د تېرې ېکشنبې د ورځې د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې ېوه سخته زلزله وشوه زلزله دومره سخته وه چې د رېختر په کچ هېڅ کچ شوې نه ده ، ما وېل چې د خامو سره سره به ېې د ښار د پخو ماڼېو چتونه هم را نسکور کړي وي .
د زلزلې د اولنۍ جټکې سره چې ډېره ځواکمنه او قوي وه ما فوراً د دفتر انګړ ته ټوپ کړ او له خونې را ووتلم د لږې شېبې وروسته مې پام شو چې پرته له ما بل هېڅ څوک هم را وه نه وتل او د دفتر ملګري ټول په خپلو خپلو خونو کې ناست او په کار بوخت دي ، دا څرنګه کېدای شې !
دومره کلکه زلزله او دومره قوي جټکې او هېڅ څوک هم له ځاېه ونه خورېدل او نه چا احساس وکړ.
د لږ شېبې وروسته مې چې د دفتر د ځېنو همکارانو روحېې ته وکتل هېڅ بدلون په کې نه لېدل کېده ، هېڅ چا زلزله نه وه حس کړې حتا د رېختر سکېل (کچ) هم .
ورو ورو له وېرې را بهر شوم ځانته مې پام شو په فکر کې شوم او احساس مې وکړ چې زما د زړه ماڼئ اوس هم لړزېږي .
هو !
زما د زړه ماڼئ ....
دغه وېرونکې زلزله زما د زړه په ښار کې شوې وه ، هغه ښار چې ما په کې د لږې مودې راهېسې د مېنې ېوه ښکلې ، دنګه او ټېنګه ماڼئ اباده کړې ده .
د دنېا د طوفانونو او زلزلو په مقابل کې ددې ماڼئ مقاومت د اوسنئ زمانې د علمي او تخنېکي آلاتو بې نېازه ما پخپله په ډېرو ښکلو او رنګېنو باورونو ازماېلی وو ، ځکه چې دا ماڼئ ما د جوش په مرحله کې نه بلکه د هوش په مرحله کې اباده کړې ده.
پوهېږم چې په دې دنېا کې چې هر څه شته هغه فنا کېدونکي دي خو په دې ماڼئ مې دومره باور پوخ دی چې د اسرافېل له شپېلۍ مخکې ړنګېدونکې نه ده .
زه نه پوهېږم چې د اسرافېل شپېلۍ به لېرې وي او که نژدې خو په دې پوهېږم چې دا ماڼئ به د هغه تر شپېلۍ ولاړه وي .
بې نېازه ، بې پرواه او د زړه په ښار کې دې ماڼئ ته په کتو مغروره وم ،
مغرور وم خو ناشکره نه ، د مېنې د خالق ناشکري مې نده کړې او د هغه ذات شکر مې تل ادا کاوه .
خو !
خو ېو ناڅاپه او هېڅ بې هېڅه مې د زړه ښار د داسې ېوې زلزلې سره مخ شو چې زما د مېنې په راز او نېاز جوړه شوې ماڼئ ېې سخته و لړزوله او ددې ماڼئ ستنې او دېوالونه ېې ټول نسکورېدو ته کابو کړل .
ډېر په وېره کې ېم او خپل خالق ته لاس په دعا ېم او واېم چې :
ای د مېنې او ښکلا خالقه !
ستا د رحمت او مرهمت خواص د غضب او قهر په خواصو ډېر غالب وېنم او په دې تمه ېم چې ته به په خپل حکمت زما د مېنې د ماڼئ ستنې بېرته ټېنګې کړې او ما به د خپلې مېنې په وصال کې په خپل حمد او ثنا ګوېان ساتې ، آمېن