دسنډا د بچي لا د زېږېدو درېمه ورځ پوره شوې نه وه چې په ډرتو او ټوپونو يې کلی په سر راواخيست ، سنډا چې دکټي ډرتې وليدې ، منډه يې کړه او پر څټ يې ورله خوله خښه کړه او ورو يې ځانته رانږدې کړ، او په نصيحت يې ورته پيل وکړ : ګوره بچيه ته ډېر قوي او زورور يې که اسپ ؟
څرګنده خبره ده چې اسپ تر موږ ټولو ډېر قوي دی، ګورې چې سترګې يې تړلي دي او په خوله کې يې همېشه قيزه وي ، دا ځکه چې اسپ هم ستا غوندې بې عقله سرټنبګي کوله ، نو ځکه پرې پاده وان سترګي وتړلې او خوله يې ور قيزه کړه ، ګوره بچيه چې اوس څنګه نېغ پخپله لاره ځي نه ډتې وهلی شي او نه لتې ٠
ګوره بچيه دا نرمه او پسته لکۍ دې هم پر سر ډېره مه را اړوه ، دا کارونه خو غويا کول چې د پاده وان ورپام شو او سم دواره يې هغه دی خصي کړ، ګوره د جړو غوندې تېره تېره يو يو ګز ښکرونه يې شته ، ځواني يې هم شته ،خو هغه پخوانی طاقت او مستي په کې نشته ٠
اوښ ته هم ښه وګوره چې د خولې تر څنګ يې ګونډې هم پرې تړلي دي او د ټول قوت سره سره بيا هم د پاده وان له اجازې پرته خپل غوږ هم نه شي رپولی٠
ما ته خو ګورې چې د سپېږمو نه يې را مهار کړی يم ، او دا دی په ټيټ سر درانه درانه بارونه راکاږم ٠
ما هم يو وخت ستا غوندې ډتې وهلې نو ځکه مې دا حال شو ، هغه هوښيار او منوونکی شين خر وينې ، په معمولي ډرته ، پاده وان د پښې نه په موګي پورې راوتړلو ٠
نو بچيه ته دې د پلار نه ډېر قوي او زورو نه يې ، بې ځايه زور مه وهه ، لږ هوهښيار شه ، ګنې که د پاده وان درپام شو په دا کچه عمر به دې خصي کړي٠
دا هوا ، فضا ، شنه غرونه ، اوبه او هره څه زموږ خپل دي بچيه ، خو ګوره مينت د پاده وان وړوو اوس ٠
د هغې غوږ بوچي بمبو سپي د ځنځرونو ،نه هم عبرت واخله ځان پخپله مه زولانه کوه٠
کامه