اسلامي سیاسي وثیقې او لاسوندونه - شپږمه برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40645
ژباړه : قریب الرحمن سعید
دخبریدو نیټه : 2010-12-03

(۳۶)
د فره  په نوم  درسول الله  صلی الله علیه وسلم د منظورۍ  لیک :
د محمد رسول  الله له  اړخه  د فروه  بن عمرو  په نوم :
ستا قاصد  را ورسید، هغه  ستا له اړخه د لیکل  شوې اطاعت  لیک  تر څنګ    ماته  په ژبه  هم  ستا داسلام د قبلولو  خبر راکړې دې . دا دالله  تعالې  له  لورې  هدایت  دې ، دخپل ځان د اصلاح  تر څنګ  دالله او دهغه د رسول  اطاعت  او دلمانځه د ( اداء کولو)  او ذکوة (ورکولو )   پابندي  کوه .  
(۳۷)
دحارث  بن ابي شمر غساني په نوم  تبلیغ  لیک  :
بسم الله الرحمن الرحیم
د محمدرسول الله  له  اړخه  حارث بن اشمر  ته :
د سلامتۍ وړ  هغه  څوک دې  چې دهدایت  تابع  اوسي ، هغه چې په یوه خداې  ایمان  راوي او د عمل  په واسطه    خپل ایمان  تصدیق کړي .
زه تاته  بلنه درکوم  چې په  یواځې  یوه خداې  چې  واحد او لاشریک دې ایمان راوړې ، بیا به ته  لکه دپخوا په څیر د خپل  هیواد  حکمران  اوسې .
(۳۸)-  (۳۹)
د جبلهء الغسانې  له اړخه   :
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  جبلهء  بن ایهم  نواب غساني  ته یو بلنلیک  ور ولیږه ، په ځواب کې یی جبلهء  داسلام د منلو خبر ورکړ. ( خو ددواړو  لیکونو  متنونه  نه دې تر لاسه شوي )
( په هغه وخت کې جبله د مشهورو نوابانو څخه و ، هغه  په مسیحې  روم باندې حکومت کاوه ،  هغه د اسلام  اظهار وکړ  خو په هغه کې د بیرته ګرزیدو  عادت  هم و ،  په دې  اساس هغه بیرته و ګرزید .  د حضرت عمر  رضې الله عنه په وخت کې هغه د اسلامی  لښکرو  مقابلې ته راکیوت  خو سرنګونه  شو . بیرته مسلمان  شو او بیا  په مدینی کې میشت  شو . بیا واوخت ، او په همدې حال کې د روم په ځاې  قسطنطنیی ته ولاړ ، او په همدغې حالت کې  له دنیا  څخه  ولاړ)
(۴۰)
دغسان د قبیلي ثعلبه  له  پاره  امن  لیک :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا لیک  دمحمد  رسول الله  له اړخه د  بني ثعلبه  بن عامر  دقبیلي   دسردار ، صیفي ابن  عامر  په نوم   :
ددوې څخه چې هر څوک  ایمان  راوړي  او تر څنګ  یی  لمونځ ادا کړي او ذکاة  ورکړي ، دغنیمت څخه  پنځمه برخه ( خمس  )  ورکړي ، اودرسول  الله  صلی الله علیه وسلم  په خدمت کې  د غوره  مال  د را وړاندې کولو  مسؤلیت په  غاړه واخلي ، نو دهغه  له پاره د الله  تعالې په وړاندې  د پناه  ذمه  اخستل کیږي .
( صیفي  بن عامر  اسلام  و مانه  ،  او رسول  الله  صلی الله علیه وسلم  هغه همغسې دخپلې  قبیلې  په مشرۍ  پریښود. هغه دا لیک د حضرت  عمر رضی الله عنه  په وخت کې هم  راوړاندې کړ . «اصابه  ۴۱۰۶»)
(۴۱)
د لخم د قبیلی دحدس  څانګې ته  امن  لیک :
د محمد رسول الله  له اړخه :
د لخم د قبیلی  دحدس د څانګې  څخه که کوم یوکس   د مسلمانیدو  سره یو ځاې  لمونځ   اداء کړي  اود ذکاة  د ورکړې سره یو ځاې د رسول الله   برخه  هم ورکړي  ، او دمشرکینو سره هم  خپل  اړیکې  پریکړي  نو بیا  دهغوې دځان  ، مال او ابرو   دخوندی  ساتلو ذمه   الله  اودهغه  د رسول   په غاړه ده .
او که چیرې دهغوې څخه کوم یو دمسلمانیدو وروسته  مرتد شي  نو الله  او دهغې  رسول دهغه په  هکله  هیڅ ډول  ذمه  واري  نه  اخلي . او هر هغه څوک  چې د خپل اسلام تصدیق  د خپلو اعمالو په  واسطه  وړاندې کړي  نو دداسې  شخص  له پاره به د محمد ص   له اړخه د هغه  د مسلمانیدو  تصدیق کیږي .  ( لیکونکې : عبدالله بن زید )
( لخم :  دیمن د مشهور  سردار  اولاده  ده  ، لخم  (مالک ) بن عدي بن الحارث بن خره ، بن عدي ، بن کهلان ( یایزید) بن یشحب  بن یعرب  بن  قحطان  « منهې الارب دویم  ټوک »)
(۴۲)
دزیاد  بن جهور  لخمي په  نامه :
 د زیاد  بن  جهور  لخمې  څخه  روایت  شوې  دې  چې ماته د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  دا لاندې  لیکل شوې  فرمان  را رسیدلې دې :
بسم الله الرحمن الرحیم
اما بعد :  زه ستا تر مخ  دهغه خداې  ثنا اوصفت کوم  چې دهغه پرته بل  معبود  نه شته .(.....؟)
 (۴۳)
دقبیلې لرونکو   له پاره  دزمکې غوښتل  او .....؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دقبیلې پالنې  له پاره  دوه ځلې ( یو ځل د هجرت  له مخه او بل ځل دهجرت  وروسته )  وفد ونه   راغلي ، هغوې په لمړي  ځل د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه  د زمکې دترلاسه کولو له پاره  غوښتنه وړاندې کړه ، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په یو ې  څرمنیزې  ټوټې  باندې  یوه وثیقه ولیکله  اوهغوې ته یی ورکړه (لیکوال) (۱)
(1) دا هیئت  د حضرت نعیم  بن  اوس داري  به مشرۍ کې  راغې و  او د تبوک دغزوې نه دبیرته ستنیدو  په وخت کې  یی په دې موضوع  خبرې کړې وې . په دې هیئت کې  ۱۳ کسان  شریک وو.
1-  هاني  ابن حبیب،   ۲- فاکه بن نعمان  ،  ۳- جبیله بن مالک ،  ۴- عروه بن مالک ،  ۵-  قیس بن مالک ،   ۶- مره ابن مالک ،  ۷- ابوهند  بن اوس ،   ۸- طبیب  عبدالله بن  اوس ،  ۹ -  تمیم بن اوس ،  ۱۰- یزید بن قیس ، ۱۱- نعیم بن اوس  .  (اصابه  نمبر ۸۷۶۹)
بسم الله الرحمن الرحیم
په دې لیکنه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  له  اړخه د قبیلې  لرونکو  له پاره دزمکې  دورکولو   وثیقه ده .
دا چې کله چې رسول  الله صلی الله علیه وسلم   ، الله تعالې په فتوحاتو باندې   سرفرازه کړي  نو بیا به دغې  قبیلې  ته  په لاندې  کلیو کې زمکې  ورکول  کیږي .
1-  په بیت  عینون کې ،
2-  په جبرون  کې ،
3- په مرطوم  کې ،
4-  په  بیت ابراهیم کې .
او دا جاګیر ( زمکه )  به  په استمراري  اجارې سره   ورکول کیږي .  او ددې  ځایو   په اوسیدونکوبه دهغوې  ددهقانۍ  حقوق  وي .
( لیکونکې : شرحبیل  بن حسنه .
ګواهان :  ۱-   عباس  بن عبدالمطلب .
 ۲-خزیمه  بن قیس ،
 ۳-شرجیل بن حسنه .
(۴۴)
په (۴۳م)  لیک کې  نوښت :
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هجرت  نه وروسته  همدا  وفد  په مدینه کې دهغه ص   په حضور کې  حاضر شو او په پخوانۍ  وثیقه کې یی  د نوښت  غوښتنه وکړه ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوې ته لاندې  وثیقه  عنایت کړه . ( لیکوال ).
بسم الله الرحمن الرحیم
دا  درسول الله صلی الله علیه وسلم  له لورې د تمیم  بن اوس  له پاره لیکل شوې  وثیقه  ده .  هغه ته  په حبرون  او بیت عینون  دواړو  سیمو کې  ، دهغې ځاې  د زمکې  په شمول ،  غرونه  ، د اوبو د وتلو لارې ، فصلونه، چینې  او د وحشي  حیواناتو  څړ ځایو کې  زمکه  ورکول  کیږي . اودا  جاګیر  به  دهغو د اولاد  اولاد  ته  هم  منتقلیږی .
هر هغه څوک  چې په دغو ځایو کې د مداخلې مرتکب  شي  هغه به ظالم وي  اود  خداې تعالې ، دهغه د ملایکو او د ټولو انسانانو  دلعنت  وړ به  و ګرځي  .
لیکونکې :  علي .
(۴۵)
 دپخوانۍ (۴۴مې ) وثیقې  نوښت   :
بسم الله الرحمن الرحیم
دتمیم داري  او دهغه د ورونو  له پاره د  محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم  له لورې  په لاندې ځایو کې  د زمکې  د ورکولو  وثیقه  و لیکل شوه :
الف -  حبرون  کې ،
ب- مرطوم  کې ،
ج- بیت ابراهیم کې ،
د – د الف ، ب ، ج،  دټولو  پیداوارو سرچینې  او د نقل  و حمل  ټول  سامان  د تل  له پاره دهمدې  جاګیردارانو ( دزمکې د خاوندانو )  له پاره دي .
ما ( الف ، ب ، ج ،  او  د) ،بخشش  کیدونکې  ته  ورسپارلې  دې ،  چې نسل  په نسل  به  د همدې  بخشش کونکو له پاره د هغوې د جاګیر په څیر اوسي . په دې اړه که کوم  شخص  ددې  (امر )  خلاف  مرتکب  و ګرځی  هغه به دخداې  دښمن وي  اوپه دې ډول  وګړي  به دالله  تعالې لعنت  وي .
لیکونکې : علی بن ابي طالب .
ګواهان :  ۱- عتیق  ابن ابو قحافه.  (ابوبکرالصدیق )
۲-عمربن الخطاب
۳-عثمان بن عفان
(۴۶)
د ابوبکر صدیق  رضې الله عنه  له  اړخه  د قبیلې پالنې  له پاره  د (۴۳)، (۴۴)  او (۴۵)   وثیقو نوښت  :
( په  «۴۶  او ۴۷»   لیکونو کې  د ابوبکر  صدیق  رضی الله عنه  له لورې    د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په  (۴۴)  او (۴۵) فرمانونو کې  نوښت  راغلې  اوبیا دهغې وروسته د نبوي  فرامینو  اعاده  شوې  ده  )
بسم الله الرحمن الرحیم
 د وثیقی دا نوښت د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د امین  ابوبکر صدیق  له لورې  ،  چې د الله درسول  خلیفه ټاکل  شوې دې ،   کیږي .
ابوبکر بیا دا  لیکنه  قبیلې لرونکو  ته و سپارله .
خبردار !  چې هیڅوک  دقبیلې لرونکو   د سیمو، حبرون او عینون   کې، په  کوم  وچ  یا لوند  شي کې  مداخله و نه کړئ .
هر هغه څوک  چې ددې حکم  څخه خبر وی  او هغه د الله  مطیع  هم  وی   نو هغه  دې  ددې  دواړو  سیمو په کوم شي کې مداخله  نه   کوي .
سرکاري  کارندوې  هم  په دې ځایونو کې زمونږ د احکامو د پلې کولو هڅه  کوي  او په دې ځایو کې  د مداخله کونکو  څارنه کوي .
(۴۷)
 دشام د سپه سالار  په نوم د  ابوبکر صدیق  رضی الله  عنه  لیک    :
( د قبیلې  درلودو  په  اړوند )
بسم الله الرحمن الرحیم
د ابوبکر  له اړخه  د ابوعبیده  بن جراح  په نامه :
 سلام علیک!  دالله  تعالې دحمد او ثنا نه وروسته ، ډاګیزه دې وې  چې هر هغه څوک  چې په الله تعالې اود اخرت  په ورځی  ایمان  ولري ، زه هغه  د قبیلې لرونکو  په سیمو کې د مداخلې  څخه  منه کوم . ددې سیمو پخواني اوسیدونکي  چې  پخپله دهغو  سیمو څخه  تللې دي  ، نو که دهغوې په  متروکه ( پریښول  شوو  شاړو  )  زمکو باندې  دقبیلې  خلک  کر کیله  کوي  نو هغوې ته ددې اجازه   شته .
او که  چیرې  هغه تللي خلک  بیرته را ستانه شي  نو هغوې تر ټول  ډیر په خپلو  زمکو  دکرکیلی  مستحق دي .
والسلام علیک .
( که چیرې د مفتوحه زمکو اوسیدونکې  په خپله زمکه باندې  کر کیله کوي  نو هغه  په  نیمایی هم  ورکولې شي ، نبي  صلی الله علیه وسلم  د خیبر  یهودو ته  په نیمایی  کشت  باندې  دکرکیلې  اجازه ورکړې وه . «بخاري  کتاب المغازي ،  باب  معاملة النبي  اهل  خیبر ») 
(۴۸)
د بلې دقبیلې د بنوجعیل  څانګې له پاره   امن  لیک   :
( د بلې  قبیله   قضاعة  ته منسوب شوې  اودیمن  اوسیدونکې ، عم  ابن مالک  بن حمیر  ددې قبیلې  پلار  ګڼل کیږي    « منتهې  الارب»)
د امان  مضمون  :
بنو جعیل  د قریشو د بنو عبد مناف  یوه  څانګه  ده  او هغه مراعات  او ذمه واري  چې  عبد مناف  له پاره  ټاکل شوې     همغه د بنو جعیل  له  پاره  هم  ده  او هغه  دا چې :
الف-  بنوجعیل  دې  په غزاوتو کې د ګډون  له پاره نه   مجبورول کیږي .
ب- دهغوې منقوله او غیر منقوله مال  د هغوې  خپل ملکیت دې ،
ج -  او دلاندې  قبیلو پر خلاف د بنو جعیل سره  کومک  کول   لازم دي :
1- د نصر قبیله ،
2- دسعد بن بکر  قبیله ،
3- د ثمامه  قبیله  ،
4- د هذیل  قبیله ،
دبنوجعیل  څخه لاندې وګړو درسول  الله  صلی الله علیه وسلم  سره  بیعت  کړې دې .
1- عاصم   بن ابو صیفي ،
2- عمرو بن  ابوصیفي ،
3- اعجم بن سفیان ،
4- علی بن  سعد .
ګواهان : 
1- عباس  بن عبدالمطلب،
2- علی ابن ابی طالب،
3- عثمان بن عفان ،
4- ابوسفیان بن  حرب .
(۴۹)
دمصر د والي  مقوقس  په نامه  تیلیغې  بلن  لیک :
 ( مقوقس د روم  له اړخه د مصر والی  ټاکل شوی و .)
بسم الله الرحمن الرحیم
 د محمد عبدالله ، رسول الله  له اړخه د مقوقس  په نامه :
سلام علې منتبع  الهدې !
  زه تاد   اسلام  لورې ته را بولم ، ستا پر مسلمانیدو به  پر تا هیڅ ډول  تعرض  و نه کړل  شي . او د الله تعالې  په وړاندې به تاته  دوه  برابره  اجر درکړل شي  خو د انکار په صورت کې  به  په تا  د قبطیانو د کفر بار  هم  در واچول  شی .
«یا اهل الکتاب  تعالوا  الې   کلمة  سواء  بیننا  و بینکم  الا تعبد الا  الله و لاتشرک به شیئا ولا یتخذ بعضنا بعضا اربابا  من دون الله  فان تولوا  فقولوا  اشهدوا بانا  مسلمون  ( ۳:۵۷ ) »
(اې دکتاب خاوندانو! راځئ  چې په  دې اصل  باندې سره  اتفاق  وکړو  ،  چې زمونږ اوستاسې تر منځ  یو ډول منل کیږی  او هغه   دا چې  له یوه خدایه پرته  بل څوک د عبادت  وړ نه شته . اودهغه سره هیڅوک  شریک  نه کړو ، او هیڅ  یو زمونږ  څخه  کوم انسان  دخداې په څیر  و نه مني .
اې رسوله !  که چیرې  هغوې  دا  اصل و نه مني  نو ورته ووایه  چې تاسو پوهیږئ  اوستاسې کار.  خو په دې ګواه  اوسئ  چې  مونږ مسلمانان  یو .
(محمد رسول الله )