خپله لاسه غله لاسه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40792
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2010-12-10

طنز
د وزلوبې د وړلو لپاره
خر    په وهلو کله آس کیږي
 پوه شه  دخره مینه ده لغته
   دامینه اخیر درسره کیږي
ولې دوې هندوانې نیسې په یوه لاس
دجنایت په مهال ولاړ یې تسبې په لاس
 غاړی ته لویږي ما ت  چې شي لاس
مه ایږده نکریځي  د ولس په مات لاس
لاس ناستي  دي باسي ډالرونه شاباس
دنیا  درته نیولې تر زنې لاندې  لاس
دا منم چې نه خیژي ټک د یوه لاس
 خیرن لاسونه مه څنډه  زموږ له پاس
هغه  ددانشګاه او جعلي  سرود دی بکواس
 هغه ته يې هغه ډبلي ماران دي ستا اس پاس
د بیت المال   په کارکې لري د اخلاص لاس
میلونونه شندې په هر  بوچ پزې اوټک لاس
پر طلايي زین  سپور يي د بل  په ډک آس
نه دي څو ک مني نه  درځي څه په لاس
اس راس  منډه وهي  کچکول په لاس
ته یې راشوه کوې ټېله ماران يي وړي پاس
اخلې  له مجنونه   ددیدن نذرونه لاس په لاس
 ښه وايي تڼاکه ده  مرغلره د خپل غله لاس
ولس  موړشو له برکته ستا د تش لاس
په چپاول کې لري ستا مریدان ښی لاس
د جوز په پوټکي کې بنددی زموږ پښه اولاس
هر چیري   د پښتون  ضددی ستا مواس
دنیا د پښتون نه اوری خبرې د افلاس
وايي ځغلئ  پښتون  مودی ماد اخلاص
 تر  وېښيار دښن   دی بیړا دوست خناس
کاشکی نه وای زموږ په سر ستا کیڼ  لاس
سمه ده چې  وايي خر پلار که ، وخت که پاس
نه دا چې خر ه درباندې سپاره شي  پاس
ملک دربدر شو په نامه د طالب او خاشخاش
دونډېمارو  له ډاره مونیولی پر  خوله لاس
ټول ځیناور،غونډل ،مار،کربوړی او چنګاښ
دي مقرر کړه  غوباړی  یې څرخي د ارګ پاس
ژوند چلیږی دلته  په غلا، بډواو اختلاس
کله پیدا کیږي  دلته  یوه  ګوله په باړه لاس
اوس   که نر یې ورته تینګ که  پرتوګاښ
دټاکنو دکمیسیون پر خلاف پورته  کړه لاس
زموږ دی نه منله خلاص کړه ځان دویکی د واښ
هرڅه چې کیږي دا ټوله ستا د خپله  ګله لاس

کنایی او وییونه
دخپله لاسه (خپله ګناه)؛دچا لاس او پښې د جوز په پوتکی کې بندول( څوک په مشکل اخته کول)،پر لاس نکریځې ایښول ( د نیمی لاری دوست)؛لاس خلاصی(ډیر سخی)؛لاس بندیدل( بوخت)؛لاس پر خوله اېښوول( چپه  خوله) ؛ باړه لاس ( منت او خواری)،تړلی لاس ( مجبور)، ډک آس ( ډوبلن آس)، برلاس( غالب)؛نیولی لاس( اړ)؛ پراخ لاس ( سخي)، لاس په لاس( سمدستی ،نقد)، ښې لاس( مددګار) ، اس راس( هلته دلته)؛ تش لاس( مفلس)؛ ترزنې لاندې لاس( اریان پاته کیدل): تړلی لاس( څه نشوای کولی): ټک لاس( وران کار)   .

وییونه
  ونډیمار( تقسیم کوونکی )ټېله مار ( مفت خور)، غوباړی (  دژوومچ)؛ ؛ ؛ اس پاس(شاوخوا) ؛واښ(پړی او رسۍ) مواس ( چغلګر) ؛ بکواس ( چټیاټ)