افغان ملي لوبډلې د اسیاد په لوبو کې د سپینو مډال خپل کړ
د افغانستان ملي لوبډلې دپاکستان لوبډلې ته د اسیاد په نیمه لوبه کې په منډو ۲۲ ماتې ورکړه او د سپینو زرو مډال یې خپل کړ.
نن په چین کې د افغانستان ملي لوبډلې او پاکستان لوبډلې تر منځ ډیره حساسه لوبه تر سره شوه چې په پېل کې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
نن د افغان ملي لوبډلې په توپوهنه کې شبیر نوري په ۳۰ توپونو ۳۵ منډې وکړې چې دوه پکې څلوریزې او دوه پکې شپږیزې وي.
په چین کې نن ګڼ شمېر د افغانان د مختلفو ځایونو څخه د خپلو اتلانو د تشویقولو لپاره راغلي وافغان ملي لوبډله د توپ اچونې په ډګر کې حمید حسن او کریم صادق دوه دووه ویکټې واخستلي.
افغانستا د دې لوبې په ګټلو سره د اسیاد په لوبو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ او سبا ته د سرزرو مډال لپاره لوبه کوي.
تر اوسه نه ده معلومه چې د چا سره به پایلوبه وي خو زیات امکان شته چې د افغان ملي لوبډلې پایلوبه د بنګلدیش یا سریلنکا لوبډلې سره راشي.
دیادولو وړ ده چی ننۍ لوبه د پاکستان خلاف ولسمشر کرزي او د افغانستان د مالي وزیرپه ژوندې بڼه د ملي تلویزیون له لارې وکتله او ټولو هیواد والو ته په اسیاد کې د سپینو زرو د مډال مبارکي ورکړه