همدارنګه کله چې په ملي بس کې سپور شم نو د ټکټ اخيستو ته ډير ليواله وم دا ځکه چې که چېرې هغه د خپلو دوو روپو په بدل کې خپل ټکټ وانه اخلم کېدای شي چې کلينر ترې يو تير او دوې پختکې جوړې کړي.
دولت د هر څه لپاره يو قانون جوړ کړی خو دا چې خپله دولت يې نه پلی کوي زموږ په څير غريب نه دي او نه زموږ زور ورسره سم دی په رښتيا درته وايم تاسو يې هم وازمويئ چېرته چې پوليس اوسي هلته جنايت دی . کله چې يو ترافيک د لوی سړک پر سر ودريږي نو د موټرو ګڼه ګوڼه له دهمزنګ څخه تر پامير سينما پورې جوړه شي دا ځکه چې همدوی دي چې بيروبار را منځته کوي يو ترافيک د دوو موټرو په ټکر کېدو او د ګڼ شمير کسانو پر وژل کېدو نه خفه کېږي لا خوشحاله وي او دا دخپل جيب د ډکولو لپاره يو ښه چانس بولي.
کله چې يو پوليس په خپل او يا په کرايي موټر کې سپور وي نو کله چې خپل تمځي ته ورسيږي نو د سړک پر سر ترې کوزيږي چېرته يې چې طبيعت شو موټر هلته دروي خود هغه يوه ناروغ موټر چې د ځنکدن په حال وي روغتو ن ته د ننه کېدو لپاره نه پريږدي او وايي بې قانوني کېږي.
کله چې يو وزير پر يوه سړک تيريږي د هغه لپاره څلور لارې تړل شوې وي دا ځکه چې دا د خوار او غريب بادار په ډيرې ارامۍ سره له سړک څخه تير شي خو دې ته پام نه کوي چې هسې نه په دې بيرو بارکې هغه ناروغ چې روغتون ته په لاره کې دی د همدې څلور لارې پر سر سلګۍ وکړي.
تاسو وواياست داسې پوليس به د جرايمو څه مخه ونيسي چې خپله مجرم وي ؟ هغه ترافيک به ترافيکي ستونزې څرنګه حل کړي کوم چې پيښيدلو ته يې ليواله وي؟
زه وايم اوس په افغانستان کې د قانون پلي کول د چارواکو په لاس کې نه دی او نه غواړي چې پلی يې کړي بايد زموږ عام خلک قانون په چارواکو پلی کړي . په رښتيا سره چې په يوه سيمه کې تر څو د سيمې خلک خپله امنيت رانه ولي د پوليس او نړيوال ځواک د پلار په وس هم نشته په څومره ښکاره ډول چې ګرم او مجرم د سيمې خلکو ته معلوم دی بل چاته نه دی معلوم.
نوپه لاندې کرښو سره خپلو ګرانو هيوادوالو ته وړانديز کوم او وايم:
راځئ موږ پخپل زور او طاقت سره دولتي قانون لمړی په چارواکو او وروسته په خپل ځان عملي کړو راځئ د خپل ځان د خلاصون لپاره له رشوت ورکولو څخه تير شو او څوک چې رشوت غواړي خوله يې پرې ماته کړو او هغه چاته چې له قانون څخه سرغړونه کوي په يووالي سره ورته ځواب ووايو.