دمسلکي ارزښتونو،پښتولنډیزونواوټایپنګ په اړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40176
عبدالهادي حیران
دخبریدو نیټه : 2010-11-07


زه چې هره ورځ سهار وختي له خوبه پاڅېږم نو د شپې تر ناوخته د خپلو کارونو، مسوولیتونو او شوقونو په ترڅ کې ګڼ شمېر وېبپاڼې، ورځپاڼې، جریدې، او خپرونې له نظره تېروم، او په دې ټولو کې مې هر ساعت داسې شیان مخې ته راځي چې د ډاکټر اسرار دا شعر چټک رایاد کړي چې:
هر سړی تښتي د یو بل نه لرې
نعرې وهي چې یو کېدل پکار دي
یانې هر تن دا ژړا فریاد کوي چې پښتو ژبه پرمختګ نه کوي، معیاري او مسلکي ارزښتونه نه پلي کېږي، پښتانه د بربادۍ په لور روان دي، افغانستان ورانېږي، د خلکو ډله ییزه وژنه روانه ده، او دا، او هغه، خو هیڅوک د خپل مسوولیت احساس نه کوي. هر څوک خپل مسوولیت، لږ وي او که ډېر، په نورو وراړوي، ځان خلاصوي او دا تمه کوي چې که ښه کول وي هم بل څوک دې وکړي او که ګناه ده هم ټوله په نورو خلکو کې ده. او دا کار د عامو خلکو نه نیولې د وخت تر پاچا پورې ټول کوي. که ورځنی ژوند دی، که سیاست دی، که ادب دی او که د ژوند نورې چارې، زمونږ د ټولنې په هر اړخ کې خپل مسوولیت په نورو وراړول یو کولتور جوړ شوی دی. مثال به یې همدا ادبي او ژورنالستي کارونه درکړم: لیکوالان داسې کتابونه لیکي چې پخپله یې بېرته لوستلو ته زړه نه کېږي خو ژړا فریاد کوي چې خلک یې کتابونه نه لولي؛ سیاستمداران وايي چې شاعران او لیکوالان د ملت سترګې دي خو بیا دا تمه لري چې د خولې، غوږونو، لاسونو، او پښو کار دې هم سترګې وکړي؛ ژورنالستان ګیله کوي چې خلک د بهرنیو ژبو په خبري ادارو اعتماد کوي او د دوی خپل راپورونو نه ته نه څوک د پیاز په سترګه ګوري نه د اوږې، خو چې کار ته یې وګورې نو د ځانمرګي برید او پوځي عملیاتو خبر ښه په شتاب لیکلی شي (چې هغه د ځانمرګیو بریدګرو/د یرغلګرو قواوو ویاند هم ښه لیکلی او ویلی شي) مګر نور یې بیا ملا ماته وي (نو د ځانمرګیو/یرغلګرو قاتلانو د ویاند او زمونږ د ژورنالست ترمنځ توپیر څه شو؟).
یوه بله کوچنۍ بېلګه به یې د پښتو ورځپاڼو او وېبپاڼو درکړم. د معلوماتو په حواله دې تېزرفتاره عصر کې چې خلک د خپلو وېبپاڼو او ورځپاڼو د چلولو لپاره د معلوماتو ترلاسه کولو د نویو او ناشنا تاکتیکونو نه کار اخلي (لکه ویکي لیکس چې د حکومتونو پټ اسناد خپروي او یا د ځینو وېبپاڼو او ورځپاڼو کارکوونکي خطرناکو سیمو ته سفرونه کوي)، په پښتو کې د معلوماتو د ترلاسه کولو د ګوتو د شمار سرچینې دي خو چې هرې یوې ته ورشې هماغه یو ډول شیان پکې پراته وي. یوه لیکنه په یوه وېبپاڼه کې د ټایپي تېروتنو له سمولو پرته خپره شوې وي، او په نورو کې هم هغه لیکنه په هماغه ډول پرته وي. بله ورځ یې په ورځپاڼو او مجلو کې هم هماغسې لولې. کله چې یوه وېبپاڼه او ورځپاڼه د یوې لیکنې ټایپي تېروتنې هم نشي سمولی نو د هغې لیکنې د خپرولو به ګټه څه وي؟ یو څوک چې پښتو زده کول غواړي، یا فقط د پښتو د یاګانو په استعمال ځان پوهول غواړي او هغه د پښتو یوې وېبپاڼې ته ورشي نو زه وایم چې کوم څه یې زده کړې وي هغه به هم ترې هېر شي ځکه چې په یوه لیکنه کې یو ډول یاګانې استعمال شوې وي په بله کې بل ډول. لامل یې څه دی؟ د مسوولیت او مسلکي ارزښتونو نشتوالی.
نو زما د ټولو وېبپاڼو د چلوونکیو نه غوښتنه ده چې باید د خپلو کارونو دې اړخ ته لږ پام وکړي. ضروري نده چې کومې وېبپاڼې ته هر شی لېږل شوی وي هغه دې خپور شي، او دا هم لازمه نده چې ټول کارونه دې یو تن په خپل سر وکړي، که کارونه شریک کړای شي اسانېږي او پرمختګ کوي. که ځینې خلک د وېبپاڼو د جوړولو مهارت لري، ځینې نور خلک به داسې وي چې د چلولو په کارونو کې یې تجربه زیاته وي. که دواړه خپلې تجربې رایوځای کړي، او د خپلې خوښې او ناخوښې، سیاسي او مذهبي اختلافاتو او کړکېچونو پرته کار وکړي، نو ډېر احتمال شته چې پخپله هم ګټه وکړي او په کوم مسلک کې چې کار کوي هغې ته هم ګټه ورسوي.
دغه خبرې خو په دغه ځای، تر څنګ یې غواړم چې کوم خلک د وېبپاڼو او ورځپاڼو لپاره لیکنې کوي او د کمپیوټر نه کار اخلي د هغوی پام یو څو کوچنیو خو مهمو شیانو ته راواړوم. زه دلته د یاګانو او د ژبې په نورو اصولو بحث نه کوم. فقط د ټایپنګ په اړه یوه سپارښتنه کوم. که چیرې پښتو وېبپاڼې او ورځپاڼې دومره مسلکي وای چې ایډیټران یې لرلی او دا شیان یې سمولی نو بیا د دې خبرې اړتیا نه وه. په ګرده نړۍ کې د لیکوالانو نه په ژبه او ټایپنګ کې تېروتنې کېږي، خو په غټو ژبو کې هر شی له خپرېدو مخکې د مسلکي ایډیټرانو له نظره تېرېږي او سمېږي. مګر اوس چې د پښتو وېبپاڼې دغه کار نه کوي، او لامل یې دا دی چې مسلکي ایډیټران نه لري (پرته له بي بي سي پښتو چې هغه ډېره غټه اداره ده، د ژبې او ټایپنګ تېروتنې پکې کمې وي خو کار یې په هغه کچه ندی چې د بي بي سي د نورو ژبو دی) نو دا مسوولیت باید لیکوالان په ځان واخلي چې ټایپنګ د ټایپنګ د نړیوالو اصولو سره سم وکړي. ډېرې لیکنې چې زه یې په دې وېبپاڼو کې ګورم د ټایپنګ د نړیوالو اصولو د نه مراعاتولو له امله ډېرې بدرنګه ښکاري. په دې اصولو کې لومړی د پراګرافونو، لیکنښو، لنډیزونو، او نورو شیانو استعمال راځي او بیا د فاصلې (space). ډېر خلک د تورو په منځ کې یا خو دوه دوه او درې درې فاصلې پرېږدي او یا یوه هم نه ورکوي. په دې وجه لیکنه یا خو د ډنګر غويي د پښو په څېر ښکاري او یا د مچانو د غونډې په څېر. د بېلګې په توګه، دا یوه لنډۍ په نظر کې ونیسئ:
اوبه د بر ګودر خوږې دي – زه د جانان لپاره کوز ګودر ته ځمه
ځینې خلک یې داسې ټایپ کوي:
اوبه   د بر ګودر خوږې  دي – زه د جانان   لپاره کوز  ګودر ته   ځمه
په دې کې د تورو ترمنځ ډېرې فاصلې راغلې دي. د ټایپنګ په نړیوالو اصولو کې باید د هر توري څخه مخکې او وروسته یواځې یوه فاصله راشي. خو په پورته لنډۍ کې د ځینو تورو ترمنځ دوه دوه او یا هم درې درې فاصلې راغلې دي. نو لیکنه پرې بدرنګه ښکاري. کوم خلک چې په لیک کې فاصلې نه ورکوي، هغوی بیا همدغه لنډۍ داسې لیکي:
اوبه دکوزګودرخوږې دي-زه دجانان لپاره برګودرته ځمه
داسې هم لیکنه ډېره بدرنګه ښکاري. باید د هر توري نه وروسته یوه فاصله ورکړای شي. ځینې خلک چې لیکنښې کاروي نو هم د فاصلو غلط استعمال پکې کوي. باید چې د فقرې په پای یا منځ کې د توري او دې لیکنښو (.)، (:)، (،)، (؛) ترمنځ کومه فاصله رانشي. د بېلګې په ډول دا فقره وګورئ:
زما نوم احمد دی؛ زه د افغانستان د لوګر ولایت یم، خو اوس په کابل کې ژوند کوم. زما د ورونو نومونه دا دي: بلال، اکبر او زاهد.
که دغه فقره داسې ولیکئ نو دا به د لیکنښو غلط استعمال وي:
زما نوم احمد دی ؛زه د افغانستان د لوګر ولایت یم ،خو اوس په کابل کې ژوند کوم . زما د ورونو نومونه دا دي : بلال ، اکبر او زاهد .
لیکنښه باید د اخري توري سره بې له فاصلې ولیکل شي او ورپسې توری یوه فاصله لیرې.
قوسین باید د مخکې او وروسته تورو نه د یوې فاصلې سره او د منځ د تورو سره پرته له فاصلې ولیکل شي. د بېلګې په توګه داسې لیکل یې غلط دي:
زما نوم احمد دی( خو دا مې اصلي نوم ندی )او زه باید دا خبره وکړم چې...
د لیکلو سمه بڼه یې دا ده:
زما نوم احمد دی (خو دا مې اصلي نوم ندی) او زه باید دا خبره وکړم چې...
دا شیان د لیک منل شوي اصول دي او باید مراعات شي. که مراعات نشي، نه یواځې دا چې لیکنه پرې بدرنګه ښکاري بلکې د وېبپاڼې، ورځپاڼې او مجلې لیکوالان، ایډیټران او چلوونکي ټول پرې بې سواده معلومېږي. املا البته جلا بحث دی، یانې په پښتو کې ځینې خلک ښايي (ندی) ولیکي او ځینې (نه دی)، یا (پخیر) او (په خیر)، نو دغه کوم غټ مشکل ندی، دغسې اختلافات د نړۍ په ټولو ژبو کې شته. خو د لیکنښو او د ټایپنګ د فاصلو استعمال د ګردې نړۍ په ژبو کې یو شان دی.
په پای کې راځم د لنډیزونو استعمال ته. لنډیزونه د یو اوږد نوم یا فقرې د هر توري د لومړي حرف په رایوځای کولو جوړېږي. د بېلګې په توګه بي بي سي د برټش براډکاسټنګ کارپوریشن لنډیز دی. دا په هره ژبه کې شته او په ځینو ځایونو کې یې استعمال نه یواځې دا چې ډېر ګټور وي بلکې ژبه پرې هم معیاري او غني وي. له بده مرغه په پښتو کې د دې استعمال د نشت برابر دی. زما له نظره په پښتو کې فقط یو څو لنډیزونه تېر شوي دي. د هجري لپاره (هـ)، د زېږېدیز لپاره (ز)، د لمریز لپاره (ل)، د عیسوي لپاره (ع)، او د ملګرو ملتونو لپاره (م م) (چې یواځې بي بي سي یې کاروي). کېدای شي ځینې نور هم وي، خو زمونږ زیاتره لیکوالان او رسنۍ د خپلو نومونو لپاره هم د انګلیسي لنډیزونو نه کار اخلي. لکه د افغان ملي اردو لنډیز په پښتو کې باید (ا م ا) وي، خو زیات خلک ورته (ANA) لیکي. نو په دې اړه هم باید له یو څه مسوولیته کار واخلو او په خپلو لیکنو کې پښتو لنډیزونو ته رواج ورکړو. په دې اړه زما خیال دی چې ډېره سختي هم نده پکار، مګر ډېره بې پروايي هم خوند نه کوي. مطلب مې دا دی چې ضروري نده هر لنډیز مونږ پښتو ته راواړوو، کوم نومونه چې د نورو ژبو دي، ډېر مشهور دي او اړول یې ګران دي نو هغه هماغسې ښه دي څنګه چې په انګلیسي یا نورو ژبو کې دي (لکه بي بي سي، سي ايي ای، او نور). خو کوم چې زمونږ د خپلې ژبې نومونه او فقرې دي د هغوی لنډیزونه هم باید په خپله ژبه کې رواج کړو (لکه ا م ا د افغان ملي اردو لپاره، ا ب د افغانستان بانک لپاره، او داسې نور).
لنډیزونه ټول یو ډول هم ندي؛ مختلفې بڼې لري. ځینې وخت د یو اوږد نوم یا فقرې د هر توري د اول حرف نه لنډیز جوړېږي (لکه د افغانستان د ژورنالستانو خپلواکه ټولنه به ا ژ خ ټ وي). ځینې وختونه یوه اداره په خپله یو رسمي لنډیز جوړوي او هماغه رواجوي (لکه همدغه ټولنه چې پرېکړه وکړي چې لنډیز به یې ژ خ ټ وي (یانې د لنډیز نه یې افغانستان توری وباسي)). ځینې وخت د هر توري د اول حرف په ځای په ټول نوم کې یو توری د لنډیز په توګه کارول کېږي (لکه پژواک خبري اژانس چې پژواک یا افغان ادبي بهیر چې بهیر ټکی د لنډیز په توګه کاروي). ځینې وختونه د لنډیز نه یو بل مانا لرونکی ټکی جوړ شي (لکه د جرس ادبي جرګې لنډیز چې جاج دی. داسې لنډیزونه تل زر د خلکو په ذهنونو کې کېني او محبوبیت پېدا کوي). همدغسې، ځینې وخت د بلې ژبې نه راغلی یو لنډیز هماغسې پاتې کېږي (لکه بي بي سي چې په هره ژبه کې بي بي سي دی) خو نور وختونه په ژباړه کې لنډیز هم بدلېږي (لکه د BC ژباړه چې قبل مسیح وکړو او لنډیز یې (ق م) جوړ کړو).
دا هم ضروري نده چې یو لنډیز دې یواځې د یوې ادارې وي، که تاسې ویکیپیډیا کې د لنډیزونو برخه وګورئ نو درته معلومه به شي چې ځینې وختونه انګلیسي کې یو لنډیز تر پنځوسو زیاتو ادارو یا کارونو لپاره کارول کېږي. په پښتو کې به دغسې نه پېښېږې ځکه چې مونږ دومره ډېرې ادارې او پښتو ویونکي نه لرو.
مهمه خبره دا ده چې د لنډیزونو رواجول به په پېل کې یو څه ګران وي، خو که رسنۍ وغواړي نو ډېر زر ورسره خلک اشنا کولی شي، او یو ځل چې خلک ورسره اشنا شول بیا به هر لنډیز همداسې اسان وي لکه بي بي سي. ځینې خلک ښايي فکر وکړي چې د پښتو لنډیزونه به د خلکو په ذهنونو کې ځای پېدا نه کړي ځکه چې ناشنا دي. خو زما فکر دا دی چې که دې ته رواج ورکړای شي نو ښايي چې ولس ورسره ډېر زر بلد شي. یو ښه مثال یې د پښتو د خدايي خدمتګار تحریک د وخت یوه شاعره (س ب ب) ده چې د خپل پوره نوم په ځای یې دغه لنډیز کاراوه او خلک ورسره د هغې د پوره نوم نه زیات بلد وو.
لاندې ما یو څه پښتو او انګلیسي نومونه او نور ټکي راغونډ کړي دي او لنډیزونه مې هم ورسره لیکلي دي. دا هسې یوه نمونه ده، نور نو کېدلای شي چې ځینو لنډیزونو ته تغیر ورکړای شي او یا ځینې پکې په بل ډول جوړ کړای شي. کومو نومونو ته چې مې دوه لنډیزونه لیکلي د هغې مطلب دا دی چې دغه دواړه ورته کارېدلی شي، یانې د افغان ادبي بهیر لنډیز (ااب) هم کېدلای شي او (بهیر) هم. دا په دغې ادارې پورې اړه لري چې رسماً ځان ته کوم لنډیز غوره کوي او یا په خلکو پورې چې رسماً یې په کوم لنډیز پېژني.
نومونه او لنډیزونه یې دا دي (ترتیب په الفبا ورکړل شوی دی):
افغان ادبي بهیر (ااب) (بهیر)
افغان ملي اردو (ا م ا) (اردو)
افغان ملي امنیتي ځواکونه (ا م ا ځ)
افغان ملي پولیس (ا م پ) (پولیس)
افغانستان (افغ)
افغانۍ (اف)
پژواک خبري اژانس (پژواک) (پ خ ا)
پښتونخوا ملي عوامي ګوند (پ م ع ګ) (پښتونخوا)
جرس ادبي جرګه (جاج)
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت (ا ا ج د)
د افغانستان بانک (ا ب)
د افغانستان د برېښنا شرکت (ا ب ش)
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون (ا ب ح خ ک)
د افغانستان د ژورنالستانو خپلواکه ټولنه (ا ژ خ ټ)
د افغانستان نړیوال بانک (ا ن ب)
د پوهنې وزارت (پ و)
د ترانسپورت او ملکي هوانوردۍ وزارت (ت م ه و)
د څارنې عالي دفتر (څ ع د)
د دفاع وزارت (د و)
د ساهو لیکونکیو مرکه (س ل م) (مرکه)
د سولې عالي شورا (س ع ش)
د شخړې او سولې د مطالعاتو مرکز (ش س م م)
د ښاري پراختیا وزارت
د عامې روغتیا وزارت (ع ر و)
د عدلیې وزارت (ع و)
د کابل د انجینرۍ پوهنتون (ک ا پ)
د کابل طبي پوهنتون (ک ط پ)
د کابل نړیوال هوايي ډګر (ک ن ه ډ)
د کلیو د بیاجوړونې او پراختیا وزارت (ک ب پ و)
د کورنیو چارو وزارت (ک چ و)
د مالیې وزارت (م و)
د معدنونو وزارت (م و)
د ملي سوداګرۍ شرکت (م س ش)
سرپرست وزیر (س و)
عزیزي بانک (ع ب)
کابل بانک (ک ب)
کابل پوهنتون (ک پ)
ملي راډیو او تلویزیون (م ر ت)
مېرمن ادبي بهیر (م ا ب) (مېرمن)
ABC امریکايي نشراتي اداره (ا ن ا)
AD بعد مسیح (ب م) (په ډېرو ځایونو کې دې لپاره (ع) کارول کېږي چې هدف یې (عیسوي کال) دی
ADB اسیايي پرمختیايي بانک (ا پ ب)
AGF اغا خان بنیاد (ا خ ب)
AM د شپې له دولسو د ورځې تر دولسو بجو (ش و)
AP ایسوسي ایټډ پریس (ا پ)
ASFF د افغانستان د امنیتي ځواکونو بودیجه (ا ا ځ ب)
BBC برتانوي نشراتي اداره (بي بي سي)
BC قبل مسیح (ق م)
CARE International  د پاملرنې نړیواله موسسه (پاملرنه)
CERP د قوماندان د بیړني ځواب پروګرام (ق ب ځ پ)
CIA (سي ايي ای)
FAQ اکثر پوښتل کېدونکي سوالونه (ا پ س)
FBI د استخباراتو مرکزي بیورو (اف بي ايي)
FY مالي کال (م ک)
ISAF نړیوال سوله ساتي ځواکونه (ایساف)
ISBN د کتاب نړیواله معیاري شمېره (ک ن م ش)
ISP د انټرنېټ خدمت برابروونکی (ا خ ب)
IT معلوماتي تکنالوژي (م ت)
k.g. کیلو ګرام (ک ګ)
k.m. کیلو میټر (ک م)
m.g. ملي ګرام (م ګ)
MW میګا واټ (م و)
NATO د شمال اتلانتیک د تړون سازمان (ناټو)
NGO نادولتي موسسه (موسسه)
PM د ورځې له دولسو د شپې تر دولسو بجو (و ش)
PRT د ولایتي بیارغونې ډله (و ب ډ)
SIGAR د افغانستان د بیا رغونې ځانګړی عمومي مفتش (سیګار)
UAE متحده عرب امارات (م ع ا)
UK متحده سلطنت (م س)
UN ملګري ملتونه (م م)
UNDP د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (م م پ پ)
UNHCR کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنري (ک م م ع ک)
UNHRC د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا (م م ب ح ش)
UNICEF (یونیسیف)
US Air Force د متحده ایالاتو هوايي ځواک (م ا ه ځ)
US Navy د متحده ایالاتو بحریه (م ا ب)
US متحده ایالات (م ا)
USA د امریکا متحده ایالات (م م ا)
USAID د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا اداره (م ا ن پ ا)
VOA امریکا غږ (اغ) (اشنا) (ډیوه) (مشال)
WB نړیوال بانک (ن ب)
WFP  د خوراک نړیوال پروګرام (خ ن پ)
WHO د روغتیا نړیوال سازمان (ر ن س)