د کابل کرکټ په ملي سټډیم کې د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلې د غوراوۍ سیالۍ اخري پړاو ته ورسیدلې. په دې سیالۍ کې د ۵۰۰ څخه ۷۰ غوره لوبغاړو لوبه کوله چې په پنځه لوبډلو ویشل شوې و.
د افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوۍ کمیټه په دې سیالۍ کې د ګډون کوونکو په لوبه کولو فکر کوي، د منډو د کتاب له مخې به دا لوبغاړي د افغانستان د ۱۹ کلنو څخه په کم عمره لوبډلو ویشل کیږي.
افغان کرکټ بورډ د ۵ ورځې سیالۍ وروسته د ۷۰ لوبغاړو څخه ۲۶ تکړه لوبغاړي چې په دې سیالۍ کې ځلیدلي و غوره کړل، افغان کرکټ بورډ دا ۲۶ لوبغاړي د لوبو کولو لپاره د پاکستان هیواد ته لیږي چې دوه لوبې د پښتونخوا او دوه لوبې د ایبټ اباد د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلو سره کوي.
لومړۍ دوه لوبې د پښتونخوا د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډلو سره د نومبر د میاشتې په ۱۱ او ۱۲ نېټه کوي، دوه نورې لوبې به په ایبټ اباد کې د نومبر په ۱۳ او ۱۴ نېته د ایبټ اباد د ۱۹کلنو څخه کم عمره لوبډلې سره ترسره کوي.
افغان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې په دې ۲۶ لوبغاړو کې چې هر لوبغاړی ښه وځلید د منډو د کتاب له مخې به د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډلې ته لاره پیدا کوي.
د ۷۰ څخه نور پاتې لوبغاړي چې په دویمه درجه ښه ځلیدلي دي هغوی به د افغان ۱۹کلنو ای لوبډله ته لاره پیدا کوي.
په دې ۷۰ لوبغاړو کې چې کوم لوبغاړي په دریمه درجه ځلیدلي وي کرکټ بورډ د هغوی څخه د ملي کرکټ اکاډمۍ د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبغاړو لوبډله جوړوي او پاتې نور لوبغاړي به د افغانستان کرکټ د زونونو په لوبډلو کې شاملوي.
افغان کرکټ بورډ د لومړي ځل لپاره د ۵۰۰ لوبغاړو څخه ازموینه واخستله، په لومړي پړاو کې یې ۱۲۰ او د غوراوۍ په دویم پراو کې یې د۱۲۰ څخه ۷۰ لوبغاړي غوره کړي و.
افغان کرکټ بورډ د افغانستان ولابتونه د کرکټ د پرمختیا لپاره په پنځه زونونو ویشلي چې په لاندې ډول دي:
۱: بست زون ( کندهار، هرات، غور، هلمند، فراه، نیمروز، زابل، روزګان).
۲: بند امیر زون ( کابل، کاپیسا، پروان، وردګ، پنجشیر، بامیان).
۳: امو زون ( کندوز، تخار، جوزجان، بدخشان، بلخ، بغلان).
۴: مس عینک ( خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزني).
۵: سپین غر ( ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان