ملي لوبډله د لویو وچو جام د پیلوبې لپاره تمرینونه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40551
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2010-11-29

د افغانستان ملي لوبډله په اماراتو کې د لویو وچو جام د پیلوبې لپاره تمرینونه کوي
افغان ملي لوبډله اوس مهال په عربي متحده اماراتو کې د ۲۰۰۹-۲۰۱۰ز کال د  انټرکانټینټل جام د پایلوبې لپاره تمرینونه کوي.

د ملي لوبډلې روزونکی راشد لطیف وايي ((د لوبې د پېل د ورځې پورې به په لوبغاړو د اوږدې لوبې کولو لپاره تمرینونه کوي، نوموړی وايي چې د ډیسمبر تر دویمې نېټې پورې به لوبغاړي د اوږدې لوبې کولو تخنیکونه پیاوړې کړي)).

نن ملي لوبډلې په خپل کورني لوبغالي شارجه کې تمرینونه کول او سبا ورځ به د دوبې سپورټ سیټې په نړیواله کرکټ اکاډمۍ کې تمرینونه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د لویو وچو د جام پایلوبې لپاره لوبډله یوه میاشت مخکې اعلان کړي چې د په دې جام کې  دوه لوبغاړي  باطن شان او سمیع الله اغا د لومړي ځل لپاره لوبیږي.
افغان ملي لوبډله به د متحده اماراتو د دوبۍ په سپورټ سیټي کې د لویو وچو د جام پایلوبه د سکاټلینډ هیواد سره کوي. دا لوبه به د ډیسمبر د میاشتې په دویمه نېټه پېل کېږي او د ډيسمبر د ۵ نېټې پورې به دوام کوي.
دا لوبه ۵ ورځینې لوبه ده چې هره لوبډله به پکې دوه دوه پاڼۍ کوي