لندن ته يوه يادونه :خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40596
ژباړه: شوکت ترين
دخبریدو نیټه : 2010-12-01

يادونه: د ټول هند بلوڅ و بلوچستان کانفرنس مرکزي مجلس عاملې په کوېټه کې دا پرېکړه وکړه، چې د ګردي مېزل (ګول مېز) کانفرنس سب کمېټي، چې د هند ټولو سياسي ګوندونو ته د خپلو خپلو يادښتونو د لېږلو کومه بلنه ورکړې وه، نو بايد موږ هم لندن ته يادښت ولېږو او دغه کار يې خان شهيد ته سپارلى و، چې د بلوچستان د يوې خپلواکې صوبې په اړه يادښت ولېږي.
خان شهيد ددغه يادښت يادونه د خپل ژوند ليک د دويم ټوک په ٤٤٩ مخ کې هم کړې ده. دا يادښت، چې په انګرېزي ژبه ليکل شوى و، په لومړي ځل د ژباړن لاس ته ورسېد او دا دى په لومړي ځل يې پښتو ژباړه لوستونکيو ته وړاندې کېږي او اصل انګرېزي متن يې د ژباړن په کتابتون کې خوندي دى.
ددغه يادښت نورو ژبو ته ژباړل او يا په کوم کتاب کې د چاپولو حقوق ژباړن له ځان سره خوندي ساتي او ډېر ژر به يې د خان شهيد له نورو نايابه او ناچاپه مقالو سره يوځاى په کتابي بڼه چاپ کړي. د يادونې وړ ده، چې ددې يادښت د ليکلو پر مهال خان شهيد شپږ ويشت کلن و. (ژباړن)

 ليکوال: خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزى
بلوچستان، چې د برتانوي سلطنت د ټولو سيمو په پرتله له پامه غورځېدلې سيمه ده او د اين.ډبليو.ايف.پي په پرتله ډېره زياته بې قاعده ده او ښايي، چې په ټول هندوستان کې د ځانګړې حيثيت لرونکې سيمه ده. په دغه پراخه سيمه کې د تورو ريګونو، د واورې ډکې ناوې، ښاېسته باغونه، شاړې (غېر ابادې) ځمکې، تېزې دوړې او د اوبو ډکې ويالې شته. ددغه سيمې جغرافيايي موقيعت دغې سيمې ته ډېر زيات سياسي ارزښت وربخښلى دى، په ځانګړې توګه د برتانوي سلطنت پولې له فارس او افغانستان سره لګېږي او تر هغه شاته سور ښامار د بولان پر ناوه خپلې سترګې ښخې کړي دي.
ددغه سيمې سياسي نظم و نسق ښايي په ټوله نړۍ کې تر ټولو زيات آمرانه دى او په قامي پرمختګ کې تر ټولو زيات خنډ دى. ددغه سيمې په لوړو ځانګړتياوو کې کورنى قبايلي جوړښت او کورنۍ سيمه ييزې اړيکې او رواجونه دي، کوم چې پښت پر پښت راروان دي. ددغه سيمې د خلکو په منځني تړون باندې تراوسه بهرنيان ډېر لږ پوهېدلي دي. بلوڅ، براهوي او پښتانه د وروڼو په څېر لږ تر لږه د صوبې په ټولو سيمو کې سره ګډ اوسېږي. که چېرې د نمونې په ډول له يوې برخې څخه يو سړى چوڼ کړى شي، د هغه به هرومرو په څه نا څه بڼه د صوبې له نورو سيمو سره څه نا څه تړون وي. د بلوچستان دغه يووالى او خپل منځي اړيکې د اولس ترمنځ مرستې، يووالي او په غم ښادۍ کې له يو بل سره ګډون د دوى د ښه سباوون او پرمختګ ضمانت ورکوي.
خپل منځي يووالى
Internal Confederation:
زموږ د بلوچستان له خپل منځي يووالي Internal Confederation څخه موخه له مرکز سره د بلوچستان د يوې اکايي په حيثيت اتحاد دى. موږ دا خبره رياست ته پرېږدو، چې زموږ وړانديزونه ومني، چې د دواړو خواوو په ګټه دي او د نيم وفاق (Confederation) وجود ممکن کړي يا بيا موږ د بېلتون خوا ته وشړي.
د ټول هند، بلوڅ و بلوچستان کانفرنس په خپل خلاص سېشن چې د ١٩٣٢م کال په دسمبر کې ترسره شوى و، پکې بلوچستان ته د يوې ګورنر صوبې د حيثيت ورکولو  او په هغې کې يې د بشپړه اصلاحاتو غوښتنه وکړه، چې موخه يې د څه ډول تعصب څرګندونه نه وه. ددغه سکيم موخه د سيمې د حالاتو ادراک کولو لپاره د مرکز پر لور لومړى ګام دى.
د فنانس ستونزه، چې تراوسه يې په دې يادښت کې يادونه نه ده شوې او دلته يې يادونه ډېره اړينه ده، برتانوي بلوچستان چې د مرکز په ذريعه ځان چلوي، که له رياست سره په يوه نيم وفاق (Confederation) کې ګډ شي، نو بيا به ورته خپل خرڅه پخپله پوره کول وي، کومه خرڅه چې پر شاهي جرګه، وفاقي عدالت او نورو معاملاتو باندې راځي.
دغې صوبې پورې اړوند وړانديزونه، چې پر "وائټ پيپر" باندې مشتمل دي، به يقيناً د قبول وړ نه وي. د هندوستان له بلې صوبې سره د بلوچستان ګډون (اشتراک) هم د قبول وړ نه دى. که څه هم داسې منصوبې قابل عمل خو دي، خو دلته معامله دا نه ده. له پنجاب سره يې هېڅ نسلي تړون نشته، چې اشتراک جواز شي. سندهـ او اين.ډبليو.ايف.پي د خسارې صوبې دي او د بلوچستان بوج نشي پورته کولاى.
د اصلاحاتو لپاره وړانديزونه
دا لانديني وړانديزونه د آييني اصلاحاتو لپاره وړاندې کېږي:
• شاهي جرګه به له بشپړو آييني اختياراتو سره د بلوچستان "مقننه" وي او د شاهي جرګې په استازيتوب به ورته د برتانوي بلوچستان، قلات، لس بيله د رياستونو او  د خاران د حکومت چارې حواله کېږي او دا به د بلوچستان د نيم وفاق (Confederation) لپاره قانون سازي کولاى شي.
• شاهي جرګه به دا واک لري، چې په هره معامله کې په لاس اچولو سره مزمتي تحريکونه او قراردادونه پاس کړي او د غړيو شمېر به يې ٧٥ (پېنځه اويا) وي.
• بجټ (مستقل بجټ) به د برتانوي بلوچستان د غړيو له لارې د رايې وړ وي (د قبايلي سيمو د غړيو په ګډون) او د نورو غړيو د بحث لپاره خلاص وي. شاهي جرګې ته به دا حق هم وي، چې هغه دې خوندي بجټ (Reserve Budget) کې کمى زياتي وکړي او دا واک به هم ولري، چې په هره معامله کې دې لاس واچوي او پر خوندي موضوعاتو (Reserve subject) تنقيد وکړي.
هر هغه سړى کوم چې په لاندې شرطونو پوره وي، د ووټ حق لري:
الف: هر هغه سړى چې د کال پېنځه کلدارې د ځمکې د ماليې په توګه ادا کوي.
ب: هر هغه سړى، چې دوې کالدارې د مالدارۍ دټيکس په توګه ورکوي.
ج: هر هغه سړى چې دوه کلدارې اتيا پيسې (٨.٢) د مياشتې د کور د کرايې يا د دوکان د کرايې په توګه ادا کوي.
د: هر هغه سړى چې د آمدنۍ ټيکس ورکوي.
ر: هر هغه سړى چې کور ولري.
ص: هر هغه سړى چې له کوم پوهنتون څخه د مډل امتحان يا د انګرېزي څلورم معياري امتحان (Four Standard) پاس کړي.
نظم و نسق
د رياستونو نظم و نسق به د هغو نماېنده شهزادګانو سره وي. د برطانوي بلوچستان د نظم و نسق ذمه به د چيف کمشنر او درې رکني کونسل پر غاړه وي، چې يو صلاح کار او دوه وزيران به پکې وي. د مشير يا صلاح کار چوڼ به ګورنر جنرل کوي. دوه وزيران، چې په مستقله بڼه به وي، يو به د ريونيو او بل به د تعليم وزير وي.
د ريونيو له وزير سره به د ځمکې د ريونيو، اوبه خور، ځنګلونو، کرنې، معدنياتو او د ايکساېز چارې وي او د تعليم له وزير سره به د تعليم، صنعت، روغتيا او لوکل ګورنمنټ چارې وي. د وزيرانو چوڼ به د برتانوي بلوچستان شاهي جرګه له خپلو غړيو څخه کوي او دوى يعنې وزيران به شاهي جرګې ته ځواب ورکوونکي وي.
بلوچستان به د هندوستان دوفاق يوه برخه وي او دوه غړي (يو په وفاقي مقننه او بل په هاوس آف اسمبلي) کې د دوى استازيتوب کوي. (په دوى کې به يو له رياستونو څخه وي.)
د سرحدي جراېمو قانون (F.C.R) او دا ډول نور قوانين بايد منسوخ کړى شي او پرځاى يې رواجي قوانين د شريعت او جديد سامات پر بنسټ ترتيب کړى شي او ځايي او د ضلعي شاهي جرګې غړي بايد د معمول په ډول چوڼ شي. البته د شاهي جرګې غړي به دا حق نه لري، چې هغه به دوى چوڼ کړي. دوى به له عامو رواجي قوانينو سره سم پريکړې کوي، د رياستونو به خپل خپل هايي کورټس وي، د برتانوي بلوچستان د هايي کورټ لپاره به چيف کمشنر ته دوه قانوني صلاح کاران مشورې ورکوي (په دوى کې يو حتماً ځايي مسلمان وي).
وفاقي عدالت به له برتانوي بلوچستان او رياستونو څخه پر پېنځو چوڼ شويو غړيو مشتمل وي. پوليس به د چيف کمشنر لاندې وي، چې د انسپکټر جنرل  په حيث به دنده ترسره کوي. شاهي جرګه به د دوى په کار کې د لاسوهنې او ورباندې د تنقيد کولو حق ولري.
د کويټې بلديه به يوه چوڼ کړى شوې اداره وي او په اووه ميلو کې دننه کلي او بانډې به د چوڼ او نامزدګۍ په عمل کې شريکې وي.