افغان ملي لوبدله دسکاټلنډ۶ لوبغاړي وسوځول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40632
راحیله جواد- کابل
دخبریدو نیټه : 2010-12-03


د افغانستان ملي لوبډلې د لویو وچو د جام پایلوبه کې د سکاټلینډ ۶ لوبغاړي وسوځول، د نن ورځې تر پایه پورې سکاټلینډ ۶۴ منډې  وکړي او سبا سهار ۹:۳۰ بجې به بیا په توپ وهنه پېل کوي.
افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې په لومړي نوبت کې د سکاټلینډ هیواد ته  ۱۷۱ منډې جوړې کړي چې په دې حساب مخالفه لوبډله د افغان لوبډلې څخه په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۱ منډې مخکې ده.
نن په دویمه پاڼۍ کې سکاټلینډ ۶۴ منډې وکړې او سبا ته به بیا لوبه کوي، سکاټلینډ د سبا لپاره ۴ ویکټي لري.

د افغان ملي لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه:
د دویمې پاڼۍ په توپ اچونه کې سمیع الله شینواری وځلید او د سکاټلینډ ۳ لوبغاړي یې وسوځول، حمید حسن د سکاټلینډ خطرناک ۲ لوبغاړو وسوځول چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې سلیزه وهلي و.
د لومړۍ پاڼۍ په توپ اچونه کې حمید حسن ۵ ویکټې واخستلې، میرویس اشرف هم د سکاټلینډ ۳ او شاپور ځدران ۲ لوبغاړي وسوځول.