اسلامي سیاسي وثیقې او لاسوندونه - څلرومه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40323
ژباړه : قریب الرحمن سعید
دخبریدو نیټه : 2010-11-14

 (۸۱)
دخیبر  څخه د را وړل  شوو  غنمو  وثیقه لرونکې :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا د هغو وثیقو او لاسوندونو  په اړه دې  چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  دخپلې کورنۍ او حرم  له پاره  لیکلي دي .
الف -  دټول حرم  له پاره    ۱۸۰ وسقه .
ب-  درسول الله  دلور فاطمې  له پاره   ۸۵ وسقه .
ج- د اسامه  بن زید  له پاره    ۴۰ وسقه .
د – دمقداد ابن  اسود  له پاره   ۱۵ وسقه .
ه – دام  رمیثه  له پاره    ۵  وسقه .
(ددې وثیقې  لیکونکې :  عثمان  بن عفان .   شاهدان یی : عباس بن عبدالمطلب  )
(۱۹)
د تیماء  د اوسیدونکې یهود بني عادي  له پاره  وثیقه :
بسم الله الرحمن الرحیم

دا د بني  عادي  له پاره امنلیک دې . مسلمانان  به دهغه د خوندي ساتلو    مسؤلیت  په  غاړه  لري . اوهغه  (یعنې  بني عادي ) به د جزیی د ورکولو  مسؤلیت په  غاړه  لري . په  هغه باندې د ریاست له اړخه    نور  بار  نه  شې  اچول کیدې ، او نه  هغه د وطنه  شړل کیداې شی  ، په دې اړه د بغاوت  او  فرمان بردارۍ   دواړو  څرګندونه  شوې ده .
(لیکونکې : خالد بن سعید )
(۲۰)
د یهود بني  عریض  له پاره د کلنې  پیداورو  په اړه  وثیقه :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا  لاسوند یا وثیقه د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم  له  اړخه دیهود بن  عریض  د وظیفې  په اړه  دې .
په هر فصل کې :   الف -  غنم     لس  وسقه .
 (دا دزمکې د هغو  پیداوارو په اړه دې  چې هغه  ته یی د کر کیلي له پاره   ورکړې وه .)
  ب-  اوربشې   لس وسقه .
  ج-  کجورې   ۵۰ وسقه .   
( دخالد به سعید  په قلم )

(۲۱)
د نجاشي پادشاه په نوم تبلیغې  لیکونه  :
(۱)
بسم الله الرحمن الرحیم
دمحمد رسول الله صلی الله علیه وسلم  له اړخه :
 دحبشې دپادشاه  نجاشي  اصحم   له پاره :
سلامتي دې په تاوي ! دا لیک  د ستر  او عظیم  خداې د ثنا او صفت   سره  یو ځاې  لیکم، چې په خپل ذات او صفاتو ،دواړو،کې  هیڅ  شریک  نه لري ، دهر ډول  کمښت  نه پاک،  په خپله سلامت  او امن  ورکونکې  او درعب  خاوند دې .
زه اقرار کوم  چې  عیسې ابن  مریم  روح الله  او دهغهج    کلیمه ده ،چې الله تعالې   پاک  لمنې پیغلې  مریم ته القاء کړې، دهمدې کلیمی  څخه  هغه  امیدواره   شوه  او عیسې علیه السلام یی  و زیږاوه ، هغه عیسې  چې الله تعالې  د خپل  روح  او دخپلې نفخې  څخه  خلق کړ، همغه  ډول  لکه څنګه یی  چې  ادم    په خپلو لاسو  او دخپلې نفخې څخه  پیدا کړ ې  و .
اې  بادشاه !
زه تاته   په واحد او لاشریک  الله  باندې د ایمان  د راوړلو  اودهمغه  سره د موالاتو  له پاره  بلنه  درکوم ، او دا چې ته  زما په رسالت  باندې  ایمان   راوړې ، ددې سره به  په هغه کتاب  باندې هم  ایمان راوړې  چې پر مانازل  شوې دې ، اودا  چې  زه د الله  رسول  یم .
ډاګیزه  دې وي  چې  زه دخپل کاکا زوې  جعفر  د څو تنو نورو مسلمانانو سره یو ځاې ستا هیواد  ته در استوم ، هغوې ته پناه  ورکړه  او دهغوې  ښه  پاملرنه وکړه ، هسې نه چې په  هغوې  سختي وکړې!
زه تا او ستا ټول  رعیت  ته  په الله تعالې باندې دایمان  راوړلو(په لور)  بلنه وړاندې کوم . په دې ګواه  اوسه  چې  ماتاته دالله  جل جلاله  حکم  در  ورساوه ،  او نصیحت  مې درته وکړ . ته باید  زما په نصیحت  باندې   عمل وکړې ، په هغه چا دې  سلامتي وې  چې  هدایت موندونکې  وي .
(۲)
بسم الله الرحمن الرحیم
د محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم  له اړخه :
دحبشې دپادشاه  نجاشي   په نوم:
سلامتي دې په هغوې وي  چې دهدایت  پلټونکي دي .
څرګنده  دې وي  چې زه  ستا تر مخه د ستر او عظیم  خداې  ثنا او صفت   وایم  ، هغه  لاشریک  دې ، همغه پادشاه دې،  دهر ډول کمښت  نه پاک ، په خپله  سلامت  او امن  ورکونکې  او د رعب خاوند دې .
زه د عیسې  ابن  مریم  په دغو صفاتو  اعتراف کوم ، هغه  روح الله دې  اوداسې  یوه  کلیمه  ده  چې الله تعالې  پاکې  مریم ته القاء کړه ، اودهمدې کلیمی   په اساس  هغه د عیسې  علیه السلام  مور   وګرزیده . دا همغه ډول کلیمه  وه  لکه څنګه  چې الله تعالې د ادم   له پاره  استعمال کړې وه ، هغه وخت  چې ادم   هغه  جل جلا له  په خپلو لاسو  جوړ کړ.
زه تاته د لاشریک  الله د عبادت  او اطاعت  په لور  بلنه درکوم، چې په دې کې زماپر اطاعت او پر ما باندې په  نازل شوې کتاب   ایمان  راوړل  شرط  دې  او دهغه د  رسول  منل  لازم  دي .
زه تا او ستا  ټول  رعیت  ، هریو ته ،  په الله تعالې د ایمان  د  راوړو  بلنه درکوم .  ګواه  اوسه   چې ما تاته  دالله تعالې حکم  درورساوه ، اونصیحت مې درته وکړ  ، ته باید زما په نصیحت  باندې عمل وکړې ، والسلام
سلامتی  دې په  هغه چا وی  چې  هدایت موندونکې وي .
(۳)
(۲۲)
د محمد ، نبي ، صلی الله علیه وسلم  له اړخه :
دحبشې دپادشاه  نجاشي  اصحم   له پاره :
سلامتي دې په هغه  چا وي  چې د هدایت  غوښتونکې    او په خداې  اودهغه په رسول  باندې ایمان  راوړي .
زه په دې خبرې ګواهي وایم  چې  : دیوه  او لاشریک  الله تعالې په ذات او صفاتو کې دهغه سره هیڅ  شریک  نشته .
زه په دې خبره   هم ګواه  یم  چې : الله تعالې نه  ښځه لري او نه کوم زوې . او زه ددې خبرې  ګواهی  هم ورکوم  چې : محمد  دهغه  بنده  او رسول دې .
زه تاته د اسلام د منلو په لور بلنه درکوم . اودا چې زه د الله تعالې  رسول  یم ، که  چیرې ته اسلام  و منې  نو په تا به هیڅ  ډول  تعرض  و نه کړل شي . لکه څنګه  چې قران  ویلی دي :
«یا اهل الکتاب  تعالوا  الې   کلمة  سواء  بیننا  و بینکم  الا تعبد الا  الله و لاتشرک به شیئا ولا یتخذ بعضنا بعضا اربابا  من دون الله  فان تولوا  فقولوا  اشهدوا بانا  مسلمون  ( ۳:۵۷ ) »
(اې دکتاب خاوندانو! راځئ  چې په  دې اصل  باندې سره  اتفاق  وکړو  ، چې  له یوه خدایه پرته  بل څوک د عبادت  وړ نه شته . اودهغه سره هیڅوک  شریک  نه کړو ، او هیڅ  یو زمونږ  څخه  کوم انسان  دخداې په څیر  و نه مني .
اې رسوله !  که چیرې  هغوې  دا  اصل و نه مني  نو ورته ووایه  چې تاسو پوهیږئ  اوستاسې کار.  خو په دې ګواه  اوسئ  چې  مونږ مسلمانان  یو .
اې پادشاه ! که چیرې ته د اسلام د راوړو  څخه  مخ واړوې   نو پرتا به  ستا دعیسوي رعیت   دټولو عیسویانو  بار  هم  بار وي. .
 دنجاشي  له لورې  ځواب  :
(۲۳)
(۱)
بسم الله الرحمن الرحیم
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې :
د نجاشي اصحم  ابن ابجر  له اړخه :
اې د الله  نبی !
زه ستا په وړاندې  دسلام ، رحمت  او الهي برکتونو  هدیه وړاندې کوم . دهغه  الله  له لورې  چې  یواځې  همغه د عبادت  وړ  دې . اوهمغه خداې  چې  ماته یی د اسلام د منلو  توفیق  را بښلې  دې .
دې دالله  رسوله !   هغه څه  چې تا د عیسې  د پیدایښت  په اړه  فرمایلي دی، نو دزمکو او اسمانونو د پیداکونکې  ذات په سوګند  چې په حضرت  عیسې  کې ددې نه زیاته  بله خبره نه شته . او هغه  قران چې پر تا نازل  شوې دې  نو پر هغې  هم  زه  ایمان لرم  چې د الله  له اړخه  نازل ش وې دی.  ستا د کاکا  زوې  او دهغه  سره ملګري دلته زمونږ  ځاې ته راغلې دي  مونږ  ستا  د کاکا د زوې په لاسو  له تاسره بیعت   کړې دې  او د رب العالمین  خداې  په وحدانیت مو هم  اعتراف  کړې دې .
زه ستا خدمت  ته خپل  زوې  ارها  ابن اصحم  ابن ابجر  در استوم . خو د خپل نفس  څخه  اخوا  د نورو دمسؤلیت د قبلولو  څخه   عاجز یم ،که چیرې  حکم وکړئ  نو زه په خپله  خدمت  کې  د حاضریدو  له پاره  تیار  یم .
یارسول الله !  کله  چې ما ستا پر رسالت باندې ایمان  راوست  نو بیا ستا دحکم په تعمیل  کې به هیڅ ډول   ستونزه نه  وي . ( والسلام علیک  یا رسول الله )
(۲۴)
(۲)
بسم الله الرحمن الرحیم
د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خدمت کې :
د نجاشي اصحمه  له اړخه :
السلام علیک  یا رسول الله  من الله  ورحمة الله  وبرکاته !
او بیا :
ما ستا سې  نکاح  ستاسې دکورنۍ  دمسلمانې بي بي  سیده  ام حبیبه  بنت  ابوسفیان  سره    کړې ده . اوتاسې ( صلی الله علیه وسلم )  ته مې   لاندې شیان  د اریحا د هدیی  په  توګه  درولیږل .  یو کمیس ، یو پرتوګ (پاجامه ) ، یو (رداء )  او د (پیتادو) یوه  جوړه .
والسلام علیک ورحمة الله  وبرکاته .
(۲۵)
(۳)
بسم الله الرحمن الرحیم
د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خدمت کې :
د نجاشي اصحمه  له اړخه :
السلام علیک  یا رسول الله  من الله  ورحمة الله  وبرکاته !
د هغه خداې  پرته  بله هیڅ  څوک  د عبادت وړ نه شته  کوم  چې ماته داسلام د منلو توفیق  را بښلې دې .
او بیا : یارسول الله !
ستاسې  څومره مکي مهاجرین  چې دلته   له مونږ  سره  اوسیدل  هغوې مو ټول  دخپل  زوې  اریحا سره بیرته  در واستول، داریحا سره   د حبشې  نور شپیته کسان  هم  ملګري دي. که تاسې امر وکړئ نو زه هم  حاضریدو ته  تیار یم . ما ستا په رسالت  باندې د زړه  له کومي ایمان  راوړې  .  و السلام علیک  یارسول الله  ورحمة الله  وبرکاته .