بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله الذي مَنَّ على عباده بمواسم الخيرات، والصلاة وسلام على اشرف المخلوقات.
وبعد:
د لوى خداى فضل او کرم او د بشريت پر ټولني د نعمتونو څخه يو هم دا دى چي د خپلو بندګانو لپاره يي د کال په دوران کي و مختلفو ورځو او شپو ته بهتري او فضيلت ورکړي ده، د دې لپاره چي د خداى دوستان په هغو ورځو او شپو کي د الله عبادت وکړي او لوى لوى ثوابوه وګټي، د هغي له جملي څخه يو هم د لوى اختر د مبارک مياشت اولنۍ لس ورځي دي.
د دې ورځو فضيلت د قرآن کريم په رڼا کي:
قال تعالى: ﴿وَالْفَجْرِ وَلَيَالٍ عَشْرٍ﴾
د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چي له وليال عشر څخه د ذي الحجي لس ورځي مراد دي.
ابن کثير رحمه الله و دې حديث ته صحيح ويلي دي.
يقينا چي الله په څه قسم کوي هغه به ضرور د اهميت او فضيلت وړ وي، ايا همدومره د دې ورځو د فضيلت لپاره کافي نه دى؟
وقال تعالى: ﴿ويذكروا اسم الله في أيام معلومات﴾.
ابن کثير رحمه الله وايي چي د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چي هغه ويل له ايام معلومات څخه د ذي الحجي لس ورځي مراد دي.
وقال تعالى: ﴿وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ﴾.
ابن کثير رحمه الله وايي چي: په دې کي د مفسرينو اختلاف دى چي له عشر څخه کومي ورځي مراد دي، خو اکثر مفسرين وايي چي د ذي الحجي لس ورځي ځيني مراد دي، او دا د مجاهد او مسروق او ابن جريج قول هم دى.
د ذو الحجي لس ورځي د احاديثو په رڼا کي.
د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام يعني أيام العشر، قالوا: يا رسول الله! ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله، فلم يرجع من ذلك بشيء. رواه ابو داود.
ژباړه:
تر دې لسو ورځو نوري داسي ورځي نسته چي په هغه کي دي الله پاک ته نيک عمل ډير محبوب وي، (صحابه کرامو) وويل چي اي د الله رسوله! د خداى په لاره کي جهاد هم تر دې کم دى؟! ده صلى الله عليه وسلم وويل: د الله په لاره کي جهاد هم له دې سره نه دى برابر! مګر هغه سړى چي د الله په لاري کي د خپل مال سره خپل ځان هم وباسي او بيا نه دى او نه هم مال يي بيرته راسي.
علامه بدر الدين العيني رحمه الله د دې حديث په تشريح کي وايي چي: دا حديث پر دې دلالت کوي چي دا لس ورځي د ټول کال غوره ورځي دي، نو له همدي امله که چا نذر ومانى چي زه به د کال په غوره ورځو کي روژه نيسم نو پر دې سړي د دغو ورځو روژه لازمه ده؛ ځکه دا د ټول کال هغه غوره ورځي دي.ج:٧ص:٦٠٦.
په دې ورځو کي نبي کريم صلى الله عليه وسلم د عبادت کولو ترغيب ځکه خپل امت ته ورکړى دى چي دا ورځي د نورو ورځو په نسبت غوره او بهتر دي، او دا خو حقيقت دى چي نبي صلى الله عليه وسلم د کومو ورځو فضيلت ووايي يقينا هغه هم داسي وي، له دې امله په دې لسو ورځو کي الله پاک د انسانو لپاره د خپل دين لوى لوى عبادتونه مقرر کړىدي لکه په دې ورځو کي د عرفي ورځ، او د اضحيي ورځ، او دا شان قرباني کول او د اسلام ستر رکن حج ادا کول دي، د دې ټولو لپاره يي د دې ورځو تخصيص کړى دى نو معلومه خبره ده چي دا وخت د فضيلت او د عبادت وخت دي.
حافظ ابن حجر رحمه الله د دې ورځو د فضيلت دليل داسي وايي:
والذي يظهر أن السبب في امتياز عشر ذي الحجة لمكان اجتماع أمهات العبادة فيه ، وهي الصلاة والصيام والصدقة والحج ولا يتأتى ذلك في غيره " أهـ
ژپاړه: د ذي الحجي د لسو ورځو د بهتري سبب دا دى چي په دې کي لوى لوى عبادتونه را جمعه سوي دي لکه لمونځ، روژه، صدقه، او حج له دې څخه پرته په نورو ورځو کي داسي عبادتونه نه دي راغلي.
نو ځکه سلف صالحو د دې ورځو د عبادت ډير اهتمام کاوى:
فقد كان سعيدُ بن جبير { إذا دخلت العشرُ اجتهدَ اجتهاداً حتى ما يكاد يُقدر عليه }.
ژباړه: کله چي به دا لس ورځي را داخلي سوي نو سعيد ابن جبير رحمه الله به په داسي اندازه کي کوښښ کاو چي دا خيال به دي و چي پر دې به د انسان قدرت هم نه وي.
دا روايت دارمي په حسن اسناد سره روايت کړى دى
زما مسلمانه وروره!
که دې الله پاک دا ورځي په نصيب کړي، نو خيال به کوي چي له دې ورځو څخه لکه څنګه چي مناسبه وي داسي فايده واخلي، خداى خبر چي ستا په ژوند کي به بيا پر تا دا ورځي راځي او که يا، په سستي او بي غمي کي يي مه تيره وه، څونه عبادت چي دې کاو په دې ورځو کي نور هم د الله و طرف ته توجه زياته کړه لمونځ، روژه، صدقه، تلاوت، ذکر او تسبح ډير کوه.
لکه ابو عثمان النهدي رحمه الله د مخکني بزرګانو حال داسي بيانه وي:
كانوا يعظمون ثلاثَ عشراتٍ : العشرَ الأخيرَ من رمضان ، والعشرَ الأول من ذي الحجة ، والعشرَ الأول من المحرم.
چي دوى به د درو لسيزو زيات تعظيم کاوئ: د رمضان اخيري لسيزه، د ذي الحجي اولنۍ لسيزه، او د محرم اولنۍ لسيزه.
خو د الله فضل دا دى چي و خپلو بندګانو ته يي د عبادت او خير ډيري مختلفي لاري ښوولي دي د دې لپاره چي د مسلمان بيداري دوامداره وي او په خوش طبعي سره رنګا رنګه عبادتونه وکړي:
د دې لسو ورځو څو خاص اعمال صالحه:
١- روژه نيول:
د دې مياشتي د نهو ورځو روژه نيول مستحب ده؛ ځکه نبي کريم صلى الله عليه وسلم د دې ورځو د عمل صالحه ترغيب ورکړى دى او روژه تر ټولو غوره عمل دى، او دا شان په حديث شريف کي وارد دي:
عن هُنَيدَة بنِ خالدٍ عن امرأته قالت حدثتني بعضُ أزواج النبي صلى الله عليه وسلم : أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يصومُ عاشوراءَ وتسعاً من ذي الحجة وثلاثةَ أيام من كل شهر ...
امام أحمد او أبو داود او النسائي روايت کړى دى.
ژباړه: هنيد ابن خالد د خپلي ښځي څخه روايت کوي چي هغي ويل چي وماته د نبي صلى الله عليه وسلم ځينو بي بي ګانو ويلي دي چي نبي صلى الله عليه وسلم د عاشورا او د نهو ورځو د ذي الحجي او د هري مياشتي څخه دري ورځي روژه نيوله.
عبد الله ابن عمر رضي الله عنه او مجاهد رحمه الله دا روژه نيوله، له دوى څخه ما سوا د امت نورو علماء هم د دې روژي اهتمام کاوى نو ځکه علامه نووي رحمه الله وايي:
صيامها مستحبٌ استحباباً شديداً أهـ.
ژباړه: د دې ورځو روژه ډير ټنګه مستحب ده.
٢- د دې ورځي د مستحب عملو څخه تکبير او تهليل او تحميد هم دي:
په د غو ورځو کي د تکبير او تهليل او تحميد ويل په احاديثو کي وارد دي د ابن عمر رضي الله عنه څخه روايت دى چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم وايي:
ما من أيام أعظم عند الله ولا أحب إليه من العمل فيهن من هذه الأيام العشر فأكثروا فيهن من التهليل والتكبير والتحميد.
د دي روايت امام احمد رحمه الله کړى دى.
ژباړه: تر دې ورځو پر الله عزتمني ورځي نسته او نه په دغو ورځو کي تر عمل کولو بل محبوب عمل سته، نو په دغه ورځو کي تهليل او تکبير او تحميدډير واياست.
او دا شان په بل حديث کي دي:
وكان ابن عمر وأبو هريرة يخرجان إلى السوق في أيام العشر يكبران ويكبر الناس بتكبيرهما.رواه البخاري.
ژباړه: ابن عمر او ابو هريرة رضي الله عنهما به په دغو ورځو کي و کوڅو ته وتل او تکبير به يي وايو، او خلکو به د دوى په تکبير په سي تکبيرونه ويل.
په دې ورځو کي تکبير ويل مناسب دي لکه علامه شامي رحمه الله چي په رد المحتار کي ذکر کړي دي:
قوله: (ولا يمنع العامة الخ) في المجتبى: قيل لابي حنيفة، ينبغي لاهل الكوفة وغيرها أن يكبروا أيام العشر في الاسواق والمساجد قال: نعم.
ژباړه: له امام ابو حنيفه رحمه الله څخه چا وپوښتل چي د کوفي او د نورو لپاره اجازت شته چي په دغه لسو ورځو کي په کوڅو ا مسجدو کي تکبيرونه وايي، ده وويل چي: هو.
تکبيرونه دوه قسمه دي يو هغه تکبير دى چي له فرض لمونځو وروسته ويل کيږي هغه واجب دي، او بل هغه تکبيرونه دي چي په عامو حالاتو کي ويل کيږي او دلته دا مراد دي.
د مسلمانانو لپاره پکار دى چي په دغو ورځو کي د ذکر او تسبيح او تلاوت او د تکبير د ويلو خاص اهتمام وکړي.
٣- له نيکو عملونو څخه د اختر په ورځ قرباني کول هم يو ستر عمل دي:
په دې مبارکو ورځو کي د الله و دربار ته د قربت يو وسيله د اضحيي څاروى حلالول دي چي د امام ابو حنيفة رحمه الله د مذهب مطابق پر هغه چا چي په دغه درو ورځو کي دنصاب مالک وي واجب ده.
د اضحيي د وجوب نصاب:
د قرباني او د زکات د نصاب فرق دا دى چي د زکات لپاره دا ضروري دى چي پر مال باندي به کال تيريږي بيا به زکات ورباندي فرض کيږي، او د قرباني د وجوب لپاره پر مال باندي د کال تيريدل ضريري نه دي.
د يوې غلط فهمي ازاله:
د ډيرو خلکو دا خيال وي چي دوى د دونه مال خاوند نه دى چي زکات ورباندي فرض شي لهذا نو قرباني هم نه دى ورباندي واجب، مګر مسله داسي نه دى بلکې د قرباني لپاره دا ضروري دى چي د اختر په دغو درو شپو او ورځو کي به د نصاب خاوند وي، نو که يو څوک د اختر په اوله او په دوهمه مسکين وي خو د اختر په دريمه دونه مال پيدا کړي چي د نصاب مالک جوړيږي نو پر دغه سړي هم قرباني کول واجب دى.
مسلمانان دي کوښښ وکړي چي که يي وس وي قرباني وکړي؛ ځکه په دې کي خو يو د الله حکم عملي کول دي او بل د ابراهيم عليه السلام سنت ژوندي کول دي او د نبي کريم صلى الله عليه وسلم اتباع کول دي، او پر خپل اهل او عيال او پر فقيرانو او مسکينانو باندي توسع کول دي، او په دې کي نور هم ډير حکمتونه دي چي د بصيرت پر خاوند پټ نه دي.
په حديث پاک کي راغلي دي:
عن ابن عمر قال: أقام رسول الله صلى الله عليه وسلم بالمدينة عشر سنين يضحي. رواه الترمذي.
ژباړه: ابن عمر رضي الله عنه روايت کوي چي په مدينه کي نبي صلى الله عليه وسلم لس کاله تير کړل خو هميشه يي قرباني کوله.
ابن قيم رحمه الله وايي چي: نبي کريم صلى الله عليه وسلم يو وخت هم قرباني نه ده پري ايښي.
بلکې د خپل نادار امت له خوا يي هم قرباني کړي ده.
عن أبي هريرة قال : « ضحى رسول الله صلى الله عليه وسلم بكبشين أملحين ، أحدهما عنه وعن أهل بيته ، والآخر عنه وعمن لم يضح من أمته. معجم الاوسط لطبراني.
ژباړه: ابو هريره رضي الله عنه وايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم په دوو پسو سره قرباني وکړه، يوه له خپل ځان او له خپل اهل بيت څخه، او بله د امت له هغه چا څخه چي قرباني يي نه وي کړي.
د قرباني د فضيلت په باره کي د عايشي رضي الله تعالى عنها څخه روايت دى:
عن عائشة أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال ما عمل آدمي من عمل يوم النحر أحب إلى الله من إهراق الدم إنها لتأتي يوم القيامة بقرونها وأشعارها وأظلافها وأن الدم ليقع من الله بمكان قبل أن يقع من الأرض فطيبوا بها نفسا. رواه الترمذي.
ژباړه: د نحر په ورځ د بني آدم يو عمل هم د قرباني د وينو تر تويه ولو الله ته نه دى محبوب؛ ځکه د آخرت په ورځ به د دې ښکران او بېښتان او نوکان د الله و دربار ته حاضر کړل سي، او دقرباني وينه چي زمکي ته رسيږي تر هغه له مخي د الله په دربار کي قبليږي، نو په دې کي خپل نيتونه سم کړئ.
د قرباني د حلالولو په و خت کي دعا:
إني وجهت وجهي للذي فطر السموات والأرض حنيفا وما أنا من المشركين إن صلاتي ونسكي ومحياي ومماتي لله رب العالمين لا شريك له وبذلك أمرت وأنا أول المسلمين. رواه ابن ماجة.
د قرباني د نيت کولو څخه وروسته منعه سوي کارونه:
څوک چي قرباني کوي هغه به د ذو الحجي د مياشتي تر را داخليدو وروسته خپل بېښتان او نو کان نه اخلي؛ ځکه په مسلم شريف حديث دى:
عن أم سلمة أن النبي صلى الله عليه وسلم قال إذا رأيتم هلال ذي الحجة وأراد أحدكم أن يضحي فليمسك عن شعره وأظفاره. رواه مسلم.
ژباړه: د ام سلمة رضي الله عنها څخه روايت دى چي نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي: کله مو د ذي الحجي مياشت وليدله او تاسو د قرباني کولو اراده وکړه نو خپل وېښتان او نو کان مه اخلئ.
او د دې حکمت هم دا دى چي: د حاجيانو سره يي تشبيه راسي، او يا هم څوک چي قرباني کوي له هغه سره الله دا وعده کړي ده چي د اور څخه به يي خلاصه وي، نو مناسب دا دى چي تر څو يي قرباني نه وي کړي تر هغو دي خپل ټول بدن سالم ساتي چي د قربان په حلاليدو سره يي الله ټول بدن له اوره سالم وساتي.