منځه وړلو  له پاره د مکې د قریشو  له اړخه غوښتنلیک :
(ب ) دابو بصیر صاحب عیص  په نامه د رسول الله صلې الله علیه وسلم  لیک :
په دې مضمون  چې : دا ځاې  پریږدئ  او « په مدینه کې  و اوسیږئ  ».
 دمکې خلکو د دحدیبیي د  تړون  تر مخه ابوبصیر  دمسلمانۍ په خاطر  بندې کړې و ، ددې تړون  وروسته ابو بصیر  دهغوې  د بندېخانې  څخه و تښتید او مدینی ته ولاړ . اودهغې  وروسته  لاندې  وګړې  هم :
(1) ازهر بن عبدعوف  بن عبدالحرث  بن زهرة .
(2) اخنش  بن شریق  بن  عمرو بن وهب ثقفي .
دمکې خلکو د ابوبصیر د بیرته  را ستنیدو  په خاطر خپل دوه کسه  عسکر  مدینی ته  واستول ، ددوې د ډلې څخه یو غلام و  او بل  د عامر بن لویی د قبیلې  یو کس  و . رسول الله  صلې الله علیه وسلم ابو بصیر را وباله   او ورته یی وفرمایل :
« زمونږ او د مکې دخلکو تر منځ  د تړون  په اساس   به ته  ددې خلکو سره یو ځاې  بیرته  مکې ته ستنیږې .»  ابوبصیر  د ځنډ پرته دهمدې دواړو  عسکرو سره  یو ځاې  روان  شو .
خو کله چې درې  واړه  د ذوالحلیفې  په   سیمی کې   د دمې  له  پاره  تم  شول  نو ابوبصیر  عامري ته وویل :« وروره  دا توره خو دې راته  لږ و ښایه »  هغه خپله توره  له تیکي  را وویستله  اوهغه ته یی ورکړه . ابوبصیر دتورې  په ستاینه کې د یو دوه کلیمو د ویلو وروسته  په  عامري  باند ې داسې   وار  وکړ  چې هغه یی هملته د زمکې  سره زمکه کړ . ابوبصیر خپله  توره په لاس  نیغ  مدینی ته را غې . په همدې وخت کې د  قریشو هغه غلام  هم  په ډیر ناوړه  حالت کې  رسول الله صلې الله علیه وسلم  ته  راغې . په دې وخت کې ابوبصیر  پخپله د رسول الله صلې الله علیه وسلم  په خدمت کې  حاضر شو او ورته یی وویل :« ما ستا دحکم  تعمیل کړې ،که  چیرې  دا سې نه وې  نو دمکې  خلکوبه زه په خپل دین باندې  نه واې پری ایښې » رسول الله صلې الله علیه وسلم ابو بصیر ته وویل « تا خو ډیر جنګجو یی  ، که دنورو سره   لږ څه   خلک هم  واې  نو ددواړو  ډلو تر منځ  به د جنګ  نښتل  به  ستونزمن  نه و»
کله چې  ابوبصیر دا حال  وکوت نو په شاولاړ  او دعیص  سیمی ته ورغې او هملته  ځاې په  ځاې  شو ، دهغه  دغه پیښه  په ټوله  سیمه کې  مشهوره   شو .
اوس نو هر څوک  چې  د مکې دخلکو  څخه  مسلمانیده  نو  هغه  به د مدینې په ځاې  نیغ  د عیص  سیمې ته  ورته . ددې تر مخه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د ژبې  څخه دا خبره اوریدل  شوې وه  چې :  «ویل امه محش حرب لو کان معه رجال »  د « ابوبصیر مور دې  خداې  پوه کړي  که چیرې دهغه  سره څه  نور کسان هم ملګري شول  نو دا  به جنګ  شروع کوي !»
 درسول الله صلی الله علیه وسلم  دا خبره د مکې  خلکو ته هم رسیدلې وه ، او همدا   د نوو مسلمانانو  له پاره د عیص  په  لور  د ور تللو  او دابوبصیر  سره د یو ځاې کیدو له پاره  محرکه  ګڼل کیده .  په لږه موده کې  هلته په  عیص کې د مسلمانانو  ۷۰ اویا  کسیزه ډله  را ټوله  شوه .
د عیص  سره نژدې  د شام په لور  تلونکې هغه  لویه  لاره  پرته ده چې د مکې  خلکو به پرې تګ  را تګ  کاوه . ابوبصیر  به هلته هغوې ته  په سنګر  کې ناست و  ، کله به  یی چې دهغوې  د راګ  خبر واورید  نو حمله به یی پرې کوله او مال او اسباب  به یی ترې  اخیست  او څوک  به یی  چې د تورې  لاندې  راغې نو دهغه  سر به یی ترې  پرې کاوه . قریشو دهغه  د دې  یرغلو توان  را نه وړ. ( متن  د لږ څه  زیادښت  سره د سیرة ابن هشام  په حواله ۲۴۲ او ۲۵۳ مخونه .)
الف -  دعیص د مقام  څخه د ابوبصیر د انتقال  له پاره  د قریشو  غوښتنلیک :
«تساله بارمها الا آواهم فلا حاجة لنا بهم  »
اې محمده ص  ! مونږ  تاته  دخپلو ځانو  په  اړه   ، ستا د رحم  واسطه  وړاندې کوو  او غوښتنه کوو  چې په عیص کې دپرتو مسلمانانو  له پاره مونږ کومه اړتیا  نه لرو، تاسې هغوې  ته په  مدینه کې د اوسیدلو  اجازه ورکړئ ،مونږ د حدیبیي د څلورمې مادې  څخه  تیر  یو .
ب – د عیص څخه د بیرته را ستنید و  له پاره ابوبصیر ته ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لیک :
هغه وخت  چې  رسول  الله صلی الله علیه وسلم ابوبصیر  ته  دمدینی  په لور د بیرته  راستنیدو  لیک ور  واستاوه  نو ابوبصیر  دمرګ په  بستره  باندې  اړخ   بدلاوه. دهغه د وفات  نه وروسته دهغه ټول  ملګري مدینی ته ولاړ ل . ( ددې دواړو  لیکونو  اصلی  متن   نه دې تر لاسه  شوې .)
(۱۵)
دخیبر دیهودو  په نامه  بلنلیک :
بسم الله الرحمن الرحیم
د محمدرسول  الله  له  اړخه  چې   دموسې  ع    دوست  او په هغه   دنازل  شوې کتاب  ( تورات)  تصدیق کونکې دی . په غوره سره یی واورئ :
الله تعالې په تورات کې  په څرګنده توګه  دا امر  ډاګیزه کړې دې   او تر اوسه هم په تورات کې  شته  چې  :
محمد رسول الله  والذین معه  اشداء علی الکفار  رحماء بینهم  ترهم  رکعا سجدا یبتغون فضلا من الله  ورضوانا سیما هم  فی وجوههم  من  اثر السجود -  ذلک  مثلهم  فی التوراة ، و مثلهم  فی الانجیل ،  کزرع  اخرج شطئه  فازره  فاستغلظ فاستوی  علی  سوقه یعجب  الزراع لیغیظ  بهم  الکفار-  وعد الله الذین  امنوا  و عملوالصلحت  منهم  مغفرة و اجرا  عظیما  ( ۴۸-۴۹)  (ژباړه ۳۹ مخ)
او اې یهودو  ! زه تاسې ته د الله  تعالې  په لاشریکه  ذات   سوګند درکوم ، او په هغو الهی احکامو سوګند درکوم  چې تاسې ته دالهي وحې  له لارې  راغلي  دي ، او تاسې ته د هغه  واحد خداې  سوګند درکوم  چې تاسې  یی  په  من وسلوا و نازولئ ، اودهغه نجات  ورکونکي په نوم  سوګند درکوم  چې تاسې  ته  یی د فرعون  د نیولو څخه  دژغورلو  له پاره په سمندر کې  لاره پرانسته . تاسې ماته ووایاست  چې هغه څه  چې تاسې ته د وحې په  بڼه  را نازل شوي دي  په هغه کې دا حکم  نه شته چې « کله چې محمد ص    ظهور وکړي  نو پر هغه ایمان  راوړئ ؟»
که  چیرې  په تورات کې دا ډول  حکم  نه وي  نوبیا بې شکه  چې تاسې  زما د معاملې په  اړه  ازاد  یاست . « قد تبین الرشد  من الغی » خو تورات  زما  په اړه  د زیرې  ورکولو  څخه   خاموشه  نه دې ، په دې خاطر زه تاسې ته د خداې د حکم او دهغه  په  اخري نبي دایمان  را وړلو په لور  بلنه  درکوم .
(۱۶)
د خیبر د یهودو  په  نوم  لیک ، چې په  هغه کې   د عبدالله  بن سهل انصاري  ددیت  غوښتنه شوې :
دا دخیبر  نه وروسته  پیښه ده . د مدینی د انصارو  څخه دوه کسان  عبدالله بن سهل  او محیصه  ابن مسعود د کار او مزدورۍ  له پاره  خیبر ته تللي وو ، او دواړو  دخپلې  روزۍ  د لټون  له پاره په کلیو کې یو دبل سره  جدا  شول . خو په ناڅاپی توګه   محیصه ته  د خپل ملګري عبدالله  لاش   داوبو په  یوه ډنډ کې  تر سترګو شو. بیرته  مدینی ته  په راستنیدو سره یی  ټوله  واقعه  رسول الله صلی الله علیه وسلم ته بیان کړه اودعبدالله دوژلو مسؤلیت  یی د  خیبر د یهودانو  په غاړه   ور  واچاوه .  کله چې  یهودان مدینی ته راغلل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغو یهودانو ته  دقسم  کولوله پاره   وویل  نو هغوې تیار  شول ، خو د وژل شوي  وارثانو وویل  « دکفارو په سوګند  باندې  باور  نشي کیداې   .» 
اخر  رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا قضیه  پاې ته  ورسوله او د بیت المال  څخه یی دهغه  وارثانو ته  دیت  ور کړ .
( سیرت  ابن  هشام  ۳۷۶ مخ ، دعبدالمنعم  کتاب ، «نبوپ رسالې »  ۱۲۶ مخ ، کنزالعمال پنځم جلد ۵۵۱۳-۵۵۱۴ مخونه. )
دمؤلف  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ددې لیک په لور  اشاره :
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  دانصارو ددې واقعې په اړه  دخیبر یهودو  ته  په دې عبارت  یو لیک  و لیکه :
«انه قد قتل بین ابیاتکم  فدوه  او ائذنوا  بحرب  من الله ! »
« ستاسې په کلی کې د فلانکې  سړې   لاش  موندل شوې دې ، د وژل شوې  سړې  دیت  اداء‌ کړئ  او که  نه  پر تاسې به حمله وکړل  شی .» (موطا امام مالک  باب القسامة )
درسول الله ص   دفرمان په ځواب کې دخیبر دیهودو  لیک :
«فکتبوا یحلفون  با لله ما قتلوه  و لا یعلمون  له قاتلا فو داء رسول الله  من عنده »
(  په  خداې سوګند !   چې نه مونږ  هغه شخص  وژلې دې  او نه یی  د وژونکې په اړه  معلومات  لرو . ددې  ځواب  وروسته رسول الله  صلی الله علیه وسلم د وژل شوې  وارثانو ته  د بیت المال  څخه  دیت  ورکړ . )
( هماغه مخکینۍ حواله  )
(۱۷)
دخیبر په  پیداوارو کې  د فاتحینو  برخه :
( د خیبر د فتحې سره سم  د مفتوحینو سره  د امان  او  مزارعت  دواړو په اړه تړون  وکړل شو .
الف -  دامان  له پاره شرط :  کله   چې یومسلمان وغواړی  دلته  میشت شي  نو میشت کیدې  شي .
ب- د مزارعت  له پاره شرط :  د پیداوارو  نیمایی  ویش .
ج-  دامان او زراعت  د  اجازې  سره یو ځاې د هغوې په هر  وګړي  یو دینا  جزیه هم  و لګیده . )
 بسم الله الرحمن الرحیم
د خیبر په  پیدا وارو  کې  دلاندې  کسانو  له پاره د وثیقې  په توګه  داسې  و لیکل  شول چې :  
1- ابوبکر بن ابوقحافه   ۱۰۰ وسقه .
2- عقیل بن ابوطالب    ۱۴۰ وسقه .
3- دجعفر بن ابوطالب زامن   ۵۰ وسقه .
4- ابوسفیان بن حارث بن عبدالمطلب ۱۰۰ وسقه
5- ربیعه  بن  حارث    ۱۰۰ وسقه .
6- صلت بن مخرمه    ۳۰ وسقه .
7- ابونبقه     ۵۰ وسقه .
8- رکانه بن عبدیزید   ۵۰ وسقه .
9- قاسم بن مخرمه بن عبدالمطلب ۵۰ وسقه .
10- مسطح بن اثاثه  بن عباد  ۳۰ وسقه .
11- دمسطح خور یعنې هند ۳۰ وسقه .
12- صفیه بنت عبدالمطلب ۴۰ وسقه .
13- حسینه ینت ارث   ۳۰ وسقه .
14- ضباعه بنت زبیر   ۴۰ وسقه
15- حصین ، خدیجة ، هند  ۱۰۰ وسقه
16-  تر  ابن عبیده ابن حارث  پورې ..
17- ....
18- ام حکیم بنت ابوطالب ۳۰ وسقه .
19- ام هانی بنت ابوطالب ۴۰ وسقه .
20- جمائه بنت ابوطالب  ۳۰ وسقه .
21- ام طالب بنت ابوطالب  ۳۰ وسقه .
22- قیس ابن مخرمه بن ابوطالب ۵۰ وسسقه .
23-    دارقم دواړو زامنو ته    ۵۰ وسقه .
24-           عبدالرحمن بن ابوبکر  ۴۰ وسقه .
25- ابوبصرة    ۴۰ وسقه .
26- ام بصرة    ۲۰وسقه .
27- ابن  ابی حبیش  ۳۰ وسقه .
28- عبدالله بن وهب   ۵۰ وسقه .
 
29-  دعبدالله زامن   ۵۰ وسقه .
30- نمیله  کلبي دبني لیث د قبیلي :  ۵۰ وسقه .
31- ام حبیبه  بنت  جحش  ۳۰ وسقه .
32- ملکان بن عبده  (۱) ۳۰ وسقه .
33- محیصه بن مسعود  ۳۰وسقه .
34-  فاطمه    ۱۰۰ وسقه .
35- علي    ۱۰۰ وسقه .
36- اسامه بن زید   ۲۰۰ وسقه ، غله  او ۱۰۰ وسقه کجورې .
37- عایشه    ۲۰۰ وسقه .
38-  د ټول حرم  له پاره   ۹۱۰ – ۷۰۰ وسقو پورې
39- عجیز بن یزید  ۳۰ وسقه .
40- مکرز بن عبده   ۳۰وسقه .
41- حمنه  بنت جحش   ۳۰ وسقه .
  
(۱)-دا نوم په واقدې او طبرې کې  راغلې  دې  مګر ؟ « سماه ابن هشام ملکون  بن عبدة  و ذکر ه  فیمن  اطعمه النبی  ص    من خیبر  ثلاثین و سقما »  ( اصابه نمبر ۸۱۹۷) 
(۲)-په دې شیانو کې ، غنم ، جیوار ، اوربشې ، اوکجورې  ...  په څیر شیان  شامل ودې  ( ابن هشام ).