د أضحيې اودلوۍ أختر د لمـــــانځه فلـــــســـــفې :
ليکوال :
ستر علمي او روحاني شخصيت ، علامه محمدمعین الدین ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته .
محترمو وروڼو ! د اسلامــــي شريعت په هر کار او عبادت کښي د انسانانو دپاره د دنيا او آخرت ګټي موجودي دي ، په هر عبادت کي غټ غټ اسرار او حکمتونه د سالم عقل و خاوندانو ته څرګندي دي .
د لوۍ أختر لمونځ چي د مسلمانانو په لويو لويو اجتماع ګانو سره ادا کيږي په اســـلامي شريعت کي يو بې مثاله ستر عبادت دئ ، په همدغه مقدس عبادت کي چي کومي ګټي او حکمتونه تحقق لري يوه برخه له هغو څخه درته بيانوم چي په دې شرحه دي :
(۱ ) : قدرمنو وروڼو ! ځموږ او ستاسي ورسول حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) ته چي الله پاک پر نورو نبيانو باندي په کومو شيانو سره فضيلت او امتياز ور کړئ دئ د هغو له جملې څخه يو « حوض کوثر » او بل « نَهر کوثر » دئ ( حوض کوثر په حشرګاه او عرصات کي او نهر کوثر په جنت کي دئ ) چي دا دواړه دده مبارک دپاره غټ اعزاز او د أمــت دپاره يې ستر نعمت دئ .
ددغه اعزاز او نعمت په شکريه کي الله پاک پر ده مبارک او پر أمت دده باندي د لوۍ أختر لمونځ او أضحيه واجبه کړه ، تر څو چي ددغه لوۍ اخرَوي نعمت شکر په بدني او مالي عبادت په دواړو سره ادا کړ سي ، لکه چي الله (جل جلاله ) فرمايلي دي :
« انا أعطَيْنَا کَ الـْـــــکوثَر ، فصَلّ لـــرَبّکَ وَ انـْــحَر » .
( ۲ ) : ځموږ او ستاسي رسول د حضرت اسماعيل ( عليه السلام ) له اولاد څخه دئ ، او حضرت اسماعيل ( عليه السلام ) په همدغه ورځ کي د لوۍ أختر د الله پاک د حکم په وجه د خپل ځان و قربانولو ته تيار سو چي بيا يې په فديه کي له جنت څخه الله پاک يو پسه ( ګوسفند ) تر ابراهيم (عليه السلام ) پوري په الهي قدرت سره ورساوئ او ذبح کړ سو .
نو دا پکار وه چي حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) او په تبع دده کي ده أمت هم د اسماعيل (ع) د قربانۍ ورځ په يو قسم قرباني سره و لمانځي ، او ددې په شکريه کي چي که اسماعيل (ع) ذبح کړسوئ وائ نو بيا به تر قيامته خلګو په دغه ورځ کي خپل ځامن قرباني کول ( خو الله پاک دَی مبارک هم له ذبح کيدو خلاص کړ او نور انسانان يې هم له دغه آزمون څخه وژغورل ) د تشريق تکبيرونه او د اختر لمونځ او قرباني کول مقرر کړل .
(۳) : د اسلام دين الله پاک د ابراهيم (عليه السلام ) ملت بللئ دئ ، او د حضرت ابراهيم (عليه السلام ) د ملت په تابعداري سره حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) الله پاک أمر کړئ دئ ؛ لکه چي الله پاک فرمايلي دي : « قلْ بَلْ ملّةَ ابراهيمَ حَنيفًا » .
او ابراهيم (عليه السلام ) په دغه ورځ کي د خپل ځوۍ په قرباني کولو کي شروع وکړه ، که د الله ( جل جلاله ) له طرفه د اسماعيل په بدل کي جنتي پسه نه وائ راوړل سوئ نو اسماعيل (ع ) به ذبح کړ سوئ وائ .
نو په دې واقعه کي متعدد شيان متحقق سول :
۱ ـــ د ابراهيم ( عليه السلام ) د الله پاک د حکم تابعداري .
۲ ـــ دارنګه د اسماعيل (ع) کامله تابعداري هم الله پاک لره هم خپل پلار لره .
۳ـــ د اسماعيل ( ع) د مور بي بي هاجرې (رضي الله عنها ) د الله پاک و حکم ته تسليميدل .
۴ ـــ له جنت څخه د اسماعيل ( ع) د ذبح په بدل کي د پسه راوړل کيدل ، او دوۍ درې سره له دغي غټي ابتلا څخه خلاصيدل او په دې ابتلا کي کاميابه کيدل .
دا ټول هغه شيان دي چي حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) او دده أمت يې بايد شکر ادا کړي ، او په مالي او بدني عبادت سره دغه ورځ ولمانځي .
( ۴ ) : انسانان دوې ډلي دي : اوله د خدائ پاک ډله ده چي مومنان دي ، دوهمه د شيطان ډله ده چي کافران دي ، الله پاک په قرآنکريم کي اوله ډله په حزب الله سره ياده کړېده ؛ لکه چي فرمايي : « فان حزب الله هُم الغالبون » او دوهمه ډله يې په حزب الشيطان سره ياده کړېده .
کافران کوم چي د شيطان ډله ده په کال کي د اختر ورځي لري کوم چي دوۍ په هغو ورځو کي شيطاني خوشحالي او شيطاني عملونه ترسره کوي .
اسلامي شريعت د دوۍ د اخترو د ورځو په مقابل کي د مومنانو دپاره په کال کي درې ورځي د خوشحالۍ مقرري کړې ، چي په دغو ورځو کي به دوۍ روحاني او الهي خوشحالي او خدايي اعمال تر سره کوي ، لکه تکبيرونه ويل ، د عيدګاه لمونځ ، سرسايه ورکول او قرباني کول وغيره ، او دغه درې ورځي دادي :
اول : د جمعې ورځ .
دوهم : د کوچني اختر ورځ .
دريم : د لوۍ اختر ورځ .
( ۵) : مکه مکرمه چي هر کال په ملينونو انسانان د حج په موسم کي هلته سره راجمع کيږي او د حج د مقدسي فريضې له نجامولو سره قسم قسم اقتصادي ، سياسي او اجتماعي ګټي تر لاسه کوي ، د همدغي مکې مکرمې د ابادۍ او د حج د فريضې او په مکه کي د ټولو مادي او معنوي ګټو موسس او بنسټ ايښودونکئ حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل (عليهما السلام ) او دده مور حضرت هاجره (رضي الله عنها ) ده ؛ لهذا پر ټول عالم بشر باندي ، خصوصًا پر عالم اسلام باندي د دوۍ دا حق ثابت د ئ چي د دوۍ ياد ساتلئ ولري . اسلام د دوۍ دغه ياد ساتل د يو قسم بدني ، لساني او مالي عبادت په مقررولو سره تر سره کړئ دئ ، چي هغه د تشريق تکبيرونه ، د لوۍ اختر لمونځ او قرباني کول دي .
( ۶ ) : و دې ته ضرورت ؤ چي مسلمانان په مختلفو طرزو په کال کي خپل وحدت ، اتفاق ، يووالئ او په خپل دين کښي تصلب او ټينګښت د اسلام و دښمنانو ته ښکاره کوي ، نو اسلام ددې مقصد د پوره کولو دپاره په اوله درجه کي د حج فريضه او په دوهمه درجه کي د اختر لمونځ ، أضحيه او تکبيرونه ، او په دريمه درجه کښي د جمعي لمونځ ، او په څلرمه درجه کښي د جماعت لمونځ د مسلمانانو دپاره مقرر کړ .
و السلام و من الله التوفيق .