نوروز منګل د لوبو وچو جام باید وګټو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40597
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2010-12-01

د لویو وچو د جام د پایلوبې په اړه د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل لپاره نن په دوبۍ ښار کې د کرکټ نړیوالې شورا په  خپل مرکزي دفتر کې خبري غونډه جوړه کړي و چې نوروز منګل پکې د خبریالانو پوښتنو ته پکې ځوابونه وویل.

نن ماښام د کرکټ نړیوالې شور په خپل مرکزي دفتر کې چې د متحده  عربي اماراتو په دوبۍ کې موقعیت لري د افغانستان د ملي لوبډلې او سکاټلینډ هیواد ملي لوبډلو د کپتانانو لپاره خبري غونډه جوړه کړې و .

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اوږدې لوبې کپتان نوروز منګل د خپل سکاټلینډي سیال ګورډون ډرومونډ سره په خبري غونډې د ګڼو خبریالنو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د نوروز منګل څخه یو نړیوال خبریال وپوښتل چې تاسو په داسې وخت کې یاستئ چې په اسیاد کې مو د سپینو زرو لوی بری خپل کړ، هغه لوې شل اوریزه وې څه فکر کوئ چې د ۲۰ اوریزو څخه سمدستې ۵ ورځینۍ لوبه بده اغیزه ونلري؟

منګل د دې پوښتنې په ځواب کې  ((هیڅ کله تاثیر نه کوي په متحده اماراتو کې مو ۴ ورځې د اوږدې لوبې تمرین وکړ د اسیاد څخه مو مخکې د ننګرهار ولای په مرکز جلال اباد کې کافي د فټنس او اوږدې لوبې تمرینونه کړي دي)).

د یو بل خبریال په پوښتنه کې وویل چې ایا تاسو به دا لوبه وګټۍ او که نه؟ نوروز وویل ((لوبه کې ګټل او بایلل وي خو د افغان لوبغاړو فټنس اوس مهال ښه برابر دی او همدارنګه لوبغاړي په ذهني شکل هم ښه پیاوړي دي نو ویلا شم چې موږ به دا لوبه خپل هیواد او افغانانو ته ضرور ګټو)).

نوروز منګل د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې اوس نورعلي ځدران نشته څه بده اغیزه به وکړي که نه؟ ښاغلي وویل  ((نورعلي ځدران پیاوړی لوبغاړی ده خو اوس موږ د شبیرنوري په څېر تکړه لوبغاړي هم په لوبه کې شامل کړي چې هیله لرم ښه به وځلیږي)).

د سکاټلینډ کپتان ډرومونډ د افغان ملي لوبډلې په اړه وویل ((زه ورته احترام لرم تکړه لوبډله ده او په ډیر لږ وخت کې ډیرې لاسته راوړنې لري خو موږ هم د لویو وچو جام لپاره ښه تیاری نیولی دی)).

د لویو وچو د جام د پایلوبې په اړه نور اړن معلومات:
 افغان ملي لوبډله اوس مهال په عربي متحده اماراتو کې د ۲۰۰۹-۲۰۱۰ز کال د  انټرکانټینټل جام د پایلوبې لپاره تمرینونه بشپړ کړل او سبا ته به د دوبۍ د کرکټ په نړیوال کرکټ سټډیم کې لوبه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ د لویو وچو د جام پایلوبې لپاره لوبډله یوه میاشت مخکې اعلان کړي چې د په دې جام کې  دوه لوبغاړي  باطن شان او سمیع الله اغا د لومړي ځل لپاره لوبیږي.

د لویو وچو د جام لپاره افغان ملي لوبډله:
افغان ملي لوبډله به د متحده اماراتو د دوبۍ په سپورټ سیټي کې د لویو وچو د جام پایلوبه د سکاټلینډ هیواد سره کوي. دا لوبه به د ډیسمبر د میاشتې په دویمه نېټه پېل کېږي او د ډيسمبر د ۵ نېټې پورې به دوام کوي.
دا لوبه ۵ ورځینې لوبه ده چې هره لوبډله به پکې دوه دوه پاڼۍ کوي.

د لویو وچو جام د نمرو جدول:
افغانستان د لویو وچو د جام د نمرو په جدول کې لومړی مقام لري، تر اوسه اففانستان په دې سیالۍ کې ۶ لوبې کړي چې ۵ یې پکې ګټلي او یو یې د زمبوابی سره مساوي کړي ده.

د دې سیالۍ په اړه اړین معلومات:
دد کرکټ نړیوالې شورا پتیلې چې دا لوبه د ویب پاڼې د لارې په ژوندې بڼه د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي.
په لاندې پاڼه کې کولای شئ چې په  ژوندۍ بڼه د افغانستان او سکاټلینډ لوبه وګورئ:
http://www.livestream.com/cricketscotlandtvlive
په لاندې پاڼه کې کولای شئ چې تاسو په ژوند بڼه معلومات تر لاسه کړئ:
http://icc-cricket.yahoo.net/index.php
په افغانستان کې سلام وطندرا او د ننګرهار د کلید رادیو پتیلې چې په ژوندۍ بڼه غږیز معلومات په هیواد   کې د کرکټ مینوالو ته وړاندې کړي