ملي لوبډله په اسیاد کې د نومبر په ۲۴ نېټه لوبه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40401
راحیله جواد- کابل
دخبریدو نیټه : 2010-11-21

افغان کرکټ :  د افغانستان کرکټ ملي لوبډله چین ته په اسیاد کې د لوبو ګډون لپاره د چین ګوانجو ښار کې ده د نومبر په ۲۴ نېټه چې د څلور نۍ ورځ (چهارشنبه) کیږي لوبه کوي.

دا لوبه د چین په وخت د سهار په ۹:۳۰ او د افغانستان په وخت د سهار په ۶:۱۰ د قیقو پېل کیږي.
افغان لوبډلې د اسیاد په دې سیالیو کې د اسیايي هیوادونو د پیاوړو لوبډلو  په کتار کې ځای لري او خپله لومړۍ لوبه د اسیا د دویمې درجې کرکټ هیوادونو سره په منځ لوبه کې کوي.
افغان ملي لوبډله د لوبو په مهالویش کې د  ِاي په ګروپ کې ځای لري، د دي ګروپ درې لوبډلې نیپال، مالدیف او هانګ کانګ په خپلو کې سره لوبه کوي او هره یوه چې پیاوړي و بیا په منځ لوبه کې افغان ملي لوبډلې سره په ۲۴ نېټه مخ کیږي.
د ملي لوبډلې لوبه په ۲۴ نېټه لاندې د تلویزیون چینلونه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کوي:

ملي تلویزیون غواړي چې دا لوبې ثبت کړي او بیا د شپې د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.
د سبا تلویزیون چې په کابل کې یې مرکزي دفتر دی.( په ژوندۍ بڼه)
د اریانا تلویزیون. ( په ژوندۍ بڼه)
د شمشاد تلویزیون مسؤلینو وايي چې موږ کوښښ کوو چې د کرکټ مینوالو ته دا لوبه وړاندي کړو خو تر اوسه لا اخري پریکړه نه ده شوي.
په نړیواله کچه د دې لوبو  خپرلو حقوق د ټین اکشن تلویزیون هم اخستي چې زیات امکان شته په ژوندې بڼه یې وړاندې کړي.
د سلام وطندار رادیوږ
یادونه: د افغان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې د پورته رسینو سره اړیکې نیولې او هغوي تائید کړي ده چې د کرکټ لوبې په کوم شکل خپروي.
په دې سیالۍ کې د اسیا ۱۰ اسیايي هیوادونه لوبه کوی او دا لومړي ځل دی چې په اسیاد کې د کرکټ لوبه ترسره کیږي.
په اسیاد کې د کرکټ په سیالۍ کې لاندې اسیايي هیوادونه شتون لري:
افغانستان، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش، چين، هانګ کانګ، ماليزيا، مالديپ، نيپال او سينګاپور) لوبډلې ګډون کوي