پښتني قبيلې وپېژنئ ! ٨٣ بر خه ( سنځر خېل)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40608
دکتور لطيف ياد- استراليا
دخبریدو نیټه : 2010-12-02

 
زموږ پښت پو هان او تو کم پېژندونکي سنځرخېل له اره دکاکړو يوه پښه بولي چې دغر غښتو پښتنو په ټولنيز ګروپ پورې اړه لري٠ دروايتونو له مخې سنځر نېکه يو تورزن مشر او منلی روحاني شخصيت و چې دمغولو پر خلاف يې اوږدې مبارزې کړي دي او ويل کيږي چې دده مزار په کو سه کې دی او ډېر شمېر خلک دده زيارت او مزار ته ورځي٠کوسه دسهيلي پښتو نخواد کاکړ ستان دسيمې په ژوب کې مو قعيت لري٠ (١)

د سهيلي پښتو نخوا نامتو مؤرخ او فولکلوريسټ ښاغلی ولي محمد خان سيال کا کړ په خپل اثر" پښتو او پښتانه په سهيلي پښتو نخوا کې" دسنځر خېلو کاکړو په اړوند داسې ليکلي دي :

" دکاکړو دقبيلې نوابي او سرداري له پخوا زمانو نه دسنځر خېلو په لاس کې ده او دوی دشمېر له پلوه دکاکړو تر بل هر ټبره زيات دي (٢)٠"

سنځر خېل په لاندنيو ښاخونو او څانګو ويشل شوي دي:

علي زي،عبد الله زي،کب زي،برن خېل،سنخېل، اتمانخېل،هرمزي، تيمني،عرب خېل،پڼېزون،، نيسي ،کديزي او دومړان ٠ (٣)

سنځر خيل تورزن،ميلمه پالونکي، په علم او پو هې باندې مين او په پښتني ننګ او غيرت ټينګ خلک دي ٠
دوی په هروخت کې د ظلم او تيري او بهر نيو ير غلګرو او بلو سګرو په وړاندي جنګيدلي دي په تېره بيادمغولو او انګرېزانوپرخلاف ددوی مبارزې دپښتنو دتاريخ زرين با بو نه جوړوي چې موږ پښتا نه پرې وياړو٠
-----------------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې :
د سنځر خېلو کاکړو په اړوند له لاند نيو ماخذونو ، منا بعو او سر چېنو نه ګټه اخيستله شوې ده :
١- پښتني قبيلې، ١٧٦ مخ، دپېښور چاپ ٠
٢- پروفيسر ولي محمد خان سيال کاکړ،پښتو او پښتانه په سهيلي پښتو نخوا کې، ٦٥ مخ٠
٣- پښتني قبيلې،١٧٦ مخ٠